د ناټو پخوانۍ قوماندان: ناټو د یوې سپیڅلې موخې لپاره مرستو ته اړتیا لري

د ناټو یو پخواني قوماندان ویلي، امریکا باید اوکراین سره نظامي مرستې وکړي ځکه چې د روسیې د ماتولو لپاره د دغې ختیځې اروپايي هېواد هدف عادلانه دی.

د ناټو یو پخواني قوماندان ویلي، امریکا باید اوکراین سره نظامي مرستې وکړي ځکه چې د روسیې د ماتولو لپاره د دغې ختیځې اروپايي هېواد هدف عادلانه دی.
د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال جیمز سټاوریدیس د یکشنبې په ورځ یوې امریکايي راډیويي خپرونه کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین د جګړې د وضعیت په اړه کې وویل: "دا یو ډیر خطرناک حالت دی او دلته په حقیقت کې د دې ستونزې حل لاره په کییف کې نه بلکې په واشنګټن کې ده. موږ باید له اوکراین نظامي ملاتړ وکړو چمتو کړو ځکه د جګړې لپاره دوی یوه سپیڅلې موخه لري."
د امریکا د کانګرس غړي تېره اونۍ په رخصتۍ ولاړل پرته له دې چې اوکراین سره د مرستو په بستې موافقه وکړي.
ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه غوښتي وو، چې د اوکراین د جګړې لپاره د ۶۱ میلیارده ډالرو اضافي مرستې تصویب کړي؛ خو محافظه کار جمهوري غوښتونکي غواړي چې دا مرستې د مهاجرینو کړکېچ سره د مقابلې لپاره د قوي سرحدي امنیت برابرولو لپاره ولګول شي.

یوې اسراییلي رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک ۴۰۰یمه قطعه غواړي، چې په نورو هېوادونو کې د اسراییل پر اهدافو د بریدونو لپاره افغان ځانمرګي بریدګر استخدام کړي.
د اسرایيل حکومت تر دا مهاله د ایران له خوا د اسرایيلیانو د وژلو او تښتولو څو پلانونه شنډ کړي دي.
د یکشنبې په ورځ انټلي ټایمز د سپاه د افسرانو عکسونه، نومونه او د ټلیفون شمېرې خپرې کړي، چې په دې پلان کې دخیل دي.
د دغو اجنټانو څخه یو د علیرضا تاجک په نوم یو کس دی، چې د انټلي ټایمز په وینا؛ یو "ایرانی - افغان تبعه" دی، چې د قدس ځواک په ۴۰۰ یونټ کې کار کوي.
انټلي ټایمز وايي، چې هغه مخکې په جورجیا کې د یوه اسراییلي تبعه پر ضد په ناکامه ترهګریزه دسیسه کې لاس درلود.
اسراییلي رسنیو د ۱۴۰۱ کال په عقرب کې راپور ورکړی و، چې د قدس ځواک اجنټانو غوښتل چې یو اسراییلي سوداګر اتزیک موسی ووژني.
د دغو راپورونو له مخې؛ د ګرجستان امنیتي ځواکونو د یوه پاکستاني تبعه د چلند تر شک وروسته هغه نیولی او د هغه له کور څخه یې وسلې کشف کړې دي.
د دغه هېواد امنيتي ځواکونه هم په دې بريالي شوي، چې د دوو ايراني- ګرجستاني اتباع ونیسي، چې د دغو عملياتو لپاره يې د وسلو په برابرولو کې برخه لرله.
انټلي ټایمز وايي؛ حسین رحماني چې د ۴۰۰یمې قطعې بل غړی دی، د ماموریت لپاره د افغانانو په ګمارلو کې مهم رول لوبولی دی.
دغې رسنۍ د خپلو نورو اجنټانو حسین رهبان او حمید عبدالله نومونه هم روښانه کړي دي.
د قدس ځواک دغو دوو غړو له دې مخکې په جورجیا، تایلنډ او هند کې د اسراییلي اتباعو د وژلو او تښتولو په ماموریتونو کې لاس درلود.
په دې وروستیو کلونو کې ایران د نورو هېوادونو له اتباعو په تېره بیا د جنایتکارو ډلو له غړیو څخه په بهر کې د اسراییلو او ایراني اتباعو د وژلو او تښتولو لپاره استفاده کړې ده.
د سیمې د اوسیدونکو او فلسطیني رسنیو په وینا؛ اسراییل د یکشنبې په شپه د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمو بمباري کړې او د یکشنبې په سهار یې جګړه پیل کړې ده. د غزې روغتیايي چارواکو او اسراییلي پوځ دواړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبر ورکړی.
اسراییل وايي؛ د غزې په شمال کې یې نېږدې بشپړ عملیاتي واک ترلاسه کړی او دې ته چمتوالی نیسي چې په نورو سیمو کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پراخ کړي؛ خو د جبالیا سیمې اوسیدونکي وايي چې اسراییلي جنګي جیټونو ټوله شپه بمبار کړی او ټانکونو یې هم په پرلپسې توګه دغه سیمه په نښه کړې او د ښار ډېری سیمې یې نیولي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ فلسطینیان وژل شوي او په دې سره د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۰ زره ۴۲۴ تنو ته رسېدلی دی.
په لسگونو زره کسان ټپیان شوي دي او داسې ویل کیږي،چې ډېری جسدونه د ورانو شوو ودانیو لاندې بند پاتې دي. د غزې نېږدې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې تېره ورځ یې نهه سرتیري وژل شوي او په دې سره یې د سرتېرو د تلفاتو شمېر ۱۵۵ ته رسیدلي دی.
د اکټوبر په اوومه په اسراییل کې د حماس د بریدونو په ځواب کې اسراییل په غزه ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي چې له نېږدې درېیو میاشتو راهیسې یې غزه په پراخه توګه ځپلې ده. په دغه برید کې ۱۲۰۰ تنه اسراییلي او بهرني وکړي وژل شوي او ۲۴۰ تنه د حماس له خوا یرغمل شوي وو.
د اسراییل د ځمکني عملیاتو له پیل راهیسې دا په یو ورځ کې د وژل شویو سرتېرو تر ټولو لوړه شمېره ښودل شوې ده.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي: "په غزه کې له یوې سختې جګړې وروسته دا یو ستونزمن سهار دی. جګړې له موږ څخه ډېر دروند بدل اخلي؛ خو موږ د جګړې د دوام پرته بله چاره نه لرو."
سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او نتنیاهو د اسراییلو د جنګ په اړه پر ټیلیفون خبرې کړي.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، بایډن نتنیاهو سره په خبرو کې د برشي مرستو برابرونکو په ګډون د ملکي وګړو خوندیتوب جدي اړتیا بللې او ټینګار یې کړی، چې باید ملکي وګړو ته اجازه ورکړل شي چې په امنه توګه د جګړې له سیمو لرې شي.
سپینې ماڼۍ ویلي: "دواړه مشرانو د ټولو پاتې یرغملو د خلاصون پر اهمیت هم خبرې وکړې."
په دغو خبرو کې د نړۍوالو د پرلپسې غوښتنو سره د اوربند په اړه بحث نه دی شوی.
د پاکستان ټاکنو کمېسون نن د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ګوندونو نوملړ ښيي، چې د دغه هېواد ټاکنو کې ۱۷۵ ګوندونه برخه اخلي. د دغو ګوندونو له نوملړ خپرېدو سره د دوی د مشرانو نومونه هم شته؛ خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د مشر ځای خالي دي.
دې ادارې د اګسټ پر اتمه د توشه خانې په قضیه کې عمران خان د پنځو کلونو لپاره له سیاست منع کړ.
که څه هم تحریک انصاف ګوند د ډسمبر پر دویمه ګوهر علي خان نوی مشر وګوماره؛ خو د ټاکنو کمېسون د ډسمبر پر ۲۲ دا ټاکنې بې باوره وبللې او له دې ګوند یې انتخابي نښه بېټ هم وګرځاوه.
د کمېسیون د دې پرېکړې له امله ګوهر علي خان د ګوند مشر نه دی.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې؛ د دغه هېواد ټولټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه کېږي.
د خیبر پښتونخوا د اېبټ آباد ولسوالۍ په ترهیړي کلي کې په یوه کور کې د برېښنا د شارټۍ له امله د اور لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي دي. په کوټه کې تر اور لګېدو وروسته د کوټې چت راپرېوتی او ټول بند پاتې کسان تر خاورو لاندې شوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دغه کور کې اور هغه مهال لګېدلی چې د برېښنا یوه ساکټ شارټي کړې او له اور لګېدو وروسته په یوې مور او اتو تنو ماشومانو یې د کوټې چت راپرېوتی چې له امله ټول مړه شوي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي سیمه ته د بیړنیو مرستو ډلې رسېدلې دي خو وايي د اور د ژورو ټپونو او د خارو له انبار لاندې د دغې کورنۍ غړي نه دي ژغورل شوي.
عیني شاهدان وايي، د اور د تېزو لمبو له امله کوټې اور اخیستی و او د چت راپرېوتو له امله هغوی تر خارو لاندې و چې ځینې یې له وړاندې مړه او ځینو له خارو او اېرو تر را ایستل کېدو وروسته ساه ورکړه.
د پوځ په بندخونه کې د دریو کشمیریانو وژل کېدو د هند تر کنټرول لاندې د دغې سیمې د خلکو غوسه او اعتراضونه راپارولي دي. د اېسوشېیتیډ پرس په وینا، د دغو ولسي وګړو کورنۍ وايي، چې د وژل شویو کسانو په بدنونو یې د «سختو ربړونو» نښې لیدلې دي.
د کشمیر د پونچ ولسوالۍ اوسېدونکو د هند پوځ تورن کړی چې په یوه پوځي پنډغالي کې یې درې ولسي وګړي ربړولي دي.
د دغو کسانو مړي د سيمه ييزو پوليسو له لوري د هغوى کورنيو ته سپارل شوي دي.
ځايي خلک وايي، هندي پوځ تېره جمعه په پونچ ولسوالۍ کې نهه کسان نيولي دي. له دوی څخه یو تن چې بوډا و، خوشې شوی دی.
د دغو بندیانو کورنیو ویلي، چې پنځه تنه نور له سختو ځورولو او وهلو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو کسانو له نیول کېدو څو ساعته وروسته د هندي پوځ له خوا د هغوی د ربړولو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې؛ چې د خلکو غوسه یې راوپاروله.
اېسوشېیټیډ پریس راپور ورکړی چې هندي چارواکو د شنبې په ورځ په مجازي نړۍ کې د ویډیوګانو د لا خپرېدو او احتمالي اعتراضونو د مخنیوي لپاره انټرنیټي خدمتونه بند کړل.
خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اصلي سیمه سرینګر کې لاریونونه وشول.
د هند پوځ د شنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په پونچ سیمه کې یې د «دریو ملکي وګړو د وژل کیدو راپورونه» ترلاسه کړي دي. پوځ زياته کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.
تر دې وړاندې هم په کشمیر کې د هندي پوځیانو له خوا د ولسي وګړو د ځورونې راپورونه ورکړل شوي دي.
د وسله والو ځواکونو د ځانګړو واکونو قانون د هند پوځ ته اجازه ورکوي چې د محکمې له ویرې پرته شکمن کسان وپلټي، بندیان یې کړي او آن ډزې پرې وکړي.
هند له اوږدې مودې راهیسې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې د خپل واک ساتلو لپاره په لوی نظامي شتون تکیه کوي. وسله والې ډلې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په کشمیر کې د نوي ډیلي د حکومت پر ضد جنګیږي.
نوی ډیلی پر اسلام اباد تور لګوی چې په کشمیر کې د مسلمانو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان دا ادعا رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دوی مبارزه مشروع او د ازادۍ لپاره ده.