محمد باقر قالیباف: د «محاصرې نظریه» د نفتو د بیو د لوړېدو لامل شوې

د ایران اسلامي شورا مجلس رییس، محمد باقر قالیباف د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نفتو د بیو وروستی لوړوالی د «محاصرې نظریې» او ناسمو سپارښتنو پایله ده.

د ایران اسلامي شورا مجلس رییس، محمد باقر قالیباف د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نفتو د بیو وروستی لوړوالی د «محاصرې نظریې» او ناسمو سپارښتنو پایله ده.
قالیباف پر ایکس خواله رسنۍ کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې سره له دې چې څو ورځې تېرې شوې، خو هغه سناریوګانې چې د جدي ګډوډۍ ادعا یې کېده، تر اوسه نه دي عملي شوې.
هغه زیاته کړې: «تر درې ورځو وروسته هم هېڅ د نفتو څاه نه ده چاودېدلې» او دا وضعیت ښايي همداسې دوام ومومي.
د ایران د پارلمان رییس هغه وړاندیزونه چې د فشارونو د زیاتولو لپاره وړاندې شوي، «بېارزښته» بللي او ټینګار یې کړی چې دغه ډول سیاستونه د بازارونو د بېثباتۍ لامل ګرځي.
د هغه په وینا، د امریکا په حکومت کې ځینې کسان د «محاصرې نظریه» خپروي، چې له امله یې د نفتو بیې له ۱۲۰ډالرو پورته شوې او ښايي تر ۱۴۰ډالرو پورې هم لوړې شي.
قالیباف ټینګار کړی، چې اصلي ستونزه یوازې دا نظریه نه ده، بلکې هغه لیدلوری دی چې د دغو سیاستونو تر شا ولاړ دی.

د امريکا د ويرجينيا ايالت په يوې فدرالي محکمه کې منصفه پلاوي شريفالله چې د داعش ډلې غړی بلل کېږي، د کابل د هوايي ډګر د خونړي بريد په قضيه کې مجرم وپېژانده. هغه د شلو کلونو اعظمي بند له سزا سره مخ دی او تور پرې لګېدلی و چې په دغه بريد کې يې «لوژېستيکي مرسته» کړې ده.
د راپورونو له مخې، نوموړي د خپلې يوې اوونۍ محاکمې پر مهال پر ځان لګېدلي تورونه نه دي منلي.
دغه ځانمرګی بريد د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه، هغه مهال چې طالبان بيا پر کابل واکمن شول او امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتل، د کابل هوايي ډګر د «ابيګېټ» دروازې ته څېرمه ترسره شو.
په هغه وخت کې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه د خلکو د ايستلو په عملياتو بوخت وو. په دې بريد کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول.
د منصفه پلاوي غړو ونه شو کولای پرېکړه وکړي چې ايا د دغو کسانو وژل کېدل د شريفالله د مستقيمې دسيسې او همکارۍ پايله وه که نه. که دوی دې پايلې ته رسېدلي وای، کېدای شوای هغه د عمري بند له سزا سره مخ شوی وای.
تمه ده چې د هغه وروستۍ سزا به په راتلونکو اوونيو کې اعلان شي.
د شريفالله مدافع وکيلې لارن روزن په محکمه کې وويل چې څارنوالانو د هغه پر ضد د باور وړ کومه ثابته ثبوت نه دی وړاندې کړی، پرته له هغو خبرو چې خپله شريفالله د افبيآي د څو ساعته پلټنو پر مهال کړې دي.
هغې زياته کړه چې ښايي شريفالله داسې خبرې کړې وي چې فکر يې کاوه پلټونکي يې اورېدل غواړي، ځکه هغه وېره درلوده چې مخکې له دې چې امريکا ته ولېږدول شي، په پاکستان کې د پلټنو پر مهال له شکنجې سره مخ شي.
شريفالله د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی و، او دا کار د پاکستان د پوځ د قومندان او لومړي وزير له ټرمپ سره د اړيکو د تودېدو پيل وګرځېد.
د امريکا د عدليې وزارت څارنوالانو ويلي چې شريفالله د ابيګېټ بريد په پلان جوړونه کې مهم رول درلود او د داعش خراسان په څو نورو بريدونو کې هم ښکېل و. هغوی په ځانګړي ډول د ۱۴۰۳ کال هغه بريد ته اشاره وکړه چې په مسکو کې په يوه کنسرت تالار کې شوی و او شاوخوا ۱۴۰ کسان پکې وژل شوي وو.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) څېړنو ښودلې وه چې د ابيګېټ بريد ترسره کوونکی عبدالرحمان لوګری و، چې د داعش غړی و او طالبان يې له يوه زندان څخه خوشې کړی و. د اېفبيای د معلوماتو له مخې، شريفالله له دغه بريدګر سره په زندان کې پېژندګلوي کړې وه.
د قضیې څارنوال دا هم وويل چې شريفالله يوه خبريال ته ويلي و چې غوښتل يې «صليبي» امريکايان د خپل هېواد پر ضد د يرغل له امله ووژني.
د اتریش حکومت هڅه کوي، چې د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره د نوې هوکړې له لارې یو نوی لېږدیز میکانیزم جوړ کړي.
د اتریشي رسنیو په وینا، پلان شوې چې دا هوکړه د غویي په ۱۷مه د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان د سفر پر مهال لاسلیک شي. د دې تګلارې له مخې به افغان پناهغوښتونکي لومړی ازبکستان ته انتقالېږي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي.
اتریشي ورځپاڼې «دی پرس» لیکلي، چې دا طرحه د کډوالو د ایستلو لپاره د «منځګړي هېواد» د کارولو یوه نوې بڼه ګڼل کېږي، څو د مستقیمو ستنولو حقوقي او سیاسي محدودیتونه کم کړي.
د اتریش حکومت د دې طرحې ملاتړ د خپلو سختو کډوالۍ پالیسیو یوه برخه بولي، چې له مخې یې غواړي د پناهغوښتونکو د شمېر کمولو لپاره لا اغېزمن اقدامات وکړي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګرهاډ کارنر ویلي،چې دا ګام به د اخراج پروسه لا منظمه او پراخه کړي، او د هغه په وینا هېواد یې غواړي د پناهغوښتنې په برخه کې سخت دریځ وساتي.
خو د بشري حقونو د بنسټونو له نظره، دا ډول تګلارې د کډوالو د خوندیتوب په اړه نوي خطرونه رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې افغانستان ته د ستنېدو له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
اتریش له تېر کال راهیسې د یو شمېر افغان وګړو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې دا بهیر په اروپا کې د کډوالۍ د سیاستونو د سختېدو یوه برخه بلل کېږي.
د امریکا د جګړې وزیر، پيټ هېګسټ ویلي، چې د ایران د میناب په یوه ابتدایي ښوونځي د مرګونې برید په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
دغه پېښه چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې رامنځته شوې، له امله یې له ۱۶۵څخه ډېر کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ماشومان وو.
هېګست دا څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د ډیموکراټ غړي رو کانا د پوښتنو په ځواب کې کړې، چې د دې برید د انساني تلفاتو او پایلو په اړه یې وضاحت غوښته.
هغه دا پېښه «خواشینوونکې» بللې او ویلي یې دي چې د دې ډول پېښو لپاره هېڅ مادي ارزښت نه شي ټاکل کېدای.
هېګست تېره میاشت ویلي وو،چې د امریکا پوځ د دې پېښې د څېړلو لپاره د مرکزي قوماندې (سنتکام) څخه بهر یو جنرال ګومارلی دی، څو بشپړه څېړنه وکړي.
خو هغه د چهارشنبې په ورځ (غوایي ۹مه) د کانګرس په ناسته کې د پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه له وضاحت ورکولو ډډه وکړه او بیا یې ټینګار وکړ چې امریکا ملکي وګړي هدف نه ګرځوي.
دغه پېښه په نړیواله کچه د ملکي تلفاتو او پوځي عملیاتو د پایلو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې، ملالې یوسفزۍ د سکالینډ له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره لا زیات ملاتړ او یوالی وښيي او د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه واخلي.
ملالې یوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ (غویي ۹مه) د سکاټلنډ له لومړي وزیر جان سویني سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې افغان ښځې او نجونې نږدې پنځه کاله کېږي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او ډېری هېوادونو د دوی د وضعیت په اړه «چوپتیا» غوره کړې ده.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې د زدهکړې او کار له حق څخه محرومې شوې دي او حتی د عامه حضور یا د زدهکړو هڅې هم د محدودیتونو او مجازاتو سبب ګرځي.
د ملالې په وینا، وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې د «جنسیتي اپارتاید» د نړیوالو قوانینو له مخې رسمیت پېژندل کولای شي طالبان د خپلو کړنو مسؤل وګرځوي او هېوادونه اقدام ته وهڅوي.
په همدې حال کې، جان سویني په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د جنسیتي اپارتاید د جرمپېژندنې هڅو ملاتړ به کوي.
د دواړو لورو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونه غندل شوي او هغه د ښځو له اساسي حقونو څخه سیستماتیک محرومیت بلل شوی دی.
ملالې یوسفزۍ همداراز غوښتنه کړې، چې افغان ښځې دې په نړیوالو مذاکراتو کې له طالبانو سره شاملې شي او ټینګار یې کړی، چې دا مسله یوازې د افغانستان نه، بلکې د نړیوالو بشري حقونو موضوع ده او د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، ملاتړ ته اړتیا لري.
له هغه راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر ژوند بېساري محدودیتونه لګېدلي دي. په لومړنیو پرېکړو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې بندې شوې، چې نږدې پنځه کاله وروسته هم دوام لري او میلیونونه نجونې له زدهکړې بېبرخې پاتې دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو له لوري د اوپک او اوپکپلس څخه د وتلو پرېکړه ستایلې ده.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په خبري ناسته کې ویلي، چې دا اقدام کولای شي د نفتو د بازار د بېثباتۍ په کمولو کې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول هغه بېثباتي چې د ایران په تړاو د روانو ترینګلتیاوو له امله رامنځته شوې ده.
هغه د ارټیمیس ۲ماموریت د ستورمزلو له لیدنې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دې پرېکړې په پایله کې به د تېلو او پټرولو بیې راټیټې شي او دا به د نړیوالو بازارونو لپاره مثبت پرمختګ وي.
ټرمپ زیاته کړې: «زه فکر کوم دا په پای کې یو ښه اقدام دی، ځکه چې د پټرولو، تېلو او نورو توکو بیې به راټیټې شي.»
د اماراتو د دې احتمالي پرېکړې په اړه نور جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو دا موضوع د نړیوال انرژۍ بازارونو له نږدې څارل کېږي.