د اقتصادي چارو شنونکي هم له پخېدو مخکې د پستې راټولولو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کار له يوې خوا د پستې حاصلات کموي او له بلې خوا د پستې کيفيت او د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.
د بادغیس لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رييس جلالالدین حقاني له وخت وړاندې د پستو راټولولو پر مخنیوي او د پستو ځنګلو پر خوندي ساتنې ټينګار کړی او په دې برخه کې یې د ځايي اوسېدونکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د بادغیس لپاره د طالبانو مسوولین په دې تړاو وايي، د پستو له وخت مخکې راټولول نه یوازې د بازار پر بیو منفي اغېز کوي، بلکې د ولایت پر عمومي اقتصاد او د خلکو پر عایداتو هم مستقیمه ضربه واردوي.
یادو مسوولینو له ځايي خلکو وغوښتل، چې د پستو د ځنګلونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او تر هغې چې حاصلات پوره نهوي رسېدلي، د «شول» له ماتولو او هر ډول ګډوډۍ څخه ډډه وکړي او همداراز یې ژمنه کړې، چې سږ کال به د پستو دغه ارزښتناکه ملي شتمني تر حاصلاتو پورې خوندي وساتل شي.
د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر شکور بېدل، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د روان پوهنې له نظره کله چې یو ماشوم د خلکو وهل، په ځانګړي ډول د درو سزا، په خپلو سترګو ویني، دا یوازې یو صحنه نه وي، بلکې مستقیم پر ذهن او عاطفي سیستم یې اغېز کوي دا صحنه ورته د خطر نښه ښکاري. ذهن یې دا پیغام اخلي چې نړۍ خوندي نه ده او دا کار د وېرې او دوامدار اضطراب سبب ګرځي. حتا که ماشوم پخپله له سزا سره مخ نه وي، بیا هم دا فکر ورسره پیدا کېږي چې کېدای شي «دا له ما سره هم وشي».
هغه زیاتوي، چې له رواني پلوه، دا ډول تجربې کولی شي ژور اغېز پرېږدي او د رواني ټپونو سبب شي. ځینې ماشومان وروسته د بدو خوبونو، ناڅاپي وېرې، یا ذهني فشار نښې ښيي، چې دا د «د سختې او وېرونکې پېښې وروسته رواني اختلال» سره ورته حالتونه دي. دا ډول صحنې د ماشوم په حافظه کې کلک پاتې کېږي او په راتلونکې کې یې پر عاطفي ثبات منفي اغېز کوي.
ډاکټر بېدل په خپلو خبرو کې وویل، د دې چارې تر تولو مهمه اغېزه دا ده چې ماشوم دا ډول تاوتریخوالی عادي ګڼل پیلوي. کله چې دا ډول کړنې په عام محضر کې ترسره کېږي، ماشوم دا زده کوي چې زور کارول د ستونزو د حل یوه منل شوې لاره ده. دا زده کړه کولی شي په راتلونکي کې د ده په چلند کې څرګنده شي او د تاوتریخوالي تمایل زیات کړي. سربېره پر دې، د دوامدارو داسې صحنو لیدل د عاطفي بېحسۍ لامل کېږي، یعنې ماشوم ورو ورو د نورو د درد پر وړاندې خپل حساسیت له لاسه ورکوي.
دیني عالم، مولانا روح الله محمدي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې اسلام د ماشومانو د ساتنې، روزنې او سالمې فکري ودې ټینګار کوي او داسې صحنې چې پکې تاوتریخوالی وي، باید د ماشومانو له نظره لرې وساتل شي. هغه زیاتوي چې د سزاوو پلي کول که څه هم د شرعي حدودو په چوکاټ کې بحث کېدای شي، خو د ماشومانو حضور پکې اړین نه دی او دا کار د هغوی پر اخلاقو او روان منفي اغېز کولای شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلام له نظره، د ماشوم د شخصیت جوړونه په مهربانۍ، ښوونې او سالم چاپېریال پورې تړلې ده، او باید داسې شرایط برابر شي چې ماشومان له وېرې، تاوتریخوالي او ذهني فشار څخه خوندي پاتې شي.
د یادولو وړ ده، چې طالبان پر تورنو کسانو د سزاوو د عملي کولو لپاره تل د عام محضر څخه کار اخلي او عامه ولس په زور اړ کوي چې د دغو سزاوو صحنې وګوري.