
د امریکا سنا هغه طرحه رد کړه چې پر وېنزوېلا یې د ټرمپ ادارې د نظامي اقدام مخه نیوله
د امریکا د سنا مجلس په ۵۱ موافقو او ۴۹ مخالفو رایو هغه طرح رد کړه، چې د ټرمپ حکومت به یې له وېنزویلا سره د جګړې له پیلولو منع کاوه.

د امریکا د سنا مجلس په ۵۱ موافقو او ۴۹ مخالفو رایو هغه طرح رد کړه، چې د ټرمپ حکومت به یې له وېنزویلا سره د جګړې له پیلولو منع کاوه.

د طالبانود صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د سوداګرو، پانګوالو او یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو له خوا د (د تولیدي او خدماتي ظرفیتونو د پېژندلو) تر سرلیک لاندې ۱۷م نړۍوال نندارتون پرانیستل شو. د وزارت په وینا، یاد نندارتون کابل کې د لویې جرګې په تالار کې پرانېستل شوی دی.

نانسي پلوسي یوازنۍ ښځه ده، چې د امریکا د استازو جرګې د ځواکمنې مشرې په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغې د سیاست په ډګر کې له څلور لسیزو فعالیت وروسته خپله تقاعدي اعلان کړه. د کالیفورنیا ۸۵ کلنې استازې په یوه پیغام کې ویلي، هغه به راتلونکی کال د کانګرس په ټاکنو کې برخه وا نهخلي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواک کې چې ترکیه کې د استخباراتي پلاوي پر ځای باید د پاکستان د سیاسیونو یو پلاوی د خبرو میز ته ناست وای ویلي، چې سیاسیون د استخباراتي پلاوي په کچه ښه مذاکرات نهشي کولای.

متحده عربي امارات د افغانستان شمال ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هوايي لاره پرانیستې او نن یې د مرستو درېیمه الوتکه هم افغانستان ته ورسېده. د راپورونو له مخي، د امارات استول شوي دغه بشري مرستې شاوخوا ۹۰ ټٌنو ته رسیږي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لواد تخنیک امريت پنځه دافع هوا دوه میله دستګاوې ترمیم او بیا فعال کړي دي. دغه دستګاوې په داسې حال کې فعال شوي چې طالبان لا هم د افغانستان د هوايي حریم د ساتنې جوګه نه دي.

اسلاماباد کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیبالله عليخېل ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د روانو مذاکراتو په اړه ویلي، چې د دواړو ترمنځ کړکېچونه او اختلافونه زیات شوي دي. په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د خبرو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ پیل او لا هم روان دی

په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ په غونډه کې د بشري حقونو او ښځو دوو فعالانو فریده راقيصوفيزاده او یاسمین نبيزاده ګډون کړی دی. دوی ټينګار کړی، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري او ټولو کړکېچونو ته دې باید د حل عملي لارې وموندل شي.

اسلاماباد کې د روسیې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د انګلیسي ژبې ورځپاڼې فرنټیر پوست د پرلهپسې روسي ضد مقالو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. اعلامیه کاږي، داسې ښکاري چې دغه ورځپاڼه اصلاً پاکستانۍ نه ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري سپین بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه کړې څو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. عمري له راستنېدونکو کډوالو سره لیدنه کې ډاډ ورکړی چې له امکاناتو سره سم به د هغوی ستونزو او ننګونو ته رسیدنه وکړي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال به له کندهار څخه د وچو مېوو صادرات پنځه زره میټریک ټُنو ته ورسېږي. دغه وزارت زیاتوي، چې تېر کال د وچو مېوو د صادراتو کچه ۴،۵ زره مټریک ټُنه وه.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی سلاکار فاروق اعظم په یوه پیغام کې د طالبانو د مشر له خوا له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د خلکو د سیاسي بیداري او پوهاوي ستاینه کړې ده. هغه وايي، یو شمېر ښاریانو، رسنیو او طالب چارواکو د هغه له ګوښه کېدو وروسته ورسره خواخوږي کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزارت ویلي، دوی د طالبانو هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې د سپین بولدک د پېښې په اړه خپرې شوې دي. دغه وزارت وایي چې ډزې د افغان لوري له خوا پیل شوې وې او دوی یې دفاع کړې. طالبانو تر دې مخکې ویلي و، چې پاکستان پر سپینبولدک برید کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د روسیې د ولسمشر د نړۍوالې جرمي او حقوقي همکارۍ له ځانګړي استازي سره د دغې محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه خبرې کړي. دغې محکمې د بشریت ضد جرمونو په تور د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د مشر د نیولو صادر کړی دی.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف وویل، چې د پنجشنبې په شپه به یو نوی هېواد د «ابراهیم تړونونو» برخه وګرځي. ویټکاف په فلوریډا کې یوې غونډې ته وویل چې دی به د دې اعلان لپاره واشنګټن ته ستنیږي، خو هغه دا څرګنده نه کړه چې کوم هېواد به دا وي.

د طالبانو مشر هبتالله په کندهار کې د دیني جامعاتو مسوولینو او فارغانو ته په یوه غونډه کې ویلي: «د اسلامي نظام لوی هدف د شرعي محاکمو او قضا له لارې د شریعت تطبیق دی.» نوموړي د قضا برخې له فارغانو غوښتې، چې په «شرعي فیصلو کې د چا تر تاثیر لاندې را نهشي ان که زه هم یم.»

د طالبانو د تېرې دورې پر مهال په پاکستان کې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سپین بولدک ننني برید ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان د ژمنو او مذاکراتو پر ارزښت باور نه لري.

د ایران د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي وحید شمسايي د اسلامي هېوادونو د یووالي جام په لوبو کې د افغانستان د فوټسال له لوبډلې سره د لوبې له مساوي کېدو وروسته بښنه غوښتې او وايي چې افغان لوبډلې په لوړه انګیزه لوبه وکړه.

د غزني د ناور ولسوالۍ اوسېدونکو په شاوخوا دوه میلیونه افغانیو شخصي مالي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی دی. په دغه ښوونځي کې ۸درسي ټولګي، یو کتابتون او د اداري چارو کوټه شامل دي او په یو وخت کې ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې پکې کولی شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشت ټولنې ویلي، چې ۴۹ ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول او ۷۵ تنه نور ماشومان یې د درملنې په موخه یاد هېواد ته ولېږل.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په برید کې د حاجي وردګ او سیټ کلیو کې د پاکستان د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.