د پاکستان په کراچۍ کې د نشهيي توکو د یوې شبکې مشره نیول شوې

د پاکستان د سند د کراچۍ ښار پولیسو د سېشنبې په ورځ وويل، هغه ښځه یې نیولې، چې د ښار له تر ټولو منظمه د نشهيي توکو شبکې مشري یې کوله. دغه تورنه ښځه «انمول» نوميږي، خو په «پنکي» مشهوره ده.

د پاکستان د سند د کراچۍ ښار پولیسو د سېشنبې په ورځ وويل، هغه ښځه یې نیولې، چې د ښار له تر ټولو منظمه د نشهيي توکو شبکې مشري یې کوله. دغه تورنه ښځه «انمول» نوميږي، خو په «پنکي» مشهوره ده.
د کراچۍ پولیسو د سېشنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) وويل، پنکي د ښار د ګارډن سیمې په یوه اپارتمان کې د ګډو عملیات په پایله کې نیول شوې ده. پلټونکي ادعا کوي، چې هغې د کوکاین د پروسس یوه پرمختللې او همداراز د نشهيي توکو د وېشنې ډلې مشري کوله او اړیکې یې له کراچۍ ورهاخوا لاهور، اسلاماباد او نورو ښارونو ته غځېدلې وې.
د اېکسپرېس ټريبيون د راپور لهمخې، دغې ښځې پوليسو ته په لومړنیو خبرو کې ویلي، چې د هغې په مشتریانو کې د شتمنو سیمو زدهکوونکي او همدارنګه با نفوذه او لوړپوړي اشخاص شامل وو.
پنکي د سېشنبې په ورځ محکمې ته په داسې حال کې چې لاسونه یې نهوو تړل شوي، وړاندې شوه او محکمې هم د دغې شبکې د لا ښې ارزونې په موخه پولیسو ته امر کړی چې په توقیف کې یې وساتي او خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
له دې سره سم، دا چې یاده تورنه د لاسونو له تړل کېدو یا ولچک کېدو پرته محکمې ته وړاندې شوه وه، نو د کراچۍ د پولیسو مشر جاوېد عالم په یاده چاره کې د بېغورۍ له امله د قضیې د اړوند افسر او کارکوونکو دندې یې وځنډولې.

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومتي استازو ترمنځ د خیبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت پر سر جنجال رامنځته شو. دغه جنجال هغه مهال پیل شو، چې د اپوزيسيون غړي مولانا عطاالرحمان د پوښتنې په توګه مطرح کړه، چې ایا خيبرپښتونخوا «ترهګرو ته سپارل شوی»؟
د ډاننيوز د خبر لهمخې، مولانا عطاالرحمان وويل، ولې «زموږ (د پښتنو) وينه ارزانه ګڼل کيږي، د خيبرپښتونخوا لپاره ولې اندېښنه نشته»؟ هغه همداراز د پښتونخوا د امنيت په تړاو کې د تحریک انصاف پر ايالتي حکومت هم د بې پروايۍ تور ولګاوه.
هغه په لکي مروت او بنو کې د وروستيو بریدونه په يادونې سره د سنا غړو ته په خطاب کې وویل، پښتونخوا او بلوچستان ته دې باید اهميت ورکړل شي.
دغو څرګندونو ته په ځواب کې د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري وویل، چې هره ترهګریزه پېښه په سنا کې غندل شوې ده. «زه باور نهلرم چې زموږ زړونه په دغو پېښو نه دردېږي»، هغه وویل، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ پرضد لا هم عملیات روان دي.
د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله بیا وویل، چې د عطاالرحمان پر وطنپالنې یې بشپړ باور دی او د خيبرپښتونخوا د جلا کېدو خبرې یې رد کړې.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې وسلهوالو بریدونو زور اخیستی دی.
د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسېدو لپاره تګلاره نهشته او د پاکستان د پالیسیو تناقضات جګړه اوږدوي. د نوموړي په وینا، اسلاماباد ۲۰ کاله طالبان پیاوړي کړل، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا تګلاره پر ستراتیژیکو ستونزو بدله شوې.
جنرال سمېع سادات د سېشنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان بیا منسجم شوی او په خیبر پښتونخوا کې یې بریدونه زیات کړي او هممهاله د بلوچستان ازاديپالو عملیات پراخ شوي دي. د هغه په وینا، د بلوچستان ازاديپالو بریدونه پر پوځي تاسیساتو، لویو لارو او د چین پر «سېپیک» پروژې متمرکز دي او پر ډیورند کرښه نښتو د پاکستان او طالبانو ترمنځ بېباوري ژوره کړې ده.
سادات ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي جوړښت دننه ښکاره درز رامنځته شوی؛ د پوځ یو برخه، طالبان او ټيټيپي د خپل ملي امنیت لپاره نېغ په نېغه ګواښ ګڼي او پر وړاندې یې د پوځي اقدام غوښتنه کوي، خو د ایاېسای او مذهبي شبکو یوه برخه لاهم طالبان د سیمهییز نفوذ وسیله بولي. ده زیاته کړې، دغه تناقض «یوې ځان-ځپونکې تګلارې» ته لار هواره کړې، چې «یو میاشت بمبارۍ کوي او بله میاشت د ګډې همکارۍ لارې لټوي».
د سادات په بارو، چې له دې ضدونقیض چلند څخه درنې اغېزې زیږېدلې دي. هغه وایي: «د پاکستان سرتېرو سلګونه تلفاتو، پر سیپیک او چینایي پروژو پرلهپسې بریدونو، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ناامنيو، اقتصادي کمزوري او سیاسي بېلوالی رامنځته کړی دی».
سادات ټینګار کړی، چې «پاکستان نهشي کولای افراطیت ودروي» او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې د ایډیالوژیکو پروژو پر ځای د دولت پر منافعو ولاړه واحده ملي تګلاره غوره کړي.
سادات همدارنګه له نړیوالې ټولنې، سیمهییزو قدرتونو او د طالبانو ضد افغاني قوتونو غوښتي، چې د طالبانو دوامداره واکمنۍ ته یوازې د افغانستان د کورنۍ موضوع په سترګه ونهګوري.
د هغه په وینا، که سیاسي اصلاحات، سیمهییزه همکاري او د افغانستان په اړه بشپړ ستراتیژیک بدلون رامنځته نهشي، شخړه به له پولو واوړي او د کلونو لپاره به ټولې سیمې ته د بېثباتۍ څپه خپره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا دوه ورځې مخکې د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ژغورنې لپاره د «اڅکزي فورمول» په وړاندې کولو سره په دغه هېواد کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو له ټينګار سربېره ویلی، چې وسلهوال ځواکونه باید له سیاسي چارو واېستل شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د استرالیا د ترهګرۍ ضد برخې له سفیرې مېرمن ګېما هاګینز سره یې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د «مېشتو» ترهګرو ډلو په اړه خبرې کړې دي. طالبانو په وار وار افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو حضور رد کړی دی.
محمد صادق د سېشنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو اړوند د ترهګرو ډلو د موجودویت په اړه خبرې کړې دي. د هغه په خبره، دغه ډلې نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم ګواښ پېښوي.
هغه په دې کتنه کې د استرالیا له حکومت څخه د هغې وروستۍ پرېکړې له امله هم مننه کړې، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی دی.
طالبانو په تکرار سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت او حضور رد کړی او دا یې ویلي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکه د نورو هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي او همداراز یې دعا کړې، چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري او له پاکستان څخه یې غوښتي چې، پر وړاندې یې اقدام وکړي.
د پاکستان طالبانو تحریک د زدهکړو پر ضد دریځ رد کړی او ویلي یې دي، چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت او ټانک په ګډون ځینو سیمو کې د همدې ډلې په نوم د وېرې خپرولو لپاره ګواښلیکونه خپاره شوي. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني یاده چاره رد او د پاکستاني استخباراتو «پروپېګنډه» یې بللې ده.
خراساني د سېشنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټيټيپي «هېڅکله د تعلیم خلاف نهده» او همداراز یې تعلیم «د وخت مهمه اړتیا» بللې ده. د ده په وینا، د تحریک مشرتابه او زیاتره غړي د دیني علومو تر څنګ له عصري علومو هم برخمن دي او «د تعلیم اړتیا او اهمیت ښه پېژني».
د ټيټيپي ویاند ادعا کړې، چې د دې ډلې په نوم د ښوونځیو ودانۍ نړول کېږي او یا د نجونو د زده کړو ضد لیکونه خپرېږي چې «موخه یې یوازې د طالبانو بدنامول او په نړیواله کچه له جګړې ډالر ترلاسه کول دي».
له دې څرګندونو مخکې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت د تاجورۍ په تحصیل کې ټيټيپي پورې منسوب یو ګواښلیک عام شوی وو، چې پهکې د صفا په نوم د یوه ښوونځي په ګډون شخصي ښوونځیو ته د نجونو پر اېستلو ټینګار شوی وو.
ځايي پولیسو ادعا کړې وه، چې په دغو ګواښ لیکونو کې ویل شوي، چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې د اړوندو ښوونځیو د «نښه کولو» خطر شته.
د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور عظمی خان د اسلاماباد سترې محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې عمران خان دې د مناسبې روغتیایي درملنې لپاره شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي.
په عریضه کې ویل شوي، عمران خان د سترګې له جدي ناروغۍ او د وینې لخته کېدو له ستونزې سره مخ دی چې ښايي د زړه یا دماغو لپاره یې هم ګواښ رامنځته کړي. د هغه کورنۍ ویلي، چې په زندان کې ورته لازمې طبي اسانتیاوې نه برابرېږي او دوامداره روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري.
په عریضه کې دا هم راغلي، چې د عمران خان شخصي ډاکټرانو او کورنۍ ته د هغه د لیدو اجازه نه ورکول کېږي او دا د اساسي او بشري حقونو خلاف کړنه ده. د عمران خان کورنۍ د اسلاماباد سترې محکمې هغه پرېکړه هم ننګولې، چې یوازې یې د طبي بورډ د جوړولو امر کړی و.
په عریضه کې د نواز شریف او اصف علي زرداري یادونه هم شوې او ویل شوي، چې نورو سیاسي مشرانو ته د بند پرمهال پراخې روغتیایي اسانتیاوې ورکړل شوې وې. عریضه کاږي، د ناروغ زنداني کورنۍ حق لري چې هغه ته لاسرسی ولري او ډاډ ترلاسه کړي چې مناسبه درملنه او روغتیايي پاملرنه ور رسېږي.
د عریضې له مخې؛ دغه کار یوازې هغه مهال شونی دی چې د زنداني د درملنې له بهیره یې کورنۍ باخبره وي او په دوامداره توګه معلومات ورکړل شي. په عریضه کې راغلي، عمران خان او د هغه کورنۍ څو ځله شکایت کړی چې د هغه ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ ده؛ خو یادې خبرې ته هیڅ ډول پاملرنه نهده شوې.
د عمران خان کورنۍ سربېره پر دې د هغه شخصي ډاکټرانو ته د معاینې اجازې نه ورکول او ان له کورنۍ سره یې پر ملاقات بندیز ناقانونه کار ګڼلی دی. د عمران خان کورنۍ په وار، وار د هغه د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.
تر دې وړاندې د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګې خپل ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی دی. بل لور ته د زندان چارواکي ادعا کوي، چې عمران خان ته په منظمه توګه روغتیایي اسانتیاوې برابرېږي او روغتیايي وضعیت یې تر پخوا ښه دی.