ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.
اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.
د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیفخونه کې بندي و، د سېشنبې په ورځ خوشې شو.
د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.
تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.
بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.
د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.