
د طالبانو مخالفانو په ترکیه کې پر افغانستان د سیمهییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه
یو شمېر افغان سیاسي څېرو، کارپوهانو او مدني فعالانو په انقره کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان د سیمهییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه. دا غونډه د «راه لاجورد» د څېړنې او پالیسۍ مرکز له لوري جوړه شوې وه.



















