
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: داعش خراسان لا هم یو جدي ګواښ دی
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه لا هم یو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه لا هم یو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د ننګرهار د طالبانو د والي د رسنيو دفتر وايي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان له خاورې د «ترهګرو» د مخ په زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړی ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان له خاورې په شویو بریدونو له ۴۷۰۰ څخه ډېر پاکستاني وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دورهيي مشر د فرانسې دایمي استازي ژروم بونافون خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې مېشته د داعش خراسان څانګه په نړۍ کې د دې ډلې پر یوې خورا فعالې او خطرناکې څانګې بدله شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې اجراییوي مدیرې ناتالیا ګرمن ويلي چې په وروستیو کلونو کې د تروریزم ګواښ «ډېر پراخ او غیرمتمرکز» شوی دی. نوموړې ويلي چې ترهګرو ډلو ځانونه له نویو شرایطو سره عیار کړي او له نوې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي د چین په کوربهتوب د نړیوال امنیتي کنفرانس په غونډه کې ګډون او وینا کړې ده. طالب پلاوي د یادې غونډې پرمهال یوځل بیا په ټنیګار سره ویلي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې له بېلا بېلو لارو هېواد ته ۱۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸۷ تنه کېږي هېواد ته را ستنې شوې دي.

د پاکستان لاهور ایالت عالي محکمې د افغان طبي محصلینو د زدهکړو د دوام په اړه لنډمهاله حکم کړی، خو محصلین وايي لا هم بشپړ ډاډ نه لري او ځینې یې له لیلیو هم ایستل شوي دي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ د بریکس غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته تللی. ټاکل شوې نوموړی د غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم خبرې وکړي.

افغانستان به له هند سره د کرېکټ درې شل اوریزو نړیوالو لوبو لړۍ د هند په نوي ډیلي کې ترسره کړي؛ خو په دې سیالیو کې به افغانستان د کوربه او هند د مېلمه لوبډلې په توګه وي.

د پاکستان د بلوچستان په خضدار او ګوادر ولسوالیو کې په دوو جلا وسلهوالو پېښو کې اته کسان وژل شوي. په خضدار کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي، او په ګوادر کې وسلهوالو د ملي لوژستیکي ادارې څلور کارکوونکي وژلي دي.

د کډوالو لپاره د ناروې شورا عمومي منشي یان اېګلنډ په کابل کې له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې له امریکا، اروپايي او نورو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له طالبانو سره تعامل وکړي.

د خېبر پښتونخوا د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پر اوږدمهاله بندښت سخته اندېښنه ښودلې ده. د دغې خونې مشر جنید الطاف په یوه غونډه کې له حکومت څخه وغوښتل چې د قامي اقتصاد په ګټه دې پر سوداګرۍ لګېدلي محدودیتونه لرې او لارې دې خلاصې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې پروګرامونه له جدي ګواښ سره مخ دي او زرګونه ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ له خطر سره مخ پاتې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت وایي چې د دغه وزارت لوړپوړی ۱۳ کسیز پلاوی د لطیفالله حکیمي په مشرۍ د شیانګشان ۱۳ فورم کې د ګدون په موخه د چین پلازمېنې بیجینګ ته تللی دی.

سيبياېس نیوز وايي، امریکا او متحدینو یې له شلو کلونو جګړې او میلیاردونو ډالرو لګښت وروسته افغانستان پرېښود، خو طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ښځو او نجونو ډېری لاسته راوړنې له منځه ولاړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایکل والټز د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د خپلې پوځي دندې د یوې خاطرې په بیانولو سره په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ.

د سکای نیوز په یوه ځانګړي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د روغتیا، زدهکړو، بشري مرستو او اقتصادي ستونزو له پراخ ناورین سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو دروند بار ښځې او ماشومان وړي.

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ «زرغون بهیر» وايي، د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژلی او د دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د برېتانیا پوځي استخبارات وايي، په اوکراین کې شاوخوا ۵۰۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي. د برېتانیا د پوځ مشر ریچ نایټن وايي، د روسیې د دومره لویې مرګژوبلې په بدل کې د جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد یوازې شاوخوا دوه سلنه اضافي اوکرایني خاوره نیولې ده.

فاریاب کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په اندخوی او قیصار ولسوالیو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.