یوه طالب جنګیالي د طالب مشرانو او عامو خلکو د اولادونو ترمنځ د فرصتونو پر توپیر نیوکه کړې

یوه طالب جنګیالي پر فېسبوک پاڼه د طالبانو د مشرانو او عامو خلکو د اولادونو ترمنځ د فرصتونو پر توپیر نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې «عدالت چېرته دی»؟

یوه طالب جنګیالي پر فېسبوک پاڼه د طالبانو د مشرانو او عامو خلکو د اولادونو ترمنځ د فرصتونو پر توپیر نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې «عدالت چېرته دی»؟
نوموړي ویلي: «بېوزلي او بېکاري عيب نه ده، خو دا چې د مشرانو زامن خپل درسونه، دندې او کاروبارونه کوي، د عامو خلکو زامن د يوې ګولې ډوډۍ پسې ځانونه د مرګ تر پولې رسوي، په داسې حال کې چې دواړه د يو وطن بچيان دي».
هغه زیاته کړې چې د دې وضعیت په لیدو سره د عدالت په اړه جدي پوښتنې راپورته کېږي او پوښتنه یې کړې: «دلته هغه پوښتنه پيدا کېږي چې عدالت چېرته دی»؟
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت تل د عدالت، مساوات او د اسلامي نظام د اصولو پر بنسټ د چارو د پرمخ وړلو ادعا کوي، خو په وروستیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د طالبانو د ځینو غړو له لوري د امتیازاتو، ګومارنو او د مشرانو د اولادونو د ځانګړو فرصتونو په اړه ورته نیوکې هم وخت ناوخت خپرې شوې دي.

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د کڅ میرخېل سیمې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د برېښنا د ټولو بیلونو له پر وخت تادیه کولو سره سره، د دوی د کور برېښنا له تېرو دوو ورځو راهیسې په ناحقه پرې شوې ده.
شکایت کوونکي وایي، دا ستونزه په داسې مهال رامنځته شوې چې د دوبي سخته ګرمي ده او د برېښنا نشتوالی یې ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
شکایت کوونکی وايي:« د صدیق په نوم یوه کس برېښنا پرې کړې، حال دا چې هېڅ پاتې حساب نه لرو او ټول لګښتونه مو پر خپل وخت ورکړي دي».
د شکایت له مخې، تېره شپه ناوخته د سیمې نورو ټولو کورنو ته بېرته برېښنا وصل شوه، خو یوازې د دوی کورنۍ لا هم له برېښنا بېبرخې پاتې ده. شکایت کوونکي دا چاره «بېعدالتي» بولي.
د یادې کورنۍ غړو له اړوندو طالب مسوولینو غوښتي چې ژر تر ژره یې برېښنا بېرته وصل کړي او د دې ادعا شوې پېښې په اړه جدي څېړنه ترسره کړي، څو د دوی په وینا، قانوني حق یې بېرته تامین شي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل د سروبي ولسوالۍ د یوې کورنۍ شکایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
د هرات یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دغه ولایت ۸مې ناحیې اړوند د پخوانۍ قول اردو په سیمه کې هغه کورنۍ چې شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې یې په ویجاړو او شاړو ځمکو کې په خپل شخصي لګښت ساده کورونه جوړ کړي وو؛ اوس طالبان دوی له خپلو کورونو باسي او ځمکې یې غصبوي.
نوموړي ویلي، دغه کورنۍ د هرات د پخوانۍ قول اردو کارکوونکي وو او کلونه یې د هېواد د دفاع او د امنیت د ساتنې په برخه کې دنده ترسره کړې ده. هغه زیاته کړې، چې دغه کارکوونکو د خپلو کمو تنخواوو پرمټ د استوګنې لپاره کورونه جوړ کړي وو.
د هرات دغه اوسېدونکی وړاندې وایي، طالبان د دغه کورنیو یوشمېر غړي په زور له خپلو کورونو اېستلي او د هغوی کورونه او شتمنۍ یې نیولې دي. نوموړي همداراز ویلي، هغه کورنۍ چې لاهم په خپلو کورونو کې پاتې دي له ګواښونو او د خپلو اولادونو د نیولو له فشار سره مخ دي؛ څو خپل کورونه پرېږدي.
د هرات دغه اوسېدونکي طالبان تورن کړي، چې د کمزورو او بېوسه کورنیو پر وړاندې له زور کار اخلي. د هغه په وینا؛ یادې کورنۍ نه په فساد، نه په غلا او نه هم په سیاسي فعالیتونو کې ښکېلې وې، بلکې عادي دولتي کارکوونکي وو چې د خپلو کورنیو د ښه ژوند او د وطن د دفاع لپاره یې دندې ترسره کولې.
د هرات ښار دغه اوسېدونکی همداراز وایي، طالبان د دې پر ځای چې د خلکو له حقونو ساتنه وکړي له هغې سرغړونه کوي او د عدالت پرځای ظلم کوي. هغه د طالبانو د ورته کړنو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل غندي.
یو افغان وګړي احرار افغان د سرای شمالي د کاغذي تذکرو د وېش په مرکز کې د نومونو د ناسم ثبت شکایت کړی او خبرداری یې ورکړی چې د اسنادو په لیکلو کې تېروتنې کولای شي خلک له جدي ستونزو او بیا بیا سرګردانۍ سره مخ کړي.
دغه اوسېدونکي په ایکس خواله رسنۍ کې په خپل پیغام کې لیکلي، چې سرای شمالي ته د خپلې کورنۍ د یوه غړي د کاغذي تذکرې جوړولو لپاره تللی و، خو د نوم ثبتولو پر مهال له ستونزې سره مخ شو.
هغه ادعا کړې چې یوه کارکوونکي د «حسین شاه» نوم په ناسم ډول «محسن شاه» ثبت کړ او د سمون غوښتنه یې وروسته له ډېرو هڅو ومنل شوه.
نوموړي زیاته کړې: «ما ورته وویل مه یې غلطوه، سم یې ولیکه، په ډېر تکلیف مې پرې بېرته بدل کړ.»
د هغه په وینا، د نوم د وروستۍ برخې د لیکلو پر مهال هم ستونزه رامنځته شوه او کارکوونکي «شاه» په ناسم شکل ولیکه. نوموړي ویلي، وروسته له اعتراضه یې بیا هم د لیک بڼه په سمه توګه اصلاح نه شوه.
احرار افغان ادعا کړې چې په دغه مرکز کې یې د نورو کسانو په تذکرو کې هم ورته تېروتنې لیدلې دي او لیکلي یې دي چې ځینې کارکوونکي خپلې تېروتنې نه مني.
هغه له اړوندو ادارو غوښتي چې د تذکرو د ثبت پروسې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د ده په باور، که ستونزې حل نه شي، خلک به د خپلو اسنادو د سمون لپاره له دوامدارو ستونزو او سرګردانۍ سره مخ وي.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي چې تازه پاکستان څخه راستانه شوي، افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، په خپل هېواد کې د سرپناه نه لري او طالبان دې ژر تر ژره دوی ته ځمکې ووېشي.
یادو کسانو افغانستان انترنشنل ته په رالیږل شویو پیغامونو کې ویلي چې د نورګل ولسوالۍ د راستنېدونکو په غونډه کې د دوی د ستونزو د حل، د ځمکو د وېش او د سرپناه د برابرولو ژمنې شوې وې، خو تر اوسه یې د عملي کېدو په برخه کې کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.
دوی ویلي، ډېری راستنې شوې کورنۍ شخصي کورونه نه لري او د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه مومي، له همدې امله د سرپناه نشتون له ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي چې په ځینو نورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی، خو د کونړ د نورګل ولسوالۍ کډوال لا هم په دې برخه کې له رسمي معلوماتو او عملي اقداماتو بې برخې دي.
یادو کډوالو له طالبانو غوښتي چې د ځمکو د وېش بهیر ژر تر ژره پیل، د ځنډ لاملونه روښانه، د سرپناه ستونزې ته عملي حل ومومي او د دې بهیر لپاره مشخص مهالوېش هم اعلان کړي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د څو تازه رستنو شویو کډوال روایت دی.
یوه ښوونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي، چې د ټیټ معاش او د کور د لوړې کرایې له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نور له دې وضعیته «لېونی» کیږي. دغه نوی راستون شوی افغان ښوونکی وايي، چې معاش یې۷ زره افغانۍ دی خو د کور ۸ زره افغانۍ کرایه ور کوي.
دغه ښوونکي ویلي، چې میاشتنی معاش یې اووه زره افغانۍ دی، خو یوازې د کور کرایه اته زره افغانۍ ورکوي. د هغه په وینا، له خپلې کورنۍ سره تازه له مهاجرته افغانستان ته راستون شوی او د ژوند لګښتونه یې تر اوسه ډېر لوړ دي.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «زه یو ښوونکی یم، اووه زره افغانۍ معاش لرم او د کور اته زره افغانۍ کرایه ورکوم. موږ نوي مهاجر راغلي یو. نور لیوني کېږو، د کور کرایه ورکړو که اولاد ته نفقه پیدا کړو».
دغه ښوونکي له طالب چارواکو غوښتي چې د ښوونکو او نورو ټیټ معاش لرونکو کارکوونکو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د معاشونو او د ژوند د لګښتونو ترمنځ د موجود واټن د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د یوه ښوونکي روایت دی.