
کیېف: زیلېنسکي له پوټین پرته د استانبول په خبرو اترو کې برخه نه اخلي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر ویلي، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپله د استانبول په خبرو کې برخه وانخلي، هغه به هم ګډون و نه کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر ویلي، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپله د استانبول په خبرو کې برخه وانخلي، هغه به هم ګډون و نه کړي.

د افغانستان په مخکیني جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر د نایروبي محکمې ته ویلي، چې امریکا ته د هغه د استرداد غوښتنه «سیاسي بڼه» لري او د هغه د هغو اوږدمهاله مخالفتونو پایله ده چې د واشنګټن د «ایډیالوژیکي تحمیل» پر ضد یې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې سبا چهارشنبه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کوي. په دغه پلاوي کې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران هم شامل دي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د برېتانیايي ځانګړو ځواکونو له خوا د ناقانونه وژنو او د هغو د پټولو ادعاوې خورا جدي دي او باید د شفافې او خپلواکې پلټنې له لارې وڅېړل شي.

د طالبانو د ټولګټو وزیر محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې پرمهال د تورغونډۍ بندر د عملي کار پر پیلېدو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د مزارشريف-هرات او هرات-کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين او بیا رغولو په اړه خبرې شوې.

طالبان وايي، په بلخ ولایت کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ سرتېري نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي زده کړوفارغ شوي. د یادې ډلې په وینا، په دې دوره کې ۷۱۰ سرتېري له دريو مياشتو نظامي او فکري زده کړو فارغ شول، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې به په دندو وګمارل شي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ، محمد بن سلمان او ایلن ماسک په سعودي عربستان کې د امریکا د ولسمشر د هرکلي په مراسمو کې له یو بل سره لنډې خبرې اترې وکړې.

طالبان د رسمي راپورونو او نړۍوالو سرچینو د شمېرو پر بنسټ وایي، چې یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو لهپاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې دي.

یوې افغانې مېرمنې، چې له خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سره یوځای په پاکستان کې په بې برخلیکتوب کې ژوند کوي، د جرمني پر حکومت د خپلې منل شوې ژمنې د پلیتابه لپاره د برلین اداري محکمې ته عریضه کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې پوهنتونو کې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده. د ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبرۍ شورا ناسته کې مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د "سن جینګ الکتریک"په نوم چینایي شرکت په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که د کردستان کارګر ګوند (پيکېکې) د منحل کېدو پرېکړه عملي شي، نو دا یوه مهمه او مثبته پرمختګ ده.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې دغې ډلې په پنجشېر کې د ۹۷ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت زمرد په افغان سوداګرو پلورلي دي.

په کابل کې د اذربایجان هېواد سفیر الهام محمدوف د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند له وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده سره کتلي دي.

د افغانستان مخکني جمهوري حکومت پرمهال د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د کېنیا حکومت امریکا ته د هغه د ور سپارلو پرېکړه کړې.

د ایران حکومت د خان یونس په جبالیه سیمه کې د فلسطیني کډوالو پر لنډمهاله سرپناوو د اسراییل بمبارۍ په کلکه غندلي دي. ایران د اسراییل دغه چاره له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سې شنبه (د غوایي ۳۲مه) د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد. دا د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست دویم پړاو کې د هغه لومړی ډیپلوماټیک سفر دی.

په ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وایي، چې له پاکستان څخه د تورخم له لارې د راوړل شویو ۱۴ لارۍ الوګانو څخه یې ۱۳ موټره وراسته شوي هغه بېرته پاکستان ته ور ګرځولي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت لپاره د دغې ډلې وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان له مشر مېکایل لیپي سره د دغه سازمان اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پرختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو شاوخوا ۱۱۹ تنه افغانان (د غوایي په ۲۲مه) تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شول.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۹۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.