• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني ولسمشر: امریکا د نړۍ نظم له منځه وړي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۸ GMT+۰

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په یوه تونده وینا کې د ډونالډ ټرمپ ادارې پر بهرنۍ پالیسۍ سختې نیوکې وکړې. نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې اجازه ورنه‌کړي نړۍوال نظم د «غلو پر ځالې» بدل شي.

شټاین مایر داسې ښکارېده، چې هغه د امریکا له لوري د ونزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیولو ته اشار کوي او ټینګار یې وکړ، چې د نړۍ په کچه ولسواکي تر هر بل وخت ډېر تر فشار لاندې ده.

که څه هم د جرمني د ولسمشر دنده تر ډېره تشریفاتي ده، خو د هغه خبرې مهمې او سیاسي وزن لري او د نورو سیاستوالو پرتله د خپلو شخصي نظرونو د څرګندولو ازادي لري.

هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه سمپوزیوم کې وویل: «موږ اوس د خپل خورا مهم ملګري امریکا له‌خوا د ارزښتونو له سقوط سره مخ یو؛ هغه هېواد چې په خپله یې د دې نړۍوال نظم په جوړولو کې کلیدي رول لوبولی دی».

هغه زیاته کړه: «اصلي موضوع دا ده، د دې باید مخه ونیول شي، چې نړۍ د غلو پر ځاله بدله نه شي؛ داسې ځای چې بې‌ پروا لوبغاړي هر څه چې غواړي وکړي او له سیمو یا حتی هېوادونو سره د څو لویو قدرتونو د شخصي شتمنۍ په څېر چلند وکړي».

رویټرز راپور ورکړی، چې د جرمنیانو باور پر امریکا، چې د دوی دودیز متحد بلل کېږي کم شوی دی.

د اې‌ار‌ډي ټلویزیوني شبکې د نظر پوښتنې له‌مخې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، اوس ۷۶ سلنه جرمنیان باور لري، چې امریکا د جرمني لپاره یو باوري شریک نه‌دی. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د جون پرتله درې سلنه زیات شوی دی.

یوازې ۱۵ سلنه ګډونوالو ویلي، چې جرمني کولای شي پر امریکا باور وکړي. برعکس، شاوخوا درې پر څلورمه برخه جرمنيانو ویلي، چې دوی کولی شي پر فرانسې او بریتانیا تکیه وکړي.

دغه نظر پوښتنه همدارنګه ښيي، چې ۶۹ سلنه جرمنیان د اروپا د امنیت په اړه اندېښمن دي، نږدې ورته شمېر د هغو کسانو په څېر دی چې باور لري د ناټو غړي د امریکا په ملاتړ حساب نه‌شي کولی چې د اېتلاف تر ټولو پياوړی غړی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: له نړۍوالو سازمانونو څخه د امریکا وتل د غچ اخیستنې هڅه ده

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان له ۶۶ نړۍوالو سازمانونو، تړونونو او کنوانسیونونو څخه د امریکا د وتلو پریکړې ته سخت غبرګون ښودلی او د امریکا یاده پرېکړه یې له نړۍوالو همکارو بنسټونو څخه د غچ اخیستنې هڅه بللې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، له لسګونو نړۍوالو سازمانونو څخه د امریکا د وتلو پرېکړه غندلې او یاده پرېکړه یې غچ اخیستونکې او د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ د نړۍوال نظم پر مشروعیت برید بللې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان لوړپوړې چارواکې اړیکا ګوایرا روزاس ویلي:«د امریکا دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ جوړ شوي نړۍوال نظم او د نړۍوالې همکارۍ پر بنسټ یو غچ اخیستونکی او بې پروا برید دی. له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د بشري حقونو او ساتنې لپاره د جوړ شوي څو اړخیز نظام پر وړاندې د ټرمپ سپین سترګي او هڅه د شرم وړ ده».

نوموړې ویلي، چې امریکا له دې څخه وړاندې هم له یادو ډېرو ادارو سره خپلې اړیکې پرې او مالي ملاتړ درولی و.

یاد سازمان ویلي، چې د امریکا یاده پرېکړه د پراختیا، اقلیم بدلون، د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د جنسیتي تبعیض پر وړاندې نړۍوالو قوانینو او ژمنو ته د سپکاوي نښه ده.

ملګرو ملتونو له لسګونو نړۍوالو سازمانونو د امریکا پر وتلو خواشیني څرګنده کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بښنې نړۍوال سازمان پر ټولو غړو هېوادونو او نړۍوالو ادارو غږ کړی، چې د څو اړخیزو همکاریو او نړۍوالو حقوقي جوړښتونو د ساتنې په برخه کې دې ژر تر ژره عملي ګامونه پورته کړي.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ امریکا له لسګونو نړۍوالو سازمانونو باسي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه کړې، چې له ۳۵ هغو نړۍوالو سازمانونو ووځي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه‌دي او همداراز په ۳۱ نورو ادارو کې چې د دغه سازمان اړوند دي، هم خپل حضور پای ته ورسوي.

نړۍوال فضايي سټېشن د یوه ستور مزلي د ناروغۍ له امله خپل ماموریت ژر پای ته رسوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۰

د نړۍوال فضايي سټېشن ادارې ویلي، د ناسا اداره اړه شوې، چې د نړۍوال فضايي سټېشن په عمله کې د یوه ستور مزلي د جدي روغتيايي ستونزې له امله له ټاکلي مودې مخکې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

یادې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې یو فضايي ماموریت له خپلې ټاکلې مودې مخکې پای ته رسیږي.

ناسا ویلي، چې ناروغ ستور مزلی او درې نور همکاران به یې د ماموریت له پای ته رسېدو وړاندې ځمکې ته راستانه کړل شي.

د ناسا مشر جارید ایزاکم خبریالانو ته ویلي، چې د روغتیايي چارواکو په همغږۍ یې پرېکړه کړې، چې ستور مزلي باید ځمکې ته راستانه شي. نوموړي زیاته کړې: «د ناروغۍ د سم تشخیص او درملنې وړتیا د نړۍوال فضايي سټیشن په تخینکي وړتیا کې نشته».

د ناسا چارواکو د څلورو ستور مزلو له ډلې د ناروغ ستور مزلي نوم او د هغه د ناروغۍ ډول نه‌دی په ډاګه کړی.

د ناسا د معلوماتو له‌مخې، د نړۍوال فضايي سټیشن په عمله کې د زېنا کارډمین، مایک فنک، کیمیا یوي او کاسمانوت اولېګ پلاتونو شامل دي. دوی د اګسټ په میاشت کې له فلوریډا څخه فضا ته تللي و او تمه کېده، چې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې بېرته ځمکې ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې ناسا د ستور مزلو په اړه طبي پېښې پټې ساتي او ډېر کم داسې پېښېږي، چې د ستور مزلو د روغتیا په اړه معلومات خپاره کړي.

ټرمپ: ښايي پر نایجریا نور بریدونه هم وکړو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، که په نایجریا کې نور مسیحیان ووژل شي، ښايي امریکا پرې نور برېدونه هم وکړي، خو نایجریا تر دې مخکې په خپل هېواد کې د مسیحیانو د سیستماتیکي وژنې په اړه راپورونه رد کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرسمس په ورځ پر نایجریا د هوايي برېدونو په تړاو د نیویارک ټایمز د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، که په یاد هېواد کې نور مسیحیان ووژل شي، واشنګټن به پرې نور برېدونه هم وکړي.

په نایجریا کې د امریکا تر هوايي برېدونو وروسته د یاد هېواد چارواکو ویلي و، چې «دا برېدونه د ترهګرو پر وړاندې ګډ عملیات و او له کوم ځانګړي دین سره تړاو نه‌لري».

خو ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی: «خوشحاله کېږم، چې داسې برېدونه بیا ونه‌شي، خو که دوی د مسیحیانو وژلو ته دوام ورکړي، نو دا ډول برېدونه به بیا وکړو».

تر دې وړاندې د افریقا په چارو کې د ټرمپ سلاکار ویلي و، چې د داعش او بوکو حرام وسله‌وال د مسیحیانو پرتله مسلمانان ډېر وژني، خو ټرمپ یې په خواب کې وویل: «زه فکر کوم چې په نایجریا کې مسلمانان هم وژل کېږي، خو تر مسلمانانو ډېر مسیحیان وژل کېږي».

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په اکټوبر میاشت کې ویلي و، چې په نایجریا کې مسیحیان له ګواښ سره مخ دي او خبرداری یې ورکړی و، که د نایجریا حکومت د مسیحیانو د وژل کېدو مخه ونه‌نیسې نو امریکا به خپله په نایجریا کې مداخله وکړي.

ملګرو ملتونو له لسګونو نړۍوالو سازمانونو د امریکا پر وتلو خواشیني څرګنده کړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰

ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له لسګونو سازمانونو څخه د امریکا د وتلو د پریکړې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو د عادي او خوندي ساتنې بودجې لپاره ټاکل شوې ونډې، د امریکا په ګډون د ټولو غړو هېوادونو لپاره قانوني مکلفیت دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له‌خوا د ملګرو ملتونو سازمان له لسګونو ادارو څخه د وتلو پریکړې په اړه خواشینې ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د عادي او خوندي ساتنې بودجې لپاره ټاکل شوې ونډه چې د عمومي اسمبلې له‌خوا تصویب شوې، د ملګرو ملتونو د منشور له‌مخې د امریکا په ګډون د ټولو غړو هېوادونو لپاره قانوني مکلفیت دی».

د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې یاد سازمان به د امریکا له وتلو وروسته هم د غړو هېوادونو له‌خوا ورکړل شویو ماموریتونو د پلې کولو په چارو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له پوره هوډ سره به د هغو خلکو لپاره خدمت کولو ته دوام ورکړي، چې پر یاد سازمان تیکه لري.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ امریکا له لسګونو نړۍوالو سازمانونو باسي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه کړې، چې له ۳۵ هغو نړۍوالو سازمانونو ووځي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه‌دي او همداراز په ۳۱ نورو ادارو کې چې د دغه سازمان اړوند دي، هم خپل حضور پای ته ورسوي.

جرمني له ایراني مظاهره چیانو سره د پولیسو تاوتریخوالی غندلی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له لاریون کوونکو سره د ایران د حکومتي ځواکونو چلند غندلی او پر تهران یې غږ کړی، چې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي. یوهان وادیفول پر خپل اېکس لیکلي چې په سوله‌ییز ډول نظر څرګندول د ایرانیانو حق دی.

یوهان وادیفول پر خپل اېکس لیکلي، چې « له څو ورځو راهیسې خلک په ایران کې سړکونو ته راوتلي دي. خپله نظر په سوله‌ییز ډول څرګندول د هغوی حق دی».

نوموړي زیاته کړې، چې «زه د سوله‌ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې د زور استعمال غندم او د ایران له واکمنانو غواړم چې د خپلو نړیوالو ژمنو درناوی وکړي».

په ایران کې نن ۱۲مه ورځ ده، چې د حکومت پرضد د ګرانیو او ایراني کرنسۍ د ارزښت پرېوتو له امله لاریونونه کیږي.

په دغو لاریونونو کې تر دې مهاله د ۲۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۰۰ نورو کسانو د نیول کېدو خبرونه ور کړل شوي دي.

سره له دې چې ایران د متحده ایالاتو او نړیوالو تر فشار لاندې دی، د دغه هېواد قاضي القضات تېره ورځ وویل چې بلواکوونکي به له سزا سره مخ شي.