په لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

په لوګر ولایت کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

په لوګر ولایت کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولینو ویلي، چې دا پېښې د التمور، تېره، شش قلعه او پورک په سیمو کې رامنځته شوې دي.
د دوی په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د شپږو کسانو روغتیايي وضعیت «نازک» بلل شوی دی.
د لوګر د ځایي چارواکو په وینا، د دې پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سرعت زیاتوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول دي.
په ورته وخت کې، یو شمېر هېوادوال د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو د نشتوالي له امله د مسوولینو پر کمزوري پاملرنې نیوکه کوي او وایي چې ترافیکي پېښې په هېواد کې له تر ټولو مرګونو پېښو څخه دي.
بل خوا د بدخشان ولایت د طالبانو د پولیسو د قومندانۍ د ورکړل شوو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو یو کال کې په دغه ولایت کې ۱۲۲ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۶کسان مړه شوي دي.

افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارد لېنډسي، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې د څېړنې هرکلی کړی او دغه قانون یې «ظالمانه» بللی دی.
لېنډسي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې بشري حقونه باید د ټولو افغان وګړو لپاره رعایت شي او ټینګار یې کړی چې دا اصولنامه باید لغوه شي.
نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اندېښنې، په ځانګړې توګه د ریچارډ بینېټ څرګندونې، بیا تکرار کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د «۱۲فرمان» او د جزايي اصولنامې منځپانګه له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو تېره اوونۍ په یوه لیک کې د طالبانو له لوري د دې اصولنامې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه. د دوی په وینا، دا قانون له جوړښتي پلوه ارزول شوی او موندل شوې چې د افغانستان له لوري د بشري حقونو اړوند نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه قوانین نه یوازې د نړیوالو تعهداتو پراخه سرغړونه ده، بلکې ښايي د بشریت پر وړاندې د نورو جرمونو زمینه هم برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د محکمو دغه جزايي اصولنامه د روان میلادي کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د ملا هبتالله اخوندزاده له لوري توشیح او خپره شوې وه، چې له اعلان وروسته یې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان انټرنشنل له ترلاسه شوو اسنادو سره سم، طالبانو د یوې ژمنپاڼې له لارې د هرات د غالب خصوصي پوهنتون زدهکړیالان اړ کړي چې «افغاني او شرعي کالي» واغوندي.
په دې ژمنپاڼه کې له محصلانو غوښتل شوي چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او له هغه ډول وېښتو جوړولو څخه ډډه وکړي چې «له شریعت سره په ټکر کې» بلل کېږي. د ژمنپاڼې په متن کې ټینګار شوی چې محصلان دې د پوهنتون په انګړ کې له «بې ځایه ګرځېدو» څخه ځان وساتي او د طالبانو قوانینو او لارښوونو ته ژمن پاتې شي.
همدارنګه، د نشهيي توکو کارول په کلکه منع شوي، د موسیقۍ له اورېدو څخه ډډه کول او د پوهنتون د «بیتالمال شتمنیو» ساتنه هم د دې ژمنپاڼې له مهمو ټکو څخه دي.
د دې ژمنپاڼې له مخې، محصلان دې له ژوندیو موجوداتو څخه د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو او همدارنګه له قومي او سیمهییزو تعصبونو څخه ډډه وکړي.
په افغانستان کې د بېلابېلو پوهنتونونو پر محصلانو د جامو او چلند په اړه محدودیتونه د طالبانو له خوا نوې پدیده نه ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د کابل پوهنتون له محصلانو ژمنه اخیستې وه چې ږیره پرېږدي، خولۍ پر سر کړي او لمونځ ادا کړي.
خو داسې ښکاري چې طالبان یوازې د محصلانو پر ظاهري بڼه بسنه نه کوي، بلکې د هغوی پر فکر او باورونو هم محدودیتونه لګوي؛ ځکه تر دې وړاندې د کندهار، بامیان او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر محصلانو خبر ورکړی و چې طالبان په منظم ډول هڅه کوي د پوهنتونونو په چاپېریال کې د مذهب بدلون رامنځته کړي.
د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او ټول خلک د سمدستي او مثبت بدلون غوښتونکي دي.
حکمتیار په یوې اعلامیې کې، چې د ګوند د بهر مېشتو غړو غونډې ته یې استولې، په غیر مستقیم ډول طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنې او رایې ته درناوی ونه شي، «راتلونکې به لا سختې ورځې ولرو.»
نوموړي د ټاکنیز حکومت، اساسي قانون او ژر تر ژره د ملي اجماع د رامنځته کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي،چې افغانانو تمه لرله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به نه له کورنیو جګړو، نه له نیابتي جګړو او نه هم له بهرنیو یرغلونو سره مخ کېږي، بلکې خپل منتخب اسلامي نظام به ولري.
هغه زیاته کړې: «افغانان غواړي خپل برخلیک خپله وټاکي او خپل مشران د هېواد دننه د خلکو په خوښه وټاکي.»
حکمتیار خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی،چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې باید د هېواد سیاسي جوړښت کې بېړنی او مثبت بدلون راشي او د هېواد مشري دې یو امانتدار او وړ کس ته، د خلکو او د هغوی د استازو په مشوره، وسپارل شي.
د حزب اسلامي مشر وړاندیز کړی چې د ملت د استازو شورا، اساسي قانون او منتخب حکومت تشه باید ژر تر ژره ډکه شي او پر مهمو ملي مسایلو دې پراخ ملي توافق رامنځته شي.
نوموړي مخکې هم ویلي وو،چې هغه واکمن چې په زور پر خلکو وتپل شي، بالاخره به د ولسي مقاومت سره مخ شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورني او نړیوال مشروعیت له بحران او سیاسي انزوا سره مخ دی.
په خوست کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د ترکیې هېواد له لوري په دغه ولایت کې د لېسې په کچه یو ښوونځی جوړېږي. خبرپاڼه کې راغلي چې په خوست ولایت کې د طالبانو والي عبدالله مختار سره په ناسته کې د ترکیې د یوه پلاوي مشر احمد توکور دغه ژمنه کړې ده.
د ترکیې پلاوي مشر احمد توکور په خپلو خبرو کې وویل، نږدې شپږ کاله کېږي چې په افغانستان کې فعالیت کوي او دا مهال په اته ولایتونو کې تعلیمي چارې پر مخ وړي. ده زیاته کړه چې تر اوسه ۴۸ ښوونیز مرکزونه لري او د دغو مرکزونو ټولو زده کوونکو ته معیاري تعلیمي خدمات وړاندې کوي.
نوموړي څرګنده کړه چې غواړي په خوست ولایت کې هم یو نوی ښوونیز مرکز پرانیزي، چې له اتم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې به زده کوونکي وروزي. د ده په وینا، که موافقه وشي، دا بهیر به په تدریجي ډول پراخ شي او ابتدائیه، متوسطه او د لېسې دوره به هم تر پوښښ لاندې راولي.
د احمد توکور په خبره، د دغه تعلیمي بنسټ په جوړښت کې د ترکیې د ولسمشر مستقیمه ونډه شته او په اړوندو ښوونځیو کې د افغانستان او ترکیې تعلیمي مضامین د دواړو هېوادونو د ارزښتونو او حساسیتونو په پام کې نیولو سره تدریسېږي. هغه وویل، زده کوونکي چې له دغو مرکزونو فارغېږي، د ترکیې د ښوونځیو د فارغانو معیار لري.
نوموړي زیاته کړه چې تېر کال یې ۲۰۰ تنه زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته استولي، چې ټول لګښتونه یې د ترکیې دولت پر غاړه دي. ده ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به هم هماغه ډول خدمات وړاندې کړي، لکه څنګه چې یې په خپل هېواد کې کوي.
په خوست کې د طالبانو والي ویلي چې د د دوی د ادارې له لوري به هغه پروګرامونه چې دا تعلیمي بنسټ یې پلي کول غواړي، ولایتي اداره به ورسره بشپړه همکاري وکړي. عبدالله مختار زیاته کړې، ترکیه یو اسلامي او دوست هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولای شي د تعلیم او پرمختګ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.
په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په ګربزو ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څار لاندې شوې دي.
د مالوماتو له مخې، هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره د دوی هلې ځلې روانې دي.
دا مرستې داې مهال کېږي. چې هېواد د طبیعي پېښو له کبله له سخت ناورین سره مخ دی او بشري مرستې هم د پام وړ را کمې شوې دي. همدا اوس په ټول هېواد کې زرګونونه د سېلابونو او ورښتونو له کبله نړېدلي چې تر اوسه ورسره هېڅ راز لازمې بشري مرستې نه دي شوي او پرته له سرپناوو تر شنه اسمان لاندې اوسېږي.
د ملګرو ملتونو ادارو هم اندېښنه ښوولې چې افغانستان له سختې لوږې، فقر، بې وزلۍ او بشري ناورین سره مخ دی چې نړیواله ټولنه او هېوادونه باید په دغه سخت وخت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.