
د ایران او پاکستان له لارې تر ۲زره ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس سې شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون له ایران او پاکستانه افغانستان ته دوه زره او ۳۴۴ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس سې شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون له ایران او پاکستانه افغانستان ته دوه زره او ۳۴۴ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) راپور ورکړی، چې د پاکستان له لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره د ډونالډ ټرمپ لیدنې هند ته ډيپلوماټيکې اندېښنې راولاړې کړې دي. ځينو هندي چارواکو او کارپوهانو ویلي، چې دغه لیدنه به د هند او امریکا تر منځ دوستانه اړیکو ته زیان ورسوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، له مرکزي، سوېل ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټول شوي یو میلیارد، نهه مېلیونه او ۸۶۷ زره افغانیو په ارزښت یې زاړه بانک نوټونه سوځولي دي.

ډيلي ميل ورځپاڼې سې شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د بریتانوي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، ځینې هغه افغانان چې بریتانیا ته انتقال شوي؛ ښايي له «ترهګرو او افراطي» ډلو سره یو ځای شي.

د پاکستان د ګلګټ بلتستان دیامیر ولسوالۍ په بابوسر سیمه کې د دوشنبې په ورځ د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه څلور سېلانیان مړه، دوه ټپیان او ۱۵ نور تري تم شوي دي.

هارورډ پوهنتون له یوه فډرالي قاضي څخه غوښتي، چې دوی ته دې ۲.۵ میلیارډه لغوه شوې بودجه بېرته ورکړي او د څېړنیزو پروژو په برخه کې دې د مالي مرستو بندولو هڅې ودروي.

په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سياليو په لړ کې پرون دوشنبه د ( چنګاښ ۳۰مه) دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ یې د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو ترمنځ او دویمه هغه یې د مس عینک اتلانو او بست ساتونکو ترمنځ وه.

د سور صلیب نړۍوال فدراسیون تازه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو له امله ۵ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې له دې سره د مړو شمېر ۲۲۱ کسانو ته لوړ شو.

د امریکا د استیناف محکمې د پرېکړې له مخې به په امریکا کې مېشت افغانان او کامرون وګړي له دغه هېواده و اېستل شي. تر دې وړاندې د استیناف محکمې د ټرمپ ادارې هغه پرېکړه د یوې اوونۍ لپاره ځنډولې وه، چې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام د لغوه کېدو په اړه یې کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره د عراقچي د مرکې په غبرګون کې ويلي، چې د امریکا د بریدونو له امله د ایران اټومي بټیو ته ډېر زیان اوښتی او که اړتیا پېښه شي، یو وار بیا به د ایران پر اټومي بټیو برید وکړي.

د طالبانو لهخوا په جرمني کې د افغانستان سفارت ته د دوو دیپلوماتانو تر معرفي کېدو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د جرمني پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دوی به ډېر ژر د انساني قاچاق وړونکو ډلو او د هغوی د همکارانو پر ضد بندیزونه ولګوي، چې د غېرقانوني کډوالۍ لړۍ ته لمن وهي.

د امریکا ولسمشر له متحده عربي اماراتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې یې هغه افغان ژباړونکي او سرتېري چې د امریکا له پوځ سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې وه، بېرته افغانستان ته نه استول کېږي. دا افغانان له څو کلونو راهیسې په ابوظبي کې د کډوالو په یوه کمپ کې بند پاتې دي.

د روسیې ځواکونو د جولای پر ۲۱مه د اوکراین شمال ختیځ سوومي ولایت پر ملکي سیمو د بېپیلوټه الوتکو برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي. د سیمهییزو چارواکو په وینا، یو ۵ کلن ماشوم هم په ټپیانو کې شامل دی.

د سوېلي کوریا په ګاپیونګ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او ځمکښویېدنو له امله نن دوه کسان مړه شوي او پنځه نور لا هم لادرکه دي، چې له دې سره د مړو شمېر ۱۷ او د لادرکه شویو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا په متحده عربي اماراتو کې له بند پاتې شویو افغانانو سره د مرستې ژمنه، د سان ډیاګو مېشت "افغان اېواک" بنسټ لهخوا "د هرکلي وړ حیرانتیا" بلل شوې ده.

د جرمونو نړۍوالې محکمې لهخوا د هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د جنسیتي تعقیب په تور مطلوب اعلانول یو تاریخي ګام دی. دا نه یوازې د افغان ښځو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم نړۍوال اعتراف ښيي، بلکې دا هم څرګندوي چې دا ظلم یوه نړۍواله جنایي مسله ده، نه یوازې کلتوري موضوع.

د سعودي پراختیایي صندوق (SFD) بوسنیا او هرزګووینا ته ۳۲ میلیونه ډالره پرمختیايي پور ورکړی، ترڅو د ساینس او ټېکنالوژۍ پارک او د محصلینو لپاره استوګنځای جوړ شي.

د انګلستان ورو توپ اچونکی لیام ډاسن چې وروستی ځل یې په ۲۰۱۷ کې ټېسټ لوبه کړې وه، د ژوبل شویب بشیر پر ځای د هند خلاف د څلورمې ټېسټ لوبې لپاره د انګلستان لوبډلې ته راستنېږي. دا لوبه به په منچسټر کې ترسره شي.

په بلوچستان کې د یوې ښځې او نارینه د وژنې په تړاو د یوې قبایلي شورا د مشر په ګډون ۱۴ کسان نیول شوي دي. یاد کسان د «نامشروع» اړیکو په تور د خپلوانو له لوري یې د «غیرت» په نوم وژل شوي دي.