طالبانو د لوړو بیو له امله په خوست کې ۶ کتنځایونه او درمل پلورنځي وتړل

طالبانو ویلي، چې د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون د لوړو بیو له امله په خوست ښار کې ۴ کتنځایونه، ۱ درملتون او یوه عمده پلورنځي وتړل.

طالبانو ویلي، چې د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون د لوړو بیو له امله په خوست ښار کې ۴ کتنځایونه، ۱ درملتون او یوه عمده پلورنځي وتړل.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نرخونو د کنټرول او د احتکار کمېسیون د خلکو د حقونو د خوندیتوب، د بازار د نظم د ټینګښت او ناقانونه لوړو بیو د مخنیوي په موخه یې په خوست ښار کې څلور کتنځایونه، یو درمل پلورنځی او یوه عمده فروشي تړلي دي.
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، چې هېڅ سوداګر او هټۍوال د لوړې بیې د کارولو او د خلکو د مجبوریت څخه د ناوړه استفادې اخېستو اجاه نه لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې که سوداګر، درمل پلورونکي، کنتځایونه او عمده فروشي د نرخونو د کنټرول د کمېسیون پرېکړو ته جدي پاملرنه ونهکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.


د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، چې ږیره شخصي حریم نه دی او خلک مکلف دي، چې خپل صورت د «اسلامي شریعت» مطابق جوړ کړي. نوموړي د دریشي او نېکټايي د بندیز په اړه پر یاد وزارت د خلکو نیوکو ته هم سخت غبرګون ښودلی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د «افتاء او قضا» فراغت غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې د یادې ډلې د امربالمعروف وزارت پالیسي روښانه ده او محتسبین مکلف دي، چې پر خلکو دیني چاري او «اسلامي شریعت» پلي کړي.
نوموړي زیاته کړې: «دا زموږ مسوولیت دی چې خلکو ته ووایو خپل صورت له اسلامي شریعت سره سم جوړ کړي. پر محتسب لازمه ده چې اسلامي نظام تطبیق کړي».
پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې ږیره شخصي حریم نه دی او خلک باید د محتسبینو پر هغو کړنو نیوکه ونهکړي، چې پر خلکو ږیره پرېږدي او د هغوی د پتلون او نېکټايي مخالفت کوي.
حنفي زیاته کړې: «ږیره پرېږدئ، ږیره واجب ده. دا یو واجب عمل دی. اوس که ماته څوک وايي چې ږیره پرېږده او بیا زموږ اغیار وايي چې دا خو پر شخصي حریم تېری شو؛ نو ښه، دا شخصي حریم دی که د علماوو (دیني) مسله ده»؟
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې تېره اوونۍ د امربالمعروف محتسبانو په هرات کې د طب پوهنځي د محصلانو د فراغت په غونډه کې هغوی د نېکټايي لرې کولو ته اړ کړي وو، چې د طالبانو دغه کړنه له سختو غبرګونونو سره مخ شوه».

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بنګلهدېش د جامو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې له مشر سره کتلي او له افغانستان څخه بنګلهدېش ته د پنبې د صادراتو د زیاتوالي په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګلهدېش د جامو تولیدونکي او صادروونکي ټولنې له مشر سره کتلي او له افغانستان څخه یې بنګلهدېش ته د پنبې د صاردراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي، چې د یادې ټولنې مشر د افغانستان د لوړ کیفیت لرونکي پنبې ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د بنګلهدېش د ټوکر تولیدوونکي شرکتونه لېواله دي چې د افغانستان د پنبې له سوداګرو سره مستقیم قراردادونه لاسلیک کړي.
پر همدغه مهال د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ویلي، چې غواړي له بنګلهدېش سره د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
احمدالله زاهد زیاته کړې: «د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې، اسلامي ورورولي او ګډ سوداګریز فرصتونه کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي».
طالبانو ویلي، چې یاده لیدنه د متقابلو سوداګریزو همکاریو، افغان پنبې لپاره د نوي بازار د پیدا کولو او د نساجۍ په برخه کې د عملي تعامل لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د پنبې ډېره برخه پاکستان ته صادرېدل، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.

په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د خوست ولایت د افغانیو د ترویج کمیسیون له لوري هغه لس د موټرو پلورنځي مهر او وتړل شول، چې په خپلو مالي راکړو ورکړو کې یې له بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې، استفاده کوله.
د ګربز په وینا، دا اقدام د نافذه قوانینو د تطبیق، د افغانیو د حاکمیت د پیاوړتیا او د ملي اسعارو د ثبات د ساتنې په موخه شوی دی.
هغه زیاتوي چې تړل شوي موټر پلورنځي به تر بل امر پورې مهر پاتې وي.
ګربز وایي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوست ولایت ټولو سوداګرو، هټیوالو او صرافانو ته په جدي ډول خبرداری ورکړل شوی، چې د بهرنۍ کرنسۍ استعمال، په ځانګړي ډول د پاکستانۍ کلدارې کارونه، په بشپړ ډول منع دي او هېڅ شخص یا سوداګریز مرکز ته اجازه نشته، چې په خپلو معاملاتو کې له افغانیو پرته بله کرنسي وکاروي.
د سې شنبې په ورځ د مرغومې ۳۰مه، ګربز ویلي و، چې د خوست ولایت د افغانیو د ترویج کمېسیون له لوري هغه لس صرافۍ مهر او وتړل شوې، چې په خپلو مالي راکړو ورکړو کې یې له بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې، استفاده کوله.

د طالبانو د محاکمو د اصولنامې پر اساس، چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، طالبانو د «باغي» ګڼل شویو کسانو د وژلو حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې اصولنامه کې ویلي چې د «باغي» زیان عام دی او پرته له وژنې نه اصلاح کیږي.
دا حکم قضایي ادارو ته واک ورکوي چې مخالفان او منقدان ووژني. د اصولنامې د څلورمې مادې په شپږم بند کې حتا عامو خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې که د «ګناه» ترسره کېدل وویني، شخصاً اقدام وکړي او مجازات یې کړي.
په دې برخه کې راغلي: «هر مسلمان کله چې ګناه کوونکي د ګناه په حال کې وویني، اجازه لري چې هغوی مجازات کړي.»
په بل ځای کې راغلي: «څوک چې د نظام ضد غونډې ګوري یا له هغې خبر وي،خو چارواکي خبر نه کړي، مجرم دی او په دوه کاله زندان محکومیږي».
د دې مادې پر اساس، ټول وګړي مکلف شوي چې د طالبانو د مخالفینو د فعالیتونو راپور ادارو ته ورکړي، که نه نو مجازات به شي.
د بشري حقونو سازمان «رواداري» دا اقدامات د نړیوالو معیارونو، بنسټیزو ازادیو او عادلانه محاکمو پر ضد ګڼلي دي.
د طالبانو د محاکمو اصولنامې د پلار کورته د ښځې تکراري تګ جرم ګټلی دی
رواداري سازمان وايي چې د طالبانو د جزایي محاکمو د اصولنامې د ۳۴مې مادې پر اساس، د ښځې د پلار کور ته تکراري تلل او د مېړه کور ته نه ستنېدل جرم ګڼل شوی دی. په دې اصولنامه کې ویل شوي چې ښځه او هر هغه غړی یا خپلوان چې د هغې د مېړه کور ته د راستنېدو مخه ونیسي، «مجرم» دی او تر درې میاشتو زندان باندې به محکوم شي.
په اصولنامه کې یوازې هغه وخت مېړه ته د زندان سزا ټاکل شوې چې ښځه د وهلو او ټکولو، ضرب او جرح یا «د بدن شینوالی» قاضي ته ثابت کړي، خو د ښځو پر وړاندې نور ټول فزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي ډولونه صراحتاً نه دي منع شوي.
رواداري وايي چې دا احکام د برابري، د جنسیتي تبعیض منع، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي منع او د بشري کرامت له اصولو سرغړونه کوي او له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو او بنسټیز کېدو خطر لوړوي.
د طالبانو اصولنامه د ماشومانو وهل جرم نه ګڼي
رواداري سازمان وايي چې طالبان په خپله جزایي اصولنامه کې د ماشومانو وهل او ځورول په بشپړ ډول جرم نه ګڼي.
په دې اصولنامه کې یوازې د ځینو فزیکي تاوتریخواليو ډولونه چې د «هډوکو ماتیدو» یا «د پوستکي شکیدو» سبب شي، منع دي. نور ټول فزیکي، رواني او جنسیتي تاوتریخوالي پر ماشومانو منع شوي نه دي او په ۴۸ماده کې راغلي چې پلار کولای شي خپل لس کلن زوی د لمونځ پرېښودوله امله مجازات کړي.
طالبانو غلامي په رسمیت پېژندلې ده
طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله کارولې او په څو مواردو کې یې ددې اړوند حقوق په رسمیت پېژندلي دي. په ۱۵مه او ۴مه ماده کې دې ته اشاره شوې ده.
په نړیوالو حقوقو کې غلامي په هر ډول او بشپړ ډول منع ده.
په اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام».
طالبانو ټولنه په څلورو طبقو ویشلې ده
رواداري وايي چې طالبانو ټولنه پر علماو، اشرافو، متوسطه او ټېټې طبقې ویشلې ده.
په اصولنامه کې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.
د رواداري د اعلامیې پر اساس: «که یو جرم د دیني عالم له خوا ترسره شي، یوازې سپارښتنه کېږي، د اشراف لپاره بلنه او سپارښتنه، د منځنۍ طبقې لپاره زندان او د ټېټې طبقې لپاره علاوه پر زندان، بدني سزا ورکول کېږي.»
د طالبانو اصولنامې نڅا جرم ګڼلې ده
په ۵۹ماده کې «نڅا» او «لیدل» یې له روښانه تعریف پرته، جرم ګڼل شوي دي.
دا ابهام د محلي او دودیزو نڅاوو په برخه کې د افرادو د خپل سر نیولو او مجازاتو سبب کېدای شي.
رواداري ټینګار کړی چې د «باغي» تعریف د «فساد هڅوونکي» په توګه، ادارو ته پراخ واک ورکوي چې مخالفان او نیوکه کوونکي له عادلانه محاکمې پرته په خپلسري ډول مجازات کړي یا حتا ووژني.
په ۱۳مه ماده کې د «فساد ځایونو» ویجاړول د «فساد» له روښانه تعریف پرته جایز بلل شوي. دا کار کولای شي د سلمانیو، سینګارتونونو او د هغوی د مالکانو پر وړاندې د خپلسرو اقداماتو لامل شي.
طالبانو سني مسلمان او نور بدعتګر بللي دي
رواداري وايي چې دا سند مذهبي تبعیض بنسټیز کوي او د خلکو ازادي نقضوي.
طالبانو د حنفي مذهب پیروان مسلمان بللي او د نورو مذاهبو پیروان یې «بدعتګر» معرفي کړي دي.
د رواداري په اعلامیه کې راغلي چې دا اصولنامه د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري لاسلیک شوې او د ولایتونو قضایي ادارو ته استول شوې ده.
په ۸مه ماده کې د بېلابېلو مذهبونو او باورونو پیروان د اهل سنت مخالف «مبتدع» بلل شوي دي، چې دا د دیني تبعیض پر ضد اصل نقضوي.
په یوه ماده کې د «اسلامي احکامو سپکاوی او پرې ټوکې کولو» جرم لپاره دوه کاله زندان ټاکل شوی دی.
په ۲۶مه ماده کې د حنفي مذهب پیروان اجازه نه لري خپل مذهب پرېږدي او که ثابت شي، په دوه کاله زندان محکومېږي.
دا اصولنامه په درې بابونو، ۱۰فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوې ده. د رواداري سازمان وايي چې د دې اصولنامې محتوا له نړیوالو حقوقو او د عادلانه محاکمې د اصولو سره په ښکاره ټکر کې ده.

د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.
له دې قانون سره، افغانستان په تېرو څه کم یو نیمه پېړۍ کې شپږ جزایي قوانین تجربه کړي دي، چې دلته یې په لنډه توګه یادونه کوو:
فتاوي امیریه
فتاوي امیریه، چې د «تشریح الجرایم» په نوم هم یادېږي، په افغانستان کې لومړنی مدون جزایي قانون بلل کېږي. دا قانون په ۴۱ بابونو کې تدوین شوی و او پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې ثبت شوې وې؛ لکه د دولت پر ضد بغاوت، د پاچا سپکاوی، له محاربې څخه تېښته، رشوت، د مخدره موادو استعمال او ورته نور جرمونه.
د حکومتي معاملاتو او سیاساتو د کارګذارۍ قانون
دا قانون چې په افغانستان کې لومړنی مطبوع جزایي قانون ګڼل کېږي، د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال، په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کې، په ۶۱ قاعدو کې د کابل د دارالسلطنه په مطبعه کې چاپ او خپور شو.
په دې قانون کې د اسلامي فقهې په رڼا کې تعزیري جرمونه او جزاوې تشریح شوې وې او تمرکز یې پر لاندې جرمونو و:
مالي جرمونه، د قاضي له حکم څخه سرغړونه، د حکومت پر ضد بغاوت، په وزنونو کې تقلب، د جعلي پیسو خپرول، د مهرونو او دولتي اسنادو جعل، د قتل په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، د غلا په جرم کې تعزیري جزا (که حد نه وي تطبیق شوی)، قطاعالطریقي، د کاذبو معلوماتو ورکول، رشوت، اختطاف، د ماشوم، مريي یا ښځې تښتول، او د مړو او قبرونو سپکاوی.
په دې قانون کې د مالي او بدني جزاوو وړاندوینه شوې وه. د یادونې وړ ده چې د دې قانون د احکامو له مخې، د حقالله تر څنګ په حقالعباد کې هم د بند (حبس) سزا موجوده وه.
د عمومي جزا نظامنامه
دغه قانون په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د پاچا امانالله خان د واکمنۍ پر مهال، په درېیو بابونو، ۲۸ فصلونو او ۲۴۴ مادو کې د تعزیري جزاو د تطبیق لپاره وضع شو.
د دې نظامنامې لومړی باب، چې ۱۶ فصلونه یې لرل، د هغو جرمونو په اړه و چې عامه نظم او د دولت حاکمیت یې ګواښه. دویم باب، چې ۱۰ فصلونه یې لرل، د اشخاصو پر ضد د جرمونو او د هغوی د جزاو په اړه و او درېیم باب د قباحاتو (اخلاقي جرمونو) په اړه و، چې یوازې دوه فصلونه یې لرل.
دغه نظامنامه وروسته د پغمان په لویه جرګه کې له یو شمېر تعدیلاتو سره مخ شوه.
له یاده باید ونه باسو چې دا نظامنامه د یو شمېر محافظهکارو روحانیونو له سختو غبرګونونو او مخالفت سره هم مخامخ شوه. په دې لړ کې د ملا عبدالله، چې په «ګوډ ملا» مشهور و، پاڅون د یادونې وړ دی، چې وروسته د جنوبي سیمو د بغاوت سرچینه هم وګرځېد.
په دې اړه مرحوم وکیلي پوپلزایي لیکي:
«د ۱۳۰۲ کال په ژمي کې، په یوه لیک کې چې د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید له خوا د پاچا امانالله خان په نوم استول شوی و، لیکل شوي وو چې تمسکالقضاة امانیه او د جزا نظامنامه د شریعت خلاف دي. پاچا د علماو یوه ډله جنوبي سیمو ته واستوله، تر څو د دیني احکامو له مخې له هغوی سره بحث وکړي؛ خو ګوډ ملا خپلو قومي کسانو ته وویل چې امانالله د همدې پلمې له مخې غواړي ما زنداني کړي. هغه وویل: ځکه چې د پاچا دا قوانین د اسلام پر ضد دي، نو ما تاسو ته پناه راوړې ده. د قوم ځینو کسانو ورسره ودرېدل او په دې توګه بغاوت پیل شو.»
د یادونې وړ ده چې کله حبیبالله کلکاني (په بچه سقاو مشهور) واک ته ورسېد، د اماني دورې ګڼ قوانین، له هغې ډلې د عمومي جزا نظامنامه، لغوه کړل.

د افغانستان د جزا قانون
دا قانون په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو مشتمل و:
لومړی کتاب د عمومي احکامو یا د عمومي جزا د حقوقو اړوند موضوعاتو ته ځانګړی شوی و او دویم کتاب د اختصاصي جزا اړوند موضوعاتو باندې بحث کاوه. دا قانون په ۸ بابونو او ۵۲۳ مادو کې تنظیم شوی و او د مخکنیو قوانینو په څېر یې تعزیري جرمونه او جزاوې مشخصې کړې وې.
وروسته له هغې چې د اماني دورې قوانین د یو شمېر روحانیونو له مخالفت سره مخ شول، د نادرشاه او ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال د جزا د قانون د تدوین په برخه کې ډېر احتیاط وشو. ان تر دې چې د شاهي نظام تر ړنګېدو پورې، افغانستان له اماني دورې وروسته کوم بېل مدون جزایي قانون نه درلود.
سره له دې چې د اعلیحضرت ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کلونو کې د جزا قانون پر مسودې کار وشو، خو د هغې د نافذېدو لپاره هېڅ عملي اقدام ونه شو، تر هغه چې د افغانستان د لومړي جمهوریت پر مهال پرې بیا کار وشو او بالاخره په ۱۳۵۵ لمریز کال کې نافذ شو.
په دې جزا قانون کې هم د عامه امنیت او د دولت پر ضد جرمونه، د اشخاصو پر ضد جرمونه او د اموالو پر ضد جرمونه او د هغوی جزاوې په صراحت مشخصې شوې وې.
د افغانستان د جزا کوډ
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا وروسته، سره له دې چې د ۱۳۵۵ کال د جزا قانون نافذ پاتې شو، خو تر ۱۳۹۶ لمریز کال پورې د دې قانون تر څنګ ګڼشمېر نور جزایي قوانین او مقررات په بېلابېلو پړاوونو کې وضع او نافذ شول، چې په عملي توګه یې د تطبیق پر مهال ګڼې ستونزې رامنځته کړې.
د دغو ستونزو د له منځه وړلو او د زمانې له غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره سم د یوه نوي جزایي قانون رامنځته کول اړین وو، تر څو له یوې خوا جزایي قواعد د وخت غوښتنو ته ځوابویونکي شي او له بلې خوا ټول جزایي مقررات په یوه واحد کوډ (ټولګه) کې مدون شي. له همدې امله، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پر دې کار عملاً پیل وشو او درې کاله وروسته د نوي کوډ مسوده د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا، چې زه یې هم د غړیتوب ویاړ درلود، وروستۍ شوه.
یاد کوډ د جمهوررییس اشرف غني له خوا د افغانستان د جزا کوډ په توګه، د یوه تقنيني فرمان له لارې، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې نافذ شو. دا قانون په دوو کتابونو، ۱۶ بابونو، ۱۱۳ فصلونو او ۹۴۰ مادو کې ترتیب شوی و.
دا قانون، چې تر ډېره له نړیوالو معیارونو سره سمون درلود، د عمومي احکامو، د دولت او عامه نظم پر ضد جرمونو، د اشخاصو پر ضد جرمونو او د اموالو پر ضد جرمونو تر څنګ، د افغانستان په تقنیني تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړیوالو جرمونو او سازمانورکړ شوو جرمونو په اړه هم ځانګړي نصوص لرل.
د طالبانو جزايي اصولنامه
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو او د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره، دا قانون لغوه شو. او دا دی، له څه باندې څلورو کلونو وروسته، طالبانو د تعزیري جرمونو لپاره نوی قانون نافذ کړ.
په دغه نوي قانون کې د نړیوالو جرمونو، سازمانورکړ شویو جرمونو او سایبري جرمونو په اړه یا څرګند احکام نه تر سترګو کېږي او یا هم ورته په قیاسي ډول او په ټیټه کچه پاملرنه شوې ده، چې دا به په عملي ډګر کې د جزایي عدالت پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.
د اصولنامې د څلورمې مادې په شپږم بند کې حتا عامو خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې که د «ګناه» ترسره کېدل وویني، شخصاً اقدام وکړي او مجازات یې کړي.
په دې برخه کې راغلي: «هر مسلمان کله چې ګناه کوونکي د ګناه په حال کې وویني، اجازه لري چې هغوی مجازات کړي.»
په بل ځای کې راغلي: «څوک چې د نظام ضد غونډې ګوري یا له هغې خبر وي، خو چارواکي خبر نه کړي، مجرم دی او په دوه کاله زندان محکومیږي».
د دې مادې پر اساس، ټول وګړي مکلف شوي چې د طالبانو د مخالفینو د فعالیتونو راپور ادارو ته ورکړي، که نه نو مجازات به شي.
په دې اصولنامه کې یوازې د ځینو فزیکي تاوتریخواليو ډولونه چې د «هډوکو ماتیدو» یا «د پوستکي شکیدو» سبب شي، منع دي. نور ټول فزیکي، رواني او جنسیتي تاوتریخوالي پر ماشومانو منع شوي نه دي او په ۴۸ماده کې راغلي چې پلار کولای شي خپل لس کلن زوی د لمونځ پرېښودوله امله مجازات کړي.
طالبانو په جزایي اصولنامه کې د «غلام» کلمه څو ځله کارولې او په څو مواردو کې برده ګي او اړوند حقوق یې په رسمیت پېژندلي دي. د ۱۵م او ۴م مادو کې بردګۍ ته اشاره شوې ده.
په نړیوالو حقوقو کې بردګي په هر ډول او بشپړ ډول منع ده.
په اصولنامه کې راغلي: «هر جرم ته چې حد نه وي ټاکل شوی، د تعزیر له مخې پرې حکم کېږي، که جرم کوونکی ازاد وي یا غلام».
په ۸ماده کې د بېلابېلومذهبونو او باورونو پیروان د اهل سنت مخالف «مبتدع» بلل شوي دي، چې دا د دیني تبعیض پر ضد اصل نقضوي.
په ۲۶ماده کې د حنفي مذهب پیروان اجازه نه لري خپل مذهب پرېږدي او که ثابت شي، پر دوه کاله زندان محکومېږي.
د دغې اصولنامې ګڼې برخې د نړۍوالو جزايي او حقوقي قوانینو، کنوانسیونونو او اعلامیو سره په ټکر کې دي.