
هېګسېت وایي امریکا له هند سره ۱۰ کلن دفاعي تړون لاسلیک کړ
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، چې متحده ایالاتو د هند سره ۱۰ کلن دفاعي تړون لاسلیک کړی دی. د رویټرز راپور له مخې، هېګسېت له خپل هندي سیال راج نات سنګ سره له لیدنې وروسته پر اېکس لیکلي، چې دا تړون د سیمهییز ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.



















