اصف دُرانی: زه د پاکستان له هوايي بریدونو خوښ نه یم
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې ویلي، پر کابل واکمنو طالبانو بله لاره نه وه پرېښې، نو ځکه پرې هوايي برید وشو. هغه زیاتوي، چې دی په دغو بریدونو خوښ نه دی.
د هغه په وینا، افغان طالبان ښایي د «ټيټيپي» د کنټرول توان ونهلري او یا هم په قصدي ډول نه غواړي چې د دغه ډلې د فعالیتونو مخه ډب کړي. نوموړي وویل: «تر اوسه پورې افغان طالبانو هغه کړنې نه دي غندلي چې د ټيټيپي له لوري په پاکستان کې ترسره شوي دي». دا پاکستانی ډیپلوماټ وایي، دی فکر نه کوي چې افغان طالبان دې اوس د اسلاماباد دوستان وي.
د هغه په خبره: «د طالبانو په لیکو کې داسې کسان شته چې هغوی د طالبانو سر سخته مخالفین دي». د نوموړي په وینا، دی فکر نه کوي، چې پر کابل واکمن دې د چا دوستان وي، بلکې دغه ډله هر چا سره د خپلو ګټو لهمخې اړیکې ساتي او که یې پهکې ګټې نه وي؛ نو ورسره یې نه پالي.
اصف دُراني وویل، چې په افغانستان کې بدلون په افغانانو پورې تړلې مسله ده. له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې له دغه پاکستاني ډېپلوماټ څخه د هېواد پر بېلابېلو ولایتونو د هوایي بریدونو په تړاو پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان پهکې خپلې موخې ته ورسېد: «۷بریدونه ټولټال شوي چې ۶یې هدف ته رسېدلي او متاسفانه په یو کې نور زیانونه هم وو».
د هغه په وینا، لا تر اوسه پورې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دروازې نه دي بندې شوي او له دغه ډلې سره د اسلاماباد یوازینۍ مسله د «ټيټيپي» اړوند ده. هغه له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې پرته له ګاونډیو ژوند سخت دی او پرته له پاکستان څخه د دې ډلې ژوند ستونزمن دی.
دُراني ټینګار کړی، چې د پاکستان او افغانستان د امنیت لپاره ښې اړیکې خورا اړینې دي. نوموړی همداراز زیاتوي، چې تر اوسه پورې یې د طالبانو خلاف د هېواد دننه نظامي او سیاسي مخالفین ډېر نه دي حس کړي.
دا لوړپوړی پاکستانی ډېپلوماټ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه شپه پاکستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې، چې لسګونه ملکي وګړو ته یې پهکې مرګژوبله واړوله. طالبانو هم د دغه بریدونو د غچ اخیستنې ګواښونه کړي دي.
د پاکستان د پنجاب په قاید اعظم میډيکل کالج کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ځايي پولیسو نن د یاد کالج افغان محصلان د ویزو د مودې ختمېدو له امله نیولي او د اېستنې له ګواښ سره مخ دي. دغه محصلان وايي، د ویزو د تمدید لپاره یې نوم لیکنه کړې خو لا هم تر پروسس لاندې دي.
پاکستان له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو په ګډون د ټولو مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید چارې درولې دي او له دې سره د زدهکړیالانو په ګډون ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي.
تازه په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان له ورته برخلیک سره مخ شوي دي. په دغه کالج کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، نن سهار (دوشنبه د کب ۴مه) ځايي پولیس یاد کالج ته ورغلي او پهکې ټول هغه افغان زدهکړیالان چې د ویزو موده یې ختمه شوې نیولي او د توقیف مرکز ته یې لېږدولي دي.
د افغان زدهکړیالانو د نیولو بهیر
د دغه کالج یوه افغان محصل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «موږ هر یوه مو له اتو میاشتو ان تر یو کال مخکې د ویزو د تمدیدېدو لپاره نوم لیکنه کړې او تر اوسه تر پروسس لاندې دي او رد شوي نهدي».
دغه محصلان زیاتوي، ځينې داسې محصلین هم شته چې سبا ته یې ازموینه ده او د پولیسو له لوري توقیف شوي او که چېرې خپلو ازموینو ته ونهرسېږي، نو یو کال زحمت به یې په سیند لاهو شي.
دوی وايي، ځايي پولیسو ورته ګواښ کړی چې په زوره یې افغانستان ته ستنوي او په وینا یې: «که داسې وشي، نو زموږ زدهکړې به نیمګړې پاتې شي او دوی [پاکستان] زموږ له برخلیک او ان راتلونکې سره لوبې کوي».
په توقیف کې افغان زدهکړیالان وايي، په اسلاماباد کې یې هم د طالبانو له سفارت څخه د همدې ستونزې د حل غوښتنه کړې، خو په وینا یې، چې طالبانو هم ورته مثبت ځواب نهدی ورکړی او ورته یې د دواړو لوریو د اړیکو د خرابېدو یادونه کړې ده.
د پنجاب په کالجونو کې افغان زدهکړیالان د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د ویزو د تمدید بهیر دې پیل کړي، څو دوی هم په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
سره له دې، چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې له کوم دلیل پرته په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی، د یاد کالج د افغان محصلانو د دغې ستونزې په تړاو یې هم تر اوسه څه نهدي ویلي.
د دې بدلون له امله له ایران څخه د تیلو واردات په پراخه کچه کم شوي او افغانستان خپل واردات د بدیل عرضه کوونکو لکه بېلاروس او روسیې پر مایع ګازو متمرکز کړي دي.
د روسیې د تیلو او اوبلنو ګازو د ادارې راپور ښیي چې له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې یې د اوبلن ګاز صادرات د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره نږدې دوه برابره زیات شوي، چې ټولیزه اندازه یې له یو میلیون او ۱۶زره ټنو څخه ډېره ده.
دا هوايي بریدونه وروسته له هغه و شول چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف خبرداری ورکړ چې په شمالي وزیرستان کې د کمین په برید کې د اوو سرتېرو له وژل کېدو وروسته به غچ اخیستل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د هغو وسلهوالو پر وړاندې «جدي اقدامات» وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي، او ادعا یې وکړه چې «ترهګر له افغان خاورې په ازاد ډول د پاکستان دننه فعالیتونه کوي.»
په همدې ورځ د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند پروژه تایمني کې دوې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۹ تنه پکې ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول. د استوګنې کورونه او دوکانونه سخت زیانمن شول. طالبانو لومړی دا د ټانکر د چاودېدو پېښه وګڼله، خو وروسته یې ومنله، چې دا برید و. دا لومړی ځل و چې پاکستان پر پلازمېنې کابل برید وکړ او دلیل یې دا باله، چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.
دغه راز په خوست کې د ډزو په تبادله کې یو خبریال ووژل شو او بل ټپي شو.په پکتیکا کې هم د هاوان مرمیو له امله ماشومان ټپیان شول.
که څه هم د اکتوبر ۱۵مې ماښام دواړو لوریو د اوربند اعلان وکړ، خو له اوربند وروسته هم مرګ ژوبلې دوام درلود.
د اکتوبر ۱۷مه په پکتیکا کې د هوايي برید له امله ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
د نومبر په ۶مه په سپین بولدک کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. دغه راز د نومبر په ۲۴مه په خوست کې د هوايي برید له امله ۱۰ ملکي وګړي (۵ هلکان، ۴ نجونې او یوه ښځه) ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.په همدې شپه په پکتیکا او کونړ کې نور بریدونه وشول چې ماشومان او ښځې پکې ټپیان شول.
د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر۲۵مه ، په خوست کې ۱۰ کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. ځايي اوسېدونکو د ملګرو ملتونو د استازځي دفتر ته وویل چې کورونه او ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسوول د پاکستان پوځ وباله، خو د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چوهدري په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د ادارې له لوري لګول شوي تورونه «بېاساسه» دي. چوهدري وویل: «هر کله چې پاکستان برید کوي، په ښکاره یې کوي»، او زیاته یې کړه چې د اسلاماباد «جګړه له ترهګرو سره ده، نه له افغانانو سره».
هغه ټینګار وکړ چې تر هغه به له کابل سره خبرې ونه شي څو طالبان د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو وسلهوالو پر ضد «د تایید وړ» اقدام ونه کړي.
د ډسمبر په ۴مه په پکتیکا کې ۳ مزدوران ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول. د ډسمبر په ۵مه په سپین بولدک کې ۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. ۱۵ ورځې وروسته په کونړ کې یو ۱۵ کلن هلک د هاوان مرمۍ له امله ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.
له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ په قطر او ورپسې په ترکیه او سعودي عربستان کې خبرې اترې وشوې، خو دې خبرو اترو پایله نه درلوده، ځکه د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني ځواکونو بریدونو دوام وکړ او پاکستاني چارواکو ددې بریدونو سرچینه په افغانستان کې میشت پاکستان ضد وسله وال ګڼل.
طالبانو د روژې په پیل کې د سعودي عربستان یوه پلاوي ته درې پاکستاني سرتېري چې د اکتوبر پر ۱۲مه نیول شوي وو، وسپارل، خو پاکستان یوځل بیا د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر۲۲مه په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل، چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۳ کسان پکې ووژل شول او تر شلو ډېر نور ټپیان شول. پاکستان یو ځل بیا وویل چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال وو، خو ځايي اوسېدونکو او د ملګرو ملتونو استازځي وویل چې په بریدونو کې۱۳ وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
دغه بریدونه په اسلام اباد کې پر یوه جومات او په بنو او باجوړ کې له بریدونو وروسته وشول.
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د اسلام اباد ځانمرګي بریدګر افغانستان ته سفر کړی و او په نورو بریدونو کې افغان وګړي ښکیل وو.
اسلاماباد دا ګواښ د افغانستان له خاورې سره تړي، خو طالبان یې د پاکستان داخلي موضوع بولي. د همدې اختلاف له امله سیاسي ډیالوګ له بنبست سره مخ دی، اوربند دوام نه کوي او د منځګړیتوب هڅې مخ پر پیکه کېدو دي.
د شنونکو په باور، وضعیت ته په پام، که د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړونې تدابیر، د شخړې د حل ډیپلوماټیک کانالونه او پر کرښه د همغږۍ تخنیکي چوکاټونه فعال نه شي، د شخړې د لا پراخېدو او د ملکي تلفاتو د زیاتېدو احتمال ښايي لوړ پاتې شي.