د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسلهوالو د وژل کېدو ادعا کړې

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسلهوال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسلهوال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مهمندو ایجنسۍ په سيمه کې د دې هېواد ځواکونو له يوې وسلهوالې ډلې سره نښته وکړه او اته کسان يې ووژل.
د خبرپاڼې له مخې، په بله نښته کې چې د شمالي وزيرستان په سيمه کې شوې، پنځه نور وسلهوال چې غوښتل يې له افغانستانه واوړي، د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په دې اعلاميه کې طالبان د سرحدونو په کنټرول کې په «بشپړه ناکامۍ» تورن کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه نښتې يو ځل بيا د پاکستان دا دريځ تاييدوي چې طالبان د پولې په اغېزمن مديريت کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي».
پاکستاني پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او پرېنږدي چې وسلهوال د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګريز بریدونه ترسره کړي. همدارنګه له هغوی غوښتنه شوې چې د افغانستان وګړو د ترهګريزو بريدونو لپاره پاکستان ته د ننوتو مخه ونيسي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خپل هېواد د امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې د وسلهوالو د اوښتو مخه يې نيولې او دغه کسان يې له هند سره تړلي بللي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو اوونيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي کړکېچ زيات شوی او د ګډې پولې په اوږدو کې پرلهپسې نښتې روانې دي.
پاکستاني پوځ د هغه څه په ځواب کې چې «د وسلهوالو نفوذ» يې بولي، د افغانستان د ختيځ ځينې سيمې، لکه د کونړ ولايت، د توپچي بريدونو هدف ګرځولي چې د راپورونو له مخې لسګونه ملکيان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبانو هم په غبرګون کې جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ ځينې پوستې په نښه کړې دي، چې له امله يې يو شمېر پاکستاني وګړي ټپيان شوي دي.

تورخم کې سلګونه افغان کډوال چې ډېری یې دویم او درېیم نسل دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه نښتو له امله د ورځو راهیسې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې اسلاماباد د افغانانو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، صالحه بيبي، چې ۴۰ کلنه ده، له هغو سلګونو افغان کډوالو څخه یوه ده چې د پنجشنبې په ورځ د تورخم پر پوله ولاړه وه، څو افغانستان ته ستنه شي، هغه هېواد ته چې خپله یې هېڅکله نه دی لیدلی.
نوموړې وویل: «موږ هېڅکله تصور نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته د وتلو ویل کېږي.» هغې زیاته کړه: «موږ له ماتو زړونو سره بېرته روان یو.»
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ټول افغانان، پرته له هغو چې قانوني وېزې لري، له خپلې خاورې وباسي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه له درې میلیونو افغانانو څخه څه باندې دوه میلیونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان هغه کورنۍ دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوې وې.
راپور زیاتوي چې افغان کډوال د څو ورځو راهیسې د پاکستاني چارواکو لهخوا د تېرېدو اجازې ته انتظار باسي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله دا بهیر ځنډېدلی دی. پاکستان ویلي، چې د سویلي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له لوري د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.
صالحه بيبي د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي: «هغه څه چې ما ته تر ټولو ډېر درد راکوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زدهکړو د فرصتونو نشتوالی دی.» هغې زیاته کړه چې پنځه زامن او دوه لوڼې لري او د هغوی خوندیتوب او تعلیم ورته لویه اندېښنه ده.
په ورته وخت کې، ۲۴ کلن برهان خان، چې له خپلې کورنۍ سره د پولې په دروازه کې ولاړ دی، وویل: «موږ له ۱۲ ورځو راهیسې دلته انتظار باسو.» هغه زیاتوي چې ځینې نور کډوال لا تر دې هم ډېر وخت هلته پاتې دي.
برهان خان وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې به د کډوالو وضعیت نور هم خراب کړي. د هغه په وینا: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اوونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي.»
د راپور له مخې، د تورخم پر لاره دواړو غاړو ته د لاریو اوږده کتارونه ولاړ دي چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي.
دا په داسې حال کې ده چې د د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کال تر ټولو سختې نښتې ثبت شوې دي. اسلاماباد تور لګوي چې کابل د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له زیاتېدو سره، ستنېدونکي کډوال وایي چې د حکومتي ژمنو سره سره د ثبت، انتقال او اساسي اسانتیاوو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي، او ګڼې کورنۍ په لنډي کوتل کې د څو ورځو لپاره د نوبت په تمه په نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی، خو ستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې د ژمنو خلاف، د هغوی ستونزې نه دي هوارې شوې او له جدي خنډونو سره مخ دي.
محمد ابراهیم، چې له اکوړه ځټک څخه لنډي کوتل ته رسېدلی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، تر اوسه نه پوهېږي چې افغانستان ته د ستنېدو رسمي بهیر به یې کله بشپړ شي. نوموړی زیاتوي چې کورنۍ یې د نورو کورنیو سره یو ځای په یوه خېمه کې اوسیږي او حتی د اوبو اسانتیا هم نه لري.
نوموړي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «د پاکستاني چارواکو او د طالبانو د استازو له ژمنو سره سره، د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې نه دي کمې شوې.»
د نوموړي په وینا، هره ورځ یوازې د ۸۰ تر ۱۰۰ کورنیو لپاره ټوکنونه(د تګ اجازه) ورکول کېږي، او خلک اړ دي چې د خپل نوبت د معلومولو لپاره څو ځله مرکز ته ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې د چارواکو له وروستي سفر وروسته خلکو هیله لرله چې ستونزې به حل شي، خو «تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی.»
څه وخت وړاندې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي د اپرېل پر ۱۱مه د لنډي کوتل کمپ څخه لیدنه کړې وه او د اسانتیاوو د زیاتولو ژمنه یې هم کړې وه.
په همدې حال کې، د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره د تورخم پر لویه لاره ترافیکي ستونزې هم زیاتې شوې دي. د جمرود له بګیاړي پوستې تر سور کمر سیمې پورې تر ۳۰۰ډېر باروړونکي موټر، چې د کډوالو کورني توکي یې لېږدول، درول شوي وو، څو لومړی په لنډي کوتل کې د موجودو کډوالو اداري چارې بشپړې شي.
راپورونه ښيي، چې د کډوالو د ثبت لپاره په خیبر پښتونخوا کې پنځه مرکزونه جوړ شوي، چې یو یې د لنډي کوتل په حمزه بابا سیمه کې دی. خو ډېری کډوال د لنډي کوتل او شاوخوا سیمو کې په خېمو کې له خپلو کورنیو سره د ورځو لپاره د نوبت په تمه پاتې دي.
د کډوالو د یوې ډلې استازی سعیدالله وایي: «خلک څلور تر پنځو ورځو یوازې د ټوکن اخیستو لپاره انتظار باسي، او له هغه وروسته بیا د نوم ثبتولو لپاره هم څو ورځې نور انتظار کوي.»
هغه زیاته کړه: «زموږ ترمنځ ناروغان، سپینږیري او ماشومان شته چې له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ بې وسه د پاکستاني چارواکو رحم ته ناست یو.»
یو بل کډوال عتیق الله چې له ملاکنډ څخه بېرته افغانستان ته ځي، وایي د پاکستاني پولیسو غیرې انساني چلند اړ کړ چې پاکستان پرېږدي او خپل وطن ته وګرځي. هغه وویل: «پولیس نه یوازې خلک نیسي، بلکې په کورونو در اوړي. له همدې وېرې مو پرېکړه وکړه چې بېرته لاړ شو، خو دلته زموږ لپاره هېڅ اسانتیا نشته.»
د پولیسو د غیرې انساني چلند له امله د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پېښې راپور شوي، د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې یو افغان د امریکا د کډوالۍ پروګرام لپاره منتظر وو او اوس اړ شوی چې له خپلې کورنۍ سره د تورخم له لارې افغانستان ته وګرځي، د نوم د نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: « د اسلام اباد پولیس د ترهګرو غوندې په افغانانو پسې دروازې ماتوي، همدا کافي ده چې افغان یې، نور دوی ته نه ته انسان ښکارې او نه یې ورته زنانه انسانان ښکاري.»
د هغه په وینا، دلته تورخم ته نږدې، په کمپونو کې د ښځو لپاره تشنابونه، د خوړو اسانتیا، د ناروغانو درملنه او نور بنسټیز خدمات نږدې نه شته.
د لنډي کوتل اداري چارواکي وایي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ټوکنونه ورکول کېږي، چې هر ټوکن یوه کورنۍ استازولي کوي.
د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام وزیر ویلي، چې د ثبت بهیر چټک شوی او د نادرا مرکزونه له ۶څخه ۲۲ ته لوړ شوي دي. هغه وویل: «اوس هره ورځ له ۴ زرو څخه زیات افغان کډوال ثبت او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.»
خو نوموړي دا هم ومنله چې د ستنېدنې بهیر په بشپړ ډول د طالبانو د حکومت پر تګلارې پورې تړلی دی. د هغه په وینا: «موږ کولای شو تر دې هم ډېر کډوال واستوو، خو افغان لوری وایي چې د زیات شمېر کډوالو منل ورته ستونزمن دي.»
هڅه مو وکړه چې په تورخم کې د کډوالو د ستونزو او د پاکستاني لوري د اعاوو په تړاو طالب استازو سره هم خبرې وکړو، خو د څو ځله هڅو وروسته هم بریالي نه شو چې د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو نظر واخلو.
د پاکستان له خاورې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر، چې په وروستیو کلونو کې یې چټکتیا موندلې، د سیمې له مهمو بشري او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دا بهیر په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې هغه مهال جدي شو، کله چې د پاکستان حکومت د «بې اسناده بهرنیانو» پر وړاندې د اقداماتو لړۍ پیل کړه او زرګونه افغان کډوال یې یا په خپله خوښه ستنېدو ته اړ کړل او یا یې د جبري ایستنې له خطر سره مخ کړل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر تر یو میلیون اوړي. دا لړۍ د ۲۰۲۶ په لومړیو میاشتو کې هم روانه ده، چې په اوونیز ډول زرګونه کسان افغانستان ته اوړي، په دې کې یوه د پام وړ برخه هغه کسان دي چې په جبري ډول ایستل شوي دي.
پاکستاني چارواکي دا اقدامات د امنیتي، اقتصادي او اداري دلایلو له مخې توجیه کوي او وایي چې بې اسناده بهرنیان باید خپل هېوادونو ته ستانه شي. خو په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا بهیر «جبري ستنول» بولي او ټینګار کوي چې د کډوالو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
بل پلو، د بشري حقونو ادارې او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د دومره لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدنه، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او محدودو اسانتیاوو سره مخ دی، کولی شي بشري وضعیت نور هم پېچلی کړي. د دغو اندېښنو تر څنګ، راپورونه ښيي چې ډېری ستانه شوي کسان د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو له جدي ننګونو سره مخ دي.
په ټوله کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو روان بهیر نه یوازې یوه بشري موضوع ده، بلکې د سیمې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي وضعیت او د افغانستان پر داخلي ثبات هم ژور اغېز لرلی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په کابل کې د یاد هېواد شارژدافیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لهخوا احضار شوی نه دی، بلکې د یوې ناستې لپاره وربلل شوی و. طالبانو اعلان کړی، چې پر کونړ د بریدونو په تړاو یې د پاکستان سفیر احضار کړی و.
طاهر اندرابي د اونیز خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په کابل کې د دغه هېواد شارژافیر عبیدالرحمان نظاماني د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د یوې ناستې لپاره ورغوښتل شوی و.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان شارژدافیر ته د طالبانو د سپارل شوي اعتراضي لیک د محتوا تر کتنې وروسته، اسلاماباد په دې باور دی چې «دا یو ډول تکراري پروپاګند دی».
طاهر اندرابي ویلي، چې کابل غواړي په دې ډول هڅو سره د هغو وسلهوالو ډلو پر فعالیتونو پرده واچوي چې د افغان طالبانو تر څار لاندې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.
نوموړي په کونړ کې د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون د دوشنبې ورځې د برید په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې، خو وړاندې ملګرو ملتونو په کونړ او نورستان ولایت کې پر ملکي تاسیساتو په بریدونو کې ملکي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو راپور ورکړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړی او پر کونړ پوهنتون او نورو ملکي او عامه تاسیساتو د پاکستان د بریدونو په تړاو یې خپل احتجاجلیک ورسپارلی دی.
د ترکیې په استانبول ښار کې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ په نوښت د طالب پلوه څېرو او پاکستان حکومت ته د نږدې استازو غیر رسمي خبرې روانې دي. خو د دغې غونډې عمومي بنر کې د پاکستان له نقشې دوه برخې په بشپړ ډول او د بلوچستان یوه برخه لرې کړای شوې دي.
د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې له طالب پلوه کسانو سربېره، د پاکستان سناتور عبدالقدیر خان، د پاکستان پخوانۍ سناتوره ستاره ایاز، د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان او پاکستانی خبریال حامد میر ګډون لري.
د دغو پنځو پاکستانیانو په حضور کې د غونډې د عمومي ستېج تر شا بنر یا پردې کې د پاکستان له نقشې «ګلګېت بلتیستان» او له هند سره د لانجمنې سیمې «کشمیر» او همداراز د «بلوچستان» یوه برخه لرې کړاې شوې دي.
په لاندنیو نقشو کې په ښکاره توګه ښکاري چې د دغې غونډې نقشه له اصلي نقشې سره څومره توپیر لري او کومې سیمې یې لرې کړای شوې دي.
د سرچینو په وینا، دغه غونډه د طالبانو او د پاکستان حکومت په تایید او د ترکیې په منځګړیتوب او ملاتړ جوړه شوې ده. د دې غونډې په اجنډا کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش فعالیتونه، پر ډیورند کرښې نښتې او د پاکستان بریدونه، اقتصادي او د افغان کډوالو اړوند مسایل شامل دي.
دغه خبرې هم په داسې حال کې روانې دي، چې د طالبانو او د پاکستان د استازو تر منځ په دوحه، استانبول، ریاض او اورومچي کې څو پړاویزو خبرونو څه پایله نهده ورکړې او د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان بریدونه دوام لري او له امله یې عام ولس ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ غیررسمي خبرې اترې کیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو
له دې سربېره داسې راپورونه هم شته، چې پاکستان د طالبانو له مخالفانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او ځينې طالب ضد جریانونه په پاکستان کې د یوه سیاسي دفتر پرانېستلو ته هم لېواله دي.
د ترکیې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان استازو د استانبول په غیررسمي ۱،۵ لړۍ خبرو کې ګډون کړی او دا لړۍ د دوی په همغږۍ پیل شوې ده. د بنسټ په وینا، دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو پر حل او لارو چارو بحثونه کېږي.
یاد بنسټ څرګنده کړې، چې د دغه سازمان عمومي مشر وکیل بولنت ییلدرم د دې ناستې پرانیسته وکړه. د بنسټ په بیان کې ویل شوي، چې د جګړو، افتونو او بېوزلۍ ځپلو سیمو لپاره د مرستو تر څنګ، دغه بنسټ د بشري ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې د شخړو په راکمولو کې منځګړیتوب هم کوي.
د بشري حقونو او ازادیو بنسټ په وینا، په دې بهیر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ بنسټیزې مسئلې تر بحث لاندې راوستل شوې او د حل لارې یې وڅېړل شوې. بنسټ زیاته کړه، چې د تلپاتې سولې پر لور مهم ګامونه پورته شوي، خو د تفصیلي موافقو یا نیټو په اړه څه نه دي شریک شوي.
یاد بنسټ ټینګار وکړ، چې دغه خبرې اترې د «۱،۵ ټریک» په چوکاټ کې غیررسمي بڼه لري، خو د دواړو لوریو استازو مستقیمو ګډون ته لاره هواروي او د باور فضا پیاوړې کوي. ایاېچاېچ زیاته کړې د دې بهیر دوام د شخړو د حل لپاره د راتلونکو عملي ګامونو په ټاکلو کې مرسته کولی شي.