بلوچستان کې د بېلابېلو پېښو له امله پنځه کسان وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو وسلهوالو د ډزو او یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو وسلهوالو د ډزو او یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پنجګور ولسوالۍ اړوند په بونستان او پروم سیمو کې د جمعې په ورځ ناپېژاندو وسلهوالو پر دوو کسانو ډزې کړې دي، چې دواړو د سختو ټپونو له امله مړه شوي.
په ورته وخت کې د مستونګ ولسوالۍ په دشت سیمه کې هم پر درېیو موټر سایکل سپرو کسانو ډزې شوي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
بلخوا د قلات ولسوالۍ په خیل کلي کې وسلهوالو پر یو ځوان ډزې کړي او هغه یې وژلی دی. د وژل شوي ځوان کورنۍ د کوټې او کراچۍ لویه لاره د احتجاج په توګه تړلې او پرلت یې وهلی دی.
همداراز د ډېره بګټي ولسوالۍ په سوي رنګ سړک کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شکنجې پر ضد کمېټې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ویستنې، ځورونې او ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلاماباده یې غوښتي چې د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو پلان» دې یا لغوه کړي او یا هم ژوره بیاکتنه پرې وکړي.
یادې کمېټې د پاکستان ترڅنګ د ایټالیا، ګابون او تاجکستان په اړه خپل وروستۍ موندنې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د دغو هېوادونو د شکنجې ضد کنوانسیون د پلي کېدو وضعیت یې په وروستۍ غونډه کې ارزولی دی.
د راپور له مخې، کمېټې پر پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې اقداماتو په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال د پلان له مخې د افغان اتباعو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ډلهییز اخراج د پناه غوښتنې او نهشړنې د نړیوالو اصولو له بشپړې انفرادي ارزونې پرته ترسره شوی دی.
کمېټې ویلي چې له افغان کډوالو سره، حتا له راجستر شویو کسانو سره، د فشار او زور د کارولو جدي ادعاوې ثبت شوې دي. په دې کې ځورونه، وېرهاچونه، د شړلو ګواښونه، د پولیسو ناوړه چلند، باجاخیستنه، چاپې او خپلسري نیونې شاملې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه تګلارې افغانان له دې جدي خطر سره مخ کوي چې بېرته افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له شکنجې، ناوړه چلند یا نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.
کمېټې له پاکستانه غوښتي چې یا خو دا پلان لغوه کړي او یا یې له سره په ژوره توګه وڅېړي، د پولیسو د ناوړه چلند قضیې تحقیق کړي او مسول کسان عدلي او انضباطي تعقیب ته وسپاري.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، مدني فعالانو، وکیلانو، سیاسي مخالفانو او لاریونوالو پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند د پېښو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د راپور له مخې، په دغو مواردو کې وېرهاچونه، ګواښونه، زور زیاتی، خپلسري نیونې، جبري ورکېدنې، له محاکمې پرته وژنې او سیاسي انګېزه لرونکې قضایي دوسیې شاملې دي، حتا په ځینو مواردو کې پوځي محاکمې هم کارول شوې دي.
کمېټې له پاکستانه غوښتي چې د ټولو ادعا شویو سرغړونو په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملان محاکمه کړي او قربانیانو ته موثر حقوقي او مالي جبران برابر کړي.
دغه کمېټې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي بي، او نورو سیاسي او مدني فعالانو لکه ادریس خټک، علي وزیر او مهرنګ بلوڅ د قضیو په اړه ځانګړې اندېښنه هم ښودلې ده.
هغې سپارښتنه کړې چې د هغو کسانو وضعیت دې بیا وکتل شي چې د سیاسي یا مدني فعالیتونو له امله بندیان شوي، او ډاډ دې ترلاسه شي چې په توقیف کې ورته د روغتیايي پاملرنې مناسب لاسرسی شته.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه، د پاکستان په ایبټاباد کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې اسامه بنلادن وواژه. د الـ.قاعده شبکې بنسټګر طالبانو ته هم ډېر نږدې وو او ویل کېږي، ملا محمد عمر د خپلې ډلې د لومړۍ دورې واکمني هم له بن لادن څخه قربان کړه.
یادې استخباراتي ادارې ویلي، چې د القاعده پر بنسټګر برید د پاکستان پر وخت ۰۰:۳۰ بجې پيل شو او بنلادن د درېیم پوړ په یوه خونه کې په نهو دقیقو کې وموندل شو.
سيایاې په یوې تازه اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه عملیات د امریکا د هغه مهال د ولسمشر له لوري د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شوي وو او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د یوه کوچني ځانګړي ټیم له لوري ترسره شول. د دغې ادارې په وینا، یوه چورلکه سقوط شوه، خو عملیاتو له ځنډ پرته دوام وموند، د بنلادن جسد لومړي پوړ ته یووړل شو او د څو خپلواکو لارو په وسیله یې هویت تایید کړای شو.
د مالوماتو له مخې، د القاعد د بنسټګر مړی د کارل وینسن الوتکوړونکې بېړۍ د شمالي عربي سمندر اوبو ته وغورځول شو. د امریکا د مرکزي استخباراتو په وینا، د اسامه بن لادن له کور څخه یې د ارزونې لپاره ډېر مواد ترلاسه کړي وو.
یادې ادارې ویلي، د پاکستان په اېبټاباد کې د اسامه کور مرکزي ودانۍ غیرمعمولي امنیتي ځانګړتیاوې لرلې؛ له اغزن سیم سره لوړ دېوالونه، دوهګوني دروازې، تورې ښیښې، ښکاره ټېليفوني/انټرنېتي تارونه یې نه لرل او کثافات یې سوځول کېدل. د کور ثبت شويو مالکانو څرګند عاید نهدرلود او همدغو نښو، له کلونو څارنې او د «کنیه» له لارې د کوریر د هویت له موندلو سره یوځای، د بنلادن د پټنځای ارزونه پیاوړې کړې وه.
یادې ادارې زیاته کړې، چې تر عملیاتو مخکې د اسامه د استوګنې کور ته ورته ځای امریکایي ځواکونو ته جوړ کړای شوی وو او هغو پهکې خپل تمرینونه ترسره کړي وو.
سيایاې وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر له کوره راټول شوي اسناد او ډیجیټلي مواد څرګندوي چې بنلادن تر وروستیو شېبو د القاعده په ستراتیژیکو او عملیاتي لارښوونو کې فعال رول درلود.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې دا عملیات د القاعده د ماتولو په برخه کې مهمه بریا وبلله او ویې ویل، چې د استخباراتي ټولنو نږدې همغږیو او د پوځ له ملګرتیا سره یاد عملیات بریالي شوي دي. د القاعده شبکې دې بنسټګر له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته په افغانستان کې اوسېده.
ویل کېږي واشنګټن د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر څخه غوښتي وو، چې هغه ور وسپاري، خو نه یې وه منلې. ویل کېږي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته اسامه بن لادن د ننګرهار د تورې بورې له لارې پاکستان ته لاړ او د امریکا له سترګو پټ څو کاله هلته پاتې شو. د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې فعالیت هم د پام وړ کمزوری شو.
د راپورونو له مخې، اوس هم په افغانستان کې د القاعده شبکې مرکزونه شته او طالبان له دغې ډلې سره ځانګړې خواخوږي لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال د کابل په شیرپور کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې دویم مشر ایمن الظواهري هم په یو هوایي برید کې ووژل شو.
د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ وايي: «پاکستان د ټيټيپي پروژه جوړه کړې او فعاله ساتل یې غواړي». هغه ادعا وکړه: «د پاکستان رياست د ټيټيپي پروژه له هغو خلکو هم خوندي ساتل غواړي چې په لاره کې یې خنډ جوړوي». هغه وويل، دا پروژه به تر هغې فعاله وي، څو یې چې رياست ساتنه کوي.
مُحسن داوړ دغه څرګندونې د شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا درپه خېل کلي کې د ملک سيفالله له وژنې وروسته په پېښور پرېس کلپ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه وويل، درپه خېل د شمالي وزیرستان له هغو څخه ده، چې ځايي خلکو وسلهوالو ته د ورتګ اجازه نهده ورکړې او په وینا یې پاکستاني حکومت په دې برخه کې هېڅ کار هم نهدی کړی.
داوړ زياته کړه، دا لومړۍ پېښه نهده، له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي، رياست او پوځ یې په مخنيوي کې نهدی ليدل شوی، دغه سیمه چې د جمعې د ورځې پېښه پهکې شوې له پوځي چاوڼۍ سره نږدې په يو، يو نيم کلومترۍ کې پرته ده او هلته زرګونه پوځي سرتيري مېشت دي.
خو د پاکستان پوځ تل ادعا کړې، چې د وسلهوالو پرضد یې له توپیر پرته عملیات کړي او تر هغو به دوام لري چې، ټول وسلهوال لهمنځه لاړ شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ افغان طالبان تورن کړي، چې خیبر پښتونخوا کې ډیورند کرښې ته څېرمه ولسواليو کې ملکي وګړي په «قصدي» ډول په نښه کوي او دا کار يې «غيرانساني او دوکهکوونکی» بللی دی. نوموړی وایي، طالبانو جګړه کې له ماتې وروسته، پر ملکي سيمو بريدونو ته مخه کړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير د جمعې په ورځ (د غویي ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه کې د وژل شویو کسانو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي، چې پر ملکي سيمو د طالبانو بريدونه د دې ډلې د مشرتابه کمزوري او «ټيټه اخلاقي» کچه ښيي.
هغه د دغو بريدونو کره وخت نهدی ښودلی، خو ويلي يې دي، چې د باجوړ ولسوالۍ د ځايي مسوولینو د راپورونو لهمخې، د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي، چې پهکې ۶ ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو څو ځله د پاکستان پوځ پر دې تورن کړی وو، چې په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير دا تورونه رد کړي او هغه يې «بېبنسټه او ګمراه کوونکي» بللي دي. هغه ټينګار کړی، چې د پاکستان عمليات يوازې د هغو ډلو پر پټنځايونو او بنسټونو متمرکز دي چې دوی يې «ترهګرې ډلې» بولي.
افغان طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د ادعاوو په تړاو څه نهدي ویلي.
سیمهییزې سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په درپهخېل کې ناڅرګندو وسلهوالو یو قومي مشر ملک سیفالله په ډزو وژلی. د میرانشاه پولیسو ویلي، چې له دې پيښې وروسته د درپهخېل قوم او وسلهوالو ترمنځ په نښتو کې ۳ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ پر خپله اېکسپاڼه د ملک سیفالله درپهخېل وژل کېدل تایید کړي او هغه یې د طالبانو پر وړاندې یو زړور غږ بللی دی. نوموړي ویلي چې له برید وروسته د سیمې د خلکو او وسلهوالو ترمنځ جګړه پیل شوې چې لا هم دوام لري.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی او نه هم پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.
په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو د هدفي وژنو لړۍ چټکه شوې ده. ځايي مشران په دې باور دي چې هغه څوک چې په سیمه کې د وسلوالو ډلو له شتون سره مخالفت کوي، د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان په څېر ډلو له لوري په نښه کېږي.