شټاین مایر داسې ښکارېده، چې هغه د امریکا له لوري د ونزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیولو ته اشار کوي او ټینګار یې وکړ، چې د نړۍ په کچه ولسواکي تر هر بل وخت ډېر تر فشار لاندې ده.
که څه هم د جرمني د ولسمشر دنده تر ډېره تشریفاتي ده، خو د هغه خبرې مهمې او سیاسي وزن لري او د نورو سیاستوالو پرتله د خپلو شخصي نظرونو د څرګندولو ازادي لري.
هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه سمپوزیوم کې وویل: «موږ اوس د خپل خورا مهم ملګري امریکا لهخوا د ارزښتونو له سقوط سره مخ یو؛ هغه هېواد چې په خپله یې د دې نړۍوال نظم په جوړولو کې کلیدي رول لوبولی دی».
هغه زیاته کړه: «اصلي موضوع دا ده، د دې باید مخه ونیول شي، چې نړۍ د غلو پر ځاله بدله نه شي؛ داسې ځای چې بې پروا لوبغاړي هر څه چې غواړي وکړي او له سیمو یا حتی هېوادونو سره د څو لویو قدرتونو د شخصي شتمنۍ په څېر چلند وکړي».
رویټرز راپور ورکړی، چې د جرمنیانو باور پر امریکا، چې د دوی دودیز متحد بلل کېږي کم شوی دی.
د اېارډي ټلویزیوني شبکې د نظر پوښتنې لهمخې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، اوس ۷۶ سلنه جرمنیان باور لري، چې امریکا د جرمني لپاره یو باوري شریک نهدی. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د جون پرتله درې سلنه زیات شوی دی.
یوازې ۱۵ سلنه ګډونوالو ویلي، چې جرمني کولای شي پر امریکا باور وکړي. برعکس، شاوخوا درې پر څلورمه برخه جرمنيانو ویلي، چې دوی کولی شي پر فرانسې او بریتانیا تکیه وکړي.
دغه نظر پوښتنه همدارنګه ښيي، چې ۶۹ سلنه جرمنیان د اروپا د امنیت په اړه اندېښمن دي، نږدې ورته شمېر د هغو کسانو په څېر دی چې باور لري د ناټو غړي د امریکا په ملاتړ حساب نهشي کولی چې د اېتلاف تر ټولو پياوړی غړی دی.