ټرمپ له ایران سره د ستونزې نه اواري په صورت کې د سختو بریدونو خبرداری ورکړی

ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که د خبرو اترو له لارې هوکړه ونه شي، متحده ایالات چمتو دي د دغه هېواد زیربناوې «د غرمې په یوه لنډه برخه» کې په بشپړ ډول له منځه یوسي.

ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که د خبرو اترو له لارې هوکړه ونه شي، متحده ایالات چمتو دي د دغه هېواد زیربناوې «د غرمې په یوه لنډه برخه» کې په بشپړ ډول له منځه یوسي.
هغه وویل: « موږ به په هر ډول ډول بریالي کېږو. یا به معامله کوو او یا به کار بشپړ کړو، ښه. او د کار بشپړول به سخت نه وي».
هغه زیاته کړه، « زه غوره ګڼم چې معامله وکړو، ځکه زه نه غواړم ۹۱ میلیونه خلک اغېزمن کړم. موږ کولای شو د هغوی پلونه په یوه ساعت کې ونړوو. موږ کولای شو د هغوی د انرژۍ رسېدل بند کړو.»
هغه وویل: « موږ کولای شو د هغوی برېښنا او د انرژۍ تولیدي فابریکې له منځه یوسو».

ټرمپ پلان لري چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د چارشنبې په ورځ په ترکیه کې وویني. یو لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي، چې د دې لیدنې هدف د اوکراین جګړې د پای ته رسولو تازه هڅه ده.د هغه په وینا، ټرمپ به احتمالا له زیلېنسکي سره تر خبرو وروسته له پوتین سره هم تماس ونیسي.
کرملین د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اونۍ په پای کې په ټلیفوني خبرو کې پر دې هوکړه کړې چې دوی به په نږدې راتلونکي کې بیا تماسونه ولري، چې دا ښيي ښایي دواړه مشران به د همدې اونۍ په ترڅ کې یا د ناټو له سرمشریزې وروسته بیا خبرې وکړي.
ټرمپ پلان لري چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د چارشنبې په ورځ په ترکیه کې وویني.
یو لوړپوړي امریکایي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې لیدنې هدف د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره تازه هڅه ده.
همدغه چارواکي وویل چې ټرمپ به احتمالا له زیلېنسکي سره تر خبرو وروسته له پوتین سره هم تماس ونیسي.
د دوشنبې په ورځ چې ترې وپوښتل شول ایا ټرمپ به له زیلېنسکي وروسته له پوتین سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل، « هو، بالکل، ولسمشر پوتین او ولسمشر ټرمپ دواړو موافقه کړې چې د دوی اړیکې به په نږدې راتلونکي کې دوام ومومي».
پسکوف وویل چې ټرمپ د اوکراین د شخړې په اړه یوڅه ثابت دریځ لري.
دوو پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د لیبیا د ختیځ او لوېدیځ سیالو لوریو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. د سرچینو په وینا، امریکا له دې بهیر څخه خبره ده او سعودي عربستان یې ملاتړ کوي او دواړو لیبیايي لوریو د پاکستان د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې د پاکستان رول په داسې مهال کې مطرح کېږي چې له څو میاشتو راهیسې څارونکي په لیبیا کې د امریکا په مشرۍ د یوه سیاسي حل د موندلو هڅې څاري.
لیبیا د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته، چې د ناټو په ملاتړ یې د معمر قذافي حکومت نسکور کړ، د کورنۍ جګړې له امله د ختیځ او لوېدیځو سیالو ادارو ترمنځ وېشل شوې ده.
پاکستان سږ کال د امریکا او ایران ترمنځ په جلا منځګړیتوب کې هم رول لوبولی او د ټرمپ ادارې څو ځله د اسلام اباد د رول ستاینه کړې ده.
د پاکستان یوې سرچینې ویلي، امریکا د لیبیا په تړاو د پاکستان له رول څخه «په بشپړه توګه خبره ده او پکې ښکېله ده».
د دواړو پاکستاني سرچینو په وینا، سعودي عربستان هم د دغو هڅو ملاتړ کوي.
اسلام اباد تېر کال له سعودي عربستان سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی و. ریاض له اوږدې مودې راهیسې په لیبیا کې د نفوذ هڅه کوي.
سرچینو ویلي، دغه هڅې د تېر کال په وروستیو کې پیل شوې او د لیبیا دواړو لوریو له پاکستان څخه د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه. خو دا لا نه ده روښانه چې پاکستان خپلې هڅې له نورو سیمه ییزو لوریو سره تر کومه حده همغږې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د پوځ د رسنیو څانګې، د لیبیا د ختیځ او لوېدیځو چارواکو او همدارنګه د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو د رویټرز د نظر غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ورکړی.
د «لیبیا د بیا یووالي پلان» د لنډیز له مخې، چې رویټرز لیدلی، د ۳۶ میاشتو لپاره به د واک شریکولو انتقالي جوړښت د «ملي اجماع حکومت» او «ولسمشرۍ شورا» تر نوم لاندې رامنځته شي.
د پلان له مخې، د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی او د لوېدیځې لیبیا حکومت مشر عبدالحمید الدبیبه به لومړی وزیر وي او صدام حفتر، چې د ختیځې لیبیا ملي پوځ مرستیال قوماندان دی، د ولسمشرۍ شورا مشري به پر غاړه ولري.
د پاکستان یوې سرچینې ویلي، اسلام اباد به د دې جوړښت د عملي کېدو او دوام لپاره فعال رول ولوبوي، خو د پلان جزییات لا هم تر بحث لاندې دي.
تېره میاشت د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په راولپنډۍ کې له صدام حفتر سره ولیدل. له دې لیدنې څو ورځې وروسته صدام حفتر واشنګټن ته ولاړ او هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وکتل.
شنونکي پاکستان په لیبیا کې دویمه درجه لوبغاړی بولي، خو وایي اسلام اباد له دواړو لیبیايي لوریو سره اړیکې لري.
د دوو پاکستاني سرچینو په وینا، قطر او ترکیې هم پاکستان هڅولی چې د منځګړیتوب په دې هڅو کې برخه واخلي.
ټآکل شوې د ناټو د ۳۲ هیوادونو غړو مشران د سې شنبې او چارشنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره کښېني. د اروپا د دفاعي لګښتونو زیاتوالی، د اوکراین لپاره د ۷۰ میلیارد یورو پوځي مرستو ژمنه، د دفاعي صنعت پراختیا او د ایران اړوند موضوعات به د ناستې د بحث محورونه وي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې غونډه کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو مشران ګډون کوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ، د اروپايي شورا رییس انتونیو کوسټا او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین به د سېشنبې پر ماښام د ناټو له مشرانو سره په ماښامنۍ کې ګډون وکړي.
دغه سرمشریزه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپايي متحدانو فشار راوړي څو خپلې دفاعي بودجې زیاتې کړي او د خپلې وچې د دفاع لومړنی مسوولیت پر غاړه واخلي.
د ټرمپ پرلهپسې نیوکو، له اروپا څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان او په دې وچه کې د امریکا د پوځي حضور شپږ میاشتنۍ ارزونې د ناټو په دننه کې بېباوري زیاته کړې ده.
چارواکي وایي، مشران به د دفاعي لګښتونو د ژمنو د عملي کېدو، د دفاعي صنعت د تولید د لوړولو او له امریکا څخه اروپا ته د دفاعي بار د لېږد پر څرنګوالي خبرې وکړي.
د رویټرز له لوري لیدل شوې د سرمشریزې د اعلامیې د مسودې له مخې، اروپايي متحدانو او کاناډا په ۲۰۲۵ کال کې د دفاعي اړتیاوو لپاره خپلې پانګونې له ۱۳۹ میلیارد ډالرو څخه ډېرې زیاتې کړې دي او ټینګار به وکړي چې د ناټو په دفاع کې لا زیات مسوولیت پر غاړه اخلي.
تمه ده چې غړي هېوادونه به د ۲۰۲۶ کال لپاره د اوکراین په ګټه د ۷۰ میلیارد یورو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو او روزنې ژمنه کړي او د ۲۰۲۷ کال لپاره به هم د همدې کچې د ملاتړ د دوام ژمنه وکړي.
د دې بودجې یوه برخه به د اروپايي ټولنې د پور له اسانتیا او د غړو هېوادونو له پخوانیو دوهاړخیزو ژمنو څخه برابره شي، خو تمه نه کېږي چې متحده ایالات په دې بودجه کې مالي ونډه واخلي.
ناټو به د سرمشریزې ترڅنګ په انقره کې د دفاعي صنعت غونډه هم وکړي، چې اټکل کیږي د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه به پکې اعلان شي.
تمه ده چې مشران به په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار وکړي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ونه لري او له تهران څخه به وغواړي چې د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ ازادي په بشپړه توګه رعایت کړي.
ترکیه به په دې سرمشریزه کې خپل مخ پر ودې دفاعي صنعت معرفي کړي او یو ځل بیا به له غړو هېوادونو وغواړي چې د ناټو دننه د دفاعي سوداګرۍ محدودیتونه لرې کړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به له ټرمپ سره په لیدنه کې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو او د F-35 جنګي الوتکو پروګرام ته د ترکیې د بېرته ستنېدو غوښتنه هم مطرح کړي.
د سرمشریزې ترڅنګ به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره او د دفاع وزیران به د اسټرالیا، جاپان، نیوزیلنډ او جنوبي کوریا له خپلو سیالانو سره هم جلا غونډې ولري.
د ترکیې کمونېست ګوند ویلي، د هېواد امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ تر ۱۰۰ ډېر د دغه ګوند غړي نیولي چې د ناټو پرضد په یوه لاریون کې یې ګډون کړی و. دغه نیونې د ناټو د سرمشریزې څخه مخکې شوې، چې ټاکل شوې ده په انقره کې جوړه شي.
د کمونېست ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د انقرې د قزلای په مرکزي میدان کې یې لاریون کړی و. د دوی په وینا؛ په دغه لاریون کې د ګوند د ځینو لوړپوړو مسوولانو ترڅنګ تر ۱۰۰ ډېر غړي نیول شوي دي.
خپاره شوي انځورونه ښيي، چې لاریون کوونکو د «وژونکې ناټو له هېواده ووځه» او «ناټو ته هېڅ ځای نهشته» په څېر شعارونه ورکول. همدارنګه پولیسو د لاریون کوونکو د خپرولو لپاره له اوښلن ګاز کار اخیستی دی.
په استانبول کې د کمونېست ګوند لهخوا په یوه جلا اعتراضي لاریون کې سلګونه کسانو د تکسیم له میدان څخه د دولما باغچې تر سیمې پورې لاریون وکړ. همدارنګه په کادیکوی سیمه کې د کیڼ اړخو ډلو لهخوا دوه نور لاریونونه هم ترسره شول. له پراخ امنیتي حضور سره، سره په استانبول کې د نښتو یا نیونو راپور نهدی ورکړل شوی.
د ګوند عمومي منشي کمال اوکویان ویلي، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خلک د ناټو پر ضد سړکونو ته راوتلي او اجازه به ورنه کړي چې انقره د یادې ټلوالې د کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.
دغه لاریونونه د ناټو سرمشریزې د جوړېدو په درشل کې رامنځته شوي دي. ټاکل شوې ده، ترکیه د چنګاښ په ۱۶مه او ۱۷مه په انقره کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو او د یادې پوځي ټلوالې د شریکو هېوادونو د استازو کوربهتوب وکړي.
د ترکیې چارواکو د دغه غونډې لپاره په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر په جدي ډول سخت کړي دي. د انقرې والي د هر ډول اعتراضي غونډو جوړول منع اعلان کړي، د ښار پراخې برخې یې په امنیتي خنډونو تړلې او ځینې مهمې لویې لارې یې هم بندې کړې دي.
ورته مهال رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، د «ترهګرۍ ضد» عملیاتو په لړ کې په ترکیه کې ۳۹ نور کسان نیول شوي دي چې پهکې څو خبریالان، مدني فعالان او د پوهنتون استادان هم شامل دي. چارواکو تېره میاشت هم په انقره کې په ورته عملیاتو کې ۲۲۵ کسان نیولي وو.
د ترکیې حکومت لاتراوسه د کمونېست ګوند د وروستیو لاریونونو او نیونو د نوې څپې په اړه رسمي څه نهدي ویلي.
اوکرایني چارواکو ویلي، د دوشنبې په سهار (د چنګاښ ۱۵مه) پر پلازمېنې کیف د روسیې د پراخو توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د ژغورنې ډلې لاهم په زیانمنو شویو ودانیو کې د خلکو د لټون عملیات کوي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچنکو پر ټېلیګرام پاڼه لیکلي، چې په دغه بریدونو کې شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. نوموړي تر دې مخکې د ټپیانو شمېر اووه ښودلی و او ویلي یې و، چې یوازې د ښار په تاریخي پوډیلسکي سیمه کې پر څلورو استوګنیزو ودانیو بریدونه شوي دي.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو هم ویلي، د ژغورنې ځواکونه له هغو ودانیو څخه اوسېدونکي باسي چې د شپنیو بریدونو له امله سختې زیانمنې شوې دي. د هغه په وینا؛ د پوډیلسکي سیمې له یوې استوګنیزې ودانۍ چې یوه برخه یې نړېدلې ۱۵ کسان ژغورل شوي دي.
په دغه کسانو کې درې ښځې او شپږ ماشومان هم شامل دي، چې د ودانۍ له لوړو پوړونو څخه خوندي ځای ته لېږدول شوي دي. د تکاچنکو په وینا؛ د کیف ښار په ختیځه دارنېتسکي سیمه کې درې نورې استوګنیزې ودانۍ هم د بریدونو موخې ګرځېدلې دي.
په کیف کې د رویټرز خبریالانو ویلي، د ښار دننه او شاوخوا څو پرلهپسې چاودنې اورېدل شوې او د اوکراین هوايي دفاعي سیسټمونه د روسي ډرونونو د شنډولو لپاره فعال شوي وو. دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې د کیف اوسېدونکو ته د روسیې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و.