ښاغلي دانش صاحب د فدرالیزم په اړه زما د توضیحاتو په تړاو نقد ترتیب کړی او هغه یې له خپلې فیسبوکپاڼې خپور کړی دی.
که څه هم د داسې پېچلو موضوعاتو بحث په لیکلي بڼه ډېره حوصله غواړي او غوره ده چې حضوري بحثونه وشي، خو د دې لپاره چې سکوت د موافقې په معنا تعبیر نه شي، غواړم څو لنډې څرګندونې محترم دانش صاحب او هغو هېوادوالو ته وړاندې کړم چې دا ډول موضوعات تعقیبوي.
په پیل کې باید ووایم چې د محترم دانش صاحب توضیحاتو زما قناعت حاصل نه کړ.
ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې فدرالیزم د حکومتدارۍ یو پېچلی سیستم دی، نسبتا ډېر لګښت لري او د افغانستان لپاره ضروري نه دی.
دانش صاحب مني چې فدرالیزم یو پېچلی او نسبتا ډېرلګښته سیستم دی، خو زیاتوي چې فدرالیزم انساني ارزښتونه لکه عدالت او برابري لوړوي، انساني احساسات، ټولنیز تړون، متقابل درناوی او سولهییز ګډ ژوند پیاوړی کوي. همدارنګه دانش صاحب ادعا کوي چې په متمرکز حکومت کې ډېر اختلافات، ترینګلتیاوې او شخړې وي، حال دا چې په فدرالي نظام کې دا ستونزې کمې وي؛ او دا هم وايي چې فدرالیزم د خلکو د سیاسي ګډون کچه زیاتوي.
د دې څرګندونو په ځواب کې زه خوشحاله یم چې محترم دانش صاحب زما دا نظر نه دی رد کړی چې فدرالیزم یو پېچلی او لوړلګښته سیستم دی، بلکې دا یې منلې چې د فدرالیزم لګښت توجیه کېدای شي. خو متاسفانه هغه لوړ صفات چې دانش صاحب یې فدرالیزم ته منسوبوي، په واقعیت کې له فدرالیزم سره مستقیم تړاو نه لري.
کاشکې محترم دانش صاحب د عدالت، ښې حکومتدارۍ او همبستګۍ شاخصونه تشریح کړي وای او د مقایسوي ارقامو له مخې یې د متمرکز او فدرالي نظامونو ترمنځ وړاندې کړي وای. روښانه ده چې ښاغلي دانش صاحب د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره شمېرې نه دي وړاندې کړې او د فدرالي حکومتدارۍ له سیستم سره ددغو لوړو ځانګړنو اړیکه له شواهدو پرته دعوې نه اخوا بل څه نه دي.
دانش صاحب هم پوهېږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه متمرکز حکومت لري او شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ هېوادونه فدرالي نظام لري.
په ډېرو مواردو کې د ښې حکومتدارۍ، عدالت او د خلکو د ګډون له پلوه سکاندیناوي هېوادونه (ډنمارک، سویډن او ناروې) لوړه درجه لري. باید ووایم چې دا هېوادونه او همدارنګه هالنډ، بریتانیا، فرانسه او جاپان، چې ښه حکومتداري لري، متمرکز نظام لري نه فدرالي.
د شتمنۍ وېش او ملي عاید هم په دغو هېوادونو کې تر امریکا، هند او برازیل ډېر مساوي دی. له تاریخي پلوه د اسلام د راشده خلفاوو دوره چې د افسانوي عدالت نمونه بلل کېږي، هم متمرکز نظام ته نږدې حکومتداري کاروله، نه فدرال؛ خلیفه کولی شوای واليان مقرر یا له دندې لرې کړي او بل څوک د والي په توګه واستوي.
همدارنګه په ځینو فدرالي نظامونو کې طبیعي سرچینې په ولایتونو پورې تړلې وي، چې دا کار په هېواد کې اقتصادي نابرابري زیاتوي. باید ټول اتباع د طبیعي شتمنیو په ګټه کې شریک وي، نه یوازې د ځانګړو ولایتونو خلک.
په دې اړه کولای شم اوږده څه ولیکم، خو په لنډ ډول ویلای شم چې فدرالیزم د عدالت له پلوه، د شخړو د کمولو، همبستګۍ او د خلکو د سیاسي ګډون له پلوه په یوه کې هم کومه برتري نه لري، بلکې په ډېرو مواردو کې متمرکز نظامونه غوره پایلې ورکوي. ما تمه لرله چې محترم دانش صاحب د خپلو ادعاوو لپاره علمي منابع، شمېرې او مقایسوي مطالعات وړاندې کړي، نه یوازې نظرونه.
ما نظر ورکړی چې فدرالي سیستم د حکومت له وظیفوي اړتیا پرته، د حکومت څو پوړیز جوړښت وړاندې کوي چې فدرالي، ولایتي او محلي ادارې پکې شاملې دي. سره له دې چې د فدرالي نظام جوړښت په ټولو هېوادونو کې په بشپړ ډول یو شان نه وي، د بېلګې په توګه د امریکا په فدرالي جوړښت کې د حکومتدارۍ بېلابېل پوړونه په پام کې ونیسئ. په امریکا کې د مرکزي حکومت ترڅنګ هر ایالت جلا ټاکل شوی حکومت لري. له همدې مخې، هر ایالت د والي یا د ایالتي حکومت د مشر تر څنګ ایالتي پارلمان، ایالتي څارنوالۍ، ایالتي محکمې او ایالتي کابینه لري.
په هر ایالت کې د فدرالي محاکمو ترڅنګ ایالتي محاکم او ایالتي پولیس هم فعالیت کوي. ځینې جرمي اعمال د فدرالي قانون له مخې د فدرالي محکمې په وسیله د فدرالي پولیسو او فدرالي څارنوالۍ له خوا تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي، خو نور جرمي اعمال شته چې تعقیب یې بیا د ایالتي ادارو تر صلاحیت لاندې وي. ولې یوه محکمه ټول جرمي اعمال تعقیب نه کړای شي؟
دا ډېرې حکومتي طبقې له وظیفوي، یانې د عدلي تعقیب له پلوه ضروري نه دي، خو په امریکا کې د تاریخي شرایطو له امله توجیه کېدای شي، ځکه د خپلواکۍ پر مهال ۱۳ جلا ایالتونه موجود وو او دغه ۱۳ ایالتونه دې ته چمتو نه وو، چې بشپړ مدغم شي او ملي حکومت جوړ کړي. نو د دې لپاره چې هغوی د امریکا په لوی فدرالي اتحاد کې د یو ځای کېدو موافقه ترلاسه کړي، ځینې امتیازات ورکړل شول چې له سیاسي پلوه توجیه کېدای شي، خو له وظیفوي اړخه ضروري نه وو.
ددې یوه بله بېلګه د امریکا په سنا کې د هر ایالت مساوي استازیتوب یادولی شو. د کالیفورنیا ایالت چې شاوخوا ۳۰ میلیونه نفوس لري او د روډایلنډ ایالت چې شاوخوا یو میلیون نفوس لري، دواړه په سنا کې دوه دوه سناتوران لري. دا ډول نابرابري سیاسي توجیه لري، ځکه که دا امتیاز نه وای ورکړل شوی، نو ښايي روډایلنډ به د فدرالي اتحاد برخه نه وای ګرځېدلی.
زما مطلب دا دی چې د فردي یا ټولنیز عدالت او فدرالیزم ترمنځ اړیکه یو واقعیت نه دی، بلکې یوازې یو نظر دی چې شواهد نه لري. همدا خبره د تاوتریخوالي د ورکاوي او د خلکو د سیاسي ګډون په اړه هم وینم. د امریکا په فدرالي نظام کې د خلکو ګډون په انتخاباتو کې د سکاندیناوي هېوادونو، انګلستان، فرانسه او هالنډ په پرتله کم دی.
همدارنګه که فدرالیزم قومي تاوتریخوالي له منځه وړلی، نو موږ به په پاکستان کې د بلوڅانو مقاومت، په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، په عراق کې سیاسي بېثباتي او د یوګوسلاویا او شوروي اتحاد تجزیه نه وای لیدلې.هغه دوه هېوادونه چې خپل حکومتي نظام یې له متمرکز څخه فدرالي ته بدل کړی دی (بلجیم او ایتوپیا) اوس هم لکه مخکې ژبني او سمتي ستونزې لري.
رښتیا خبره دا ده چې په متمرکزو نظامونو کې کله ناکله عادل حکومتونه، سوله او امنیت، او د برابرۍ احساس لیدل کېږي او کله ناکله برعکس حالت وي. همدا حالت په فدرالي نظامونو کې هم شته.د سولې، عدالت، برابرۍ او همبستګۍ تړاو له فدرالي نظام سره یو بې شواهدو ادعا ده. په دې برخه کې د حکومت د مشر شخصیت او د هغه د ادارې وړتیا ښايي تر نظامي جوړښت لا ډېر مهم وي.
په امریکا کې د ملي دولت د جوړېدو پر مهال (تقریباً ۲۵۰ کاله مخکې) متمرکز حکومت یو انتخاب یا بدیل نه و. ۱۳ مستعمرې په پیل کې حتا چمتو نه وې چې فدرالي حکومت جوړ کړي او لومړی یې د کنفدرالي حکومت تجربه وکړه، خو د دې ډول دولت ناکامي بالاخره دا ۱۳ جلا واحدونه دې ته اړ کړل چې د فدرالي حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.
په افغانستان کې بیا زموږ د دولت اداره له پيله متمرکزه پاتې شوې ده؛ له همدې امله له متمرکز دولت څخه فدرالي نظام ته بدلون، هم له سیاسي اخلاقي پلوه او هم له عملي پلوه، غیر ضروري ګڼل کېږي.
پر غیر ضروري پېچلتیا سربېره، د فدرالي حکومت بڼه اضافي لګښتونه هم غواړي. په امریکا کې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ټولو ایالتي حکومتونو ټولیزه بودیجه شاوخوا۳،۱ ټریلیون ډالرو ته رسېده. دا ټول لګښتونه د امریکا خلک د مالیاتو له لارې پرې کوي.یو غریب هېواد لکه افغانستان لا له وړاندې د مرکزي حکومت د لګښتونو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دی؛ نو د فدرالي نظام د لګښتونو زیاتوالی او اضافي اداري جوړښتونه به د افغانستان پر ملت یو دروند او بېګټې بار شي.
ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې فدرالیزم په هغو هېوادونو کې چې پراخه جغرافیا او زیات نفوس لري، ښايي ګټور وي، او په نویو جوړېدونکو هېوادونو کې یو نسبي جدي بدیل ګڼل کېدای شي. خو دانش صاحب انتقاد کړی او وایي چې فدرالیزم د کوچنیو او لویو، زاړو او نویو جوړو هېوادونو لپاره یو مناسب او مطلوب حکومتي ماډل دی.
هو، زه پوهېږم چې د نړۍ په شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ هېوادونو کې د حکومت جوړښت د فدرالي ماډل پر بنسټ دی، خو زما په نظر د دې ماډل غوره توجیه په لویو هېوادونو کې ده. په کوچنیو هېوادونو کې دا ډول پیچلی جوړښت غیر ضروري دی.همدارنګه د نویو جوړېدونکو دولتونو په اړه هم دا ماډل زیات مطرح کېږي، خو ټول نوي هېوادونه له فدرالیزم څخه پیروي نه کوي. باید په پام کې ونیول شي چې اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه د متمرکز حکومتدارۍ له ماډل څخه استفاده کوي. په حقیقت کې متمرکز حکومت د حکومتدارۍ عادي او عام شکل دی.
خو زما په بحث او د استاد دانش په نقد کې مهمه موضوع د فدرالیزم بڼه ده. زما په نظر، هغه فدرالیزم چې د هېواد وېش د قوم پر بنسټ جوړوي، په داسې ملي ټولنه کې لکه افغانستان چې ټول قومونه په ټولو ښارونو او په ډېری ولایتونو کې ګډ مېشت دي، یوه ستره فاجعه به وي ځکه د قومي تراکم پر بنسټ د هېواد شعوري اداري وېش کولی شي د نورو قومونو خلکو ته په بېلابېلو ولایتونو کې نارامي پیدا کړي او امکان لري چې د هېواد دننه د پراخو مهاجرتونو سبب شي.هند وروسته له دې چې په ۱۹۴۷ کال کې په هند او پاکستان ووېشل شو، د پراخو مهاجرتونو، وژنو او د میلیونونو بېګناه هندو او مسلمانانو د شتمنیو د لوټ او چور شاهد و. د هند د وېش د کډوالو تراژیدي د بشري تاریخ له تر ټولو دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي.
زما په نظر د قوم پر بنسټ د افغانستان اداري وېش کېدای شي د ډلهییزو مهاجرتونو سبب شي، او طبعاً زه د دې مخالف یم.
دانش صاحب د مهاجرتونو په اړه اندېښنه ردوي او وایي چې فدرالیزم پلویان د هېواد وېش د قوم پر بنسټ نه غواړي، خو کوم واضح معیار نه وړاندې کوي. هغوی زیاتوي چې د ولایتونو په وېش کې به قومي، جغرافیایي، ټولنیز، ژبني، کلتوري او اقتصادي ملاحظات په پام کې نیول کېږي. خو د دومره ډېرو متغیرونو یادول په عملي ډول د روښانه او تطبیق کېدونکو معیارونو د رامنځته کېدو مخه نیسي.
زما برداشت دا دی چې محترم دانش صاحب د هېواد د اداري وېش لپاره روښانه معیار نه لري او وړاندیز یې مجهول دی.
تر دې هم مهمه دا ده چې محترم دانش صاحب د افغانستان لپاره د قومي فدرالیزم د بڼې له ردولو وروسته ژر دا زیاتوي: «موږ نن باید دا واقعیت ومنو چې په افغانستان کې تل قومي تضادونه د ډلو جوړېدو، شخړو، ویشونو او حتا جګړو بنسټیز محور پاتې شوي دي. په بله وینا، موږ باور لرو چې اصلي تضاد په افغانستان کې قومي تضاد دی، نه طبقاتي، نه مذهبي او نه ایډیولوژیک.... موږ فدرالیزم د همدې ستونزې د حل لپاره، یعنې د قومي تضاد د حل لپاره وړاندیزوو څو چې دا تضاد حل نه شي، افغانستان به د سولې او ثبات مخ ونه ویني».
خو که اصلي تضاد قومي وي او فدرالیزم د همدې تضاد د حل لپاره وړاندیز کېږي، نو څنګه کېدای شي چې دا «قومي تضاد» په فدرالیزم کې له قومي عنصر پرته حل شي؟ زما تمه دا وه چې محترم دانش صاحب دا روښانه کړي چې کومې مشخصې قومي ستونزې به د هغوی د غیرقومي فدرالیزم له لارې څه ډول حل کېږي.
زه د غیر قومي فدرالیزم او د «قومي تضاد» د حل ترمنځ منطقي او عملي اړیکه نه وینم.
زما په نظر د فدرالیستانو اصلي هدف د افغانستان د دولت او ملت د افغان هویت نفی کول دي او دا کار د افغان ضد دریځ دی چې طبعاً د افغانانو اکثریت، په ځانګړي ډول مليپال افغانان، یې نه مني.
که هدف په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د ښاروندانو مساوات وي، نو د دې لپاره د فدرالیزم رامنځته کول ضروري نه دي. د ښاروندانو مساواتو لومړی ځل په فرانسه کې د لوی انقلاب پر مهال د متمرکز نظام تر چتر لاندې تحقق وموند، او تر نن ورځې پورې فرانسه یو متمرکز نظام لري.په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو اکثریت (شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه) متمرکز حکومتي نظام لري، نه فدرالي. په ډېرو دیموکراتیکو متمرکزو هېوادونو کې د ښاروندانو حقوق تامین شوي دي. نو د ټولو افغانانو د مساوات لپاره د فدرالیزم رامنځته کول ضروري نه دي.
د هېواد اساسي قوانینو دا ستونزه له مخکې حل کړې ده، په ځانګړي ډول د ۲۰۰۴ کال د جمهوریت اساسي قانون چې محترم دانش صاحب هم د هغه په ترتیب کې برخه لرله او ما هم د اساسي قانون د لویې جرګې په ځینو مهمو بحثونو کې ګډون درلود. په دې قانون کې هېڅ ډول قومي تبعیض ته اجازه نه ده ورکړل شوې او د ښاروندانو د مساوي حقوقو په احکامو پسولل شوی او ویلای شو چې د نړۍ له مترقي اساسي قوانینو څخه یو دی.له همدې امله، په افغانستان کې د فدرالیزم غوښتنه یوه غیر ضروري هڅه ده.
ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فدرالیزم د ملاتړو شمېر محدود دی او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه مطرحو سیاسي څېرو تر اوسه د فدرالیزم د ملاتړ اعلان نه دی کړی. خو دانش صاحب وايي برعکس فدرالیزم ډېر پلویان لري او دا اوس د حکومتدارۍ یو ډېر مطرح ماډل دی. په یوه ازاده ټولنه کې حتا غیر مفید او افراطي نظریات هم ځینې پلویان لرلای شياو د هغو نظریاتو په اړه بحث کول ستونزې نه رامنځته کوي.خو که د قومي فدرالیزم دعوه، چې د افغانستان د دولت او ملت د افغان هویت د کمزوري کولو غوښتنه کوي، جدي شي، زما په باور د افغانانو عمومي او په ځانګړي ډول د مليپالو افغانانو غبرګون به سخت شي او دا ډول فدرالیزم به د دې پر ځای چې تاوتریخوالی کم کړي، کېدای شي هغه نور هم زیات کړي.
په لنډ ډول، فدرالي نظام پر متمرکز نظام هیڅ ډول عملي او اخلاقي برتري نه لري. زه هېڅکله دا نه ردوم چې فدرالي نظام په ځینو هېوادونو کې بریالی او د تطبیق ثابت شوی، خو دا بریا د هغو هېوادونو د ځانګړو تاریخي، سیاسي او ټولنیزو شرایطو محصول ده چې دغه شرایطد افغانستان په وضعیت کې نشته.هر نظام خپلې ځانګړې ښېګړې او کمزورتیاوې لري. په پرتلیز ډول نه شو ویلای چې فدرالي نظام د متمرکز نظام په پرتله د ستونزو حل کوونکی او د عدالت او پرمختګ اسانچاری واوسي.
ډېرو هېوادونو د متمرکز نظام په وسیله عادلې، پرمختللې او د سولې او امنیت لرونکې ټولنې جوړې کړې دي. نظامونه پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي پایلو اغېز لري، خو د تصمیم نیوونکو کرکټر(شخصیت) او کفایت هم په پرمختګ، عدالت او د ملي پیوستون په احساس کې مهم رول لري.
ددې ټکو په درک او د استاد دانش نظر ته په درناوي، زه په افغانستان کې د فدرالي نظام رامنځته کول د قومي ستونزو، د حکومتدارۍ او اقتصادي وروستهپاتې والي د حل لپاره ضروري نه ګڼم. موږ کولای شو د متمرکز نظام اومنتخب او حسابورکوونکي حکومت په اډانه کې د ښاروندانو د مساوي حقوقو په تحقق، د ټولنیز عدالت، اقتصادي پرمختګ، سولې او قانوني خوندیتوب او ملي یووالي هیلېپه واقعیتونو بدلې کړو.
په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې\لیدلوري د لیکوالانو نظر دی. دغه لیکنه له افغانستان انټرنشنل سره د انوارالحق احدي پر مرکې د غبرګونونو په ځواب کې لیکل شوې، له همدې امله یې افغانستان انټرنشنل-پښتو د خپلو مخاطبانو لپاره خپروي.