• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

په کندهار کې پخواني بالمقطع ښوونکي د خپلو پاتې معاشونو غوښتنه کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱

یو شمېر پخوانیو بالمقطع ښوونکو، چې په کندهار کې یې د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې دندې ترسره کړې، ویلي، چې د اتو میاشتو معاشونه یې نه دي ورکړل شوی او څو ځله یې د طالبانو د مشر دفتر ته هم عریضه کړې ده.

یو شمېر پخوانیو بالمقطع ښوونکو، چې په کندهار کې یې د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې دندې ترسره کړې، ویلي، چې د اتو میاشتو معاشونه یې نه دي ورکړل شوی او څو ځله یې د طالبانو د مشر دفتر ته هم عریضه کړې ده.

دغو ښوونکو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې دوی له بېلابېلو ولایتونو په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام په وروستیو کې په کندهار کې د ښوونکو د بالمقطع بستونو په ازموینه کې برخه واخېسته، بریالي شول او ځانونو ته یې کوټې په کرایه ونیولې، خو له اتو میاشتو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او ددوی معاشونه نوې ادارې ته پاتې شول.

یاد ښوونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده دفتر ته یې څو ځله غوښتنلیکونه ور کړي، خو تر اوسه یې ستونزې نه دی اورېدل شوې او معاشونه یې لاهم پاتې دي.

له دې وړاندې د وري پر ۳۱مه د هلمند ولایت د ملکه ثریا روغتون یو شمېر ښځینه کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د جمهوري نظام د وروستیو اتو میاشتو معاشونه یې تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

دغه کارکوونکې وايي، پخوا یې معاش ۱۸ زره افغانۍ و، خو اوس ۷ زره افغانۍ شوی او هغه هم درې میاشتې کیږي چې نه دی ورکړل شوی.

دوی وایي چې د جګړو په سختو شرایطو کې یې هم خپلو دندو ته دوام ورکړی، شپه او ورځ یې کار کړی او د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

یادو کارکوونکو زیاته کړې چې څو ځله یې خپل اسناد او غوښتنې اړوندو وزارتونو ته سپارلي، خو تر اوسه یې حق نه دی ورکړل شوی.

د دوی په وینا، مخکې معاشونه د انکشافي بودجې له لارې ورکول کېدل، خو اوس رسمي سیستم ته انتقال شوي، مګر له دې سره سره یې ستونزې لا هم نه دي حل شوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

په ترکیه کې افغان کډوال وايي چې «پولیسو په سپیو داړلي دي»

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱
په ترکیه کې افغان کډوال وايي چې «پولیسو په سپیو داړلي دي»
100%

یوه افغان پناه‌غوښتونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلې ویډیو کې ادعا کړې، چې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو سپي ور خوشې کړي او هغوی یې داړلي دي. په ویډیو کې د دغه پناه‌غوښتونکي پر بدن د ټپونو او وهلو څرګندې نښې هم لیدل کېږي.

د افغانستان انټرنشنل د یوې څېړنې له مخې، هغه افغانان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له سیاسي بدلونونو وروسته د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله له هېواده وتلي، د ایران او ترکیې په پولو کې له سخت تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

څېړنه زیاتوي چې د پوله ساتو ځواکونو له خوا فزیکي تاوتریخوالی، یرغمل نیونه او په ځینو مواردو کې د لارې طبیعي پېښې د پناه‌غوښتونکو د مرګ لامل شوې دي.

افغان پناه غوښتونکو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع ټولنو غوښتنه کړې، چې دغه مساله وڅیړي.

د ترکیې پولیسو تر اوسه ددې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په دې وروستیو کې ددغه هېواد امنیتي ادارو د بهرنیو پناه غوښتونکو او غیر قانوني کډوالو پر وړاندې خپل اقدامات چټک کړي دي.

له دې وړاندې په پولنډ او بلغاریا کې هم افغان پناه غوښتونکو د دغو هېوادونو له سرحدي ځواکونو شکایت کړی و، چې له پناه غوښتونکو سره تاوتریخوالی کوي.

اروپايي ټولنې له غیر قانوني لارو د کډوالۍ پر وړاندې خپل قوانین او اقدامات په دې وروستیو کې سخت کړي دي.

دغه هېوادونه په دې وروستیو کلونو کې د کډوالۍ له یوې بې سارې څپې سره مخ دي.

نظرمحمد مطمین: په کابل کې غلاوې زیاتې شوې دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۱
نظرمحمد مطمین: په کابل کې غلاوې زیاتې شوې دي
100%

د طالبانو د المپیک ملي کمېټې او سپورټ پخوانی رییس نظر محمد مطمین په خپل اېکس کې لیکلي، چې په کابل کې غلاوې زیاتې شوې دي. نوموړی ویلي، چې په یوه اونۍ کې د کابل په دارالامان سیمه کې یوازې په یوه کوڅه کې له درې کورونو څخه غلاوې شوې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د وسله‌والو غلاوو په اړه شکایتونه کړي.

دوی وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې د موبایلونو، نغدو پیسو، موټرو او د کورونو د لوټلو پېښو له سختې وېرې سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي چې په هېواد کې وسلو ته یوازې طالب جنګیالي لاسرسی لري او ډېری غله د طالبانو په جامو او ظاهري بڼه کې دا چارې کوي.

د غازي‌اباد سړک رغنیزې چارې د درغلیو او بودیجې د نشتوالي له امله درېدلې دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱
د غازي‌اباد سړک رغنیزې چارې د درغلیو او بودیجې د نشتوالي له امله درېدلې دي
100%

د کونړ ولایت د اسمار او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غازي‌اباد سړک د رغنیزو چارو درېدو د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي. ځايي خلک ادعا کوي چې دغه پروژه له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د قراردادیانو د درغلیو او د بودیجې د نشتوالي له امله په ټپه ولاړه ده.

ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د دغه سړک چارې چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې پیل شوې وې، اوسمهال له جدي ځنډ سره مخ دي. د دوی په وینا، په پروژه کې له پیل راهیسې د شفافیت او کیفیت په اړه شکایتونه موجود وو او قراردادیان په غلا او درغلیو تورنوي.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، د دغه ۱۴،۴ کیلومتره اوږد او ۱۴ متره پلن سړک رغنیزې چارې د شاوخوا ۴۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوی و.

ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې د کار له پیله دوه میاشتې وروسته، د سړک پلنوالی له ۱۴ مترو څخه ۱۲ مترو ته راکم شو، چې د دغه بدلون علت تر اوسه روښانه نه دی او د سړک رغنیزې چارې په ټپه ولاړې دي.

د سیمې خلک پر طالب چارواکو غږ کوي چې د پروژې د درېدو علتونه وڅېړي او د پاتې کارونو د بیا پیل لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د کونړ د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د کندوز اوسېدونکي: د درملو نشتوالي د زېږون خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
د کندوز اوسېدونکي: د درملو نشتوالي د زېږون خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي
100%

د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونه د درملو له جدي کمښت سره مخ دي، چې له امله یې د زېږون خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، ان د زېږون پر مهال میندې اړینو روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

د کندوز اوسېدونکو ویلي، چې په دغه ولایت کې «هېڅ درمل» نشته او د ډېری کلینیکونو د درملو زېرمې شاوخوا شپږ یا اووه میاشتې وړاندې پای ته رسېدلې دي. د دوی په خبره، له کله څخه چې د مرستندویه موسسو مرستې بندې شوې دي، په کلینیکونو کې نه یوازې درمل نشته، بلکې کافي روغتیایي تجهیزات هم نه تر سترګو کېږي.

د دغه ولایت اوسېدونکي ادعا کوي چې روغتیایي مسوولین له دغه وضعیت څخه خبر دي، خو لا هم په دولتي روغتونونو او کلینیکونو کې د زېږون پر مهال اړین خدمات نه وړاندې کېږي.

ځینو سرچینو دا اندېښنه هم ښودلې چې یو شمېر ناروغې ښځې د درملو او امکاناتو د نشتوالي له امله، له ولسوالیو څخه تر ښار پورې د تګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د کندوز د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د کابل یو اوسېدونکی: «هره میاشت مو د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ لګیږي»

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۱
د کابل یو اوسېدونکی: «هره میاشت مو د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ لګیږي»
100%

د کابل یو اوسېدونکی په یوه پیغام کې چې له افغانستان انټرنشنل سره یې شریک کړی، وایي چې د پلازمېنې د اوبو د کمښت ناورین د دوام له امله، خلک اړ دي، چې هره میاشت د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ ولګوي.

د کابل ددغه اوسېدونکي په وینا، اوبه اوس په یوه «لوکس یا قیمتي توکي»بدلې شوې او د منځني اقتصاد لرونکي خلک اړ دي چې هره میاشت شاوخوا ۹زره افغانۍ یوازې د څښاک اوبو لپاره ورکړي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو ادارې تر اوسه د دې حیاتي ستونزې د حل لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.

راپورونه ښيي چې پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو بې‌ساری مصرف، د ژورو څاګانو کیندل او د ښار ناسم مدیریت په کابل کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي.

نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې که د دغه ناورین د حل لپاره ژر اقدام ونه شي، نو کابل ښايي په راتلونکو کلونو کې د نړۍ لومړنی داسې پلازمېنه شي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ کېږي.