په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونو زرګونه ښځې غالۍ اوبدنې ته اړ اېستې دي.
د غالۍ صنعت یو شمېر فعالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د راستنو شویو کډوالو په زیاتېدو د غالیو کاروبار غوړېدلی خو ښځې لا هم له کمې لاسباړې او د اومو توکو د لوړو بیو له ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو له بندیز او د کاري فرصتونو له محدودېدو وروسته زرګونو ښځو او نجونو د غالیو اوبدلو، ټغر اوبدنې او نورو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.
د غالۍ صنعت فعالان وایي، له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو له بېرته ستنېدو وروسته سږ کال د غالیو اوبدلو په برخه کې د ښځو ګډون زیات شوی او د کورني او بهرني بازار غوښتنې هم لوړې شوې دي.
په جوزجان ولایت کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ د میرویس مېنې اوسېدونکې مقدس سادات، چې د غالیو، ګلیم اوبدنې، خیاطۍ او وړیو په برخه کې کار کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په وروستیو میاشتو کې له ایران نه د راستنو شویو کډوالو له امله د غالیو اوبدلو ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې ده. له بلې خوا یوازې د افغانستان له بازارونو نه، بلکې له بهرنیو هېوادونو هم د غالیو فرمایشونه زیات شوي دي».
نوموړې زیاتوي، د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو محدودیتونو ګڼې لوستې نجونې او ښځې اړې کړې چې د خپل ورځني لګښت د برابرولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړي.
د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د ښځو مارکېټ د غالیو او لاسي صنایعو د یوې کارخونې مسووله حسینه بارکزۍ وایي، په کارخونه کې یې ۳۶ ښځې او نجونې په دوو شېفټونو کې کار کوي.
هغې وویل: « موږ که څه هم په ښار کې ژوند کوو، خو د یوه وروسته پاتې ولایت اوسېدونکي یو. د کورنیو د ژوند د دوام لپاره ښځې او نارینه دواړه باید کار وکړي».
د هغې په وینا، پخوا یې د افغاني جامو د ګنډلو کارخونه لرله او وروڼه یې د غالیو په صنعت کې بوخت وو، خو د وروستیو کلونو له بدلونونو وروسته اړه شوه خپله هم همدې صنعت ته مخه کړي او اوس یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د افغاني غالیو تولیدوونکې او صادروونکې اتحادیه وایي، اوسمهال په هېواد کې د غالیو د تولید په صنعت کې د ښځو په ګډون له ۱۵ زرو څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د اتحادیې د معلوماتو له مخې، افغانستان هره میاشت د شاوخوا ۱۰ زره متره مربع غالیو د تولید ظرفیت لري او افغاني غالۍ د نړۍ ۳۸ هېوادونو ته صادریږي.
افغاني غالی ۸۰۰ کاله مخینه لري
د افغاني غالیو اصیلې طرحې، د اوبدونکو مهارت، د طبیعي وړیو کارول او دودیز رنګونه د دې محصول د لوړ کیفیت مهم لاملونه دي. د افغانستان غالۍ تر ډېره ترکیې، اروپايي او عربي هېوادونو، امریکا او کاناډا ته صادرېږي او په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.
په پاکستان کې د د افغان کډوالو خلاف عملیاتو او د لارو بندېدو هم د غالیو په صنعت کې بوختې ډېرې کورنۍ افغانستان ته تګ ته اړ اېستې دي او دې چارې هم د غالیو پر صنعت اغیزه کړې ده.
افغان غالۍ چې اوږده مخینه لري د نړۍ له مشهور لاسي صنایعو ګڼل کېږي او د لوړ کیفیت، طبیعي رنګونو او ځانګړو نقشونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.
د جوزجان ولایت اوسېدونکې بي بي سارا، چې د درېیو لوڼو مور ده، وایي، د ښه ژوند په هیله له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوې وه، خو هلته یې ژوند په یوه ناڅاپي پېښه بدل شو.
هغې په اوښلنو سترګو وویل: « میړه مې په ایران کې د ورځې په حساب مزدور و. یوه ورځ د ودانۍ له شپږم پوړ څخه ولوېد او همغلته یې ژوند له لاسه ورکړ».
بي بي سارا وایي، د خاوند له مړینې وروسته د دریو لوڼو د پالنې ټول مسوولیت د هغې پر اوږو پرېوت.
نوموړې زیاته کړه، « زه پخوا ښوونکې وم، خو اوس د کار د نشتوالي له امله غالۍ اوبم. د ساعتونو ساعتونو کار له امله مې سترګې کمزورې شوې او ملا مې سخت درد کوي، خو بیا هم شکر باسم چې د خپلو ماشومانو رزق په خپل زحمت پیدا کوم او چا ته د سوال لاس نه غځوم».
د غالیو له هر تار سره د یوې مور یوې نجلۍ د مبارزې د درد کیسه اوبدل کیږي
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، معمولا به د کال په دې موسم کې د ګازو بیې مناسبې او ټيټې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د ګرمۍ په موسم کې د ګازو بیې دومره لوړیږي.
د کندهار ښار اوسېدونکی صالح محمد وايي:« په دوبي کې خو خلک له ګازو ډېره استفاده هم نه کوي خو بیا هم ګران شول. مخکې به په ژمي کې ګرانیدل، ځکه خلکو به د بخارۍ لپاره ورڅخه استفاده کوله، اما اوس حیران یم».
یو ګاز نه بلکي په دغه ولایت کې د تېلو بیې هم په تېرو دوو اونیو کې خورا لوړې شوې دي او ښاریان وايي، اوس اړ شوي چې له نقلیه وسایلو څخه ډېره کمه استفاده وکړي.
د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله افغانستان ته د پاکستان د امو صادرات په روان کال کې صفر شوي دي.
پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ۲۲ زره او ۵۰۰ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنه ام صادر کړي وو، چې د پاکستان د ټولو امو څه باندې ۲۰ سلنه برخه جوړوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د مېوو او سبزیو له مهمو صادراتي بازارونو څخه و، ځکه صادرات ورته د نورو نړیوالو بازارونو په پرتله اسانه او ارزانه کېدل او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د ترانزیټ مهمه لار هم ګڼل کېده.
پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰۹ زره او ۶۰۰ ټنه ام صادر کړي وو، چې له دې ډلې نږدې ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه یې افغانستان ته تللي وو، چې د ټولو پاکستاني امونو څه باندې ۲۰ سلنه برخه جوړوي. د ۲۰۲۴ کال په فصل کې بیا افغانستان ته د پاکستان د امو صادرات ۲۸ زره او ۷۰۰ ټنه وو.
خو سږ کال، سره له دې چې پاکستان د نړۍ نورو هېوادونو ته د امو سلګونه بارونه صادر کړي، افغانستان ته یې صادرات د اسلام اباد او کابل د اړیکو د ترینګلتیا او لارې بندېدو له امله، صفر پاتې شوي دي.
د راپور له مخې، د افغانستان ترڅنګ د سیمې جیوپولیټیک وضعیت او د ایران جګړې هم د پاکستان د امو سوداګري اغېزمنه کړې ده. د لېږد د لارو ستونزو، د کښتیو کمښت او د بار وړلو د لګښتونو زیاتوالي د خلیج بازارونو ته صادرات کم کړي دي.
د پاکستان د امو تر ټولو لوی بازار متحده عربي امارات دی، خو دغه هېواد ته صادرات هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله پام وړ کم شوي دي. د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۶مې نېټې پورې پاکستان یوازې ۴۲ زره او ۳۴۳ ټنه ام صادر کړی، حال دا چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۵۵ زره او ۶۸۴ ټنه وه.
پاکستاني کروندګر یوازې د صادراتو له کمښت سره نه، بلکې د اقلیمي بدلون له امله هم له ستونزو سره مخ دي. د تودوخې زیاتوالی، بې وخته بارانونه، بادونه او د افتونو خپرېدل د امو پر حاصل او کیفیت منفي اغېز کړی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، سږ کال د لوړ کیفیت امو کچه کمه شوې او د بي او سي درجې امو ونډه زیاته شوې ده. ځینې متخصصین اټکل کوي چې اقلیمي ستونزو د امو تولید له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم کړی دی.
پاکستاني بزګران وايي، د صادراتو کمښت، د خراب کیفیت مېوو زیاتوالی او د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې د امو بیې دومره راټیټې شي چې حتا د تولید لګښتونه هم نه شي پوره کولای.