• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان شهباز شریف ته: د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ترکیه د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ په ټلیفوني خبرو کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو او د اسلام‌اباد او وسله‌والو ډلو ترمنځ پر نښتو بحث وکړ.

اردوغان شهباز شریف ته ویلي، چې ترکیه «د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې» د پاکستان ملاتړ کوي. هغه د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو بریدونه وغندل او دا یې د سیمې د امن لپاره ګواښ وباله.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد ولسمشر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.

خو اردوغان د پاکستان هغه بریدونه چې پر افغانستان شوي او په پایله کې یې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي، ونه غندل.

د ترکیې او پاکستان مشرانو د ایران د جګړې د پراخېدو په اړه په منځني ختیځ کې اندېښنه څرګنده کړه او د تاوتریخوالي د کمېدو او د ښکېلو لوریو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

مجاهد وایي د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په نورمال ډول روان دی

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ په‌کې نه‌دی راغلی. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه‌کړي.

په داسې حال کې چې له څو ورځو راهیسې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه دوام لري، طالبان د افغانستان او ایران تر منځ د رېل پټلۍ له فعالوالي خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ماخوستن (د کب ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «همدااوس له سوداګریزو توکو ډک رېل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته راورسېد چې ۴۲ واګونه سمنټ او ۲ واګونه MDF تختې په‌کې بار دي».

مجاهد همداراز هیله څرګنده کړې: «تمه ده د شپې په جریان کې په غذایي او سون توکو بل بار رېل ګاډی هم روزنک تم ځای ته راورسېږي».

د ایران د وسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له‌مخې، دمګړی د ایران په خاوره کې ۹۰۰ واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به هرات ته راورسېږي.

د طالبانو ویاند له سوداګرو څخه غوښتي، چې بې له کوم موجه دلیل څخه د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه‌کړي.

افواهات، احساسات او معلوماتي جګړه؛ د جګړې موازي جبهه او د ټولنیزو شبکو رواني جوړښت

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

د طالبانو او پاکستان د وروستیو نښتو په ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو فضا د ګڼو ادعاوو شاهده ده، له دې بې‌اساسه خبرو چې ګواکې طالبان تر جمروده رسېدلي، تر هغو افواهاتو پورې چې ویل کېږي د پاکستان پوځیان په جلال‌اباد کې لیدل شوي، ټولې ادعاوې دي.

تر دې دمه هیڅ معتبره، رسمي، خپلواکه یا نړۍواله سرچینه دا ډول معلومات نه تاییدوي، خو د ټولنیزو رسنیو فضا پرې ډکه ده. ډېری دا روایتونه د هغو کسانو له‌خوا جوړېږي چې د موبایل د څو ثانیو ایډیټ په وسیله "خبر" تولیدوي.

دا د معاصرې جګړې هغه بڼه ده چې معلوماتي جګړه بلل کېږي، هغه جګړه چې د وسلو پر ځای د تصویر، ادعا، احساس او رواني فشار په وسیله پر مخ ځي.

په ټولنیزو علومو کې معلوماتي جګړه هغې هڅې ته ویل کېږي چې پکې د معلوماتو د بدلولو، پټولو، اغېزمنولو یا کنټرول له لارې د ټولنې رواني او فکري چلند ته شکل ورکول کېږي.
د لیکوال او څېړونکي لارسن او زېګلر (2017) څېړنې ښيي چې د معلوماتو د تحریف پروسې درې کچې لري:

  1. د واقعیت د ادراک ګډوډول
  2. د احساساتو پارول
  3. د ټولنیز چلند بدلول

د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان غوندې په جګړه‌ځپلو ټولنو کې دا کچې ډېرې چټکې او پیاوړې عمل کوي.

د ارواپوهنې ګڼو څېړنو (Kahneman, 2011) ثابته کړې چې انسان لومړی احساساتي او وروسته منطقي عکس‌العمل ښيي. ټولنیزې شبکې همدغې احساساتي برخې ته مستقیم لاسرسی پیدا کوي.

  • د چټکو ویډیوګانو لیدل
  • د جګړې انځورونه
  • د وېرې او غوسې پاروونکې جملې
  • د فوري شریکولو اسانتیا

دا ټول د انسان “ذهني لنډې لارې” (Cognitive shortcuts) فعالوي چې اصلي هدف یې چټک غبرګون دی نه دقیق تحلیل.

نو کله چې یو څوک یو ویجاړ شوی جېټ یا یو مصنوعي انځور ویني، ذهن د واقعیت او افواه تر منځ د توپیر کولو فرصت نه پیدا کوي.

معلوماتي جګړه د ټولنې پر رواني او ټولنیزو جوړښتونو څلور ستر اغېزې لري:

د ذهني روغتیا کمزورتیا

نا تایید شوې ویډیوګانې، د جګړې ادعاوې او وېروونکي روایتونه د خلکو د فشار هورمون (Cortisol) کچه لوړوي، چې په پایله کې یې وېره، خپګان، بې‌خوبۍ او د ورځني فعالیت کمزورتیا رامنځته کیږي. اوس یوه شېبه فکر وکړئ ایا په تاسو کې دا نښې پېدا شوي؟

د ټولنیز باور ماتېدل

کله چې معلومات غیر دقیق وي، عامه ذهنیت د بې‌باورۍ پر لور ځي.
دا بې‌باوري بیا په دوو لارو زیان رسوي:

  1. د خلکو ترمنځ د شک زیاتوالی
  2. د ملي او ټولنیزو بنسټونو پر باور منفي اغېز

اقتصادي بې‌ثباتي

اقتصادي څېړنې ښيي چې افواهات او رواني ناامنۍ د اسعارو پر تبادله مستقیم اغېز کوي.
همدا اوس د افغانۍ رسمي، نرخ یو ډالر په ۶۵.۳۰ دی خو په بازار کې یو ډالر په ۷۱ افغانۍ پلورل کیږي، چې د همدې رواني فشار پایله ده.
اقتصادي سیستمونه د باور پر بنسټ کار کوي؛ کله چې باور کم شي، ارزښت بدلېږي.

د واقعیت او دروغو تر منځ کرښه

کله چې یو کس په یوه ورځ لسګونه متضاد خبرونه ویني، د معلوماتو د فلټر کولو وړتیا یې کمېږي.
دا حالت د «معلوماتي ستړیا» (Information fatigue) په نوم یادیږي او د زده‌کوونکو، سوداګرو او کارکوونکو د پرېکړې ځواک کمزوری کوي.

خو اساسي پوښتنه لا هم پر ځای ده، ولې خلک د افواهاتو ملاتړ کوي؟

په جګړه‌ځپلو ټولنو کې خلک “منل کېدو” ته اړتیا لري؛ نو کله چې یو شخص د خپلې خوښې روایت وانه وري، هغه څوک چې دا روایت رد کړي، په اتومات ډول د مخالف یا دښمن په سترګه ورته کتل کېږي.

دا پدیده د ټولنیزو علومو په اصطلاح کې د Social Conformity په نوم یادېږي.
پایله یې دا ده چې ډېری خلک د حقایقو پر ځای د خپلې ډلې د احساساتو تایید ته لومړیتوب ورکوي.

د ګډوډۍ پر وړاندې یوازینۍ ستراتیژي: علمي، دقیق او مسوولانه چلند دی، د معلوماتي جګړې پر وړاندې موثره دفاع درې ساده اصول لري:

تر ټولو لومړۍ مساله دا ده، چې د سرچینې ارزونه وکړو او له ځانه درې پوښتنې وکړو:

  • دا خبر چا خپور کړی؟
  • کومه سرچینه یې لري؟
  • بل مستقل ځای یې تاییدوي؟

د بې‌اعتباره پاڼو او اشخاصو انسجامي له پامه غورځول هم یو مسوول چلند ګڼل کیږي. هغه حسابونه چې دوامدار نا تایید شوي مواد خپروي، باید قصدي “Unfollow” شي.

درېیمه مساله د سرعت پر ځای دقت ته لومړیتوب ورکول دي. په معلوماتي جګړه کې سریع شریکول خطرناک او احتیاطي ځنډ ګټور دی.

که یې لنډه کړو، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی ټکر یوازې نظامي بُعد نه لري؛ بلکې د روایتونو، احساساتو، دروغو او بې‌منبعه محتواوو یوه موازي جګړه هم روانه ده. په دې فضا کې د هر فرد مسوولیت دی چې د معلوماتو په انتخاب کې دقیق، واقع‌بین او علمي چلند غوره کړي.

د حقیقت درناوی، د معلوماتو تصدیق او د افواهاتو مخنیوی هغه عناصر دي چې د ټولنې فکري سلامتۍ، ټولنیز ثبات او ملي یووالي ته لاره هواروي.

اروپايي ټولنې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره ۱۶۰ میلیونه یورو بشري مرسته کړې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

اروپايي ټولنه وايي، چې په افغانستان کې یې له شخړو سره همهاله د بېلابېلو توکو یوه چوپه د یوې الوتنې له لارې کابل ته لېږدولې ده. د یادې ټولنې په وینا، د اغیزمنو افغانانو د ملاتړ لپاره یې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۶۰ میلیون یورو بشري مرستې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د بیړنۍ مرستندویه ادارې یوې مسوولې هادجا لاحبیب په اېکس کې لیکلي، چې په تېرو کلونو کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴۰ الوتنې کابل ته شوې دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ويلي، اروپايي ټولنې د يونېسف په همکارۍ افغانستان ته د ژوند ژغورنې تغذيوي توکي لېږلي چې له مخې به يې ۲۰زره سخت خوارځواکه ماشومان تر درملنې لاندې راشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې له لوري د تمويل شويو درېيو بېړنيو بشري الوتنو له ډلې لومړۍ الوتنه افغانستان ته رسېدلې او په ټوليز ډول به ۲۰زره د تغذیوي خوړو (RUTF) کڅوړې ولېږدول شي.

دغه خواړه د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره کارېږي او د بېړنيو تغذيوي پروګرامونو بنسټيزه برخه ګڼل کېږي.

د يونېسف د معلوماتو له مخې؛ افغانستان له اوږدمهالې تغذيوي کړکېچ سره مخ دی او اټکل کېږي، چې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ مېليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

اقتصادي بې‌ثباتۍ، جګړو او اقليمي پېښو د خوړو نه خوندیتوب لاپسې ژور کړی او بشري وضعيت يې خورا کړکېچن کړی دی.

نتنیاهو وايي چې پر ایران به یې بریدونه په پوره ځواک جاري وي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ددغه هېواد د دفاع وزیر یسراییل کاتز او د پوځ مشر ایال زمیر سره د پامخیم هوایي اډې د لیدنې په ترڅ کې وویل چې په پوره ځواک سره به پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي.

نتنیاهو وویل: «موږ به په پوره ځواک سره پر ایران برید ته دوام ورکړو. زموږ پېلوټان د ایران او تهران پراسمان او همدا راز د لبنان پراسمان الوتنه کوي».

هغه دا هم وویل چې حزب الله پر دوی برید کولو سره لویه تېروتنه کړې او دوی به په پوره ځواک ځواب ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې حزب‌الله یوازې د علي خامنه‌یي له امله لبنان جګړې ته راکاږي.

چین له اسراییل نه وغوښتل چې پر ایران بریدونه سملاسي ودروي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی له خپل اسراییلي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې بیجنګ پر ایران د اسراییل او امریکا د روانو بریدونو مخالف دی او غواړي دغه بریدونه سملاسي ودریږي.

وانګ یی وویل: «ځواک په رښتیا ستونزې نه شي حل کولی، بلکې اکثره وخت نوې ستونزې پیدا کوي او اوږدمهاله جدي پایلې لري. د پوځي ځواک حقیقي ارزښت د جګړې په ډګر کې نه دی، بلکې د جګړې په مخنیوي کې دی».

په تهران او بیروت کې د سې شنبې په ورځ چاودنې وشوې او په مالي بازارونو کې ونډې را وغورځېدې.

وانګ یی زیاته کړه چې چین په نړیوالو او سیمه‌ییزو مسایلو کې د خبرو اترو او تفاهم د حل لارې پلوي کوي.

وانګ یی د دوشنبې په ورځ د ایران، عمان او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې وې او د خلیج هېوادونه یې هڅولي وو چې د بهرنیو مداخلو پر وړاندې متحد شي.