بختیار او کورنۍ یې له تېرو لسو ورځو راهیسې د مومندرې د چرګانو فارم کې ژوند کوي.
هغه وایي کله چې دوی ورسېدل، ځای ډېر چټل و او ټوله شپه یې پاک کړ، په داسې حال کې چې ماشومان یې د باندې د اسمان لاندې ویده شول. د سیمې شاوخوا ۵۰۰ نورې بېځایه شوې کورنۍ هم همدې ځای ته تللې او ډېری یې په داسې ځایونو کې اوسي چې د انسان د اوسېدو لپاره وړ نه دي.
دوی د تېښتې پر مهال هېڅ شی له ځانه سره نه دی راوړی.
بختیار وايي: «موږ خپل ټول شیان، جامې او هر څه شاته پرېښودل. ان نه پوهېږو چې زموږ پر کور څه تېر شوي دي».
د چرګانو فارم کې دروازې او کړکۍ سمې نه دي او د شپې یخ باد دننه راځي. کورنۍ د ځمکې پر سر ویدېږي او کافي کمپلې او غالۍ نه لري. د همدې یخنۍ له امله د بختیار دوه ماشومان ناروغان شوي دي.
بختیار وایي د مومندرې اوسېدونکو له دوی سره ډېره مرسته کړې ده. د ده په وینا، د کلي خلکو هغوی ته کمپلې او خواړه راوړل او له لسو ورځو راهیسې یې ملاتړ کوي.
خو د دوی راتلونکی لا هم نامعلوم دی، ځکه د چرګانو فارم مالک غواړي یوه میاشت وروسته بېرته چرګان راوړي او دا کورنۍ به بیا له هغه ځایه وځي. بختیار وایي چې که جګړه پای ته ورسېږي او د دوی ژوند خوندي شي، سملاسي به خپل کور ته ستانه شي، ځکه اوسنی ژوند ډېر سخت دی.
د بختیار ۱۸ کلن زوی یار عالم هم خپل کار له لاسه ورکړی.
هغه مخکې په تورخم کې د لاسګاډي په وسیله د مسافرو توکي لېږدول او هره ورځ یې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ عاید درلود. هغه وایي، چې له لسو ورځو راهیسې بېکاره دی او د کورنۍ د ملاتړ توان نه لري.
د بختیار اووه کلنه لور شاعابده چې د لومړي ټولګي زده کوونکې ده، د کورنۍ له تېښتې وروسته ښوونځي ته نه شي تللی. هغه وایي چې خپل ښوونځی او ټولګیوال ډېر یادوي او هیله لري بېرته ستنه شي. د هغې خوب دا دی چې یوه ورځ ډاکټره شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
د یادې شورا د رپوټ له مخې، دا مرسته به له کورنیو سره مرسته وکړي چې د خوړو، سرپناه او درملنې په څېر خپلېبیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
بختیار وایي، دا مرسته به لنډ مهال مرسته وکړي، خو که جګړه دوام وکړي بسنه به ونه کړي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی هېر نه کړي، ځکه د ده په وینا: «موږ په ډېر سخت حالت کې ژوند کوو او نور هېڅ هم نه لرو».