د افغانستان او پاکستان تر منځ په جګړه کې په تېر شوي کوچني اختر کې چې کوم پنځه ورځنی اوربند شوی و، هغه د اختر له تېرېدو سره پای ته رسېدلی و. که څه هم پاکستان د اوربند د ختمېدو او د خپلو پوځي عملیاتو د بیا پیلېدو اعلان کړی و خو د پخوا په څېر یې نور هوايي بریدونه ونه کړل، ولې بیا هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو د عسکرو په منځ کې ډزې ډوزې وشوې او اوس هم کېږي، چې د توپونو او هاوانونو ډزې هم پکې شاملې وي.
د دغو ډزو له امله د کرښې دواړو خواوو ته مېشتو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي، خو چین د افغانستان او پاکستان دواړو استازي د اوربند د پایښت او د خبرو اترو د دوام په موخه د اپرېل د میاشتې په وړومبۍ اونۍ کې د خپلې شمال لوېدیځې خودمختارې سیمې سنکیانګ مرکز ارومچي ته وبلل.
چین د افغانستان او پاکستان تر منځ د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره کورنی کار له وړاندې نه کړی و.
د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د چین خاص نماینده کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي وو او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ټیلیفون له لارې تفصیلي خبرې کړې وې.
پاکستان دغو خبرو اترو ته ډېر لېواله نه و او حتا چې پاکستان کې داسې هم ویل کېدل چې هغوی نور له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کولو ته اماده نه دي تر څو چې افغانستان د ټي ټي پي په اړه خپل دریځ ته تغییر نه وي ورکړی، ځکه په افغانستان باندې د پاکستان هوايي بریدونو او خپله د پاکستان د حکومتي روایت سره سم د پرانستې جګړې موخې نورې وې.
د پاکستان وړومبۍ اصلي موخه د طالبانو په امارت فشار اچول وو، چې هغه دې د ابرقدرتونو د غوښتنو په اړه د پاکستان وینا ته غوږ ونیسي او هغه دې پلی کړي. بله موخه دا وه چې پاکستان غوښتل په ایران باندې د امریکا او اسراییل د برید نه وروسته ځان له افغانستان سره په جګړه کې بوخت وښيي، څو په دې بهانه ځان په ایران کې د روانې جګړې نه بهر وساتي. نو ځکه پاکستان د طالبانو له امارت سره له سملاسي خبرو اترو نه ډډه کول غوښتل خو چین په دې اړه ډېر تاکید وکړ او چې کله د پاکستان د وزیراعظم معاون او د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار د ایران په جګړه کې د اوربند د امکان په اړه خبرو اترو لپاره چین ته ولاړ نو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له هغه نه ډېر په تاکید غوښتنه وکړه چې پاکستان باید د روغې جوړې د خبرو لپاره یو حکومتي هیئت ارومچي ته ولېږي او د پاکستان لپاره د یوه داسې دوست هېواد جدي غوښتنه ردول ممکن نه وو چې د پاکستان پوځ ته په دې جګړه کې د جنګي وسلو یو اتیا فیصده برخه اکمالوي. لنډه دا چې د مارچ د میاشتې په دویمه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.
ارومچي ته تللي د افغانستان او پاکستان هیئتونه د لوړې سویې نه وو. د پاکستان هیئت مشري د بهرنیو چارو د وزارت دویم معاون کوله او په هیئت کې د بهرنیو چارو د وزارت او د استخباراتو کارمندانو ګډون درلود.
د افغانستان په هیئت کې هم د بهرنیو چارو د وزارت او د استخباراتو د ریاست کارمندان شامل وو، خو د دې خبرو اترو تر ټولو مهم اړخ د مثبتو پایلو لپاره د کوربه هېواد چین هلې ځلې او تاکید وو.
پاکستان په تېر یو کال کې د افغانستان په اړه د خپل سیاست لپاره یو نوی روایت جوړ کړی دی او هغه دا دی چې پاکستان کې ترهګري د کال ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې نه پیل شوې ده چې کله طالبانو په کابل کې سیاسي قدرت تر لاسه کړ او د هغوی په ملاتړ د ټي ټي پي جنګیالي پاکستان ته راغلل او دلته یې بریدونه پیل کړل.
پاکستان دا نه مني چې ټي ټي پي په کال ۲۰۰۷ کې په پاکستان کې جوړه شوه او د پاکستاني استخباراتو په لارښودنه یې د کال ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۲۱ پورې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمه کې یې د افغان طالبانو د پټنځایونو کوربه توب وکړ. پاکستان دا هم وايي چې ټي ټي پي پاکستان ته د افغانستان له خوا رالېږل کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې په کال ۲۰۲۱ کې پاکستان ته د ټي ټي پي د راوستلو او بیا مېشت کولو پلان د پاکستان د دولت له خوا جوړ کړی شوی و او د دغه پلان د پلی کولو لپاره د دولت له خوا د لسو میلیارده روپیو بودیجه تخصیص شوې وه.
په هر حال د ارومچي په خبرو اترو کې د پاکستان غوښتنې دا وې چې افغانستان دې په خپله خاوره کې د ټي ټي پي پټنځایونه نه پرېږدي، د ټي ټي پي جنګیالي دې د بریدونو لپاره پاکستان ته نه رالېږي او د دغې پالیسۍ د څارنې لپاره باید یو د ډاډ وړ میکانیزم وجود ولري.
د طالبانو امارت پر پاکستان د داعش د کوربه توب تور پورې کوي او غوښتنه کوي چې هغه دې د دې کار نه لاس په سر شي. امارت دا هم وايي چې پاکستان دې د دې خبرې تضمین وکړي چې هغه به بیا د سیاسي اختلاف په وجه د فشار د آلې په توګه د افغانستان د ټرانزیټي تجارت لارې نه تړي.
د ارومچي په خبرو اترو کې د دواړو اړخونو ټيټ پوړو هیئتونو خپله کوم نهایي تصمیم نه شو نیولی نو ځکه هغوی د خبرو اترو راپورونه له ځانه سره یوړل څو د هغوی د دولتونو/حکومتونو مربوطه لوړپوړي مقامات په دې اړه د غور او فکر نه وروسته تصمیمونه ونیسي.
چین ځکه د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند په غځولو او د خبرو اترو له لارې د شخړو په حل ټینګار کوي چې هغه په خپله ګاونډۍ سیمه کې تاو تریخوالی، شخړه او جګړه د خپلو ملي او دولتي ګټو پرضد بولي. وجه یې دا ده چې دغه ډول سیمهییزه بې ثباتي د چین د لارې او کمربند د مهمې پروژې په پلی کېدو کې خنډ اچولی شي. دا خبره د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ټي ټي پي د پراخ شورش له امله د پاکستان او چین تر منځ د تجارتي دهلېز کار په ټپه ولاړ دی.