• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پروان کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ څاروي تلف شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۰

د پروان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د پروان په سیاه‌ګرډ ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ څاروي تلف شوي دي. د ځايي طالب مسوولینو په وینا، دغه پېښه د پنجشنبې په سهار شاوخوا ۶ بجې د «دره‌تنګ» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وايي، د دوی د پلټنو په ترڅ کې د دغې پېښې په تړاو ۳ کسان نیول شوي او لا هم ترې پوښتنې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه ښايي د پخوانیو قومي اختلافونو له امله رامنځته شوې وي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع په تهران کې ترور شوی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.

په ایران کې د طالبانو او ترکیې استازو د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰
100%

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.

په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته استوي.

طالبان: له افغانستان څخه عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې کړې. دوی همداراز زیاتوي، چې دغه بېټرۍ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې دي.

د طالبانو د هرات د والي‌ دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو صادرات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

په هرات کې طالب چارواکو زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.

طالبانو له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په ورته برخو کې لا نورې پانګونې تر سره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې له خپل سوریایي سیال سره ګوري

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰
100%

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس«ټاس» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو موضوعاتو د ارزونې په موخه وشي.

تر اوسه د دغو خبرو د اجنډا جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د روسیې او سوریې ترمنځ سیاسي، سیمه‌ییز او د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند موضوعات به د بحث اصلي محورونه وي.

روسیه له کلونو راهیسې د سوریې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.

طالبانو دوه کسان له څه باندې ۲ زره نشه‌يي تابلېتونو سره نیولي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰
100%

طالبانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې دوه کسان له ۲۳۰۰ تابلېت «K» سره یو ځای نیولي دي. طالبان وايي، له دغو کسانو ۸ جوړې ښځينه افغاني جامې چې په‌کې «شیشه» مخلوط شوي و، هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان نن د کابل ښار له شهرنو سیمې څخه په دوو جلا-جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.