هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه جوړه شوه

هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت یوه سړه خونه پرانیستل شوه. د یادې سړې خونې مسوولین وايي، چې د دغه خونې په پرانیستلو لسګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

هلمند کې په لومړي ځل د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت یوه سړه خونه پرانیستل شوه. د یادې سړې خونې مسوولین وايي، چې د دغه خونې په پرانیستلو لسګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
سوداګرو تمه ښودلې، چې په دغه ولایت کې د یادې خونې جوړېدل به د بزګرو په عوایدو کې زیاتوالی راولي. د دغه سړې خونې مشر دوست محمد دوست ویلي، چې د یادې سړې خونې په جوړېدو به د هلمند د مېوو او سبزیو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او د بزګرو زحمتونه به نه بېځایه کېږي.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې د برېښنا او نورو برخو کې ورته امکانات برابر کړي. د هغه په خبره؛ نورو هېوادونو ته یې صادرات کم دي او که د طالبانو اداره ورسره همکاري ونه کړي، خپل لګښت نهشي پوره کولی.
هغه زیاته کړې: «موږ فعلا تازه مېوه او په سبزیو کې پیاز ساتلي، ۲۵ کسان مستقیم کار راسره کوي». د هلمند بزګران او بڼوال بیا شکایت کوي، چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي.
ځینې بزګرانو او بڼوالو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، اړ دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري؛ ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نهلري. د هلمند یو کروندګر حاجي رووف افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «سړې خونې زموږ د حاصلاتو د ساتلو او عاید ډېرېدو لپاره خورا مهمې دي؛ ځکه که نه وي نو مېوه مو په کورنیو بازارانو کې خپل سر نهشي پوره کولی او موږ له زیان سره مخ یو».
څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولینو له یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې ویلي و، چې په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي. دوی زیاته کړې وه، په راتلونکي کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.