• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال فضايي سټېشن د یوه ستور مزلي د ناروغۍ له امله خپل ماموریت ژر پای ته رسوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۰

د نړۍوال فضايي سټېشن ادارې ویلي، د ناسا اداره اړه شوې، چې د نړۍوال فضايي سټېشن په عمله کې د یوه ستور مزلي د جدي روغتيايي ستونزې له امله له ټاکلي مودې مخکې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

یادې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې یو فضايي ماموریت له خپلې ټاکلې مودې مخکې پای ته رسیږي.

ناسا ویلي، چې ناروغ ستور مزلی او درې نور همکاران به یې د ماموریت له پای ته رسېدو وړاندې ځمکې ته راستانه کړل شي.

د ناسا مشر جارید ایزاکم خبریالانو ته ویلي، چې د روغتیايي چارواکو په همغږۍ یې پرېکړه کړې، چې ستور مزلي باید ځمکې ته راستانه شي. نوموړي زیاته کړې: «د ناروغۍ د سم تشخیص او درملنې وړتیا د نړۍوال فضايي سټیشن په تخینکي وړتیا کې نشته».

د ناسا چارواکو د څلورو ستور مزلو له ډلې د ناروغ ستور مزلي نوم او د هغه د ناروغۍ ډول نه‌دی په ډاګه کړی.

د ناسا د معلوماتو له‌مخې، د نړۍوال فضايي سټیشن په عمله کې د زېنا کارډمین، مایک فنک، کیمیا یوي او کاسمانوت اولېګ پلاتونو شامل دي. دوی د اګسټ په میاشت کې له فلوریډا څخه فضا ته تللي و او تمه کېده، چې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې بېرته ځمکې ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې ناسا د ستور مزلو په اړه طبي پېښې پټې ساتي او ډېر کم داسې پېښېږي، چې د ستور مزلو د روغتیا په اړه معلومات خپاره کړي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: ښايي پر نایجریا نور بریدونه هم وکړو

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰
ټرمپ: ښايي پر نایجریا نور بریدونه هم وکړو
100%

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، که په نایجریا کې نور مسیحیان ووژل شي، ښايي امریکا پرې نور برېدونه هم وکړي، خو نایجریا تر دې مخکې په خپل هېواد کې د مسیحیانو د سیستماتیکي وژنې په اړه راپورونه رد کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرسمس په ورځ پر نایجریا د هوايي برېدونو په تړاو د نیویارک ټایمز د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، که په یاد هېواد کې نور مسیحیان ووژل شي، واشنګټن به پرې نور برېدونه هم وکړي.

په نایجریا کې د امریکا تر هوايي برېدونو وروسته د یاد هېواد چارواکو ویلي و، چې «دا برېدونه د ترهګرو پر وړاندې ګډ عملیات و او له کوم ځانګړي دین سره تړاو نه‌لري».

خو ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی: «خوشحاله کېږم، چې داسې برېدونه بیا ونه‌شي، خو که دوی د مسیحیانو وژلو ته دوام ورکړي، نو دا ډول برېدونه به بیا وکړو».

تر دې وړاندې د افریقا په چارو کې د ټرمپ سلاکار ویلي و، چې د داعش او بوکو حرام وسله‌وال د مسیحیانو پرتله مسلمانان ډېر وژني، خو ټرمپ یې په خواب کې وویل: «زه فکر کوم چې په نایجریا کې مسلمانان هم وژل کېږي، خو تر مسلمانانو ډېر مسیحیان وژل کېږي».

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په اکټوبر میاشت کې ویلي و، چې په نایجریا کې مسیحیان له ګواښ سره مخ دي او خبرداری یې ورکړی و، که د نایجریا حکومت د مسیحیانو د وژل کېدو مخه ونه‌نیسې نو امریکا به خپله په نایجریا کې مداخله وکړي.

ملګرو ملتونو له لسګونو نړۍوالو سازمانونو د امریکا پر وتلو خواشیني څرګنده کړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰
ملګرو ملتونو له لسګونو نړۍوالو سازمانونو د امریکا پر وتلو خواشیني څرګنده کړې
100%

ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له لسګونو سازمانونو څخه د امریکا د وتلو د پریکړې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو د عادي او خوندي ساتنې بودجې لپاره ټاکل شوې ونډې، د امریکا په ګډون د ټولو غړو هېوادونو لپاره قانوني مکلفیت دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له‌خوا د ملګرو ملتونو سازمان له لسګونو ادارو څخه د وتلو پریکړې په اړه خواشینې ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د عادي او خوندي ساتنې بودجې لپاره ټاکل شوې ونډه چې د عمومي اسمبلې له‌خوا تصویب شوې، د ملګرو ملتونو د منشور له‌مخې د امریکا په ګډون د ټولو غړو هېوادونو لپاره قانوني مکلفیت دی».

د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې یاد سازمان به د امریکا له وتلو وروسته هم د غړو هېوادونو له‌خوا ورکړل شویو ماموریتونو د پلې کولو په چارو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له پوره هوډ سره به د هغو خلکو لپاره خدمت کولو ته دوام ورکړي، چې پر یاد سازمان تیکه لري.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ امریکا له لسګونو نړۍوالو سازمانونو باسي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه کړې، چې له ۳۵ هغو نړۍوالو سازمانونو ووځي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه‌دي او همداراز په ۳۱ نورو ادارو کې چې د دغه سازمان اړوند دي، هم خپل حضور پای ته ورسوي.

جرمني له ایراني مظاهره چیانو سره د پولیسو تاوتریخوالی غندلی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۰
جرمني له ایراني مظاهره چیانو سره د پولیسو تاوتریخوالی غندلی
100%

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له لاریون کوونکو سره د ایران د حکومتي ځواکونو چلند غندلی او پر تهران یې غږ کړی، چې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي. یوهان وادیفول پر خپل اېکس لیکلي چې په سوله‌ییز ډول نظر څرګندول د ایرانیانو حق دی.

یوهان وادیفول پر خپل اېکس لیکلي، چې « له څو ورځو راهیسې خلک په ایران کې سړکونو ته راوتلي دي. خپله نظر په سوله‌ییز ډول څرګندول د هغوی حق دی».

نوموړي زیاته کړې، چې «زه د سوله‌ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې د زور استعمال غندم او د ایران له واکمنانو غواړم چې د خپلو نړیوالو ژمنو درناوی وکړي».

په ایران کې نن ۱۲مه ورځ ده، چې د حکومت پرضد د ګرانیو او ایراني کرنسۍ د ارزښت پرېوتو له امله لاریونونه کیږي.

په دغو لاریونونو کې تر دې مهاله د ۲۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۰۰ نورو کسانو د نیول کېدو خبرونه ور کړل شوي دي.

سره له دې چې ایران د متحده ایالاتو او نړیوالو تر فشار لاندې دی، د دغه هېواد قاضي القضات تېره ورځ وویل چې بلواکوونکي به له سزا سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایران څلورمه درجه هېواد دی او په سفر مه ورځئ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۳ GMT+۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایران څلورمه درجه هېواد دی او په سفر مه ورځئ
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې ایران لا هم د څلورمه درجه هېوادونو په نوملړ کې دی او سفر دې نه ورته کیږي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکایي اتباعو لپاره په ایران کې جدي ګواښونه موجود دي، چې په دې ګواښونو کې ترهګري، بې‌ثباتي، تښتونې او ناحقه نیول شامل دي.

متحده ایالات په ایران کې سفارت نه لري، نو د خپلو اتباعو د امنیت د خوندي کولو لپاره، وزارت ټینګار کوي چې په هیڅ حالت کې دې ایران ته سفر نه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې خپلو اتباعو ته ایران ته د نه سفر خبرداری ورکوي چې په د ایران په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه د پرله‌پسې ۱۲مې ورځې لپاره هم دوام لري.

دا لاریونونه چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومې له اوومې نېټې د تهران د بازار د سوداګرو په کاربندیز د اقتصادي وضعیت د خرابوالي پر ضد پیل شوي وو، اوس د دغه هېواد ګڼو سیمو ته غځېدلي او سیاسي رنګ یې هم خپل کړی.

ایران کې د لاریون والو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې «که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی ووژني نو د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي».

د سوریې پوځ خلکو ته د حلب له کرد میشتو سیمو د وتلو امر کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۰
د سوریې پوځ خلکو ته د حلب له کرد میشتو سیمو د وتلو امر کړی
100%

د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ پوځ د حلب ښار په ځینو برخو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوسره نښتې کړې دي او له ولسي وګړو یې غوښتي چې سیمې پرېږدي.

پوځ د شخړو د احتمالي سیمو څو نقشې هم خپرې کړې او په شیخ مقصود او اشرفیه سیمو کې یې د ماسپښین له درې بجو وروسته ګرځبندیز اعلان کړی دی.

راپورونه وایي، دغه نښتې چې د سې شنبې په ورځ پیل شوې، د زرګونو کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوې او یو شمېر کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

بلخوا، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي چې د دمشق پلوه ډلو پر وړاندې یې سختې نښتې کړې او مخالف لوري ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سوریې یوې پوځي سرچینې الجزیرې ته ویلي چې د دغه هېواد پوځ د حلب ښار په شیخ مقصود او اشرفیه سیمو کې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوپر پوستو توپچي بریدونه پیل کړي دي.

د دولتي خبري اژانس سانا د راپور له مخې، دیموکراتیکو ځواکونو د حلب ښار المیدان سیمه تر توپچي او هاوان مرمیو لاندې راوستې ده.

روغتیايي چارواکي وایي چې په حلب ښار کې د ډیموکراتیکو ځواکونود بریدونو له امله لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا، دیادو ځواکونود رسنیو دفتر ویلي چې د سوریې دولتي ځواکونه د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د اشرفیه ولسوالۍ په استوګنیزو سیمو د توپچي او ټانکونو له لارې بریدونه کوي.