• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

د پاکستان د سیمه‌ییزې اقتصادي او تجارتي پالیسۍ د ناکامۍ عوامل

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۰

که د شلمې او یوویشتمې پېړۍ د اقتصادي پرمختګ تاریخ ته وکتل شي، څرګندیږي چې د اقتصاد او تجارت نړیوال کېدل چټک شوي، خو دا هم روښانه ده چې د نړیوال کېدو بنسټیز اصل سیمه‌ییزه اقتصادي او تجارتي همکاري ده.

نو ځکه دا خبره طبیعي برېښي چې یوازې د نړۍ د هغو سیمو هېوادونه تر نورو چټک او د لوړ کیفیت اقتصادي ودې او پرمختګ په ترلاسه کولو کې بریالي شوي دي، چې د ګاونډ او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او تجارت د لوړې سویې ځواکمن او پایښت لرونکي سازمانونه موجود وو او د تجارتي ورکړې راکړې عنعنه غښتلې او خلل نه منونکې وه؛ لکه د شرقي اسیا د هېوادونو د همکارۍ سازمان اسیان (ASEAN)، د خلیج د هېوادونو د همکارۍ شورا (GCC)، اروپايي اتحادیه (EU) او یا هم د امریکا د دولتونو سازمان (OAS) د یادونې وړ دي.

په یادو سیمو کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېوادونه وجود لري، چې له خپلو ګاونډیانو سره یې په همکارۍ د لوړې سویې اقتصادي وده کړې ده، تر دې چې د امریکا، چین، روسیه او نورو اروپايي ابرقدرتونو لپاره هم د سیمه‌ییزې همکارۍ په لاره تګ اړین پاتې شوی دی.

د پورته یاد شوي اصل پر اساس، که د جنوبي اسیا اوضاع وڅېړل شي، نو دلته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ وده به د نورې نړۍ په مقایسه وروسته پاتې شوې وبرېښي.

که څه هم د جنوبي اسیا اوو هېوادونو په کال ۱۹۸۵ کې د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ سازمان سارک (SAARC) تاسیس کړی و (افغانستان په کال ۲۰۰۷ کې په دغه سازمان کې ورګډ شوی دی او د غړو شمېر یې اوس اتو هېوادونو ته رسېدلی دی)، خو د هند او پاکستان ترمنځ د اوږدو شخړو، دښمنۍ او جګړو له امله سارک په ټپه ولاړ پاتې شوی دی.

په افغانستان کې جګړو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو هم د سارک په وده کې خنډ اچولی دی. جالبه خبره دا ده چې که هر څومره د سارک غړو هېوادونو تر خپلمنځې تجارت د پراختیا لپاره جامع تصمیمونه ونیول او پاکستان هم په تصمیم نیولو کې ګډون درلود، خو وروسته پاکستان د هغو تصمیمونو د پلي کولو نه انکار وکړ. د بېلګې په توګه، په کال ۱۹۹۳ کې سارک د جنوبي اسیا د تجارت معاهده تصویب کړه، چې هدف یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ تجارت ته وده ورکول وو. په کال ۲۰۰۴ کې سارک په جنوبي اسیا کې د ازاد تجارت معاهده لاسلیک کړه، چې هدف یې د ګمرکي ټکسونو په کمولو سره د تجارت پراختیا وه، او ورپسې په خپلمنځې تجارت کې یو او بل ته د تر ټولو غوره قوم (The Most Favoured Nation) حیثیت ورکول هم وو، چې په لنډه توګه (MFN) بلل کېږي.

د سارک نورو ټولو غړو دغه لوظنامې پلي کړې، خو پاکستان دا کار ونه کړ. هند په خپل خارجي تجارت کې پاکستان ته په کال ۱۹۹۶ کې د تر ټولو غوره قوم (MFN) حیثیت ورکړ، خو پاکستان تر نن ورځې پورې هند ته په دوه اړخیز تجارت کې دغه حیثیت نه دی ورکړی.

همدغه علت دی چې که سړی د جنوبي اسیا د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړیو پالیسیو جاج واخلي، نو دا حقیقت جوتېږي چې د سیمه‌ییزې همکارۍ په وده کې تر ټولو لوی خنډ د پاکستان بهرنی سیاست پاتې شوی دی.

پاکستان په کال ۱۹۴۷ کې له خپل تاسیس نه سملاسي وروسته د غربي هېوادونو په پوځي لوظنامو کې برخه واخیسته او د اقتصادي او تجارتي همکارۍ لپاره یې هم د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو پر ځای لرې پراته غربي هېوادونه غوره کړل.

هند او پاکستان په خپل منځ کې په تېرو اته اویا کلونو کې ټولې پنځه لویې او وړې جګړې کړې دي او د هرې جګړې نه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړیکې د اوږدې مودې لپاره پرې شوې دي او هېڅکله په بشپړه توګه بېرته نه دي رغېدلې. له افغانستان او ایران سره د پاکستان د اقتصادي او تجارتي اړیکو تاریخ هم دې ته ورته دی. پاکستان د خپلې ځمکې له لارې د افغانستان د ټرانزیټي تجارت حق تل تر پښو لاندې کړی دی او تل یې د افغانستان له دغه حق څخه پر افغانستان د فشار اچولو د الې په توګه استفاده کړې ده. اوس که څوک د هند او افغانستان سیاستونه د پاکستان د پالیسۍ سره مقایسه کړي، نو دا خبره جوتېږي چې هند که څه هم د پاکستان سره تجارتي او اقتصادي اړیکې خرابې پاتې شوې دي، خو د نورو ګاونډیو هېوادونو لکه چین، بنګله‌دېش، نیپال، سریلانکا او میانمار (برما) سره یې په لویه کچه تجارت کړی دی.

د چین او هند ترمنځ تجارت د سیاسي اړیکو د خرابوالي په شرایطو کې هم راکم شوی نه دی. همدارنګه، په افغانستان کې هر حکومت د نورو ګاونډیو هېوادونو لکه چین، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره خپلې تجارتي اړیکې په پرله‌پسې توګه ټینګې کړې دي. افغانستان کله هم د پاکستان سره د تجارتي اړیکو په ساحه کې خپل دریځ د دغه هېواد سره د خپلو سیاسي اړیکو د څرنګوالي پر اساس نه دی نیولی، خو پاکستان د افغانستان سره د سیاسي اړیکو د خرابېدو په صورت کې تل سملاسي د ټرانزیټ تجارت مسدود کړی دی، چې د تجارت له بین‌المللي قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

د پاکستان د تجارتي پالیسۍ د کوږوالي تر شا عمده علتونه دوه دي. لومړی علت یې دا دی چې د پاکستان د صادراتو عمده برخه امریکا او د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته ځي او تر څو کاله وړاندې په ګاونډیو هېوادونو کې د پاکستان د صادراتو لویه برخه (څلور میلیارده ډالره، چې د غیررسمي صادراتو سره تر پنځو میلیارده ډالرو اوښتله) افغانستان ته صادرېده.

د چین او پاکستان ترمنځ د تجارت کچه خورا پراخه ده، خو دغه تجارت د چین په ګټه دی، ځکه چې پاکستان یوازې د دوو میلیارده ډالرو په ارزښت توکي چین ته صادروي او د چین نه د شلو میلیارده ډالرو په ارزښت توکي واردوي.

د پاکستان د بهرني تجارت د نیمګړتیا دویم علت د پاکستان د دولتي سیاستونو په جوړښت کې د جنرالواکۍ پراخ نقش دی. د پاکستان سیاستوالو څو څو ځله د ګاونډیو هېوادونو سره معقولې تجارتي لوظنامې لاسلیک کړې دي، خو کله چې د پلي کولو وخت یې راغلی دی، نو د جنرالانو تر فشار لاندې ملکي حکومتونه له هغو لوظنامو څخه شاته شوي دي، چې د سارک لوظنامې یې تر ټولو څرګند مثال دی.

عجیبه دا ده چې دغه لوظنامې د لومړي وزیرانو او د هغوی د کابینو له خوا هم تصویب شوې وې، خو د جنرالانو فشار د هغو د پلي کېدو مخه نیولې ده. د پاکستان د بهرني تجارت د پالیسیو دغه کوږوالی د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز تجارت د مخنیوي سبب ګرځېدلی دی او دغه کږلیچ پخپله د پاکستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه کړې ده. په تېرو اته اویا کلونو کې د پاکستان دولت د اقتصادي او مالي ډوپه توب نه د ځان ژغورلو لپاره پنځه ویشت ځله د مرستې ترلاسه کولو لپاره د نړیوال وجهي صندوق خوا ته ورغلی دی او اوسنۍ نښې داسې دي چې پاکستان به په راتلونکي کې هم دغې مرستې ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۳
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۴

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۵

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

•
•
•

نور کیسې

۲۰۲۶ کال؛ نړۍ ته ورپېښ ګواښونه، ولې او څنګه؟

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

نړۍ په داسې شېبو کې نوي ۲۰۲۶ کال ته ګام ورواخیست، چې بشریت تر هربل وخت زیات له بالقوه ګواښونو سره مخامخ دی. د منځني ختیځ کړکېچ نوي پيچلي اړخونه مومي او د روسیې و اوکراین د جګړې غوټه لاپسې سخره کیږي، داسې چې نه د ټرمپ په ګوتو خلاصېدای شي او نه د اروپا په غاښونو.

د نړۍ له باروتي و ماتېدونکي حالت څخه هرهغه قدرت چې غواړي راهسک شي، ګټه پورته کوي. چین د پوځي پیاوړتیا ترڅنګ د پراختیاغوښتنې لپاره خپل بالقوه امکانات بالفعل کارونې ته وراړولي. اروپا، کاناډا، لاتینه امریکا، هند، د هندو چین حوزه او ټول هغه اقتصادونه چې د تعرفو په نوې لوبه کې زیانمن کېدلای شي، د ناټو غړیو هېوادنو په ګډون له امریکا پرته او پرځان د تکیه کولو د هڅو دوران پیلوي.

درېیمه اقتصادي زریزه پیل شوې ده، چې د نړیوال اقتصاد محوریت او مرکزیت به اسیا ته رالېږدوي. اسیا د سرشمېر له مخې لوی مارکېټ او لوی بشري ځواک لري، سرچینې یې زیاتې دي او اینرژیتیکه حوزه ورته نږدې ده، په وړاندې یې لویدیځ او امریکا له تکنولوژي، امنیت، فضايي اقتصاد، مدیریت او د وسلو له کاروبارسره غواړي په دغه نړیواله اقتصادي سیالۍ کې لویه برخه ورخپله کړي.

نړۍ تر سړې جګړې روسته د اټومي وسلو سیالۍ تر ټولو خطرناکې دورې ته ورننوتې ده. خو دا ټول د ګواښ اصلي زړی نه دی. د ګواښ اصلي لاوا (اېشنده اور) بل ځای پټه شوې ده، چې ښايي ناڅاپه د نړیوالو لویو ځواکونو د سیالۍ ډګر ته ورننوځي او د نړۍ ماتېدونکی نظم له منځه یوسي. دا اېشنده اور له ایډیولوژیکو وسلوالو اورپکو ډلو سره د لویو قدرتونو نوې لوبه ده.

د اورپکو بنسټپالو ډلو ریښه د لویدیځ او پخوانۍ شوروي ترمنځ د سړې جګړې زمانې ته رسیږي. هغه مهال امریکا او نورو شوروي ضد هېوادونو په ټوله دونیا کې افراطي ډلې وسله‌والې کړې او د شوروي په وړاندې یې په افغانستان او نوره نړۍ کې وجنګولې. د شوروي له سقوط څخه روسته دغه ډلې له خپل ټول زور او تشدد سره په میدان پاتې شوې، ښايي هغه مهال به یې بېړنۍ چاره دا انګېرل شوي وي، چې دا ډلې په خپلو منځونو کې سره وجنګول شي او د داسې سولنده (فرسایشي) جګړو په ترڅ کې به له پښو وغورځیږي او نور به نو کوم ګواښ نه‌پېښوي. د همدې لپاره یې دغه ډلې په افغانستان، منځني ختیځ، افریقا او د نړۍ په نورو سیمو کې په خپل‌منځي جګړو کې ښکېل کړې او په خپله یې نندارې ته کېناستل.

د ۲۰۰۱ کال د سپمتبر پېښو وښودله، چې دا ډلې ترسیمه‌ییزو خپلمنځي جګړو ورهاخوا، نړیوال امنیت ته هم ګواښ پېښولی شي. د ترهګرۍ په وړاندې جګړه ظاهراً په دې موخه راپیل شوه، چې ګواکې د سړې جګړې دغه ایډیولوژیک پاتې‌شوني له منځه یوسي. خو د دې جګړې په ترڅ کې دوه بدلونونه راغلل، چې له دغو ډلو سره یې د لویو اقتصادي او پوځي ځواکونو د ستراتیژیک چلند پټه نقشه رابربنډه کړه.

لومړی: لویدیځ ولیدل، چې د شوروي تر مړینې روسته د دوی په وړاندې نوي اقتصادي و پوځي قوتونه سر راپورته کوي، روسیه او چین د دې سیال ځواک په لومړي کتار کې دي.

دویم: په ټوله نړۍ کې د افراطي ایډیولوژیکو اورپکو ډلو د نیابتي استخدام امکانات مطالعه شول او لوی قدرتونه ډاډمن شول، چې په نوې سیالۍ کې هم د شوروي په وړاندې د رامنځ‌ته کړای شویو افراطیونو دا درېیم نسل د نیابتي جګړه‌مارو په توګه کارېدلای شي.

دوښمن شته او وسله هم په لاس کې ده، نو څه ته ګورئ؟

د پورته یادو شویو بدلونونو ترڅنګ یو بل تغییر دا وو، چې د لویدیزو هېوادونو په شان نویو راپورته شویو اسیايي سیالانو هم د افراطي اورپکو د پخلا کولو او په نیابتي جګړو کې په‌خپله ګټه کارولو ستراتيژي ورخپله کړه. روسیې - چین او ان هند، ایران، تورکیې او نورو سیمه‌ییزو ځواکونو فکر وکړ: « ولې زموږ غربي سیالان په اسلامي نړۍ کې افراطي ډلې زموږ په ضد کارولای شي او موږ د لویديځ په وړاندې کټ مټ همدا کار کولای نه شو؟ څه پېښه ده؟» دوی هم وارله واره په سیمه کې خپل ځري او څارګر وګومارل چې د بېلابېلو سختدریځو وسلوالو ډلو ترمنځ ځانونو ته انډیوالان ومومي. په دې توګه د افراطي جګړه‌مارو ډلو د راخپلولو رقابت پیل شو او څرنګه چې دغو ډلو خپله بیه مخ په لوړېدو ولیده، نو په یوه نوي جرئت ډګر ته راووتل او پرځان یې بولۍ ولګوله. پاکیستان چې د سړې جګړې پرمهال د دغو ډلو نړیواله اډه او مرکز و، هڅه وکړه د بېلابېلو لوریو ترمنځ یوځل بیا د دغو ډلو ټېکه ترلاسه کړي او چین، روسیې، امریکا او ناټو ته یې د خپلو نیابتي جګړو پرمخ بیولو لپاره ورکرایه کړي، خو نور نو دغو ډلو مخامخ ځان له لویو قدرتونو سره انډیوال کړی و او په پاکستان یې چندان ری نه‌واهه. له همدې کبله پاکستان د ترهګرو ډلو د مدیریت له دریځ څخه پخپله د دغو ډلو د شخړو په ډګر واوښت او د نیابتي اورپکو ډلو د تاخت و تاز ډګر له منځني ختیځه رانیولې، تر پښتونخوا، پاکستان، افغانستان او افریقا پورې پراخ شو.

داعش، القاعده، د منځنۍ اسیا ډلې، د چین ایغوران، د میانمار اورپکي، جیش‌العدل، حزب‌التحریر، اخواني بنسټونه، د افریقا تر بوکو حرام او سلګونو نورو لویو او وړو ډلو پورې جوړښتونه په بازارکې د اخیستلو او استخدام لپاره چمتو دي، چې د نړۍ په کچ د لویو سره سیالو اقتصادي – پوځي قوتونو په نیابت استخدام شي او وینې وبهوي.

سیالو ځواکونو د دغو ډلو استخدام ته د «نړیوال تعامل» نوم ورکړ او په ځينو هېوادونو کې یې همدا ډلې واک ته ورسولې.

نور نو د ۱۹۹۰- ۲۰۲۱ پورې زمانه کې روزل شوي اورپکي جوړښتونه پټېدو ته مجبور نه‌دي، د دوی پر سر ایښې جایزې نورې نه‌شته، ملګري ملتونه هم د دوی تر واک لاندې سیمو ته د بشري مرستو رسولو په نوم د تعامل پیلولو دروازې پرانیزي او دغو ډلو ته په لوی لاس مشروعیت ورکول کیږي. ښايي سیال لوري به په راتلونکیو لسیزو کې د دغو اورپکو له ژاندارما شوي پوځي نظم څخه د درېيمې اقتصادي زریزې په پیلامه کې، چې اصلي مرکز به یې اسیا وی، د خپل نفوذ او اغېز زیاتولو لپاره ګټه اخلي.

نړۍ دیوې نړیوالې جګړې په درشل کې ده، خو دا ځل رسمي لښکرونه د جګړې ډګرونو ته ډېر نه ورځي، د لښکرونو پرځای به تکنولوژي او همدغه نیابتي اورپکي جنګیږي. د بې‌پېلوټه (ډرون) تکنولوژۍ وړې و غټې وسلې دومره عامې شوي، چې اوس یې اورپکي جنګیالان هرځای لري، جګړه مار سپیان ( روبوتونه) او د سایبري حملو امکانات هم ښايي دغو ډلو ته ورکړل شي. د نړۍ په ځينو سیمو کې د دغو نیابتي پوځي ځان‌مرګیو وژونکیو تراکم دا ګواښ هم پېښولای شي، چې د کوم هېواد د ناخوندي اټومي وسلو تاسیسات په ګوتو ورشي. اروپا ته د روسیې له ګواښونو د اټومي جګړې پېښېدو ویره هسې هم زیاته ده، خو اصلي ویره به هغه وخت راڅرګنده شي، چې دغه نازولي بې‌مسئولیته نیابتي جنګیالي کوم ځای اټومي وسلوته لاس‌رسی ومومي.

د غزې زخم د همدې لپاره خونړی او زاولن پرېښوول شوی، په سوریه کې پېښې، د ایران و عراق حالات، په یمن کې نوي ټکرونه، د سعودي او عربي اماراتو ناندرۍ، په بنګله‌دیش کې د افراطیونو ځواکمنتیا، په سومالیا او ځینو نورو افریقايي هېوادونو کې تحولات د همداسې ګواښ څرګندې نښې دي.

د لویو قدرتونو جنون او د نوې زمانې بداخلاقه یا بې‌اخلاقه سیاست دا ویره نوره یقین ته نږدې کړې ده، چې په نړیوال کچ د سړې جګړې د زمانې د افراطي انسان‌وژونکیو ډلو نیابتي استخدام به بالاخره دا نړۍ په یوه داسې لویه تراژیدي اړوي، چې همدا اوس یې په متمدنه نړۍ کې ګڼ مبصران اندېښمن کړي دي.

یوه ساده مثال:

ټول هېوادونه په ظاهره له داعش یا القاعدې ډاریږي، د هغوی په وړاندې د مبارزې چیغې وهي، تر ټولو بدې ډلې یې بولي. هر یو یې ځان ته ګواښ ګڼي، ټول لوی قدرتونه خپل سیالان د دغو ډلو په پټ ملاتړ تورنوي، خو لاهم دا ډلې شته، روزل کیږي، وسلې ورکول کیږي، تر ټولو ډېر اقتصادي و تکنولوژیک امکانات لري، په همدې نړۍ کې یې د جغرافیو یوه برخه په واک کې ده، تبلیغاتي ماشینونه لري، تګ راتګ کوي او ورځ تر بلې چاغیږي. ریښتیا کیسه څه ده؟ هیڅوک نه‌پوهیږي، خو یوازیني څه چې معلوم دي هماغه ورځ تر بلې زیاتېدونکی ګواښ دی، چې د نړۍ قدرتونه به همدا ډلې له هرې خوا استخداموي او یو د بل په وړاندې به یې جنګوي، چې په اسیا کې د درېیمې زریزې د اقتصادي دوران په درشل کې د ګټې وټې لویه برخه ورخپله کړي. په دې منځ کې اصلي قربانیان د هغو هېوادونو خلک او ملتونه دي، چې لوی قدرتونه په کې د دغو ډلو په «سپیناوي» او له هغوی سره په «تعامل» بوخت دي او هغه زمکې چې د دوی د نیابتي جګړو او ټکرونو په ټس کې به سوزي.

نړۍ ۲۰۲۶ کال کې یوه مبهم، مرموز، پیچلي خو حتمي پېښېدونکي ګواښ ته تر هربل وخته ډېره ورنږدې شوې ده.

حل‌لاره د قرباني ملتونو ویښتیا، یووالی او راپاڅېدل دي، خو د داسې څه په وړاندې لویو ځواکونو دومره خنډونه پنځولي، چې د هیلو د رڼا څرک یې هم لا وروژلی دی.

د سیاسي اسلام نوې بڼه: طالبان، اخوان‌المسلمین او داعش څه توپیر لري؟

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

په معاصر سیاست کې د «سیاسي اسلام» اصطلاح د یوه واحد، منسجم او هم‌شکله فکر استازیتوب نه کوي. برعکس، دا مفهوم د بېلابېلو خوځښتونو، ایډیالوژیو او تګلارو ټولګه ده چې هر یو یې د دین، سیاست او قدرت ترمنځ اړیکه په بېل - بېل ډول تعریفوي.

طالبان، اخوان‌المسلمین او داعش د همدې سیاسي اسلام درې مهمې بېلګې دي، خو ترمنځ یې بنسټیز توپیرونه شته چې د سیمې او نړۍ پر سیاست ژور اغېز لري.

په وروستیو لسیزو کې د «سیاسي اسلام» اصطلاح د نړیوال سیاست، امنیتي بحثونو او رسنیزو تحلیلونو یوه مرکزي موضوع ګرځېدلې ده. خو ستونزه دا ده چې دا اصطلاح ډېری وخت په مبهم، ساده او عمومي ډول کارول کېږي؛ داسې انګېرل کېږي لکه طالبان، اخوان‌المسلمین او داعش چې د یوه واحد فکر بېلابېل نومونه وي. حال دا چې د دغو درېیو جریانونو ترمنځ توپیرونه بنسټیز، ژور او د سیاست، جګړې او ټولنې پر راتلونکې مستقیم اغېز لري.

سیاسي اسلام

سیاسي اسلام هغه فکر ته ویل کېږي چې اسلام یوازې د فردي عبادت دین نه، بلکې د حکومت، قانون او ټولنیز نظم سرچینه ګڼي. خو دا فکر په یوه چاپېریال کې د انتخاباتو له لارې واک ته رسېږي، په بل ځای کې د ټوپک له لارې او په درېیم ځای کې د عام وژنې له لارې.

همدلته یوه اساسي پوښتنه راپېدا کیږي، چې ولې د یوه دین له نومه درې دومره متضادې سیاسي پروژې راټوکېدلې دي؟

ځواب یې په تاریخ، ټولنه، استعمار، جګړو او د قدرت په تشه کې نغښتی دی.

طالبان: محلي اسلام او قبیلوي سیاست

طالبان د سیاسي اسلام هغه بڼه وړاندې کوي چې ریښه یې تر ډېره محلي، قبیلوي او دودیزه ده.

د دوی فکري سرچینه د افغانستان او پاکستان د مدرسو دیني زده‌کړې، د افغاني پخوانیو دودونو او د جګړې اوږده تجربه ده.

طالبان اسلام د یو کورني نظم او کنټرول وسیله بولي، نه د نړۍوال انقلاب پروژه. د دوی تمرکز پر افغانستان دی او که څه هم له نړۍوالو جهادي شبکو سره تاریخي اړیکې لري، خو اوسنی رسمي دریځ یې دا دی چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاس وهنه نه کوي.

طالبان د سیاسي اسلام هغه بڼه ده چې د دولت د سقوط، کورنۍ جګړې او ټولنیزې ګډوډۍ له رحمته راولاړه شوه. دا ډله د ۱۹۹۰مو کلونو په نیمایي کې د افغانستان په جنوب کې د مدرسو له زده‌کوونکو جوړه شوه، خو ډېر ژر یې وسله‌واله بڼه خپله کړه.

دوی مطلق طالبي سیاسي جوړښت لري، چې د دې سیاسي جوړښت بنسټ پر متمرکز مشرتابه ولاړ دی، چېرې چې ټول واک د یوې محدودې کړۍ او په ځانګړي ډول د دیني امیر په لاس کې متمرکز وي. امیر نه یوازې سیاسي مشر ګڼل کېږي، بلکې د دیني مشروعیت سرچینه هم بلل کېږي، نو پرېکړې یې له نقد، سیاسي بحث او عامه حساب‌ورکولو څخه پورته ګڼل کېږي. دا ډول جوړښت د واک د توازن، د قانون حاکمیت او د بنسټیزو ادارو رول له منځه وړي او پر ځای یې د شخصي اطاعت او بیعت فرهنګ پیاوړی کوي.

په داسې نظام کې مدني سیاست، ګوندي فعالیت او انتخابات د «فتنې» یا «غربي مفکورې» په نوم ردېږي. ولس د واک سرچینه نه بلل کېږي، بلکې په اطاعت مکلف ګڼل کېږي او سیاسي مشارکت ته د مشروعیت پر ځای د ګواښ په سترګه کتل کېږي. د انتخاباتو او مدني سیاست رد د دې لامل ګرځي چې واک د خلکو له ارادې بې‌اړیکې پاتې شي او هر ډول مخالفت یا بدیل فکر د دیني سرغړونې په توګه وځپل شي، چې پایله یې اوږدمهاله سیاسي انحصار او ټولنیزه بې‌ثباتي ده.

طالبان ځان د دولت په توګه معرفي کوي، خو د دولت مفهوم یې له معاصرو سیاسي معیارونو سره ټکر لري، په ځانګړي ډول د ښځو، مدني ازادیو او قانون حاکمیت په برخه کې د دغې ډلې خشنې تګلارې د دوی او معاصرې دولتدارۍ تر منځ د واټن کرښه لا پیاوړې کوي.

طالبان سیاسي اسلام د کنټرول او اطاعت په معنا تعبیروي. د دوی له نظره، اختلاف فتنه ده او په سیاسي مشارکت کې تنوع ګناه ده.

دا ډله نړۍوال جهاد نه غواړي، ځکه جهاد د حکومت د نیولو وسیله بولي، نه د نړۍوال انقلاب پروژه. د دوی لپاره افغانستان هدف دی او غواړي په افغانستان کې بې‌ساری واک ولري. له همدې امله داعش ورته تر ټولو لوی ګواښ ښکاري.

100%

اخوان‌المسلمین: قدرت د انتخاباتي صندوق له لارې

اخوان‌المسلمین د سیاسي اسلام تر ټولو زړه او سازمان‌یافته بڼه ده. دا خوځښت په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې رامنځته شو او موخه یې د اسلامي ارزښتونو له لارې د ټولنې اصلاح وه، نه سمدستي وسله‌وال انقلاب.

اخوان‌المسلمین اسلام د سیاست، ټولنې او اخلاقو لپاره د یو اصلاحي او تدریجي چوکاټ په توګه مطرح کوي، نه د سملاسي انقلابي یا تاوتریخجن بدلون د وسیلې په توګه. دا جریان باور لري چې اسلامي ارزښتونه کولای شي د معاصرو سیاسي جوړښتونو دننه پلي شي، له همدې امله د سیاسي ګوندونو جوړولو ته مخه کوي او د قانوني او مدني لارو له لارې واک ته د رسېدو هڅه کوي. د دغه ډلې له نظره، سیاست د دعوت او اصلاح یوه بڼه ده، نه یوازې د واک د نیولو جګړه.

په همدې اساس، اخوان‌المسلمین په انتخاباتو کې ګډون کوي او له موجودو دولتونو او سیاسي نظامونو سره معامله کوي، که څه هم دا دولتونه بشپړ اسلامي نه وي. دوی هڅه کوي د پارلمان، حکومت او مدني بنسټونو له لارې تدریجي بدلون رامنځته کړي او د ټولنې اخلاقي او سیاسي فضا بدله کړي. دا انعطاف‌پذیره تګلاره اخوان المسلمین له سخت‌دریځو ډلو جلا کوي، خو په عین حال کې یې د دولتونو له لوري د سیاسي فشار، محدودیتونو او ځپلو سره هم مخ کړې دي.

که څه هم ځینې څانګې یې له تاوتریخوالي سره تړاو لري، خو عمومي کرښه یې سیاسي مشارکت او تدریجي بدلون دی. همدا ځانګړنه ده چې اخوان المسلمین یې د لوېدیځ لپاره هم د منلو وړ او هم د شک وړ ګرځولي دي.

غوره بېلګه یې په افغانستان کې د حزب اسلامي ګوند دی چې فکري کرښې یې اخوان المسلمین ترسیموي او دوی په سیاسي مشارکت باور لري.

د کورنیو جګړو پر مهال هم ګلبدین حکمتیار چې د حزب اسلامي امیر و، په ټاکنو باور لاره او سیاسي مشارکت طرحه یې وړاندې کړې وه او د جمهوري دولت پر مهال هم په خپله په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و.

نورې عملي بېلګې یې په مصر کې لیدلی شو، چې محمد مرسي د انتخاباتو له لارې ولسمشر شو. دا د سیاسي اسلام په تاریخ کې لومړی ځل و چې یو اسلامي خوځښت د رایې له لارې واک ته ورسېد.

همدا راز په اردن، مراکش او تونس کې د اخوان المسلمین اړوند ګوندونه په پارلمانونو کې فعال وو او لا هم فعال دي.

اخوان المسلمین یوه نړۍواله شبکه لري، خو د داعش برعکس، د خلافت اعلان یا جبري نړۍوال جهاد نه مطرح کوي.

100%

داعش: نړۍوال جهاد او مطلق تاوتریخوالی

داعش د سیاسي اسلام تر ټولو افراطي، سخت‌دریځې او له تاوتریخوالي او ترهګرۍ ډکې بڼې استازیتوب کوي؛ داسې بڼه چې اسلام پکې د اخلاقي، ټولنیز او انساني ارزښتونو پر ځای د جګړې، تکفیر او وېرې د تولید لپاره کارول کېږي.

دا ډله دین د سیاسي واک د یوې وسله‌والې وسیلې په توګه تعریفوي او هر ډول فکري اختلاف ته د دښمنۍ په سترګه ګوري. د داعش په ادبیاتو کې دیني تفسیر تنګ، مطلق او بې‌انعطافه دی، چې د زور او وینې تویولو له لارې ځان «حق» ثابتوي.

د داعش له نظره، هر څوک چې له دوی سره موافق نه وي ـ که هغه مسلمان وي، عالم وي، حکومت وي یا عادي وګړی ـ «مرتد» ګڼل کېږي او د وژلو مستحق بلل کېږي. همدا تکفیري منطق د دې ډلې د بې‌ساري وحشت بنسټ جوړوي؛ له عامه اعدامونو او ځانمرګو بریدونو نیولې تر ډله‌ییزو وژنو او ویډیویي تبلیغاتو پورې دوی روا بولي. داعش اختلاف نه زغمي او سیاسي، مذهبي او قومي تنوع د اسلام پر ضد «فتنه» ګڼي.

په سیاسي لحاظ، داعش دولتونه، سرحدونه او ملي هویتونه نامشروع بولي او دا ټول د «کفري نظام» برخې ګڼي. د دې ډلې یوازینی هدف د یوه فرضي نړۍوال خلافت تاسیس دی، داسې خلافت چې له جغرافیا، کلتور او ملي واقعیتونو څخه سترګې پټوي. همدا نړۍوال او سرحد-ماتوونکی تصور داعش د سیمه‌ییزو ډلو په پرتله لا خطرناک کړی، ځکه چې دا ډله ځان یوازې په یوې سیاسي جغرافیا پورې محدود نه بولي، بلکې د نړۍ هر ځای د جګړې میدان ګڼي.

داعش نه محلي سیاست پېژني، نه قومي حساسیتونه او نه هم نړۍوال اصول. د دوی وسله‌وال تکتیکونه—ځانمرګي بریدونه، عامه وژنې او وحشت—د سیاسي پیغام اصلي وسیله ده.

په همدې دلیل، داعش د طالبانو او اخوان دواړو لپاره دښمن دی، که څه هم درې واړه د اسلام له نومه استفاده کوي، خو د دوی لا ډېر افراطي او خشن فکر د نورو دواړو ډلو سره د بېلتون کرښه ترسیموي.

دا پرتلنه ښيي چې که څه هم طالبان، اخوان‌المسلمین او داعش ټول د سیاسي اسلام تر چتر لاندې راځي، خو د واک، سیاست، ټولنې او نړۍ په اړه یې لیدلوري بنسټیز توپیرونه لري؛ له نسبي سیاسي واقع‌پالنې (اخوان المسلمین) نیولې تر محلي سخت‌دریځۍ (طالبان) او بیا تر نړۍوال وحشت (داعش) پورې.

100%

ایا ستونزه دین دی که دیني تعبیر؟

دا درې بېلګې ښيي چې د سیاسي اسلام درې بڼې (طالبان، اخوان المسلمین او داعش) نړۍ ته یو واحد خطر یا واحد بدیل نه دی. طالبان د محلي واک د ټینګښت لپاره دین کاروي، اخوان المسلمین دین د سیاسي مشارکت چوکاټ ګڼي او داعش دین د نړۍوال وحشت وسیله ګرځوي.

نړۍوال سیاست، رسنۍ او حتا سیمه‌ییز دولتونه که دا توپیرونه له پامه وغورځوي، نو نه یوازې سم تحلیل به ونه کړي، بلکې د افراطیت د لا پیاوړتیا زمینه به هم برابره کړي.

تر هغو چې د سیاسي اسلام دا بېلابېلې بڼې په علمي، تحقیقي او بې پرې ډول ونه څېړل شي، د امنیت، بشري حقونو او ثبات بحث به نیمګړی پاتې وي.

افغانستان او پاکستان د «اعتراف او انحراف» ستراتیژي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰
•
ارشاد رغاند

شننه: ارشاد رغاند، لیکوال او ژورنالیست پاکستان، د خپل سیاسي جوړښت له پیله، په سیمه کې د استعماري امنیتي منطق پر بنسټ لوبیدلی دی. د افغانستان په تړاو، دا سیاست تر ډېره د نیابتي ډلو، غیرمستقیم نفوذ او د «ستراتېژیکې ژورتیا» د مفکورې له لارې عملي شوی دی.

په وروستیو کلونو کې، که څه هم پاکستان ځان د دغه سیاست قرباني ښيي او ادعا لري چې ترې« ستومانه او پښېمانه» شوی، خو واقعیت دا دی چې اسلام‌اباد د یوې نوې تګلارې له لارې هڅه کوي خپلې پخوانۍ لاسوهنې د «اعتراف» تر پوښښ لاندې راولي او په دې ډول د افکارو د انحراف نوې زمینه برابره کړي.

د «اعتراف او انحراف» مفهومي چوکاټ

د «اعتراف او انحراف» ستراتیژي پر دې ولاړه ده چې یو لوری د خپلو تېرو کړنو ځینې محدودې برخې په کنټرول شوې بڼه افشا کوي، خو په بدل کې د اصلي مسؤلیت، جوړښتي ستونزو او روانو مداخلاتو پر ځای بدیل روایتونه پیاوړي کوي.

په دې لړ کې، د پاکستان ځینې پخواني ملکي او پوځي چارواکي او رسنیز فعالان د افغانستان په اړه داسې څرګندونې کوي چې د واقعیت بڼه لري، خو د تحلیلي مسیر پایله یې د مسؤلیت سپینول دي.

دغه څرګندونې ډېری وخت د طالبانو او نورو نیابتي ډلو په اړه کېږي او ان داسې ښودل کېږي چې ګواکې اوسنی بحران د پاکستان د کنټرول له دایرې وتلی دی. په داسې حال کې چې دا روایت، په غیرمستقیم ډول، د پاکستان د دوامدار نفوذ امکان هم مشروع کوي.

جعلي واقعیتونه او سیاسي روایت

د پاکستان نوی روایت دا انځور وړاندې کوي چې طالبان د افغانستان تر ټولو مهم «اوسنی واقعیت» دي او نړیوال او سیمه ییز لوبغاړي باید خپل سیاستونه له همدې واقعیت سره عیار کړي.

په دې چوکاټ کې، د مشروع نظام او قانونیت تشه، د خلکو د اساسي حقونو نقض، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او د شاتګ ټول ګړندی بهیر، د افغان ټولنې د کلتوري ځانګړتیاوو په نوم توجیه کېږي.

100%

دا ډول روایت نه یوازې د افغان ټولنې ټولنیزه تنوع له پامه غورځوي، بلکې هڅه کوي تپل شوی سیاسي بحران په فرهنګي او عادي مسالې بدل کړي. له همدې لارې، د افغانستان ستونزه د نیابتي جګړو او بهرنیو لاسوهنو پر ځای، د داخلي «شاتګ» پایله معرفي کېږي.

پاکستان دا تګلاره یوازې د افغانانو لپاره نه کاروي. نړیوالو قدرتونو ته دا پیغام ورکول کېږي چې افغانستان لا هم د اسلام‌اباد تر اغېز لاندې دی او پاکستان کولی شي د دې نفوذ له لارې سیمه ییز ثبات یا بې‌ثباتي مدیریت کړي. په ورته وخت کې، د پاکستان اقتصادي کمزوري او سیاسي بې‌ثباتي د مرستو د جلبولو لپاره د فشار وسیله ګرځول کېږي.

دا دوه‌ګونی دریځ، هم د کنټرول ادعا او هم د ناتوانۍ ښودل، د پاکستان د بهرني سیاست یوه تکراري بڼه ده چې موخه یې د نړیوالو امتیازاتو ساتل دي.

افغان ټولنه، د اوږدې جګړې او بې‌ثباتۍ له امله، له ژورې سیاسي تشېسره مخ ده. د اغېزناکو ملي بنسټونو نشتوالی او د تحمیل شوي واکمن نظام موجودیت، د دې لامل شوی چې بهرني روایتونه په اسانه د افغان ذهنیت برخه شي. په دې شرایطو کې، د «اعتراف او انحراف» ستراتیژي کولای شي د افغانانو پام د روان بحران له اصلي عواملو واړوي او ذهني مغشوشیت لا پیاوړی کړي.

د پاکستان د «اعتراف او انحراف» ستراتیژي د سیاست د بدلون نښه نه ده، بلکې د نفوذ د دوام لپاره یوه نوې بڼه ده. دا تګلاره هڅه کوي د محدودو اعترافونو له لارې د پراخو لاسوهنو واقعیت پټ کړي او د افغانستان بحران د تحریف شویو روایتونو په چوکاټ کې تعریف کړي.

تر هغه چې افغان ټولنه د خپلواک تحلیلي فکر، ملي سیاسي ادرس او منسجم ټولنیز دریځ څښتنه نه شي، دا ډول ستراتیژۍ به اغېزناکې او پر دوی حاکمې پاتې شي. د افغانستان د ثبات لپاره بنسټیزه اړتیا دا ده چې بهرني روایتونه وپېژندل شي، نقد شي او د ملي واقعیت پر بنسټ بدیل لید وړاندې شي.

په پاکستان کې پر دولتي نظام د پوځي غلبې پایلې

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

که څه هم په پاکستان کې د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون په رسمي ډول لغوه شوی نه دی او په ظاهره یو ملکي جمهور رییس، لومړی وزیر او ایالتي حکومتونه شته، خو په تېرو ۱۱ کلونو کې پوځ د سیاسي لاسوهنو له لارې عملي واک په لاس کې اخیستی او ملکي نظام یې کمزوری کړی دی.

جنرالانو په پرله پسې توګه یوه داسې کودتا پرمخ بېولې ده چې پاکستان کې یې د اساسي قانون په بنسټ ولاړ نظام د تضعیفولو او د هغه ځای نیولو لپاره د جنرالواکۍ په پښو ودرولو ته زمینه مساعده کړې ده.

اوسنی پارلمان ځکه بېخي بې اتاریتې شوی دی، چې په واقعیت کې د کال ۲۰۲۴ ټول ټاکنې د عمران خان ګوند، یعنی پاکستان تحریک انصاف، ګټلې وې، خو جنرالانو تصمیم نیولی و چې دغه ګوند به واک ترلاسه کولو ته پرې نه ږدي او د دې په ځای یې د درغلۍ له لارې د نواز شریف ګوند مسلم لیګ او د اصف علي زرداری ګوند پیپلز ګوند ته په پارلمان کې اکثریت ورکړ.

پارلمان بې واکه شوی ځکه چې د کال ۲۰۲۴ په ټول ټاکنو کې خلکو د پارلمان اوسنیو غړو ته رایه نه ده ورکړې، د دوی اکثریت د پوځي استخباراتو په درغلۍ او په زور د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړی و. همدغه علت دی چې اوسنی پارلمان د جنرالانو په سپارښتنه قوانین تصویب کولو ته مجبور دی. دا د تقنینه قوا حال دی. ملکی اجرائیه په ظاهره موجوده ده، خو د نهايي تصمیم نیولو واک د جنرالانو او د پوځي استخباراتو په لاس کې دی.

په اوسني کال (۲۰۲۵) کې په اساسي قانون کې د پارلمان له خوا دوه عمده تعدیلونه، شپږویشتم او اوویشتم تعدیلونه، تصویب شوي دي. د شپږویشتم تعدیل په وسیله قضایي قوه د اجرائیه قوې تر واک لاندې راوستل شوې ده او لکه څنګه چې مو وړاندې توضیح ورکړه، د اجرائیه قوې اصل واک د جنرالواکۍ په لاس کې دی. په دې ډول د دولت درې واړه اساسي قواوې د جنرالانو د واک تر چتر لاندې راغلې دي.

په اساسي قانون کې راتلونکی اوویشتم تعدیل د پوځ د لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر واک او صلاحیت په فوق العاده توګه زیات کړی دی. عاصم منیر په کال ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې د لوی درستیز په چوکۍ د درېو کلونو لپاره ټاکل شوی و او باید چې هغه د کال ۲۰۲۵ په نومبر کې تقاعد شوی وای، خو د اساسي قانون د شپږویشتم تعدیل په نتیجه کې د هغه ماموریت تر کال ۲۰۳۰ پورې وغځېد او که چېرې لومړي وزیر (څوک چې د عاصم منیر د ملاتړ په وجه لومړی وزیر دی) غوښتلي وای، نو د عاصم منیر اوسنی ماموریت تر پنځو نورو کلونو، یعنی د کال ۲۰۳۵ پورې هم تمدیدېدای شي.

په دې برسیره، په اساسي قانون کې راغلی اوویشتم تعدیل د ځمکنۍ قواؤ لوی درستیز عاصم منیر ته د هوايي او بحري قواؤ د قوماندې صلاحیت هم ورسپارلی دی، کوم چې مخکې د درې واړو قواؤ د سرقوماندانانو د ګډې کمیټې په لاس کې و. که د پوځ د لوی درستیز د قانون په کتابونو کې لیکل شوي واکونه او صلاحیتونه د هغه د بالقوه او د قانون نه ماورا اختیاراتو سره یوځای وکتل شي، نو په دې خبره پوهېدل هېڅ ګران نه دي چې په عمل کې هغه د پاکستان ټولواک دی، او حتا چې په ظاهر کې لوړ پوړی سیاسي، دولتي او حکومتي چارواکی هم په عمل کې د هغه د لاس لاندې کار کوونکي چارواکي دی.

د دې خبرې ذکر هم اړین دی چې د نړۍ د نورو دولتونو او په خاصه توګه د ابرقدرتونو سره د پوځ لوی درستیز نېغ په نېغه تعامل جنرالواکۍ ته مشروعیت وربښي. د دغې پدیدې ډېر ښه مثال د امریکا او چین د ولسمشرانو او نورو لوړپوړو مقاماتو سره د جنرال عاصم منیر تعامل دی.

جالبه دا ده چې د پاکستان د ملکی ولسمشر او یا د لومړي وزیر د نورو هیوادونو ته د بلل کېدو، هلته د لیدنو کتنو او د تصمیمونو ټول احوال د بهرنیو چارو وزارت سره ثبت وي، خو پوځ او د هغه لوی درستیز په ځینو مواردو کې د بهرنیو هیوادونو سره اړیکې او بلنې نېغ په نېغه او د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو نه پرته ترسره کوي.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې جنرالواکۍ سیاسي قدرت غصب کړی دی، اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړی دی او خپل تنګ نظره او لنډ نظره سیاستونه یې په هیواد تحمیل کړي دي، خو د زړو او اوسنۍ جنرالواکۍ تر منځ توپیر دا دی چې د جنرال ایوب خان، جنرال یحی خان، جنرال ضیاالحق او د جنرال مشرف ټولواکۍ د پوځي دیکتاتورۍ د رسمي اعلان نه وروسته منځ ته راغلې وې، خو د عاصم منیر د پوځي ټولواکۍ په مخ د په اصطلاح ملکي او جمهوري دولت پرده موجوده ده.

پوځي دیکتاتوریو کې پاکستان تل ځکه زیانمن شوی دی چې د نظر پر ازادۍ د بندیز له وجې په غلطو او ناقصو دولتي پالیسیو انتقاد نه شي کېدای، نو ځکه دغسې ناسالم سیاستونه تر اوږدو مودو ادامه ومومي او خطرناک بحرانونه وزېږوي. لکه چې د ایوب خان لس کلنې دیکتاتورۍ نه لږه موده وروسته په کال ۱۹۷۱ کې د پاکستان شرقي برخې د پاکستان له واکه څه وغوښتل، خو چې پنجابي جنرالانو هغه ورنه کړل، بنګالیانو د ازادۍ اعلان وکړ او پاکستان دوه ټوټې شو. د ضیاالحق دیکتاتورۍ کې پاکستان د مذهبي افراطیت او د فرسایشي جګړو په مرکز بدل شو او تر اوسه د دغو مسایلو نه راوتلی نه دي.

خو په اوسنیو شرایطو کې جنرالواکي د پاکستان لپاره دوه نورې ډېرې خطرناکې پایلې لرلی شي. وړومبۍ احتمالي پایله په پاکستان کې د جنرالواکۍ له وجې د قومي کړکیچ د ژورېدو او پېچلي کېدو ده. د اساسي قانون له مخې پاکستان یو فدرالي هیواد دی او ټول ایالتونه د خاصو سیاسي او اقتصادي حقونو نه برخوردار دي، خو د قانون په اساس د ولاړ نظام پر ځای د ټوپک په زور ولاړې جنرالواکۍ راتګ په محکومو قومونو او خلکو کې محرومي او مغایرت رامنځته کوي، ځکه چې د پاکستان اردو او د ټولو وسله والو قوتونو ټول مشرتابه تعلق د پنجابي قوم او د پنجاب د ایالت سره دی. څرګنده خبره ده چې د محکومو قومونو لپاره د یوه قوم او یوه ایالت غیرعادلانه او استثماري غلبه د منلو وړ نه ده، او په بلوچستان، پښتونخوا، ګلګت بلتستان، کشمیر او حتا په سند کې د دې پر ضد مقاومت رامنځته شوی دی.

دویمه خطرناکه پایله د ابرقدرتونو سره په اړیکو کې د تناسب او تعادل د ساتلو په برخه کې پاتې راتلل دي، ځکه چې د ابرقدرتونو تر منځ انقطاب کافی ژور دی او پاکستان په بهرني کومک اتکا کوونکی هیواد دی.

په پښتونخوا کې جګړه او سیاسي بحران

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د پښتونخوا خلک له ګڼو پېچلو ستونزو سره مخ دي، خو تر ټولو خطرناکه مسله د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ، ملیشو او پولیسو ترمنځ جګړه ده. دا جګړه له ۲۰ تر ۲۵ کلونو راهیسې روانه ده، خو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې شدت په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

دویمه غټه مساله هغه سیاسي انقطاب دی چې د نواز شریف د مسلم لیګ د مرکزي حکومت او د عمران خان د سیاسي ګوند تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا د ایالتي حکومت ترمنځ د کال ۲۰۲۴ د ټول ټاکنو نه وروسته منځ ته راغلی دی.

د اسلام‌اباد د مرکزي حکومت او د پېښور د ایالتي حکومت ترمنځ موجوده ترینګلتیا د وخت په تېرېدو لا پسې زیاته شوې ده. تحریک انصاف د خپل لارښود عمران خان د محبس څخه د ایستلو په موخه د پښتونخوا ایالتي حکومت په یو سنګر بدل کړی دی، او د پښتونخوا د پنځوسو میلیونو نه د زیاتو وګړو له ژوند، ژواک او له نورو ورځنیو مسایلو نه یې مخ اړولی دی.

د جګړې د شننې نه به یې پیل کړو. عین د ۱۹۸۰ د کلونو نه افغانستان کې د شوروي اتحاد د عسکرو او د خلکو دموکراتیک جمهوریت د قواوو په ضد جګړه د هغو قبایلي ضلعو نه کېدله چې اوس د پښتونخوا د ایالت برخه ګرځېدلې دي او په دغو ضلعو یا ولسوالیو کې د جګړې اغېزه یوه طبیعي خبره وه. خو د هغې وخت د جګړې توپیر د ۹/۱۱ نه پس د امریکايي عسکرو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قواوو په ضد د طالبانو د جګړې سره دا دی چې په وړومبۍ جګړه کې د افغان جنګیالیو دفترونه په ښارونو او د افغان مهاجرو په کمپونو کې په ډاګه او په رسمي توګه فعال وو.

د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د طالبانو دفترونو هم څرګند فعالیت کاوه، ولې د ۹/۱۱ نه پس د طالبانو جګړه تر یوې اندازې پټه وه. د دوی کاري مرکزونه زیاتره په قبایلي سیمو کې وو او د محلي خلکو ګډون پکې زیات و. نو ځکه په شمال کې د مالاکنډ ډېویژن (د یو شمېر ضلعو نه جوړه سیمه ډېویژن بلل کېږي) زرګونه محلي خلک او په جنوب کې د بنو او د ډېره اسماعیل خان ډېویژن زرګونه محلي خلک د طالبانو په صفوفو ورګډ شول او په افغانستان کې یې تر کلونو کلونو په جګړه کې برخه واخیسته.

په کال ۲۰۰۷ کې د پاکستان د استخباراتو په تشویق ټي ټي پي د هم دغو جنګیالیو څخه جوړه شوه، ځکه چې یو خو دغه خلک په قبایلي سیمو کې د افغان طالبانو د پټو ځایونو د کوربه‌توب لپاره ډېر مساعد وو او بله دا چې د پاکستان جنرالواکۍ دا فکر هم کاوه چې د مذهبي افراطيانو دغه لښکر به د پښتنو د ملي‌ګرایۍ د نهضتونو د مخنیوي لپاره مفید تمام شي.

تر ډېرو کلونو د ټي ټي پي جنګیالیو پښتانه ملي‌ګرا سیاسي فعالین ووژل، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه پس ټي ټي پي سره دا فکر پیدا شو چې هغوی هم د شرعي نظام د شعار په وسیله پښتونخوا نیولی شي او دلته خپله واکمني جوړه کړای شي. که څه هم دوی ځان ته د پاکستان طالبان وایي، خو پنجاب کې یې لاس نه ښخېږي او د دوی جګړه په پښتونخوا پورې محدوده ده. نو ځکه اوس په دې مهال پښتونخوا د یوې ویجاړوونکې جګړې سره مخ ده، چې عام او غریب پښتانه پکې وژل شوي او هره ورځ وژل کېږي.

اوس به لږ د پښتونخوا د ایالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ د سیاسي انقطاب په مساله نظر واچوو. هسې خو په پاکستان کې جنرالواکۍ تل په ټول ټاکنو کې ګوتې وهلې دي، خو د کال ۲۰۱۸ او د کال ۲۰۲۴ ټول ټاکنو کې د پوځي استخباراتو درغلي او لاس‌وهنه داسې په لویه کچه وه چې د ټول ټاکنو نتایجو ته یې سل په سله بدلون ورکړی دی.

د کال ۲۰۲۴ ټاکنې په واقعیت کې په پنجاب او پښتونخوا کې د عمران خان ګوند تحریک انصاف ګټلې وې، خو د رایو شمېرې شپه په شپه بدلې شوې او استخباراتو په زور پنجاب کې ګټه د نواز شریف ګوند مسلم لیګ ته ورکړه. نو ځکه د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب ایالتي حکومت مسلم لیګ ته په ګوتو ورغلل.

100%

پښتونخوا کې په ټول ټاکنو کې پوځ د عمران خان ګوند ته د لارې ورکولو برسېره مرسته هم ورسره وکړه، ځکه چې دغه ګوند ورته د پښتنو د ملي‌ګرا نهضتونو د سیاسي مخنیوي لپاره یوه موثره وسیله برېښېده. او بله دا خبره هم وه چې د اویا کلن عمران خان د پاپولېزم په اړه د جنرالانو اټکل دا و چې هغه به دولتي اختناق او محبسونو ته ټینګ نه شي، ځکه چې هغه په ځوانۍ کې د نړیوال کرکټ یو ستوری پاتې شوی و او په مغرب کې یې یو اشرافي او ارام ژوند تېر کړی دی. نو د دوی دا خیال و چې هغه به هرو مرو مصالحت ته اړ شي.

د پاکستان د اردو د لوی درستیز څوکۍ ته د عمران خان کاندید جنرال فیض حمید و، خو چې کله په پارلمان کې د سلب اعتماد له لارې د مسلم لیګ او پیپلز ګوند غړو عمران خان د لومړي وزارت د څوکۍ نه برطرف کړ او د هغه پر ځای د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف د موقت حکومت لومړی وزیر شو، نو هغه جنرال عاصم منیر ته ترفیع ورکړه او د کال ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې عاصم منیر د اردو د لوی درستیز په څوکۍ کښېناست. عمران له یوې خوا د عاصم منیر د ترفیع په ضد ولسي کمپاین وکړ او له بلې خوا یې د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې د عاصم منیر په ضد د فیض حمید د ناکامې کودتا سره مرسته هم وکړه. نو اوس فیض حمید او عمران خان دواړه بندیان دي. د عاصم منیر او عمران خان ترمنځ مخالفت اوس د ضیاالحق او د ذوالفقار علي بوټو د دښمنۍ غوندې په شخصي دښمنۍ اوښتی دی، نو ځکه د عمران خان د محبس نه راوتل اسان کار نه دی.

خو خبره پښتونخوا ته ګرانه شوې ده.

یوې خوا ته د مرګ، ژوبلې، تباهۍ او بې‌کورۍ نه ډک جنګ دی، بلې خوا ته په ژور سیاسي انقطاب کې بوخت ایالتي حکومت دی چې د پښتونخوا د ولس د مسایلو حل ته د پاملرنې وخت نه لري او ټوله انرژي او د حکومت منابع د عمران خان د محبس نه د ازادولو په کمپاین مصرفوي. هغه د ستر شاعر رحمت شاه سایل صاحب خبره چې:

موږ ته خپل نصیب په وینو سور را رسېدلی دی