
طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
طالبانو په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غرونو دننه د تونلونو، د ځمکې لاندې پوځي زېرمتونونو او دفاعي تاسیساتو دجوړولو چارې پراخې کړې دي.

طالبانو په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غرونو دننه د تونلونو، د ځمکې لاندې پوځي زېرمتونونو او دفاعي تاسیساتو دجوړولو چارې پراخې کړې دي.

د سهار له لمانځه څو ساعته وروسته ملا حسن اخوند په حرمسرای کې پر توشکه ناست وي. اداري اسناد او دوسیې ورته راوړل کېږي، شفاهي هدایتونه ورکوي او بېرته همغې کوټې ته ستنېږي چې د کور او دفتر دواړو لپاره یې کاروي.
پر کابل له واکمنېدو پنځه کاله وروسته طالبان اوس په دې هڅه کې دي، چې خپل جنګي جوړښت د یوه منظم پوځ بڼې ته واړوي او د زغرهوالو قطعاتو، توپخانې، هوايي ځواک او لوژستیکي شبکو تامیناتو ته نوې لارې ومومي.
د دانګام ولسوالۍ له غرنیو کلیو د وتلو پر مهال مرمۍ دومره ډېرې شوې، چې عبدالقاهر نورې نه شوای شمېرلی. هغه وایي، په ځینو ورځو کې به دومره ډزې کېدې چې ماشومانو یې له امله د شپې خوب نه شوای کولای. اوس هغه له خپلې کورنۍ او ټپي شوې لور سره د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې اوسیږي.

د کندهار د پنجوايي د ناخونې له خړو کوڅو او د تختهپُل د تنګي له ریګونو د یوه داسې سړي کیسه پیلېږي چې افغانستان یې په حکمونو او فرمانونو چلیږي، خو څېره یې لا هم له خلکو پټه ده. د هبتالله اخوندزاده د شخصي ژوند په اړه لا هم ډېر څه د روایتونو، کیسو او محدودو معلوماتو ترمنځ ورک دي.

د طالبانو او ایران اړیکه چې یو وخت پوځي تقابل ته رسېدلې وه، نن د غلي تعامل په چوکاټ کې تعریفېږي. طالبان، چې ځان د سني اسلام استازي ګڼي او د ایران نظام، چې د شیعه نړۍ له مهمو قدرتونو شمېرل کېږي، اوس داسې اړیکه پالي، چې د مذهبي اختلافونو پر ځای پکې دوه اړخیزې اړتیاوې غالبې دی.

د دُرې غږ د فیضاباد د محکمې په انګړ کې واورېدل شو. هوا ګرمه وه او د خاورې، خولو او وېرې بوی پکې خپور و. ماشومانو او نورو خلکو چې د سزا د لیدلو لپاره راټول شوي وو، په حیرانتیا او خاموشۍ سره صحنې ته کتل.

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۳مه، د ننګرهار د څلورمې زغرهوالې لوا قوماندان معلم اول ګل ته امر وشو چې خپل ټانکونه تورې بوړې ته ننباسي او هلته پر میشتو جنګیالیو مرمۍ ووروي. دا د اول ګل لپاره تر ټولو سخته شیبه وه، چې د امریکا تر محاصرې لاندې خپل پخواني ملګري د ټانک په مرمیو وولي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه پورې د افغانستان په وګړو له ۱۰۷ زره او ۵۲۳ څخه ډېر د دُرو ګوزارونه شوي دي.

د اسراییل او ایران تر منځ د دولس ورځنۍ جګړې او همدارنګه په دغه وروستۍ جګړه کې امریکا او اسراییل د ایران یو شمېر لوړپوړي نظامي او امنیتي چارواکي په نښه کړي او وژلي یې دي. د راپورونو له مخې د ایران د جمهوري دولت ۵۲ لوړ رتبه چارواکي په روانو جګړو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې زرګونه مېرمنې او نجونې لاهم د هغه دودونو او رواجونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، چې نه یوازې یې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د ژوند، زدهکړو او ازادې پرېکړې حق هم ترې اخلي.

د تېر مالي کال لپاره د طالبانو د ټولیزې بودیجې اندازه ۲۴۹ میلیارده افغانۍ وه چې د ۳.۶ میلیارده امریکایي ډالرو سره برابره ده. له دې جملې څخه ۲۲۷ میلیارده افغانۍ (۳.۲ میلیارده ډالر) عادي بودیجې ته او ۲۴ میلیارده افغانۍ (۳۴۳ میلیونه ډالر) انکشافي بودیجې ته ځانګړې شوې دي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې چې د کډوالو د نړۍوالې ورځې (ډسمبر ۱۸مه) سره هممهاله خپرېږي، ښيي چې یو شمېر افغان پناهغوښتونکي له ایران څخه له شړل کېدو وروسته په افغانستان کې له خپلسرو نیونو، شکنجو سره مخ شوي او یو شمېر یې وژل شوي دي.

اکرامالله مسید په خوست کې د طالبانو امنیتي ادارو ته له اجازې او تلاشۍ پرته ننوځي. کله چې دفتر ته ور ننوځي، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو ماموران په موسکا یو بل ته وايي: « د بوټو قاتل راغی». د ده موټر هیڅکله د تېلو ټانک ته نه درېږي، ځکه ټانکۍ یې د طالبانو په امر هر وخت ډکه وي.

د مجاهدینو له پیله د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ او د جمهوري دولت پر وړاندې له جګړې تر اوسنۍ طالبي دورې حقاني شبکه د افغانستان د جګړې یو مهم اړخ دی. دا مهال د دغې شبکې د مشر په توګه سراج الدین حقاني د منځلارۍ تمثیل کوي، چې په اړه یې د تعامل کوونکي طالب په توګه روایت ایجاد شوی دی.

افغانستان انټرنشنل په پنځو ولایتونو کې له هغو ښځو سره مرکې کړې چې د طالبانو د نظام غړي یې د ژوند شریکان، وروڼه او یا پلرونه دي. دا ښځې یا خاموشه ناراضې دي، یا غلې همفکره؛ خو له طالبي کورنیو دا غږونه څرګندوي چې طالبان په خپلو کورونو کې هم د ښځو له یوه غیر علني مخالفت سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو د دویمې واکمنۍ راهیسې دې ډلې یو ځل بیا سلګونه تورن اشخاص پرته د وکیل له لرلو محاکمه کړي دي. د افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د درېیو تورنو اشخاصو له نیول کېدو تر محاکمې او له محکمې تر زندانه کیسه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیله د دغې ډلې مشر د یو ځانګړي حکم له مخې، میلیونونه نجونې له مکتبي او پوهنتوني زده کړو بې برخې کړې. د افغانستان انټرنشنل دا راپور د هغو میلیونونو نجونو د ژوند کیسه کوي چې په زوره له زده کړو بې برخې شوې دي.

د هایلکس ټویوټا موټر دغه غږ د پکتیکا په دې له دوړو او ګڼه ګوڼې ډک بازار کې د ډېرو لپاره د پېژندګلوي وړ دی. د دوکان پر سر د طالبانو سپین بیرغ هسک دی او حاجي مطیع الله دننه له یوه بل تن سره، چې د طالبانو مخکینی سرګروپ دی، د امریکايي او چینايي اېم فور وسلو پر معامله بوخت دی.

نن (د جون ۵مه) د چاپېریال ساتنې له نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو افغانستان دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو ډېر اغېزمن هېواد دی.

د کابل او تهران ترمنځ اړیکې یو جدي بدلون تجربه کوي. ددغه بدلون یوه ستره نښه د دواړو خواوو ترمنځ د جیش العدل وسله والې ډلې پر وړاندې د استخباراتي همکاریو پراختیا ده.

د افغانستان انټرنشنل څېړنیز راپور ښيي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې له افغانستان څخه یو شمېر افغان ځوانان د ایران له لارې ترکیې او بیا اروپا ته له سختو لارو تېریږي، چې له شکنجې، مرګ او یرغمل کېدو سره مخ کیږي.