• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
کلتور او ټولنه

دودیزې مذهبي ټولنې او ځوانان

ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی

لیکوال او څېړونکی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱

ځوانان او پېغلې د هرې ټولنې تر ټولو ارزښتناکه بشري پانګه او د راتلونکي اصلي استازي ګڼل کېږي. د هغوی انرژي، خلاقیت او نوښتګر فکر نه یوازې د ټولنیز بدلون او پرمختګ لپاره لاره هواروي، بلکې د ستونزو پر وړاندې د مقاومت او نوو فرصتونو د رامنځته کولو مهم ځواک هم بلل کېږي.

بشري ټولنې د بېلا بېلو عمرونو، فکرونو او کلتوري ارزښتونوټولګېدي او ځوانان یې تر ټولو مهمه بشري پانګه ده. ځکه ځوانان انرژي لري، خلاقیت لري او د بدلون په ازغنې لارې، نوي نظریات په چټکۍ سره مني او زاړه دودونه ننګوي.

د ۲۰۲۵م کال د دوو احصائیو او سروې ګانو له مخې، د افغانستان د ۴۳میلیونه اټکلي نفوس د ۶۶سلنه وګړو عمرونه له ۳۰کلونو څخه کم او د نړۍ د ځوانو هېوادونو په اول کتار کې ځای لري. د ځوانانو دا لوي اکثریت د ټولنیز سم سمکي، مذهبي زغم، اقتصادي ودې او سیاسي ثبات لپاره ډېر مهم عنصر دی. فرانسوی ټولنپوه، امیل درکهایم وايي: « دودیزې مذهبي ټولنې هغه ټولنیز جوړښتونه دي چې ارزښتونه، نورمونه او چلندونه یې د دیني عقایدو او تاریخي دودونو پر بنسټ ولاړ وي». د ده له نظره، مذهب د ټولنې د یووالي او انسجام بنسټیز اصل دی.

ډېر کله، په دودیزو مذهبي ټولنو کې د ځوانانو او واکمنانو ترمنځ، د عصریت او کلاسیکو ارزښتونو له امله، خپلمنځي لانجې رامنځ ته کېږي او حتی د تشدد تر پولې رسیږي. ځکه د دغسې ټولنو مشران له خپلې ځوانې طبقې څخه د وچ کلک تقلید غوښتنه کوي چې ګواکې د دوئ خبره د کاڼی کرښه ده؛ خو ځوانان بدلون غواړي او په پټو سترګو منزل ته له مزل څخه ډډه کوي؛ نو طبیعي ده چې ټکر راځي. په کومو ټولنو کې چې مذهب د کلتور، سیاست او ورځني ژوند اساسي برخه وي، هلته عصریت پلوي ځوانان له ځانګړو ننګونو سره مخ وي. د بېلګې په توګه، له مذهب سره، سرسري مخالفت د دین څخه په بغاوت تعبیریږي؛ په داسې حال کې چې دین د الله تعالی له لوري دی او مذهب انساني اجتهاد او بشري تخلیق دی.

شک نه شته چې مذهبي ارزښتونه، کلیوال رواجونه او قبیلوي دودونه د ځوانانو پرهویت، نوښت، فکر او ورځني ژوند باندې ژور اغېز لري. له همدې وجې، وخت ناوخته د تعادل، زغم او پوهاوي په وړاندې خنډونه رامنځته کېږي؛ خو ځوانان بیا هم کولای شي د مثبت بدلون او رغون عاملین شي. واکمنه طبقه دې هم هرو مرو په پام کې ونیسي چې مذهب د ځوانانو د فردي او ټولنیز هویت مهمه برخه جوړوي او خپل ځان د دیني ارزښتونو له مخې تعریفوي. دوهمه دا چې دیني لارښوونې د ښه او بد ترمنځ د توپیر کولو معیار دی او د ځوانانو د اخلاقو او چلند په جوړولو کې مرسته کوي. درېم ټکی دا دی چې مشترک مذهبي ارزښتونه د ټولنې ترمنځ یووالی او همغږي زیاتوي او څلورمه خبره دا ده چې په ځینو مواردو کې سخت دودیز تعبیرونه د ځوانانو د تفکر او ازادۍ مخه نیسي. نو په کار ده چېمذهبي مشران هغه جدي وګڼي او د اعتدال رسۍپرې نه کړي.

نړیوالتوب (Globalization) د معلوماتو، کلتورونو او د نظریاتو تبادله ګړندۍ کړېده چې له برکته یې ځوانان له نوو فکرونو سره بلدیږي. ټکنالوژي او ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو د سَمت په سیده کولو کې مهم رول لوبوي او رواجي سرحدونه ننګوي او مهاجرتونه خپل مثبت او منفي اړخونه لري. مثلا؛ څه وخت چې یو ځوان یا پېغله له خپل کلي څخه ښار ته، یا له خپل هېواد څخه بل ته کډه کوي، نو کلتوري ټکانونه، نوی چاپېریال او د موډرنې نړۍ ترمنځ تضادونه یې د ذهن تابلو ته نوي رنګونه ورشیندي.

ګڼ شمېر نورې ننګونې هم شته چې له امله یې ځوانان کله د افراط خوا ته ځي او کله د تفریط په لمن کې غورځي. لیدل کېږی چې په ځینو وړو او ثانوي مسائلو کې د واکمنې طبقې افراطي چلند ځوانان اړ باسي چې توند لاري او سخت دریخي شي او یا له مذهب سره چورلټه فاصله ونیسي او هرڅه افسانه او اسطوره وګڼي. بله دا چې د پوهاوي کمښت او د مذهب سطحي درک، کولای شي د غلطو تعبیرونو سبب شي او ځوانان د عصري زده‌ کړو او دودیزو باورونو ترمنځ په یوې سرساموونکې تشې کې ځان ترې تم احساس کړي.

د مذهب ژوره، معاصرې او متوازنې زدکړې باید ترویج شي، ترڅو افراطیت کم شي. عصري او دیني زده‌ کړې باید یوځای پرمخ ولاړې شي. د خبرو اترو کلتور باید عام شي او د نسلونو ترمنځ تفاهم باید وهڅول شي ترڅو یو بل ومني. د زغم او تنوع منل ډېر مهم دي او ځوانان باید د مختلفو نظریاتو درناوی زده کړي. دا مهال، زموږ ځوانه طبقه له ګڼو نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان ده. بېکاري، رواني او اقتصادي بد حالي، تعلیمي نیمګړتیاوې او د معیاري زدکړو نشتوالی د دوئ د پرمختګ مخه نیسي. نشه اي توکي او روږديتوب بل هغه ګواښ دي چې زموږ د ټولنې بې شمېره ځوانان ورته د یو زهرجن بدیل په سترګه ګوري.

د یوې علمي حللارې په عنوان، منځلارېتوب (Moderation) د کلاسیک دود او عصريت ترمنځ انډول رامنځته کوي. ځوانان دې حتما خپل انتقادي تفکر ته وده ورکړي، خو د دیني او عصري علومو د یوځای کولو مهارتونه دې هم له پامه نه غورځوي. دودیزې مذهبي ټولنې او ځوانان دواړه مهم ټولنیز عناصر دي. د دوئ ترمنځ فکري واټن یو نورمال حالت دی، خو د علمي مدیریت، پوهاوي او متقابل درناوي له لارې، دا ټکر په فرصت بدلیدای شي.

پخه انګېرنه همدا ده چې د مذهب په خُم کې د رنګ شوو ټولنو ځوانان، هم د ارزښتونو ساتونکي دي او هم د بدلون استازي. که چېرې دوئ ته سمه لارښوونه، متوازن تعلیم او د فکر آزادي ورکړل شي، دوئ کولای شي یوه داسې ټولنه رامنځته کړي چې هم مذهبي ارزښتونه په کې خوندي وي او هم پرمختګ تضمین شوی وي. تعادل، پوهاوی او زغم د دې بریا بنسټیز عناصر دي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د فنلنډ لومړی وزیر: په افغانستان کې بشري بحران او د ښځو حقونه د جدي اندېښنې وړ دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
د فنلنډ لومړی وزیر: په افغانستان کې بشري بحران او د ښځو حقونه د جدي اندېښنې وړ دي
100%

د فنلنډ لومړي وزیر پیتري اورپو د هزاره کلتور د ورځې په نړیوال جشن کې ویلي چې کلتور، ژبه او هویت د انسان د پېژندنې اساسي برخې دي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له محدودیتونو سترګې پټې نه کړي.

لومړي وزیر پیتري اورپو د هزاره کلتور د ورځې په نړیوال جشنواره کې، چې د فنلنډ په یاروینپه ښار کې ترسره شوه، د ځانګړي مېلمه او ویناوال په توګه ګډون وکړ.

نوموړي په خپله وینا کې وویل چې هزاره ټولنه په فنلنډ کې د خپل فرهنګي هویت له ساتلو سره سره د دغه هېواد د ټولنیز ژوند برخه ګرځېدلې ده او دا ښيي چې کلتوري میراث او هویت د کډوالۍ له امله له منځه نه ځي.

اورپو ټینګار وکړ چې ژبه، دین، موسیقي، ادبیات او هنر د انسان د هویت بنسټیز عناصر دي او په ځانګړي ډول هغه مهال ډېر ارزښت لري چې خلک له خپلو اصلي رېښو لرې ژوند کوي.

هغه وویل چې نړۍ په یوه نازک او کړکېچن پړاو کې ده او باید هغه بحرانونه هم هېر نه کړل شي چې تل د نړیوالو رسنیو په سر کې نه وي، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت.

د فنلنډ لومړي وزیر وویل چې د افغانستان وضعیت ژوره اندېښنه رامنځته کوي او په دغه هېواد کې یو له سختو بشري بحرانونو څخه روان دی، چې پکې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې او د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه شامل دي.

اورپو زیاته کړه چې فنلنډ د اروپایي ټولنې د غړي په توګه هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره نړیوالې هڅې ملاتړ کړي.

په دې غونډه کې د هزاره ټولنې استازو هم وینا وکړه او د هزاره کلتور د ورځې جشنواره یې د خپل تاریخ او فرهنګ د بیا ژوندي کولو فرصت وباله. هغوی وویل چې هزاره ټولنه په افغانستان کې له اوږدمهاله تبعیض او ستونزو سره مخ پاتې شوې، خو په فنلنډ کې یې د تعلیم، کار او ټولنیز ګډون له لارې خپل مثبت رول ثابت کړی دی.

د یاروینپه ښار مرستیالې هم وویل چې هزاره ټولنه د فنلنډ د څو کلتوري ټولنې فعال برخه ده او د زده کړو، کار او مدني فعالیتونو له لارې یې د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د جشن په ترڅ کې د بامیانو د بودا مجسمې انځور د هزاره فرهنګي مرکز له لوري فنلنډي لومړي وزیر ته ډالۍ شو، د ماشومانو د شعرونو دکلمه، د دودیزو جامو ننداره او د هنرمندانو موسیقي نندارې هم وړاندې شوې، چې د ګډونوالو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.

د نورستان اوسېدونکو له سیلانیانو د نظم د مراعاتولو غوښتنه کړې

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱
د نورستان اوسېدونکو له سیلانیانو د نظم د مراعاتولو غوښتنه کړې
100%

د اختر په ورځو کې د نورستان د منظرو لیدلو ته ګڼ هېوادوال ورمات شوي وو. په دې لړ کې په هوايي ډزو او سقوطي مرمیو کې یو ځايي اوسېدونکی وژل شوی او پرون بیا د سیلانیانو یوه موټر یو ټرافیک وهلی او پښه یې ورماته کړې ده. د نورستان اوسېدونکي له سیلانیانو د نظم مراعاتولو غوښتونکي دي.

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي، سیلانیان او طالب مسوولین دغه ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو له لوري د نظم او پاکۍ د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.

په خواله رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي او په‌کې لیدل کېږي چې د نورستان پارون کې سېلانیان هوايي ډزې کوي او له هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نه‌لري.

د اسباط‌ الله په نوم یوه اوسېدونکي له سیلانیانو د نظافت له مراعاتولو سربېره له هغوی په کلکه وغوښتل، چې د وسلو له راوړلو او بې‌ځایه ډزو څخه ډډه وکړي.

هغه وویل: «له هر ولایت څخه چې هر څوک نورستان ته راځي، دا غوښتنه لرم، چې د نظافت خیال وساتي. بل هغه ضرري شیان لکه د وسلو له راوړلو جدا ډډه وکړي بیخي دې له ځانه سره نه‌راوړي، ځکه امنیت تامین دی هېڅ ستونزه نشته».

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (شنبه د غبرګولي ۹مه) د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د سېلانیانو د هوایي ډزو او سقوطي مرمیو له امله د پارون اړوند اسټوي کلي یو اوسېدونکی چې زین‌السلام نومیده وژل شوی دی.

د طالبانو د نورستان ولایت امنیه قومندانۍ بیا ویلي، د مرکز پارون اړوند اسټوي سیمه کې د زین‌الاسلام په نوم د یوه کس د وژل کېدو په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

د اسټوي کلي اوسېدونکو غوښتنه لري، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سیلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.

یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک امر محمد داوود شمس بیا وايي، د قاري عنایت‌الله شاه‌ بخاري چې نشیګرام کلي اوسېدونکی او د ټرافیک مدیریت د تنظیم غړی دی، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د سېلانیانو له لوري د فلډر ډوله موټر په ټکر کې سخت ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یاد ټرافیک چپه پښه ماتې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ټپي شوی ټرافیک
100%
ټپي شوی ټرافیک

په ورته وخت کې د ننګرهار پخواني والي ضیا‌الحق امرخېل په نورستان کې د سیلانیانو له لوري پر رامنځته شویو بې‌نظمیو خواشیني څرګنده کړې او د نظم پر مراعاتولو یې ټينګار کړی دی.

هغه ویلي: «دوی [سیلانیان] به هر ځای چې تلل، له تګ وروسته به یې سیمه په کثافاتو ککړه پرېښوده او د ځایي اوسېدونکو فصلونو ته به یې هم زیان رساوه».

هغه هیله څرګنده کړې: «سیلانیان د سیمې د اوسېدونکو د ازار او اذیت لامل ونه ګرځي، د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي او عامه نظم ته درناوی ولري».

د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه
100%
د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه

په ورته وخت کې یو شمېر نور سیلانیان بیا په دغه ولایت کې له خرابو لارو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو د لارو جوړولو او پخولو غوښتونکي دي.

د نورستان د یوې برخې خرابه لاره
100%
د نورستان د یوې برخې خرابه لاره

د یادونې وړ ده، چې نورستان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ملي پارک په نوم نومول شوی دی او په دې وروستیو کې له هېوادوالو سربېره یو شمېر بهرني سیلانیان هم ورمات شوي دي.

څېړنه: د هوا ککړتیا د ماشومانو د سږو وده ورو کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
څېړنه: د هوا ککړتیا د ماشومانو د سږو وده ورو کوي
100%

د بریتانیا د لېسټر پوهنتون څېړونکو موندلې چې د ککړې هوا تنفس کول د ماشومانو د سږو وده ورو کولی شي او اغېزې یې ان د ځوانۍ تر لومړیو کلونو پورې دوام مومي. په دې څېړنه کې له وخت مخکې زېږون، د مور شیدې، د والدینو له‌خوا د تنباکو کارول او د کور چاپېریالي شرایط لکه رطوبت هم ارزول شوي.

ساینسپوهانو د څه باندې پنځه زرو هغو کسانو د سږو فعالیت څېړلی چې د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د بریسټول ښار او شاوخوا سیمو کې زېږېدلي وو.

د «نویمې لسیزې ماشومان» په نوم د دې ډلې روغتیایي وضعیت له زېږون څخه تر ځوانۍ پورې څارل شوی او د دوی د سږو فعالیت په اته، پنځلس او بیا څلېرویشت کلنۍ کې اندازه شوی دی؛ هغه عمر چې عموماً سږي باید خپل اعظمي ظرفیت ته رسېدلي وي.

څېړونکو د امیندوارۍ د هرې درې میاشتنۍ دورې او همدارنګه د ماشومتوب د لومړنیو کلونو په هر پړاو کې د هوا له ککړتیا سره د ماشومانو د مخامخ کېدو اندازه محاسبه کړې ده. په دې کې معلقې ذرې او نایتروجن ډای اکساید هم شامل وو؛ هغه ګاز چې تر ډېره د ډیزلي موټرو او فوسیلي سونګ د تودوخې له سیستمونو څخه خپرېږي.

د څېړنې پایلو وښودله، چې امیندوارۍ، زیږون او د ماشومتوب په لومړیو پړاوونو کې د هوا له ککړتیا سره مخامخ کېدل د سږو وده تر ځوانۍ پورې ورو کولی شي. د دې اغېزو تر ټولو ډېر اغېز د ځوانۍ په دوره کې لیدل شوی، ځکه په همدې پړاو کې د سږو وده تر ټولو چټکه وي.

انا هینسل، چې د دې څېړنې مشري یې کوله، وویل: «د هوا د ککړتیا د اغېزو ډېری شواهد د لویانو او یا د امیندوارۍ له دورې سره تړاو لري، خو موږ باور لرو، چې دا ککړتیا د ماشومانو د سږو پر ودې او بشپړېدو هم مستقیم اغېز لري».

نوموړې زیاته کړه: «هغه کسان چې سږي یې په ماشومتوب کې خپل بشپړ ظرفیت ته نه‌رسېږي، په راتلونکي کې د تنفسي ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمن وي، ځکه د تنفس ذخیره یې کمه وي. دغه راز دوی د نورو روغتیایي ستونزو له زیات خطر سره هم مخامخ وي».

د نوموړې په وینا، نورو څېړنو هم ښودلې چې د هوا ککړتیا د سږو روغتیا زیانمنوي او دا چاره د زړه د ناروغیو خطر هم زیاتوي.

انا هینسل وویل: «موږ کلونه وخت ولګاوه څو د امیندوارۍ او د ژوند د لومړیو کلونو لپاره د معلقو ذراتو د ککړتیا دقیق اټکلونه برابر کړو، چې په‌کې د بریسټول ښار د ټرافیکي معلوماتو کارول هم شامل وو؛ هغه معلومات چې په ملي ډیټابېسونو کې موجود نه وو».

تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې هم ښودلې وه، چې د هوا ککړتیا د ختیځ لندن د ماشومانو د سږو وده کمه کړې ده. په هغې څېړنه کې د نهو کلنو ماشومانو د سږو اندازه په اوسط ډول له طبیعي کچې څخه له ۹۰ تر ۱۰۰ میلی‌لیټرو پورې کمه وه، چې د دوو هګیو د حجم معادل ګڼل کېږي.

په سوېډن کې ترسره شویو څېړنو هم ښودلې، چې د هوا د کیفیت له ښه کېدو سره د ماشومانو د سږو وده ښه شوې ده. څېړونکي باور لري، چې د هوا د ککړتیا کمېدل ښايي د بریسټول د ماشومانو د سږو وده هم له طبیعي حالت سره نږدې کړې وي.

د پښتو ژبې ورځ؛ د مېرمنو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبه زیانمنه کړې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
د پښتو ژبې ورځ؛ د مېرمنو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبه زیانمنه کړې ده
100%

د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې ورځ ده. دغه ورځ هر کال نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ددې ورځې نمانځلو ته توجه کمه شوې ده. یو شمېر لیکوالان بیا وايي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبې ته زیانونه اړولي دي.

د پښتو ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۹۰ میلیونه کسان په افغانستان، پښتونخوا، هند، کشمیر او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په پښتو ژبه خبرې کوي.

سره له دې، ژبپوهان ټینګار کوي چې پښتو ژبه لا هم زیات کار ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د علمي، تعلیمي او تخنیکي محتوا په تولید کې دغه اړتیا ورځ تر بلې ډیریږي.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر، لیکوال او څېړونکي دوکتور عبدالغفور لېوال له افغاستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د پښتو ژبې رسمي پرمختګ له سراج الاخبار، د محمود طرزي له دورې پیلېږي.

هغه وویل: «په رسمي توګه په معارف او ژورنالیزم کې د پښتو ژبې شاملېدل د سراج الاخبار زمانې ته ورګرځي، د مشروطیت له دوران نه او اماني عصر څخه. د علامه محمود طرزي په پاملرنه. د لومړي ځل لپاره هغه سپارښتنه وکړه چې پښتو ته باید پاملرنه وشي. بیا له همغه وخته په سراج الاخبار کې پښتو شعرونه او لیکنو لپاره ځانګړی ځای ورکړل شو. وروسته له هغه نه کله چې په ۱۳۱۰ انجمن ادبي کابل جوړ شو په دې کې د پښتو برخه ځانګړې وه، وروسته له دې نه په کابل مجله او نورو اخبارونو او نشراتو کې پښتو ته پاملرنه وشوه.»

د لېوال په وینا، له دې وروسته بیا د پښتو ټولنه جوړه شوه، د افغانستان په راډیو کې د پښتو خپرونو برخې ورزیاتې شوې او د پښتو ژبې د زده کړې دولتي کورسونه هم جوړ شول.

هغه زیاته کړه: « په ورستیو کلونو کې یعنې د شلمې پېړۍ په جریان کې پښتو ژبې او ادبیاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، پښتو ټولنې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بیا وروسته وزارت، خپرندویه ټولنې، د افغانستان د لیکوالانو انجمن، علومو اکاډمۍ او نورو د پښتو ژبې لپاره ځانګړې پاملرنه کوله.»

خو نوموړي وویل، چې پښتو ژبه په تعلیمي نظام کې تر ډېره له پامه غورځېدلې وه، حتا په پښتنو سیمو کې هم مضامین په پښتو نه تدریسېدل، خو وروستیو کلونو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

لېوال زیاتوي: «د فېسبوک، ټیک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو له برکته، پښتو ژبه اوس نه یوازې لوستل کېږي، بلکې اورېدل او لیکل هم پرې کېږي. دا ژبه اوس د فرهنګي پراختیا او ودې په چټک پړاو کې ده.»

لیکوال، شاعر او ژورنالیست سنګر نيازي په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پښتو ژبه نه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې د قانون حیثیت لري. د ژبې د پرمختګ لپاره باید پرې خبرې وشي، علمي اثار پرې ولیکل شي او نورو ژبو ته وژباړل شي.»

نوموړي د تاريخي حقايقو په يادولو سره وويل: «که څه هم پښتانه په افغانستان کې تر ډېره په واک کې پاتې شوي، خو د خپلې ژبې پراختيا ته يې هغومره پاملرنه نه ده کړې.»

نیازي په کوزې پښتونخوا کې د پښتو ژبې وضعيت ته په اشارې سره وويل، چې په پښتونخوا کې دغه ژبه تر اوسه د ښوونيز نصاب برخه نه ده، چې دا له يوه ستر قوم سره ښکاره جفا ده.

هغه د نېلسن منډیلا مشهور قول ته اشاره وکړه، چې وایي: « که له چا سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې، نو دا ستا خبره به د هغه زړه ته ورسېږي».

د پښتو ژبې ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د دې ژبې او د افغانستان د نورو ژبو پر ګڼو کتابونو بندیزونه لګېدلي او د لیکوالان نه شي کولای چې په ازاد ډول لیکل وکړي او کتابونه خپاره کړي. دغه راز دې ډلې پر رسنیو هم خورا بندیزونه لګولي او په خپل واک کې رسنیو نه ډېری د تبلیغاتي وسایلو په توګه کار اخلي.

د پښتو ژبې نوموړي شاعر حمزه بابا د پښتو ددرنښت په دود ویلي، چې :

وايي اغیار چې ددوزخ ژبه ده

زه به جنت ته له پښتو سره ځم

د پښتو نړۍواله ورځ؛ خلک د ژبې د عملي ودې او فکري ازادۍ غوښتنه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۱
د پښتو نړۍواله ورځ؛ خلک د ژبې د عملي ودې او فکري ازادۍ غوښتنه کوي
100%

نن د غبرګولي ۸مه چې د مئ له ۲۹مې سره برابره ده، د پښتو ژبې نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ هرکال د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پښتنو له‌خوا د خپلې ژبې، فرهنګ او ادبي هویت د درناوي په توګه نمانځل کېږي.

خو سږکال هم ګڼ فرهنګي فعالان او لیکوالان وایي، چې پښتو ژبه لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ ده او د ژبې د ودې لپاره یوازې احساساتي شعارونه بسنه نه‌کوي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، مېلیونونه کسان په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په پښتو ژبه خبرې کوي؛ خو لا هم په علمي، تخنیکي او ښوونیزو برخو کې د یادې ژبې ونډه کم‌رنګه بلل کېږي.

د کندهار یو ځوان شاعر محمدالله په دې اړه وایي: «موږ تر اوسه د خپلې ژبې د عصري کولو لپاره منظم کار نه‌دی کړی؛ که پښتو د پوهنتون، ساینس او ټېکنالوژۍ ژبه نه‌شي، نو راتلونکی نسل به ترې لرې پاتې شي».

په وروستیو کلونو کې خواله رسنیو د پښتو د پراختیا لپاره نوی فرصت برابر کړی او ګڼ ځوانان هڅه کوي، چې په پښتو ډیجیټلي منځپانګې تولید کړي. د پوهنتون یو محصل ثناءالله په دې اړه وایي: «نن سبا ماشومان او ځوانان زیات وخت پر موبایل او انټرنېټ تېروي، که هلته پښتو کمزورې وي؛ نو ژبه به مو ورو، ورو شاته پاتې شي».

بل خوا لیکوالان وایي، د بیان ازادي او فرهنګي چاپېریال د ژبې د ودې لپاره مهم شرط دی. د کندهار یو لیکوال په دې اړه وايي: «ادب او ژبه په محدود چاپېریال کې وده نه‌شي کولی، لیکوال باید وکولای شي په ازاد ذهن ولیکي، چاپ کړي او خپل فکر له خلکو سره شریک کړي».

فرهنګي فعالان هم اندېښنه لري، چې د کتابونو، رسنیو او فرهنګي فعالیتونو محدودېدل د پښتو د ودې پر بهیر منفي اغېز کوي. د کندهار یو فرهنګي فعال په دې اړه وايي: «که ماشوم ته له وړکتوبه معیاري مورنۍ ژبه ور ونه ښودل شي؛ نو په لوی عمر کې له خپلې ژبې او فرهنګ سره یې اړیکه کمزورې کېږي».

پر خواله رسنیو ډېری ځوانانو لیکلي، چې پښتو باید یوازې د شعر او دود ژبه پاتې نه‌شي؛ بلکې د اقتصاد، ساینس، رسنیو او نوې ټېکنالوژۍ ژبه هم وګرځي. خلک ټینګار کوي، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې پښتو ته پراخ ځای ورکړل شي، علمي او تخنیکي کتابونه دې پښتو ته وژباړل شي، د لیکوالانو او رسنیو لپاره دې ازاده فضا رامنځته شي، د ماشومانو لپاره دې معیاري پښتو ښوونیز مواد جوړ شي او پښتو دې په نړۍواله او ډیجیټلي نړۍ کې پیاوړې حضور ولري.

د پښتو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې لاهم ګڼ فرهنګیان د ژبې د راتلونکي په اړه اندېښنې لري. دوی باور لري، که عملي او دوامداره کار ونه شي، پښتو به د عصري نړۍ له سیالۍ وروسته پاتې شي.