
نن سهار کندوز کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی
په کندوز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وایي، د جمعې په سهار د (لړم ۱۶مه) شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کندوز ښار د اتمې حوزې اړوند چاودنه کې یو کس وژل شوی. هغه وایي، وژل شوي کس د برید د پلان په موخه چاودېدونکي توکي لېږدول چې خپله پرې چاودېدلي دي.



















