• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې هندۍ رسنۍ د اریانا سینما نړول د فرهنګي مرکزونو له منځه وړل وګڼل

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰

«هیرالډ دکن» هندي ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا نړول شوې اریانا سینما په ۱۹۶۰ میلادي کال کې جوړه شوې وه او د کابل یو له خورا مشهورو کلتوري ځایونو څخه ګڼل کېده. ددې سینما یوه معمار ویلي، « داسې انګیرم چې د طالبانو بیلدوزرونو زما زړه ویجاړ کړی وي».

د یادې ورځپاڼې په وینا، اریانا سینما له ۲۰۲۱کال وروسته، کله چې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، سره له دې چې دا سینما د افغانستان د بدلونونو یو مهم سمبول ګڼل کېده، تر ډېره تړلې پاتې وه.

هیرالډ دکن په خپل راپور کې، چې د نیویارک ټایمز فرعي ټایټل ورکړل شوی، وایي چې اریانا سینما د افغانستان د شلمې پېړۍ د مډرن تاریخ له پړاوونو سره تړلې وه، له ۱۹۶۰مو کلونو د کابل د کلتوري او ښاري ژوند له روښانه دورې نیولې، تر هغه وخته چې د جګړو، سانسور او سخت دریځۍ له امله فرهنګي ازادۍ ټکنۍ شوې. دا سینما نه یوازې د یوې ودانۍ په توګه، بلکې د فرهنګي حافظې د یوې برخې په توګه پېژندل کېده.

په راپور کې راغلي، چې اریانا سینما د طالبانو د بلدوزرونو په وسیله ونړول شوه، څو پر ځای یې یو سوداګریز مرکز جوړ شي.

دا اقدام په کور دننه او بهر د فرهنګي فعالانو او د افغانستان د تاریخي میراثونو د څارونکو له‌خوا د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د ژان مارک لالو په نوم فرانسوی معمار چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د کابل د اریانا سینما په بیارغولو کې برخه اخیستي وه، د طالبانو له خوا د اریانا سینما نړولو ته غبرګون کې څو ورځې وړاندې ویلي و،«اریانا سینما د هیلو یوه نښه و او زه داسې انګیرم چې د طالبانو بیلډوزرونو زما زړه ویجاړ کړی وي».

یاده سینما د ۱۹۹۰ لسیزې د کورنیو جګړو پرمهال ویجاړه او لوټ شوه، وروسته د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال پکې تفریحي پروګرامونه منع شول او د سینما ودانۍ په پخواني حال پرېښودل شوه.

د اریانا سیمنا په ۲۰۰۴ کال کې د ې ژان مارک لالو او فریدریک نامور په نومونو د فرانسوي معمارانو له خوا بیا ورغول شوه. د سینما د بیارغونې پروژه د “د کابل لپاره سینما” په نوم ټولنې له خوا تمویل شوه، چې مشري یې د فرانسوي فلم جوړوونکي کلود للوش له خوا کېده.

هیرالډ دکن زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فرهنګي او هنري مرکزونه له منځه وړل کېږي. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم سینماوې، تیاترونه او نور تفریحي ځایونه تړل شوي وو او ډېری یې یا ویجاړ شول او یا هم له فعالیت وغورځول شول.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د ختیځ زون موزیم تاریخي اثارو د ډیجیټل کولو لړۍ پیل شوه

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۰
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ختیځ زون موزیم د لرغونو اثارو د خوندي ساتنې، نندارې ته د وړاندې کولو، علمي څېړنو او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي میراث د لېږد لپاره د ۱۴۲۰ تاریخي اثارو د ډیجیټل کولو لړۍ پیل کړه.

د دغه ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لرغونو اثارو د درې بعدي برېښنايي کولو لړۍ د یاد وزارت د لارښوونو پر بنسټ د ESAO موسسې له لوري پیل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا مهال زموږ په موزیم کې د بېلابېلو تاریخي دورو ۱۴۲۰اثار موجود دي او د دوی ډیجیټل کول به د نندارې وړاندې کولو او علمي څېړنو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د یادې لړۍ موخه یوازې د میراث ساتنه نه؛ بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د افغانستان د فرهنګي شتمنیو لېږد او د نړۍوالو څېړونکو لپاره د اسانتیا رامنځته کول هم دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «ډیجیټل کول به د لرغونو اثارو د خوندي ساتنې په برخه کې یو ستر ګام وي او له دې لارې به موږ وتوانېږو، چې د افغانستان تاریخي میراث د نړۍ نورو هېوادونو د پوهانو او مینه‌والو سره شریک کړو.»

خبرپاڼه کاږي، چې په موزیم کې د اثارو ډیجیټل کولو پروسه به څو پړاوونه ولري، چې په‌کې د هر اثر تفصیلي عکس اخیستل، د درې بعدي ماډلونو جوړول او د معلوماتو زېرمه کول شامل دي.

د امریکايي ډرامو مشهور اداکار جېمز رینسن ځان وژنه کړې ده

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۲ GMT+۰
100%

د اېچ‌بي‌او ټلوېزون د مشهورې ډرامې «ده وایر» اداکار جېمز رینسن د جمعې په ورځ د ۴۶ کلونو په عمر ځان وژنه کړې ده. د لاس‌انجلس طبي چارواکو د هغه ځان وژنه تایید کړې ده.

رینسن د دوو ماشومانو پلار و او د هغه مېرمن جېمي مک‌في د رواني ناروغیو د ملي اتحاد لپاره د مرستې راټولولو په کمپاین کې مهمه ونډه لري.

رینسن په ۲۰۰۳ کال کې د «ده وایر» په دویم فصل کې د بالټیمور بندر کارګر Ziggy Sobotka رول لوبولی و. هغه په دې ترڅ کې په ۱۲ قسطونو کې ښکاره شوی و.

سربېره پر دې، رینسن په نورو HBO لړۍ لکه «Generation Kill»، «Treme» او «Bosch» کې هم رولونه ترسره کړي او په فلمونو کې یې لکه «Sinister»، «Prom Night»، «It Chapter Two» او «The Black Phone» کې هم خپل ځانګړی رول ادا کړی دی.

رینسن په ۲۰۲۱ کال کې د جنسي تېري د قرباني کېدو تجربه هم رسنیزه کړه، چې په خپل کوچنيتوب کې د خپل ښوونکي له‌خوا پرې شوی و.

کرېسمېس؛ څنګه د حضرت عیسیٰ د زېږون مذهبي کلیزه په یوه نړۍوال کلتوري جشن بدله شوه؟

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۰
•
خبرخونه
100%

هر کال د ډسمبر په وروستۍ ورځ د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې رڼاګانې بلېږي، کلیساوې د مذهبي مراسمو لپاره چمتوالی او لوی اکثریت کورنۍ د یو بل د لیدو لپاره تیاری نیسي. دا فضا د کرېسمېس د رارسېدو نښه ده؛ هغه ورځ چې د پېړیو په اوږدو کې یې خپل مذهبي، ټولنیز او کلتوري بڼې بدلې کړې دي.

کرېسمېس د عیسوي عقیدې له‌مخې د حضرت عیسیٰ علیه‌السلام د زېږون د یاد ورځ ده، خو د تاریخي اسنادو له مخې، د عیسیٰ علیه‌السلام د زېږېدو دقیقه نېټه معلومه نه‌ده. د تاریخپوهانو په وینا، د میلادي څلورمې پېړۍ پر مهال کله چې عیسویت د روم امپراتورۍ رسمي دین شو، کلیسا د ډسمبر ۲۵مه د کرېسمېس د ورځې په توګه وټاکله.

دا ټاکنه له پخوانیو رومي دودونو سره هم تړاو لري. په همدې ورځو کې د Saturnalia او Dies Natalis Solis Invicti په نوم جشنونه نمانځل کېدل، چې د ژمي د اوږدو شپو پای او د رڼا د بېرته راستنېدو سمبول و.

کلیسا هڅه وکړه، چې دا پخواني دودونه د عیسوي عقیدې په چوکاټ کې راونغاړي، څو نوی دین د خلکو په ورځني ژوند کې ځای پر ځای کړي.

100%

مذهبي مراسم او دودونه

په عیسوي نړۍ کې کرېسمېس د کلیسايي عبادتونو، د شپې ځانګړو دعاوو او مذهبي سرودونو سره نمانځل کېږي. په ډېرو هېوادونو کې خلک د کرېسمېس د شپې په مراسمو کې ګډون کوي، چې د عیسیٰ علیه‌السلام د زېږون کیسه پکې بیا روایت کېږي.

خو د وخت په تېرېدو سره، د کرېسمېس مذهبي بڼه یوازې د کلیسا تر دېوالونو محدوده پاتې نه شوه. د کرېسمېس ونه چې ریښه یې د شمالي اروپا له پخوانیو دودونو سره تړل کېږي، د دې ورځې مهم سمبول وګرځېد. همدارنګه، د سانتا کلاز کیسه چې د سنت نیکولاس له تاریخي څېرې الهام اخلي، د ماشومانو لپاره د کرېسمېس ځانګړی رنګ جوړ کړ.

د سانتا کلاز کیسه

سانتا کلاز د کرېسمېس له تر ټولو مشهورو څېرو څخه دی، خو د هغه کیسه له یوې تاریخي څېرې پیلېږي. د سانتا کلاز ریښه د څلورمې میلادي پېړۍ له یو عیسوي مذهبي مشر سنت نیکولاس سره تړاو لري، چې د خپلې سخاوت، مهربانۍ او د بېوزلو سره د پټې مرستې له امله مشهور و.

د وخت په تېرېدو سره، د سنت نیکولاس کیسه له اروپا امریکا ته ورسېده او نوم یې په «سانتا کلاز» واوښت. په نولسمه پېړۍ کې ادبیاتو او رسنیو هغه د سپین ږیري، سور لباس او د ماشومانو لپاره د ډالیو راوړونکي په توګه وروپېژاند.

نن سانتا کلاز د کرېسمېس د خوښۍ، سخاوت او مینې سمبول دی، او د هغه کیسه ماشومانو ته د یو بل د خوښولو او مرسته کولو پیغام ورکوي.

له مذهبه تر کلتوره

نن ورځ کرېسمېس په ډېرو هېوادونو کې له مذهبي چوکاټ څخه وتلی او کلتوري بڼه یې خپله کړې ده. په جاپان، سویلي کوریا او ځینو عربي هېوادونو کې که څه هم اکثریت عیسویان نه دي، خو کرېسمېس د رڼاګانو، موسیقۍ او سوداګریزو فعالیتونو له لارې نمانځل کېږي.

اقتصادي اړخ یې هم د پام وړ دی. په لوېدیځو هېوادونو کې د کرېسمېس موسم د کال تر ټولو لوی سوداګریز پړاو بلل کېږي. پلورنځي ځانګړي تخفیفونه اعلانوي او د ډالیو دود د مصرف کچه لوړه کړې ده. منتقدین وایي چې دا سوداګریز بُعد کله ناکله د کرېسمېس اصلي پیغام تر سیوري لاندې راولي.

کرېسمېس او ټولنیز پیغام

سره له سوداګریز رنګ، کرېسمېس لا هم د ټولنیز مسوولیت ورځ بلل کېږي. خیریه بنسټونه، مذهبي ادارې او مدني سازمانونه د بېوزلو، کډوالو او یتیمانو لپاره ځانګړي پروګرامونه تنظیموي. د عیسویت د تفکر په اساس، د سولې، بښنې او مینې پیغام، چې د عیسیٰ علیه السلام له ژوند او تعلیماتو سره تړاو لري، د دې ورځې مرکزي ارزښت دی.

په جګړه ځپلو او بې‌ثباته هېوادونو کې کرېسمېس د سولې د هیلو سمبول هم ګرځېدلی. حتا په هغو سیمو کې چې عیسویان لږکي دي، دا ورځ د بین‌الادیاني زغم او ګډ ژوند پیغام لري.

بېلابېلې نېټې او ګډ مفهوم

که څه هم ډېری هېوادونه کرېسمېس د ډسمبر په ۲۵مه نمانځي، خو ځینې ارتودوکس کلیساوې لکه روسیه، سربیا او ایتوپیا دا ورځ د جنورۍ په ۷مه نمانځي. توپیر د کلیز د سیستم له امله دی، خو د ورځې مفهوم یو دی: د رڼا، امید او نوي پیل پیغام.

که په لنډه یې ووایو، کرېسمېس ښيي چې څنګه یو مذهبي دود کولی شي د تاریخ په اوږدو کې پراخ شي او نړۍوال کلتوري ارزښت خپل کړي.

دا ورځ نن د عیسیٰ (ع) د زېږون د یاد ترڅنګ، د سولې، انسان‌دوستۍ او ټولنیز پیوستون نښه هم ده؛ پیغام چې د مذهب، ژبې او جغرافیې له پولې اوړي.

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوبله شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۰
100%

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوبله شوې ده. دغه پېښه نن د «سنبرن فېسټیوال» له پیلېدو څو ساعته مخکې رامنځته شوې ده.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د «سنبرن فېسټيوال» ته د ګډون لپاره روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوه. ویل کېږي مقابل لوری موټر چلوونکی د نشې په حالت کې موټر چلاوه.

ډاکټرانو د معایناتو له ترسره کولو وروسته یوازې د سر ضربه تشخیص کړې او ویلي یې دي، چې دومره جدي نه‌ده.

سره له دې چې ډاکټرانو نورا فتحي ته د ارام کولو سپارښتنه کړې، خو هغې ټينګار کړی چې په یاد فېسټيوال کې به هرومرو ګډون کوي او هغه فېسټيوال هم نن شپه ترسره کېدونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۳ کلنه فلمي لوبغاړې په لومړي سر کې د یوې نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوه او اوس په ځينو فلمونو کې یې هم کار پیل کړی دی.

له بېلتون وروسته څنګه ځان رغولی شو؟

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ
100%

جلا کېدل (بېلتون) د ژوند له تر ټولو سختو احساساتي تجربو څخه کېدای شي؛ داسې تجربه چې انسان له درد، غم، ژړا، کړاو ان په ځان شک او بې‌باورۍ سره مخ کوي. بېلتون یوازې د یوې اړیکې پای نه‌وي؛ دا د زړه یوه داسې ټوټه له ځان سره وړي چې کله مو د ژوند ټوله برخه وه، ناڅاپه ګورې چې نشته.

ورځنۍ خبرې، عادتونه، خوبونه او هیلې ټول ورسره بدل شي. انسان داسې احساس کوي لکه ځان چې یې له لاسه ورکړی وي.

خو که رښتیا ووایو، بېلتون که هر څومره دردناک وي، همدا پړاو د انسان د ځان‌پېژندنې تر ټولو ژور درسونه هم لري.

بیلتون هغه درد دی؛ هغه څه چې درباندې تېریږي یایې زغمې بل کس ته یې هسې نه‌شې تشریح کولی.

له بېلتون وروسته درد تل په ژړا نه‌څرګندېږي. ځینې وخت انسان خاندي، خو په ګوګل کې ژاړي. ځینې وخت قوي ښکاري، خو یوازې پاتې شي، زړه یې مات وي. هغه درد چې د یو چا د عطر له بوی سره یې یادونه ذهن او زړه تسخیر کړی وي، څنګه وي؟ یوازې هغه کس پوهیږي چې بیلتون یې تجربه کړی وي. یادونه ناڅاپه راځي؛ د فلم د یوې صحنې په لیدو، د ځینو خبرو په اورېدو، د ځينو خلکو په لیدو،د یوې سندرې په اورېدو چې په ګډه مو اوریدلې وي، په هغو ځایونو کې پلی تګ چې په ګډه سره ګرځیدلي وي، دا هر څه زړه دومره دروند کړي چې ښایې که په مرمیو سوری سوری شي دومره به درد حس نه‌کړی لکه دغه درد.

انسان له ځانه پوښتنې کوي، ما چېرې تېروتنه کړې؟ ایا زه کافي نه‌وم؟ ولې هر څه داسې پای ته ورسېدل؟

دا پوښتنې طبیعي دي. دا د کمزورۍ نښه نه‌ده، دا د مینې نښه ده. هغه څوک چې رښتیا احساس لري، درد هم ژور احساسوي.

روان پوهان وایي، په داسې حالت کې باید ځان ته اجازه ورکړئ، چې غمجن اوسۍ. داسې حالت کې خلک تل وایي «هېر یې کړه، مخ ته لاړ/لاړه شه، قوي اوسه.» خو دا هر څه دومره اسانه چې ویل کیږي دومره اسانه هم نه‌دي. زړه په خبرو نه‌رغیږي، غم وخت غواړي. غم باید حس شي، نه دا چې پټ شي. هڅه مه کوئ چې ژر «ښه» شئ.

درد باید حس شي، نه دا چې پټ شي. ځان ته اجازه ورکړئ چې خپه اوسئ، وژاړئ، چوپ پاتې شئ، یوازې کینئ. دا کمزوري نه‌ده؛ دا درملنه ده. غم او درد مو ومنئ، کله چې غم او درد ومنل شي، زړه ورو ورو سپکېږي.

له ځان سره بېرته د اړیکو جوړول

بېلتون ډېری وخت انسان له خپل ځان څخه هم جلا کوي. ځکه موږ په اړیکه کې له خپل ځان څخه ډېر څه بل چاته ورکوو. اوس دا وخت دی چې بېرته خپل ځان ته راوګرځئ.

له ځانه وپوښته، له دغې اړیکې پرته زه څوک یم؟ څه شی ما خوشحالوي؟ کومې هیلې مې شاته پرېښې وې؟

دا پړاو اسانه نه‌دی، خو ډېر ارزښتناک دی. د یادښت کتابچې کې لیکل، یوازې ګرځېدل، دعا، لمونځ کول، د قران‌کریم قراعت، ځان ته پاملرنه، له یوه باوري ملګرې/ ملګري سره خبرې کول، سپورټ کول، نڅا کول، سندرې ویل، سینګار کول، ښې ښکلې جامې اغوستل، کافي شاپ ته تلل، له ملګرو سره ناسته پاسته،دا ټول مرسته کوي چې انسان خپل ځان بېرته پیدا کړي.

اما بیا هم وایم دا هرڅه اسانه نه‌دي دا باید ومنئ چې خواري ورته ډېره پکار ده.

درد څنګه انسان بدلوي؟

د بېلتون درد که سم وپېژندل شي، انسان نه‌ماتوي، بلکې انسان پیاوړی کوي. دا درد موږ ته ښيي چې موږ څه غواړو او څه نه، سرې کرښې مو کومې دي، باور کول په احتیاط سره وکړو، د مینې په نوم څه شی نه‌شو زغملی او تر هر څه مهمه دا چې د کس پرېکړه زموږ ارزښت نه‌ټاکي.

دلته باید په ځان ډېر مهربانه اوسئ کنه ځان ملامتول، ځان ته سپکې سپورې ویل، د رغونې بهیر ورو کوي. د دې پر ځای له ځان سره داسې خبرې وکړئ لکه خپل میین ته یې چې کوئ، په ځان مهربانه اوسئ او ځان د ځان یو ښه ملګری کړئ.

یوازیتوب، قهر او د بیا تکرار وېره

له بېلتون وروسته یوازیتوب ډېر دروند وي. خو دا یوازیتوب کولای شي د ځان‌پېژندنې خاموشه فضا هم شي. له ځان سره پاتې کېدل تل بد نه‌وي؛ کله نا کله همدا چوپتیا انسان بېرته ژوند ته راګرځوي.

قهر او کرکه هم طبیعي دي. خو که انسان پکې بند پاتې شي، زخم لاپسې ژورېږي. بښنه حتا که د مقابل لوري لپاره نه‌ويد خپل زړه د ارامۍ لپاره ضروري ده.

او هو، وېره به وي. وېره له دې چې بیا هماغه تېروتنه تکرار نه‌شي. خو دا وېره که په پوهاوي بدله شي، انسان ته حکمت ورکوي، نه‌کمزوري.

مخته تګ، خو په حوصله

مخته تګ دا نه‌دي چې ژر نوې اړیکه پیدا کړو. مخ ته تګ دا دي چې لومړی ځان ته ورسېږو. خپل درد او زخمونه وپېژنو، خپل ارزښت ومنو او بیا که وخت راغی، د سالمې اړیکې لپاره چمتو شو.

بېلتون د ژوند پای نه‌دی. دا یو فصل دی، سخت دی، خو مهم.

بېلتون کې زړه سخت ماتیږي، خو انسان له همدغه ماتې ځان بیا جوړوي. که درد ومنل شي، که ځان ته وخت ورکړل شي او که له ځان سره رښتیني واوسئ، نو دا تجربه موږ ته هغه ځواک راکوي چې مخکې مو نه‌درلود.

بیلتون یوازې د یو چا له لاسه ورکول نه دي؛ دا د ځان بېرته موندل دي. خو وخت غواړي.