
طالبان: د واخان دهلېز د لومړي فاز چارې ۶۰ او د دویم فاز ۷۰ سلنه بشپړې شوې
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، د واخان دهلېز د پروژې د لومړي فاز کار ۶۰ سلنه او د دویم فاز ودانیزې چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي. طالبانو ویلي، چې یاده پروژه به په روان کال کې بشپړه شي.



















