• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر: موږ د جګړې مزه څکلې، هېوادونه دې موږ ته سترګې نه برګوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي چې ټولو هېوادونو ته پیغام ورکوي چې افغانستان ته دې پلمې نه لټوي او نه دې ګواښونه کوي. هغه وویل، چې که څوک دا ناوړه اراده ولري نو ددی له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مراسمو کې، په غیر مستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ د جګړې مزه څکلې ده، او ټولو هېوادونو ته وایو چې موږ ته دې پلمې او سترګې نه برګوي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر د اسلام اباد له ځانمرګي برید وروسته ویلي وو، چې ښایي له روژې مخکې په افغانستان کې د دغه برید غچ واخلي.

نور محمد ثاقب ټینګار وکړ، څوک چې د افغانستان پر وړاندې ناوړه نیت ولري، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه همداراز افغانان جګړې ته وهڅول او ویې ویل: «جنت د تورو تر سیورو لاندې دی»، او پر راتلونکي نسل یې غږ وکړ چې د خپلو پلرونو او نیکونو لاره تعقیب کړي.

بل خوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې«موږ داسې مستند شواهد او راپورونه لرو چې پاکستان داعش ډلې ته لومړی د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ورکړي وو او د خپلو موخو لپاره یې کارول، او اوس یې په خیبر پښتونخوا کې دا ډله ځای پر ځای کړې او د پوځ له ملاتړه برخمنه ده.»

د طالبانو د چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

پاکستان ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې ټي ټي پي ته خوندي پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد وسله وال بریدونه تنظیموي، خو طالبان بیا وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده او دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

درې کلن فعالیت؛ د کانونو په قراردادونو کې د طالبانو د چارواکو پټه درغلي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د شهاب الدین دلاور د وزارت په دوره کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د درې کلن فعالیت په تړاو څیړنې او پلټنې په ګڼو کاني قراردادونو کې د جدي مالي او اداري تخطیو شته والی په ډاګه کوي. د قراردادونو د حجم له مخې ۱۴ میلیارده، ۵۲۷ میلیونه افغانۍ زیان ثبت شوی.

د طالبانو د فرامینو او احکامو لوی ریاست د پلټنې د مرستیالۍ د اسنادو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په شپږو قراردادونو کې د امتیاز یا رویالټي د کچې د ټیټ ټاکلو، د اسعارو د ناسم استعمال، د عوایدو د غیر بانکي راټولولو او د داوطلبۍ له اصولو څخه د سرغړونو له امله ملي بودجې ته هم د قراردادونو په کچه او هم په عملي استخراج کې درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

په اسنادو کې راغلي چې په یو شمېر پروژو کې هغه شرکتونه چې په داوطلبۍ کې یې لوړه بیه وړاندیز کړې وه، وروسته جوازونه ورته په ټیټه رویالټي صادر شوي دي، چې د درغلیو ښکارندويي کوي.

اسناد د اسعارو په کارولو کې هم جدي ستونزې په ګوته کوي. په ځینو قراردادونو کې رویالټي هم په افغانیو او هم په ډالرو درج شوې ده. شرکتونو د ډالري نرخ له مخې تادیات کړي، په داسې حال کې چې قراردادونه داخلي وو او باید یوازې په افغانیو تسویه شوي وای.

پلټنې څرګندوي چې د دوه‌ګونو اسعارو درج کولو د محاسبوي ګډوډۍ او احتمالي سوء استفادې زمینه برابره کړې ده.

په قراردادونو کې زیانکچه

ددغو پلټنو په پایله کې د کاني قراردادونو د ورکړې په برخه کې د قراردادونو د حجم له مخې ۱۴ میلیارده، ۵۲۷ میلیونه زیان ثبت شوی او د استخراج د واقعي حجم له مخې تر اوسه پورې ۱۱۴ میلیونه، ۳۳۴ زره، ۱۷۱ افغانۍ حقیقي زیان تثبیت شوی چې دا موارد شپږ قراردادونه رانغاړي.

د بهیر ماربل او خالد مومند شرکتونو د کانونو د استخراج په تادیاتو کې ۱۸۱ میلیونه، ۸۰۱ زره، ۶۳۵ افغانۍ توپیر موندل شوی دی.

د طالبانو د فرامینو او احکامو د تعقیب لوی ریاست د پلټنې مرستیالي، چې ددې ډلې د مالي، حسابي او اداري چارو پلټنه کوي، خپلې پلټنېد هبت الله د احکامو او لارښوونو او د تفتیش د هغو معیارونو پر بنسټ کړې، چې ددوی په وینا،د پلټنو عالي ادارو نړیوال سازمان «انتوسای» وړاندیز کړي دي.

یادې ادارې د طالبانو د مشر د ۱۸ ⁄ ۵ ⁄ ۱۴۰۳نېټې حکم او د ریاست د۶۹۰۰۶۸۷/۳۹ شمېرې صلاحیت‌لیک له مخې له ۱۴۰۱ کال نه تر ۱۴۰۳ کال پورې ددې ډلې د کانونو او پترولیم وزارت د مسوولینو د درغلیو موضوع څیړلې ده.

د طالبانو د تفتیش مرستیالي د ورکړل شویو واکونو له مخې د دې ډلې د ریاست‌الوزرا اړوند ادارې، د قضاییه قوې عمومي اداري امریت، د مرکزي ادارو واحدونه، محلي ادارې او د هغوی اړوند دفترونه، عمومي ریاستونه چې مستقل تشکیل او بودجې لري، کمیسیونونه، ښاروالۍ، دولتي او ګډ شرکتونه چې طالبان ورسره ونډه وال وي او د افغاني سرې میاشتې ټولنه پلټلی شي.

100%

له تخنیکي ارزونو او د بازار له مطالعې پرته قراردادونه

د طالبانو د پلټنې مرستیالۍ د ګومارل شوي پلاوي د څارنې او افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، له هغو قراردادونو څخه چې په مقید ډول منعقد شوي او جوازونه یې قراردادیانو ته ورکړل شوي، د رویالټۍ د نرخونو له پلوه ارزونه شوې ده.

رویالټۍ نرخونه هغه مالي شرایط دي چې د کانونو یا کاني سرچینو د استخراج او استفادې لپاره قراردادیانو ته ورکول کېږي او د دولت یا عامه شتمنۍ د حق په توګه حسابېږي. هر قراردادي چې د کان یا کاني سرچینې جواز ترلاسه کوي، د خپل استخراج په بدل کې ټاکلې فیصدي یا پیسې د طالبانو ادارې ته ور کوي.

د طالبانو د عمومي کادستر او متراژ د تنظیم ریاست له خوا د ۱۸۱ شمېرې استفسار په ځواب کې وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د کانونو او پترولیم وزارت د یادو قراردادونو لپاره د بازار له بیو سره سم او د کانونو د ارزښت پر بنسټ د اقتصادي او تخنیکي تحلیل له لارې هېڅ لومړنی نرخ نه درلود. د پلټنو له مخې، داسې یو واقعي او معیاري ابتدایي نرخ نه و ټاکل شوی چې د قرارداد د ورکړې لپاره اساس وګرځي. د همدې تشې له امله د کان تخنیکي ارزښت د بازار د بیو پر وړاندې د داوطلبۍ له لارې اغېزمن شوی او وزارت اړ شوی چې یوازې د داوطلبانو د وړاندیز شویو رویالټیو پر بنسټ اکتفا وکړي.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د وړه والګي د نفرایټ ډبرې پروژه د ۱۶زره ټنو په اندازه وه او اعتبار یې د ۱۴۰۲/۲/۱۲ څخه تر ۱۴۰۷/۲/۱۳ پورې ټاکل شوی و. دغه قرارداد د هر ټن په بدل کې د ۲۰۰ زره افغانیو په رویالټۍ سره د شهاب محبوب شرکت ته ورکړل شوی و. په داسې حال کې چې د داوطلبۍ په پړاو کې افغان زمین سنګ شرکت د هر ټن لپاره ۲۰۷ زره افغانۍ وړاندیز کړې وې. د داوطلبۍ د نرخ او د جواز د ورکړې ترمنځ په هر ټن کې داووه زره افغانیو توپیر رامنځته شوی چې د جواز په سند کې د درج شوي حجم له مخې ټولټال ۱۱۲ میلیونه افغانۍ زیان ملي عوایدو ته اوښتی دی.

د داوطلبۍ تر ټولو لوړ نرخ په اصولي توګه د جواز د ورکړې بنسټ بلل کېږي، ځکه په هغه کې د دولت ګټه تضمین وي، خو د شهاب محبوب شرکت ته جواز پرته له دې چې د داوطلبۍ ګټونکي نرخ په پام کې ونیول شي صادر شوی دی. دغه جواز د پخواني وزیر له لوري د اقتصادي معاونیت د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د ۲۲۹۵ شمېرې حکم او۱۴۰۲/۲/۳۱ نېټې پر بنسټ صادر شوی دی.

د کادستر او متراژ د تنظیم عمومي ریاست له خوا د ۱۶ ⁄ ۷ ⁄ ۱۴۰۳نېټې د استعلام په ځواب کې وړاندې شویو معلوماتو له مخې، قراردادي تر اوسه ۱۰۲ زره او ۴۰۷ ټنه نفرایټ ډبره استخراج کړې ده چې د عملي او حقیقي زیان اندازه اووه میلیونه او ۱۰۲ زره افغانۍ ته رسېږي.

همدارنګه څرګنده شوې چې د داوطلبۍ کمېټې غړو چې د وزارت د مقام له خوا ټاکل شوي وو، په خپل راپور کې په څرګند ډول هغه ګټونکی نرخ نه دی لیکلی چې جواز ورکړل شي. په دې کمېټه کې د حقوقو عمومي رییس مولوي سید احمد برومند، د عوایدو رییس مولوي محمد رسول عقاب، د قراردادونو د تنظیم رییس حافظ عبدالله ترین او د پلان او راپور ورکولو رییس محمد حارث برومند شامل وو.

د بلخ د کشنده ولسوالۍ د ډبرو کان چې عواید یې یوې شخصي صرافي ته سپارل شوي او درې کاله ورسره پاتې شوي
100%
د بلخ د کشنده ولسوالۍ د ډبرو کان چې عواید یې یوې شخصي صرافي ته سپارل شوي او درې کاله ورسره پاتې شوي

په شخصي صرافۍ کې شاوخوا ۱۷۱میلیونه افغانۍ عواید

د عامه شتمنۍ شفافیت او قانوني مدیریت د هر دولت\ادارې د مالي او اقتصادي سلامتۍ بنسټیز عنصر ګڼل کېږي خو اسناد ښيي چې طالبان د عوایدو په شفایت او مدیریت کې له ننګونو سره مخ دي.

له ۱۴۰۱ کال نه تر ۱۴۰۳ کال پورې د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ د ډبرو سکرو او ترازو عواید په فزیکي ډول په یوه شخصي صرافۍ کې ساتل شوي دي. ددې عوایدو د ساتنې ډول امانت ښودل شوی. کله چې وزارت په دې اړه پوښتل شوی دی، پلټونکي پلاوي ته د شته کړنلارو او اسنادو له مخې په ځواب ویلو کې پاتې راغلی دی.

دغه عواید چې چې ټولټال ۱۷۱میلیونه او ۴۴۷ زره او ۵۹۱ افغانۍ کیږي، په مزار شریف کې د قاري جلاد خان په نامه یوې شخصي صرافۍ کې پوره درې کاله ساتل شوي دي. په صرافي کې ددې پیسو د ګردان او اضافي عاید په اړه د طالبانو د تفتیش ادارې په پلټنو او اسنادو کې هیڅ راز یادونه نه ده شوې.

د طالبانو د کانونو وزارت دلیل دادی، چې هغه مهال د کانونو ولایتي ریاستونو بانکي اکاونټونه نه درلودل، خو په دریو کلونو کې د اکاونټونو نه جوړول او بانک ته نه انتقال ښيي، چې دغه پیسې په شخصي سوداګرۍ کې کارول شوې دي.

له ۱۷۱میلیونه او ۴۴۷ زره او ۵۹۱ افغانۍ څخه یوازې ۴۶ میلیونه د وزارت په بانکي حساب کې جمع شوې، او پاتې ۱۲۵ میلیونه او ۴۴۷ زره افغانۍ ددې پلټنې تر پایه پورې د قاري جلاد خان په صرافۍ کې ساتل شوې دي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د کانونو او پترولیم ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال په اوږدو کې د ترازو او بندرونو شپږ میلیونه، ۷۲۰ زره، او ۷۱۰ افغانۍ عوایدبانک ته له انتقال وړاندې مصرف کړي، چې د بودجې د اصولنامې خلاف دي.د طالبانو د عوایدو د تنظیم ریاست پر ۱۴۰۳/۷/۲۲، نېټه د یوه استعلام په ځواب کې له دې موضوع نه ناخبري څرګنده کړې او دا ښيي چې یاد مصرف غیر اصولي او په خپل سر شوي دي.

د طالبانو د پلټنې مرستیالۍ په وینا، د عوایدو ریاست تنظیم د کانونو ولایتي ریاستونو ته د عوایدو د مصرف په تړاو هیڅ مکتوب یا حکم نه دی استولی.

په قراردادونو او د شرکتونو په غوراوي کې درغلي

په دې برخه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر چتر لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې د نفرایټ او مالګې د یو شمېر پروژو د قراردادونو، داوطلبۍ بهیر، د جوازونو د صادرېدو قانوني بنسټ او د عوایدو پر وضعیت تمرکز شوی دی.

اسناد او پلټنې ښيي چې په یو شمېر مواردو کې د داوطلبۍ له اعلان شویو لوړو نرخونو سره سره، جوازونه په ټیټو رویالټي نرخونو صادر شوي چې له امله یې ملي عوایدو ته پام وړ مالي زیان اوښتی دی.

په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت په ګوشتې او لعل‌پورې ولسوالیو او د تخار ولایت په نمک‌اب ولسوالۍ کې د نفرایټ او مالګې پروژو قراردادونه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. موندنې ښيي چې په څو پروژو کې د داوطلبۍ وړاندیز شوی لوړ نرخ د جواز ورکولو بنسټ نه دی ګرځېدلی، په داسې حال کې چې د تدارکاتي اصولو له مخې باید د دولت د ګټې د خوندي کولو لپاره لوړ او ګټونکی نرخ معیار وګرځي.

سربېره پر دې، په ځینو مواردو کې د استخراج د ټاکل شویو کلنیو مکلفیتونو نه پوره کېدل، د قرارداد له شرایطو سره د تطابق نشتوالی او د عوایدو په راټولولو کې ځنډ لیدل کېږي. همدارنګه، د داوطلبۍ د کمېټو په راپورونو کې د ګټونکي نرخ د نه تثبیت مساله، د جوازونو د صادرېدو په شفافیت او حساب ورکولو کې جدي تشې په ګوته کوي.

100%

د ګوشتې ولسوالۍ د ګران ناوسر د نفرایټ پروژه

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د ګران ناوسر د نفرایټ پروژه د ۵۰۰۰ ټنو په کچه وه او اعتبار یې له ۱۴۰۲/۱/۱۲ څخه تر ۱۴۰۷/۱/۱۳ پورې ټاکل شوی و. دغه قرارداد د هر ټن په بدل کې د دوه میلیونه افغانیو په رویالټۍ سره عطایي مومند شرکت ته ورکړل شوی و. په داسې حال کې چې د داوطلبۍ په پړاو کې کونړ ګرین لایټ شرکت د هر ټن لپاره دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ وړاندیز کړې وې. د هر ټن ۲۰۰ زره افغانیو توپیر چې د جواز په حجم محاسبه شي نو ټولټال یو میلیارد افغانۍ زیان ملي عوایدو ته اوښتی دی.

دغه جواز د وزارت د اقتصادي معاونیت له منظورۍ وروسته، د ۲۶۲۵ شمېرې حکم له مخې صادر شوی دی.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، قراردادي تر اوسه ۲۰۱۵ ټنه نفرایټ تیږه استخراج کړې ده چې د عملي زیان اندازه یې ۴۳۰ زره افغانۍ کېږي. د جواز د یوولسم بند له مخې قراردادي مکلف و چې په لومړي کال کې ۵۰۰ ټنه او په دویم کال کې ۳۰۰ ټنه استخراج کړي، خو تر ۱۴۰۳/۸/۱۲ پورې یوازې ۳۱۵ ټنه استخراج شوې ده. له همدې امله، هغه اندازه چې باید استخراج شوې وای ۸۰۰ ټنه وه، خو شاوخوا ۷۹۷ ټنه لا هم نه دي استخراج شوي چې له دې امله د عوایدو په ترلاسه کولو کې ځنډ رامنځته شوی دی.

په دې پروژه کې هم د داوطلبۍ کمېټې غړو په خپل راپور کې په څرګند ډول ګټونکی نرخ نه دی تثبیت کړی. په دې کمېټه کې د حقوقو عمومي رییس مولوي سید احمد اخوندزاده، د عوایدو رییس مولوي محمد رسول عقاب، د تدارکاتو رییس مولوي میر محمد نبي او د کادستر او متراژ د تنظیم عمومي رییس حافظ احمد فرید براتزي برخه اخېستې ده.

100%

د لعلپورې ولسوالۍ د ګرو خردن د نفرایټو پروژه

د ننګرهار ولایت د لعل‌پورې ولسوالۍ د ګرو خردن د نفرایټ ډبرې پروژه د ۲۵۰۰ ټنو په اندازه وه او د اعتبار موده یې له ۱۴۰۲/۲/۱۶ څخه تر ۱۴۰۷/۲/۱۵ پورې ټاکل شوې وه. دغه قرارداد د هر ټن په بدل کې د ۲۹۰ زره افغانیو په رویالټۍ سره د جاوید رضوان شرکت ته ورکړل شوی و. د داوطلبۍ په پړاو کې رڼا شرکت د هر ټن لپاره ۴۸۰ زره افغانۍ وړاندیز کړې وې. د داوطلبۍ د نرخ او د جواز د ورکړې ترمنځ د هر ټن ۱۹۰ زره افغانیو توپیر رامنځته شوی چې د جواز په سند کې د درج شوي حجم له مخې ټولټال ۴۷۵ میلیونه افغانۍ زیان ملي عوایدو ته اوښتی دی.

شرکت ته جواز د اقتصادي معاونیت له منظورۍ وروسته، د ۲۶۲۵ شمېرې حکم د ۷ ⁄ ۱۲ ⁄ ۱۴۰۱نېټې پر بنسټ د شهاب الدین دلاور له لوري صادر شوی دی.

د عمومي کادستر او د متراژ د تنظیم ریاست له خوا د استعلام په ځواب کې وړاندې شویو معلوماتو له مخې، قراردادي تر اوسه ۱۰۰۷ ټنه نفرایټ تیږه استخراج کړې ده چې د عملي او حقیقي زیان اندازه څه باندې۲۰۳ زره افغانۍ ته رسېږي.

د جواز د لسم بند له مخې قراردادي مکلف و چې په لومړي کال کې ۳۰۰ ټنه او په دویم کال کې ۵۰۰ ټنه نفرایټ استخراج کړي. تر ۱۴۰۳/۸/۱۴ پورې ټولټال ۱۰۰۷ ټنه استخراج شوې ده. د استخراج د ټاکل شوې مودې له مخې باید لږ تر لږه ۵۵۰ ټنه استخراج شوې وای، خو د استخراج بهیر او حسابي توپیرونو له امله د عوایدو په ترلاسه کولو کې ځنډ رامنځته شوی او د قرارداد له شرطونو سره بشپړ تطابق نه لیدل کېږي.

همدارنګه څرګنده شوې چې د داوطلبۍ کمېټې غړو، چې وزیر شهاب الدین دلاور ټاکلي وو، په خپل راپور کې په څرګند ډول هغه ګټونکی نرخ نه دی تثبیت کړی چې جواز دې ورته ورکړل شي.

د تخار د نمک اب د قاقچه خانې بي بلاک

د تخار ولایت د نمک‌ اب ولسوالۍ د تاقچه‌خانې دبي بلاک د مالګې پروژه د ۲۰ زره ټنو په اندازه وه او د اعتبار موده یې له ۱۴۰۳/۳/۷ څخه تر ۱۴۰۷/۳/۶ پورې ټاکل شوې وه. دغه قرارداد د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو په رویالټۍ سره د سکای اریا شرکت ته ورکړل شوی و. په داسې حال کې چې د داوطلبۍ په پړاو کې محمد شهباز منصور نمک‌ اب شرکت د هر ټن لپاره ۲۶۱۰ افغانۍ وړاندیز کړې وې. د هر ټن ۱۱۱۰ افغانیو توپیر د جواز د حجم له مخې ټولټال ۴۴۲ میلیونه افغانۍ زیان ملي عوایدو ته اړولی دی.

د تخار د نمک اب قراردادي تر اوسه څه باندې ۶۴ زره ټنه مالګه استخراج کړې ده. د یاد استخراج پر بنسټ حقیقي او عملي زیان ۷۱ میلیونه، ۶۶ زره او ۳۶۳ افغانۍ ته رسېږي.
100%
د تخار د نمک اب قراردادي تر اوسه څه باندې ۶۴ زره ټنه مالګه استخراج کړې ده. د یاد استخراج پر بنسټ حقیقي او عملي زیان ۷۱ میلیونه، ۶۶ زره او ۳۶۳ افغانۍ ته رسېږي.

سربېره پر دې، سکای اریا شرکت د داوطلبۍ په غونډه کې د هر ټن لپاره ۲۵۰۰ افغانۍ وړاندیز کړې وې، خو د وزارت د اقتصادي معاونیت له خوا د ۳۷۶۰ شمېرې حکم د ۲۶ ⁄ ۲ ⁄ ۱۴۰۲نېټې پر بنسټ جواز د هر ټن په بدل کې ۱۵۰۰ افغانیو ته راکښته شوی او صادر شوی دی.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، قراردادي تر اوسه ۳۱ زره ۹۴۷ ټنه مالګه استخراج کړې ده چې د عملي زیان اندازه څه باندې ۳۵ میلیونه او ۲۶۱ زره افغانۍ ته رسېږي.

د جواز د یوولسم بند له مخې قراردادي مکلف و چې په لومړي کال کې ۱۸۰ زره ټنه او په دویم کال کې ۸۰ زره ټنه مالګه استخراج کړي. تر ټاکلې نېټې پورې ټولټال ۳۱ زره ۹۴۷ ټنه استخراج شوې ده، په داسې حال کې چې د قرارداد د مودې له مخې باید شاوخوا ۱۱۳ زره ټنه استخراج شوې وای.

په دې پروژه کې هم د داوطلبۍ کمېټې غړو په خپل راپور کې په څرګند ډول ګټونکی نرخ نه دی لیکلی.

د تخار ولایت د نمک‌اب ولسوالۍ د تاقچه‌خانې د (۸) بلاک د مالګې پروژې د قرارداد جوازنامه د ۲۶۰ زره ټنه مالګې په اندازه ترتیب شوې ده چې د اعتبار موده یې له ۱۴۰۳/۳/۱ څخه تر ۱۴۰۷/۲/۳۱ پورې ټاکل شوې ده. دغه جواز د اسیا پامیرګان شرکت ته د هر ټن په بدل کې د ۱۲۰۰ افغانۍ رویالټۍ په ورکړې سره صادر شوی دی.

یاد شرکت د داوطلبۍ په پړاو کې د هر ټن لپاره ۲۵۰۰ افغانۍ وړاندیز کړی و. د داوطلبۍ د نرخ او د جواز د ورکړې ترمنځ د هر ټن ۱۱۰۰ افغانۍ توپیر رامنځته شوی دی. که دا توپیر د جوازنامې د درج شوي حجم پر بنسټ محاسبه شي، نو ټولټال دوه سوه شپږ اتیا میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

اسیا پامیرګان شرکت د داوطلبۍ په غونډه کې هم د هر ټن لپاره ۲۵۰۰ افغانۍ وړاندیز کړی و، خو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا د ۳۷۶۰ شمېرې حکم له مخې، چې پر۲۶ ⁄ ۲ ⁄ ۱۴۰۲نېټې صادر شوی، د جواز نرخ د داوطلبۍ له وړاندیزه ۱۱۰۰ افغانۍ فی تن ټیټ ټاکل شوی او جواز هم پر همدې اساس صادر شوی دی.

د طالبانو د پلټنې ادارې د مکتوبونو او اسنادو له مخې، د اصولو له مخې باید د داوطلبۍ لوړ نرخ د جواز د ورکړې بنسټ ګرځېدلی وای، ځکه په هغه کې د دولت ګټه خوندي کېږي؛ خو جواز پرته له دې چې د داوطلبۍ ګټونکی نرخ په پام کې ونیول شي، صادر شوی دی. قرارداد د اقتصادي معاونیت له منظورۍ وروسته د یاد حکم له مخې د شهاب الدین دلاور له لوري عقد شوی دی.

د عمومي کادستر او د منازلو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، چې د تفتیش ریاست د ۱۲ مې شمېرې استعلام په ځواب کې وړاندې شوي، قراردادي تر اوسه څه باندې ۶۴ زره ټنه مالګه استخراج کړې ده. د یاد استخراج پر بنسټ حقیقي او عملي زیان ۷۱ میلیونه، ۶۶ زره او ۳۶۳ افغانۍ ته رسېږي.

100%

دګوشتې ولسوالۍ د تور تنګي نفرایټ ډبرې

د یادې پروژې جوازنامه د ۱۱ زره ټنه نفرایټ په اندازه ده چې د اعتبار موده یې له ۱۳۰۲/۹/۱۲ څخه تر ۱۳۰۷/۹/۱۳ پورې ټاکل شوې ده. دغه جواز د علیم شاه بابا شرکت ته د هر ټن په بدل کې د درې میلیونه افغانۍ رویالټۍ په بدل کې ورکړل شوی دی. د داوطلبۍ په پړاو کې افغان زمین سنګ شرکت د هر ټن لپاره څلور میلیونه او ۱۱۰ زره افغانۍ وړاندیز کړی و. د دواړو نرخونو ترمنځ د هر ټن پر سر یو میلیون او ۱۱۰ زره افغانۍ توپیر ښکاري، چې که د جوازنامې له درج شوي حجم ۱۱ زره ټنه سره ضرب شي، نو ټولټال دولس میلیارده او ۲۱۰ میلیونه افغانۍ زیان رامنځته کېږي.

د طالبانو د کانونو وزارت د عمومي کادستر او د منازلو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، پروژه تر ۱۲۰۳/۷/۹ نېټې پورې لا هم د اکتشاف په مرحله کې وه.

د جوازنامې د (۱۱) بند له مخې قراردادي مکلف و چې په لومړي کال کې (۱۳۰۰) ټنه استخراج کړي، خو تر اوسه یې د اکتشاف له مرحلې څخه د استخراج مرحلې ته د تګ په برخه کې د جوازنامې له تعهداتو سره سم عمل نه دی کړی، چې له همدې امله د عوایدو په ترلاسه کولو او د وزارت د معدنکارۍ د پلان په تطبیق کې ځنډ رامنځته شوی دی.

د سلالې نفرایټ له مزایدې پرته ورکړل شوي

د یادې پروژې جوازنامه د ۳۱۵۰ ټنه نفرایټ په اندازه ده چې د اعتبار موده یې له ۱۳۰۲/۵/۱۶ څخه تر ۱۳۰۷/۵/۱۵ پورې ټاکل شوې ده. دغه جواز د سادات افغان دولتزي شرکت ته د مشارکتي فورمول پر بنسټ ورکړل شوی، چې له مخې یې ۲۹ سلنه د شرکت ونډه او ۵۱ سلنه د کانونو او پټرولیم وزارت ونډه ټاکل شوې ده.

ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې جوازلیکونه په یواځېنۍ سرچینه (له مزایدې پرته) ورکړل شوي.

دا کار د وزارت د مقام دفتر د سپارښتنې پر اساس شوی او د اقتصادي معاونیت مقام د حکم پر بنسټ منظور شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د کار کړنلارې په پام کې نیولو سره، د کان کیندنې جوازلیکونه باید د شفافیت په تامین او د وړ شرکتونو د انتخاب له مخې د مزایدې له لارې ورکړل شوې وای. د دې مزایدې او د جوازلیکونو د صادرېدو نور پړاوونه لکه د پروپوزل ارزونه او د شرکت د تخنیکي او پانګونې ظرفیتونو معلومول، چې پر بنسټ یې د پروژې په پرمخ وړلو کې د بریالیتوب تضمین شوی وای، په سمه توګه نه دي پلي شوي.

د یاد وزارت د عمومي کادستر او د منازلو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه هیڅ استخراج نه دی شوی.

د طالبانو د پلټنې ریاست ویلي، چې د جوازونو د ورکړې پر مهال، قراردادیانو د خپلې شخصي ګټې د خوندي کولو لپاره تادیات په ډالرو کړي او د عوایدو ریاست هم پرته له دې چې د ډالري نرخونو دلیل او د ورځني نرخ مطابق یې معادل افغاني محاسبه کړي، د جواز د ډالري نرخ پراساس تادیات کړي.

د بودجې د اجرا د اصولنامې د دویم بند له مخې، د کورنیو قراردادونو او تادیاتو لپاره د دوو اسعارو استعمال او د خارجي اسعارو کارول منع دي. ټول جوازونه باید په افغانیو ورکړل شي او تادیات هم په همدې نرخ ترسره شي. د بانک پرځای په شخصي صرافي کې د عوایدو ټولول او ساتل هم د پوښتنې وړ بلل شوي دي.

یاد ریاست په خپلو سپارښتنو کې د ټولو مسوولو کسانو لپاره د جزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

په دغو اسنادو کې دغه راز د کانونو او پټرولیم په وزارت او ولایتي ریاستونو کې د اداري او مالي اصولو جدي سرغړونې هم ثبت شوي دي.

د وزارت د بشري سرچینو مسوولانو د خپلوانو او نزدې اړیکو پر بنسټ کارکوونکي مقرر کړي، د معاشاتو راپورونه د شخصي صلاحیتونو پر بنسټ اجرا شوي، د وزارت د محافظت مسوولانوخپلې وسلې او تجهیزات نه دي تسلیم کړي او د اکتشاف او استخراج د نفتو په پروژو کې قراردادیانو د تضمین او پانګې د وړاندې کولو مکلفیتونه نه دي عملي کړي.

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د درغلیو ضد مبارزې په کلنی شاخص کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له فاسدو دولتونو (ادارو) شمېرلی او په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله یو پړاو نور هم ښکته تللی دی.
100%
د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د درغلیو ضد مبارزې په کلنی شاخص کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له فاسدو دولتونو (ادارو) شمېرلی او په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله یو پړاو نور هم ښکته تللی دی.

د کانونو په برخه کې د شفافیت په تړاو پر طالبانو نیوکې

له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، د هېواد د کانونو د سپړنې چارې یې چټکې کړې دي.

په ننګرهار کې تالک او کرومایټ ډبرې، د بدخشان او تخار د سرو زرو کانونه، د پنجشېر لاجورد او زمرد د طالبانو د کانونو وزارت تر ژور څار او پلټنو لاندې دي. د کانونو جوازونه له شفافیت او وضاحت پرته صادرېږي، قراردادونه له تخنیکي ارزونو پرته ډېر وخت د فکري او مالي نږدېتوب پر بنسټ له منځګړو پرته ورکول کیږي او عواید یې له یوه روښانه او شفاف میکانیزم پرته د طالبانو خزانې ته ورځي.

دغو چارو په کوردننه او بهر د کاني زیرمو د شفافیت په اړه پوښتنې پیدا کړې او د افغانستان په ځینو ولایتونو، په ځانګړې توګه تخار او بدخشان کې یې د سیمې د خلکو غبرګونونه پارولي دي.

په نړیواله کچه، د کانونو او طبیعي زیرمو شفاف مدیریت د ملي شتمنیو ساتنې، د مالي فساد مخنیوي او د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره مهم معیار ګڼل کېږي. د نړیوالو څارونکو، بشري حقونو سازمانونو او د شفافیت د نړیوالو بنسټونو پرله‌پسې رپوټونه ښيي چې د افغانستان د کانونو سکتور، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د شفافیت او مسوولیت له نړیوالو معیارونو په پراخه کچه واټن اخېستی. په دغو رپوټونو کې ویل شوي چې د کانونو قراردادونه په شفاف ډول نه کیږي او نه یې هم جزئیات له خلکو او رسنیو سره شریکیږي.

اقتصادي کارپوه مزمل شینواري د مرغومي پر۱۵مه، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو د کانونو پر قراردادونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پخواني حکومت برعکس، چې د کانونو وزارت به د کان‌کېندنې قراردادونه په شفاف ډول خپرول، طالبان له دقیقو او رڼو شمېرو پرته کانونه استخراجوي.

هغه زیاته کړه، چې «نه بودجه، نه عواید او نه هم د کانونو عاید په شفاف ډول خپرېږي او ټول عواید لومړی کندهار ته د طالبانو د مشر هبت‌الله اړوند نوي جوړ شوي بودجوي دفتر ته لېږدول کېږي او وروسته د کابل ادارو ته وېشل کېږي».

پخوا د عوایدو د راټولولو چارې مالیې وزارت سمبالولې.

مزمل شینواري خبرداری ورکړ ، چې د کاني سرچینو، لکه تېلو او سرو زرو غیرمسلکي استخراج طبیعي سرچینو ته زیان رسولای شي. شینواری وایي، چې طالبان د کانونو د استخراج لازم ظرفیت نه لري او نه هم د استخراج د بهیر په اړه د شفافو معلوماتو د وړاندې کولو اراده لري.

د طالبانو د کانونو وزارت او اړوندې ادارې د قراردادونو د متنونو، مالیاتو، تادیاتو د میکانیزمونو او د استخراج د حقیقي حجم په اړه معلومات له رسنیو سره نه شریکوي، چې دا د اداري فساد د پېښو د پټېدو زمینه برابروي.

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د درغلیو ضد مبارزې په کلنی شاخص کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له فاسدو دولتونو (ادارو) شمېرلی او په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله یو پړاو نور هم ښکته تللی دی.

طالبان حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته اجازه نه ورکوي چې ځانګړې ورځې ونمانځي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۹ GMT+۰

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله ته له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۶مې د نمانځلو اجازه نه ورکوي.

په کابل کې باخبره سرچینو وویل، چې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو راپه دې خوا هیڅ کله هم دغو مشرانو ته د ځانګړو ورځو د نمانځلو مراسمو کې د ګډون بلنه ده ورکړې.

دوی همدراز وویل، چې حامد کرزی او یا هم عبدالله عبدالله د ځانګړو ورځو د نمانځلو لپاره د غونډو جوړولو اجازه هم نه لري او دا پر دوی د طالبانو د محدودیتونو یوه برخه ده.

له وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې کرزی او عبدالله د طالبانو له اجازې پرته نشي کولی، چې لیدنې وکړي او یا هم سفرونه ترسره کړي او دوی اړ دي په دې دواړو موضوعاتو کې لومړی له طالبانو اجازه واخلي.

د روان کال په وږي میاشت کې سرچینو ویلي و، پخواني ولسمشر څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې چې خپل ټاټوبي کندهار ته د سفر اجازه ورکړي، خو طالبانو د دې لیدنو لپاره ځانګړي شرایط ټاکلي دي.

د طالبانو دا چلند ښيي چې د دوی په څرګندونو او عمل کې زیات توپیرونه لیدل کېږي.

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۶مې په مراسمو کې وویل چې « تېر به هېروئ، د اینده فکر به کوئ، دا فکر به نه کوئ، چې دا په هغه تنظیم کې و او دا په هغه تنظیم کې. دا فکر به نه کوئ، چې دا له دې ډلې سره تړلی و او دا له هغې ډلې سره تړلی و».

نوموړي دغه راز وویل، « دا فکر به له ذهنه باسئ چې دغه سړي پخوا زما په مقابل کې دا خبرې کولې او یا یې دا اعمال کول، نو لهذا نن د انتقام ورځ ده او زه به خپل انتقام ورنه اخلم».

ذبیح الله مجاهد: مستند شواهد لرو چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند وایي، دوی داسې مستند شواهد لري چې یادې ډلې ته پاکستان په خپله خاوره کې روزنیز مرکزونه او پټنځایونه ورکړي او اوس یې له بلوچستان نه خیبر پښتونخوا ته لیږدولي. هغه د ټي ټي پي په تړاو ویلي چې په افغانستان کې نشته او شته خلک یوازې بې وسلې وزیرستاني کډوال دي.

مجاهد چې د تهران راډیو پښتو څانګې سره یې خبرې کولې زیاته کړه، «موږ داسې مستند شواهد او راپورنه خپاره کړل چې پاکستان داعش ډلې ته لومړی د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ورکړي وو او د خپلو موخو لپاره یې کارول، دا دی اوس یې په خیبر پښتونخوا کې دا ډله ځای پر ځای کړې ده».

طالب ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلام اباد د شیعه وو پر جومات وروستي برید ته پکې اشاره شوې وه، چې ولې ؟ که داعش په پاکستان کې پټنځایونه او د پوځ ملاتړ له ځان سره لري په دې هېواد کې بریدونه ترسره کوي، وویل: « بدبختانه چې پاکستان د خپلو مرمزو استخباراتي موخو لپاره دا بده پدیده کاروي او ملاتړ یې کوي، د داعش روزل داسې دي لکه په لستوڼي کې د مار پالل، دا د پاکستان له خوا د داعش پروژې د پالیسۍ نتیجه ده، چې د دواړو هېوادونو د خلکو په تاوان ده.»

ذبیح الله مجاهد، د ټي ټي پي په اړه وویل، چې د دغې ډلې وسله وال جنګیالي په افغانستان کې حضور نه لري او شته خلک یوازې بې وسلې وزیرستاني کډوال دي چې دوی د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو څخه لرې لېږدولي دي.

هغه زیاته کړه، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده او باید خپله یې حل کړي.

نومړي زیاته کړې چې طالبان هیچا ته دا اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د وسله والو فعالیتونو لپاره وکاروي.

مجاهد په داسې حال کې د داعش او ټي ټي پي په اړه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د شیعه وو پر یو جومات کې د ځانمرګي برید لهکېدو وروسته، چې پړه یې داعش په غاړه واخیسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او نورو چارواکو وویل چې له روژې وړاندې به یې غچ واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې که څه هم ځانمرګی بریدګر افغان وګړی نه و، خو څو ځله یې افغانستان ته سفر کړی او له هغه ځایه یې وسله واله روزنه ترلاسه کړې وه.

یعقوب مجاهد: داسې فکرونه مه کوئ چې خلک مو لېوني وګڼي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد طالبانو ته وویل چې داسې څه ونه کړي چې عاقل خلک یې لیوني وبولي. مجاهد له طالبانو وغوښتل، چې د راتلونکو نسلونو په اړه فکر وکړي او داسې تاریخ پرې نه ږدي چې «راتلونکي نسلونه پرې شرمیږي».

د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۶مې په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي وویل، چې « تېر به هېروئ، د اینده فکر به کوئ، دا فکر به نه کوئ، چې دا په هغه تنظیم کې و او دا په هغه تنظیم کې. دا فکر به نه کوئ، چې دا له دې ډلې سره تړلی و او دا له هغې ډلې سره تړلی و. دا فکر به له ذهنه باسئ چې دغه سړي پخوا زما په مقابل کې دا خبرې کولې او یا یې دا اعمال کول، نو لهذا نن د انتقام ورځ ده او زه به خپل انتقام ورنه اخلم».

د طالبانو دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د غچ اخېستې فکر رد کړ او ویې ویل، چې که دا فکر د طالبانو په لیکو کې وي او د یوه او بل پښې وهي، اوسنۍ اداره به یې پایداره پاتې نه شي.

هغه وویل، چې په زور واک ته د رسېدلو کسانو قبرونه نن سبا ورک دي.

هغه د طالبانو غړي مخاطب کړل، چې له دغسې فکرونو ډده وکړي، ګني خلک به یې لېوني وګڼي: « پنځه ورځې ژوند وي، ګورئ، دغسې فکرونه مه کوئ چې یو عاقل او هوښیار سړی ستا ددې فکرونو په وجه تا په لېوني خطاب کړي».

هغه دا هم وویل چې ټول توپیرونه باید یوې خوا ته شي څو هیواد بیا د "ستونزو، اشغال، کورنیو جګړو او ګډوډۍ"سره مخ نشي.

د طالبانو د دفاع وزیر دا هم وویل، چې د طالبانو په نظام کې باید قومي یا ژبني تعصب نه وي.

یعقوب مجاهد د طالبانو د کابینې غړو ته په خطاب کې وویل، «تنګ نظر مه کوئ.»

هغه زیاته کړه، چې که یو څوک خپل لید له افغانستان څخه سیمې، بیا قوم او په پای کې یوازې ځان ته محدود کړي، نو هغه به یوازې شخصي ګټې وګوري او پیسې، ځواک او شخصي غوښتنې به تعقیب کړي.

د هغه په ​​وینا، فکرونه باید پراخ وي او تنګ نظر باید یوې خوا ته شي.

د طالبانو د دفاع وزیر په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د امنیت په ساتلو کې د طالبانو ځواکونو سره همکاري وکړي او د وینې توییدو مخنیوي په نیت د دوی تر څنګ ودریږي.

د کوم ځانګړي هیواد د نوم له اخیستلو پرته، مجاهد وویل چې ځینې هیوادونه افغانستان ته د بې ثباتي له زاویې ګوري او خپلې ګټې یې په کمزورۍ کې ګوري.

هغه وویل چې د دفاع وزیر په توګه، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی او د طالبانو اداره «د هیڅ هیواد په وړاندې هیڅ بد نیت نه لري».

مجاهد وویل، چې طالبان د متقابل درناوي پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

د هغه په ​​وینا، «غلامي او د نورو د امرونو منل د منلو وړ نه دي» او دا ډله د مذهب او ملي ګټو په چوکاټ کې ځان خپلواک ګڼي.

طالبان په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د زراعتي محصولاتو نړیوال بازار جوړوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۰

د هرات ولایت طالب چارواکو د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت، په دغه ولایت کې د څلور فصله نړیوال عمده بازار د پروژې بنسټ ډبره ایښی. دغه بازار چې په ۶۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي د کرنیزو محصولاتو لپاره پکې سړې خونې هم شاملې دي.

د هرات ولایت د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه د ۶۵ جریبه ځمکې پر مساحت، په څلورو برخو کې طرحه شوی او ټاکل شوې چې په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه پروژه کې شاوخوا ۶۰۰ دوکانونه، یو جامع جومات، او د ۲۵ جریبه ځمکې باندې سړه خونه شامله ده چې د ۲۰ زره ټنو زراعتي توکو د ساتنې وړتیا لري.

د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او يه هرات کې د طالبانو والي اسلام‌جار ګډون کړی و.

د طالبانو کرنې وزارت مرستیال د دغه بازار جوړېدل د سبزیو او تازه مېوو د پروسس او خوندي ساتنې لپاره مهم ګام بللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د هرات والي اسلام‌جار له بزګرانو وغوښتل چې د کرنې متخصصینو په مشوره داسې محصولات وکري چې لږو اوبو ته اړتیا ولري او د کرنې د میکانیزه کېدو بهیر ته پاملرنه وکړي، ترڅو د سیمې اقتصادي پرمختګ او د خوراکي توکو د کیفیت ښه‌والی تضمین شي.