• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ښځو د ونډې له مخې نړۍ کې لومړی مقام وګاټه

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۹ GMT+۱

د امریکا د سټنفورډ پوهنتون د «مصنوعي ځيرکتيا شاخص ۲۰۲۶» کلنی راپور ښيي چې سعودي عربستان د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ښځو د ۳۲سلنې ونډې په لرلو سره د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړی دی. تر دې وروسته اسټرالیا د ۳۰ سلنې او کاناډا د ۲۹ سلنې ونډې سره په دویم او درېیم ځای کې راغلي دي.

خو دا راپور ښيي چې مصنوعي ځيرکتيا تر ډېره د نارینه‌وو تر واک لاندې ډګر دی. د معلوماتو له مخې، په ټولو هېوادونو کې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ څرګند توپیر شته. په دې مانا چې په هر ځای کې نارینه د دې برخې د لیکوالانو او اختراع کوونکو ډېره برخه جوړوي، او د ښځو ونډه کمه ده.

د سټنفورډ پوهنتون د مصنوعي ځيرکتيا شاخص په بېلګه کې برازیل، سویلي کوریا او جاپان یاد شوي، چېرې چې له ۸۰ سلنې ډېر کارکوونکي په دې برخه کې نارینه دي. سره له دې، سعودي عربستان د نړۍ لومړنی هېواد دی چې په کې ښځې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې تر ټولو لوړه ونډه لري.

د سټنفورډ پوهنتون راپور دا هم ښيي چې تر اوسه هېڅ هېواد په دې برخه کې د جنسیتي برابرۍ کچې ته نه دی رسېدلی. ان په ډېرو هېوادونو کې د ۲۰۱۰او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ واټن نږدې هماغسې پاتې شوی دی.

د ښځو د پراخ ګډون تر څنګ، سعودي عربستان په ځینو تخصصي برخو کې هم مخکښ ښکاري. دا هېواد د مصنوعي ځيرکتيا د امنیت، محرمیت او کوډېنګ په برخه کې د ۱۵ سلنې ونډې سره د مخکښو هېوادونو په ډله کې راغلی دی.

د بشري ځواک د جذب له پلوه هم سعودي عربستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ډېر شمېر کارکوونکي جذب کړي دي.

همداراز، د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو ترمنځ د ۵ میلیارده ډالرو یو تړون سعودي عربستان کې د مصنوعي ځيرکتيا د بنسټیزو جوړښتونو د پراختیا لپاره اعلان شوی دی. د دې ګام موخه په هېواد کې د دې ټکنالوژۍ د کارونې چټکتیا او په نړیواله کچه د هغې د رول پراخول ښودل شوي دي.

تمه ده چې دا پانګونه به د مصنوعي ځيرکتيا په نړیواله سیالۍ کې د سعودي عربستان دریځ لا پیاوړی کړي.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له جهاده تر سیاسي معاملو؛ د طالبانو او جهادي ډلو د روایت تاریخي تضاد

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان لومړی عربي هېواد شو چې د «ارتمیس» نړیوال فضایي پروګرام برخه ګرځي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱
سعودي عربستان لومړی عربي هېواد شو چې د «ارتمیس» نړیوال فضایي پروګرام برخه ګرځي
100%

د سعودي عربستان فضایې ادارې اعلان کړی، چې د دغه هېواد «شمس» سپوږمکۍ د «ارتمیس ۲» ماموریت په چوکاټ کې په بریالیتوب سره فضا ته توغول شوې او له هغې سره لومړنۍ اړیکه هم ټینګه شوې ده. له دې سره سعودي لومړی عربي هېواد شو چې د ناسا په مشرۍ په نړیوال فضایي پروګرام «ارتمیس» کې برخه اخلي

«ارتمیس ۲» ماموریت د دې پروګرام دویم پړاو دی، چې د ناسا او نورو همکارو هېوادونو په ګډه ترسره کېږي. د دې ماموریت هدف دا دی، چې له پنځوسو کلونو وروسته بیا انسانان د سپوږمۍ شاوخوا فضا ته ولېږدول شي او د راتلونکو سفرونو لپاره، په ځانګړي ډول مریخ ته د سفر زمینه برابره کړي.

په دې ماموریت کې څلور فضانوردان د «اوریون» په نوم فضايي بېړۍ کې چې د تر ټولو قوي راکټ په وسیله توغول شوې، د سپوږمۍ شاوخوا ګرځېدلي دي. همدارنګه سپوږمکۍ «شمس» هم د دې ماموریت د علمي تجهیزاتو برخه ده.

سپوږمکۍ «شمس» په بیضوي مدار کې د ځمکې له سطحې شاوخوا له ۵۰۰ تر ۷۰ زره کیلومتره لوړوالي کې فعالیت کوي. دا د لمر د فعالیتونو د څارنې او د فضا د هوا د څېړنو لپاره پراخ معلومات برابروي.

د سعودي چارواکي وایي، چې دا لاسته راوړنه د دولت د ملاتړ پایله ده او له ۲۰۳۰ ستراتیژۍ سره سم د یوه سیال اقتصاد د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي

د بې‌سرحده نړۍ حقیقت؛ ایا پولي طبیعي دي که انسانانو جوړې کړي؟

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
د بې‌سرحده نړۍ حقیقت؛ ایا پولي طبیعي دي که انسانانو جوړې کړي؟
100%

کله چې موږ له فضا څخه د سټیلایټ پر مټ ځمکې ته وګورو، یو حیرانوونکی انځور مو مخې ته راځي؛ یوه ښکلې، شنه او نیلي سیاره، داسې لکه یو ژوندی موجود چې ساه اخلي. دا منظره انسان ته د فکر کولو لپاره ژور پیغام هم ورکوي او له دې لوړ او بې‌طرفه لید څخه ځمکه هېڅ سرحدونه نه لري.

نه دیوالونه ښکاري، نه سیم خاردار، نه هغه کرښې چې موږ یې په نقشو کې وینو. نه کوم هېواد له بل څخه جلا ښکاري، نه د بډای او غریب ترمنځ کوم فزیکي توپیر لیدل کېږي. دا ټول هغه مفاهیم دي چې یوازې د انسانانو په ذهنونو او سیاسي جوړښتونو کې انسانانو په خپله جوړ کړي دي.

په حقیقت کې ځمکه یوه واحده سیاره ده؛ د انسانانو ګډ کور. هغه کرښې چې انسانان یې د نړۍ د وېش لپاره کاروي، د طبیعت له خوا نه دي جوړې شوې؛ بلکې د انسانانو له خوا رسم شوې دي. په طبیعي انځور کې نړۍ نه ټوټې - ټوټې ده او نه وېشل شوې.

تصور وکړئ! که یو داسې هوښیار مخلوق چې له ځمکې هېڅ خبر نه لري، له فضا څخه دې سیارې ته وګوري، هغه به هېڅکله ونه وايي چې دا امریکا ده، دا افغانستان دی، دا ایران دی یا دا کوم بل هېواد؛ بلکې هغه به یوازې یو حقیقت وویني: دا د انسانانو ګډ کور دی.

دلته یوه مهمه پوښتنه راپورته کېږي: که طبیعت سرحدونه نه پېژني، نو ولې انسانان پرې جګړې کوي؟

100%

د تاریخ په اوږدو کې زیاتره جګړې، شخړې او سیاسي کړکېچونه د همدې مصنوعي کرښو پر سر رامنځته شوي دي. هغه کرښې چې له فضا څخه نه ښکاري، خو د ځمکې پر مخ یې اغېزې ډېرې دردناکې دي. همدا کرښې دي چې انسانان سره بېلوي، ټولنې وېشي او کله ناکله د زرګونو انسانانو ژوند اخلي.

له فضا څخه د ځمکې دا لید موږ ته یو روښانه حقیقت راښيي؛ طبیعت موږ نه یو وېشلي، بلکې موږ پخپله ځانونه وېشلي دي. سرحدونه د ځمکې په بدن کې نه، بلکې د انسانانو په ذهنونو کې جوړ شوي دي.

که انسانان له دې ذهني محدودیتونو راپورته شي او نړۍ د فضا له ستر لید څخه وویني، نو ډېر اختلافات، سیاسي کرښې او قومي وېشونه به خپل ارزښت له لاسه ورکړي. هغه څه چې پاتې کېږي، یوازې یوه شنه او نیلي سیاره ده؛ یوه ګډه ځمکه او یو ګډ کور دی چې ټول انسانان پکې اوسیږي.

ساینس ښيي چې د انسان د موجودیت تاریخ نږدې ۳۰۰ زره کاله پخوانی دی، خو په دې اوږده موده کې انسانانو د یووالي پر ځای د بېلتون کرښې زیاتې کړې دي. هغه څه چې په پیل کې یوازې د پېژند او نظم لپاره وو، ورو - ورو د جګړو او دښمنیو په وسیله بدل شول. انسانان چې یو وخت د همدې سیارې د بقا لپاره یو ځای ولاړ وو، نن خپله ګډه ځمکه په ټوټو وېشلې ده.

دا حقیقت موږ ته دا درس راکوي چې وېش طبیعي نه دی، بلکې انسانانو جوړ کړی دی. سرحدونه فزیکي نه دي، بلکې فکري دي، چې وروسته موږ په خپله فزیکي کړي دي.

د جګړو او کړکېچونو څخه په دې ډکه نړۍ کې باید په څو پوښتنو فکر وشي؛ که انسانان رښتیا هم د دې سیارې اوسېدونکي وي، نو ولې باید د هغو کرښو لپاره سره ووېشل شي چې په اصل کې وجود نه لري؟ او ولې باید هغه څه موږ جلا کړي چې طبیعت هېڅکله نه دي جلا کړي؟

نو اړتیا دا ده چې انسانیت له جغرافیې پورته شي، له قوم، نژاد او سیاست څخه وړاندې فکر وکړي او د دې ګډ کور د یووالي احساس بیا ژوندی کړي.

ځکه په دې سیاره کې انسانان ټول شریکان دي، نه سیالان.

د ناسا ستورمزلي نن د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱
د ناسا ستورمزلي نن د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل
100%

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

ستورمزلو ریډ ویسمن، ویکتور ګلوور، کریسټینا کوچ او کاناډایي جیرمي هنسن خپل دغه ماموریت تېره اونۍ د امریکا له فلوریډا څخه پیل کړی و.

هغوی به د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره تر ماښام پورې د ماموریت تر ټولو لوړې فاصلې ته ورسیږي، چې شاوخوا ۲۵۲,۷۵۷ ميله ده.

د سپوږمۍ د جاذبې په سیمه کې د سپوږمۍ ځواک د کپسول پر حرکت محسوسېږي.

د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا ۱/۶ برخه ده. په دې سیمه کې د سپوږمۍ کشش ستورمزلو او کپسول ته اجازه ورکوي چې په نیمه وزن حرکت وکړي.

دا ځانګړې جاذبه ستورمزلو ته د سپوږمۍ شاوخوا حرکت او د تیاره اړخ د څیړلو موقع برابروي.

دا سفر شاوخوا شپږ ساعته دوام کوي او ستورمزلي به د اوریون کړکۍ له لارې د سپوږمۍ ځانګړې، یا د تپې برخې انځورونه واخلي.

دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ په شاوخوا کې۱۰ورځنی سفر بشپړوي.

د روغتیا نړیوال سازمان: انلاین ځورونې ښځې او نجونې په رواني ستونزو اخته کړي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
د روغتیا نړیوال سازمان: انلاین ځورونې ښځې او نجونې په رواني ستونزو اخته کړي
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌اېچ‌او) خبرداری ورکړی، چې په انټرنېټ کې ښځې او نجونې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي. دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د قربانیانو ملاتړ وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «انلاین ځورونه فزیکي ټپونه نه‌پرېږدي، خو رواني زیانونه پرېږدي. دا د حقیقي ژوند له ځورونې سره تړلي دي او دا د ډیجیټلي رسنیو د پراخوالي له امله لا زیاتېږي.»

سازمان زیاته کړې، چې میلیونونه ښځې، نجونې او ځوانان په ډیجیټلي ځایونو کې له څارنې، ګواښونو او ځورونو سره مخ دي او د هغوی ورځنی ژوند او رواني وضعیت یې اغېزمن کړی دی.

دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د انلاین ځورونې هره قضیه راپور کړي او ناوړه حسابونه بلاک کړي، څو د نورو احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.

سازمان زیاته کړې، چې د قربانیانو ملاتړ مهم دی او باید د هغوی غږ واورېدل شي، څو دوی یوازې پاتې نه‌شي او د رواني فشارونو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي او همدارنګه، په ډیجیټلي ځایونو کې د درناوي او همدردۍ کارول اړین دي، څو ټول کاروونکي په خوندي او سالم چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړي.

سازمان ټینګار کړی، چې «تشدد یا زورزیاتی» هېڅ ځای نه‌لري، نه په حقیقي ژوند کې او نه په انلاین نړۍ کې او په وینا یې، ټولنه باید د خوندیتوب لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې، چې د انلاین ځورونې د ځایونه په نښه کول یوازې د افرادو مسوولیت نه‌دی، بلکې د حکومتونو، پلټفورمونو او نړیوالو ادارو ګډ مسوولیت دی، څو د ټولو کاروونکو خوندیتوب تضمین شي.

له اپولو تر ارټېمېس؛ په سپوږمۍ کې د انساني څېړنو نوی فصل

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
له اپولو تر ارټېمېس؛ په سپوږمۍ کې د انساني څېړنو نوی فصل
100%

زما او ستا تر منځ دي غرونه سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه په افغانستان، پښتونخوا او یو شمرې سیمو کې سپوږمۍ یا په شعرونو او لنډیو کې یادیږي او یا خو د روژې په وروستیو ورځو کې څارل کیږي چې اختر معلوم کړي؛ خو ساینسپوهان پکې د ژوند امکانات څېړي.

ساینسپوهانو لسګونه کاله پر سپوږمۍ تحقیقات کړي، ستورمزلي ورغلي او تازه یو نوی ماموریت ارټیمیس دوه په همدې تمه ایجاد شوی چې ستورمزلي په سپوږمۍ د ژوندانه امکانات وڅېړي.

همدې موضوع ته تم کیږو، خو یوې بلې کوچنۍ مسالې ته مو پام را اړوو؛ لا هم په افغانستان او نړۍ کې میلیونونه کسان باور لري چې ځمکه یا خو هواره ده، یا په فضا کې نه ده، بلکې پورته اسمان او لاندې ځمکه ده او یا انسان هېڅکله سپوږمۍ او فضا ته نه دی تللی.

همدا اوس که مو په خوا کې ملګری وي ترې وپوښتئ چې ایا اسمان پورته او ځمکه ښکته ده او که ځمکه په فضا کې یوه کره ده؟ لکه یو بالون چې په هوا وي او ټول اړخونه ورته یو ډول فضا وي.

100%

ساینس څه وايي؟

ځمکه یوه کروي سیاره ده، چې د جاذبې قوې او د لمر شاوخوا د حرکت له امله په خپل مدار کې ثابته ده. انسانان نه یوازې فضا ته تللي، بلکې د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۲ ترمنځ یې څو ځله سپوږمۍ ته سفر کړی دی، وروستی ځل د اپولو ۱۷ ماموریت و.

خو بیا څه وشول؟ او ولې دا سفرونه ودرېدل؟

د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، فضايي سیالۍ خپل شدت له لاسه ورکړ او تمرکز د ځمکې مدار ته واوښت؛ خو اوس یو نوی فصل پیل شوی، ارټیمیس دوه چې د یو نوي فصل پیل یې بللی شو.

دا د ناسا له خوا یو نوی انساني ماموریت دی، چې غواړي انسانان یو ځل بیا د سپوږمۍ پر لور لاړ شي؛ خو دا ځل د اوږدمهاله حضور لپاره باید امکانات وڅېړل شي.

په دې ماموریت کې څلور ستورمزلو په فضايي کپسول کې د اپریل په لومړۍ نېټه سفر پیل کړی او ډېر ژر ده چې د سپوږمۍ مدار ته داخل شي. دوی به د سپوږمۍ شاوخوا تاو شي، لنډمهالې څېړنې او ارزونې به وکړي او بیا به بېرته ځمکې ته راستانه شي.

دا سفر شاوخوا لس ورځې دوام کوي، خو دا یوازې یو سفر نه دی، دا د انسان او نوې ټېکنالوژۍ په تاریخ کې یو مهم ازمایښت دی.

له تاسو سره به پوښتنه وي، چې دا سفر ولې دومره مهم دی، چې په ټوله نړۍ کې پرې بحث روان دی.

دا سفر به وښيي چې انسانان د تېکنالوژۍ په وسیله لا هم کولی شي په خوندي ډول ژورې فضا ته سفر وکړي. هلته به د ژوندانه د امکان لپاره اکسیجن، اوبه، تودوخه او داسې نور به په واقعي شرایطو کې وازمویل شي. دا به له ۱۹۷۲ وروسته لومړی ځل وي چې انسانان د سپوږمۍ پر شاوخوا ګرځي.

100%

تر ټولو مهمه مساله بیا دا ده، چې دا د راتلونکي ماموریت لپاره تمرین دی، یعنې ارټیمیس درې چې هدف یې د سپوږمۍ پر سطحې د انسان ښکته کول دي.

ارټیمس ۲ یوازې سپوږمۍ ته یو سفر نه دی، دا د انسان د راتلونکې لپاره یو لوی ګام دی او که چېرې دا معلومه شي چې د سپوږمۍ پر سطحې د ژوندانه د ابتدايي امکاناتو د پېدا کېدا احتمال شته، دا به د انساني تاریخ یو نوی فصل وي.

که دا ماموریت بریالی شي، نو دا به یوازې سپوږمۍ ته د تګ خبره نه وي، بلکې دا به د مریخ او له هغې ور هاخوا سفرونو ته هم لاره هواره کړي.

په ساده ټکو: دا د انسان د نوې فضايي دورې پیل دی.