• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوڅ لاریونوال: د اسلام اباد پولیس لا هم راسره د مجرمینو په توګه چلند کوي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۳ GMT+۰

وروسته له هغې چې یو شمېر بلوڅ مېرمنو او ماشومانو د دوی د ورکو شویو عزیزانو په لټه پسې سوله ییز لاریون وکړ او تر اسلام اباد ورسېدې، د اسلام اباد د پولیسو له خشن برخورد سره مخ شوې. د دوی له نیولو او بیا ازادولو وروسته د دغه تحریک غړي وايي، چې لا هم ورسره پولیس خشن برخورد کوي.

د اسلام اباد پولیسو درې ورځې وړاندې د بلوڅو ۲۵۰ تنه لاریون کوونکې نیولې وې او د هغوی د خورېدو په موخه یې پر هغوی اوښلن ګاز او اوبه پاشلې چې تازه له بلوچستانه پلازمېنې اسلام اباد ته راغلې وې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پلازمېنې پولیسو د لاریون کوونکو د مشرې ماه رنګ بلوڅ په ګډون تر ۲۵۰ تنه د لاریون مخکښ کسان او سمبالوونکي نیولې وې.

ماه رنګ بلوڅ په خپلو تازه خبرو کې ویلي، چې تر اوسه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی او پولیس لا هم ورسره خشن برخورد کوي.

نوموړې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی له خپل حق څخه نه تېریږي او تر هغې به پرلت ته ادامه ورکوي؛ تر څو یې چې د خپلو بلوڅو عزیزانو درک نه وي معلوم کړی.
بلوڅو لاریونوالو د اسلام اباد په ۲۶ نمبر چوک کې د پرلت خیمې وهلې دي او همدارنګه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته هم راغونډ شوي و.
د بلوڅانو پرلت په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان بلوچستان ایالت په تربت کې وروسته له هغه پیل شو، چې د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» په چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.
د بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي، چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي او په ورته وخت کې د پاکستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر ویلي؛هېڅوک حق نه لري، چې له بلوڅو لاریونوالو سره ناوړه چلند وکړي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۱۷۵ کوندونو نوملړ خپور کړ

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۰
د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۱۷۵ کوندونو نوملړ خپور کړ
100%

د پاکستان ټاکنو کمېسون نن د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ګوندونو نوملړ ښيي، چې د دغه هېواد ټاکنو کې ۱۷۵ ګوندونه برخه اخلي. د دغو ګوندونو له نوملړ خپرېدو سره د دوی د مشرانو نومونه هم شته؛ خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د مشر ځای خالي دي.

دې ادارې د اګسټ پر اتمه د توشه خانې په قضیه کې عمران خان د پنځو کلونو لپاره له سیاست منع کړ.

که څه هم تحریک انصاف ګوند د ډسمبر پر دویمه ګوهر علي خان نوی مشر وګوماره؛ خو د ټاکنو کمېسون د ډسمبر پر ۲۲ دا ټاکنې بې باوره وبللې او له دې ګوند یې انتخابي نښه بېټ هم وګرځاوه.

د کمېسیون د دې پرېکړې له امله ګوهر علي خان د ګوند مشر نه دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې؛ د دغه هېواد ټولټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه کېږي.

د چمن پرلت کوونکي: حکومت د پرلت والو غوښتنې نه مني، له دې وروسته کوټې ته پلی لاریون پیلوو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۲ GMT+۰
د چمن پرلت کوونکي: حکومت د پرلت والو غوښتنې نه مني، له دې وروسته کوټې ته پلی لاریون پیلوو
100%

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت لخوا دپاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۶۶ ورځې وشوې خو حکومت یې د غوښتنو په وړاندې بې ځوابه دی. پرلت وهونکي وايي، نور یې د صبر کاسه ډکه او ډير ژر به له چمن څخه د کوټې په لور پلي اعتراضي لاریونونه پیل کړي.

د چمن د پرلت غړی محمد عوض وايي: « اوس به موږ بل پړاو اعتراضونه پیلوو، ځکه حکومت مو د غوښتنو منلو پر وړاندې چوپ پاتې دی. موږ خپله ازادي اخلو ټول ملګري دې چتو شي چې بل پړاو اعتراضونه پیلو.»

دغه پرلت وهونکي وايي، د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه مني، پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو غږ کوي چې د پاکستان حکومت دې خپلې پرېکړې بدلېدو ته اړ کړي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، په پرلت کې د ناستو اعتراض کوونکو زغم پای ته رسیدلی که د پاکستان حکومت یې غوښتنې و نه مني ښې پایلې به و نه لري، «موږ نور دا زرګونه کسان نه شو کنټرولولای خلک مو غواړي نور په داسې لاریونونو لاس پورې کړي چې ممکن بیا دولتي تاسیساتو او دولتي کسانو ته هم پکې زیان واوړي. خو مخکې تر دې چې داسې کوم څه پیښ شي، حکومت دې د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله کړي.»

پرلت وهونکي په اسلام اباد او دېره غازي خان کې د بلوڅانو له اعتراضونو ملاتړ هم اعلان کړ.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په سوېلي پښتونخوا او سپین بولدک کې د زرګونو وګړو اقتصاد زیانمن شوی.

د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې څه باندې دوه میاشتې وړاندې د چمن پرلت پیل شوی خو د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې د یادې پرېکړې په اړه د لاریون، اعتراض او پرلت په اړه طالبانو عامو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم پر دغه دروازه د پاکستان حکومت د‌ پرېکړې په اړه کوم غبرګون ښودلی.

پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په اېبټ آباد کې د اور لګېدو له امله د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۳ GMT+۰
پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په اېبټ آباد کې د اور لګېدو له امله د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي
100%

د خیبر پښتونخوا د اېبټ آباد ولسوالۍ په ترهیړي کلي کې په یوه کور کې د برېښنا د شارټۍ له امله د اور لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي دي. په کوټه کې تر اور لګېدو وروسته د کوټې چت راپرېوتی او ټول بند پاتې کسان تر خاورو لاندې شوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دغه کور کې اور هغه مهال لګېدلی چې د برېښنا یوه ساکټ شارټي کړې او له اور لګېدو وروسته په یوې مور او اتو تنو ماشومانو یې د کوټې چت راپرېوتی چې له امله ټول مړه شوي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي سیمه ته د بیړنیو مرستو ډلې رسېدلې دي خو وايي د اور د ژورو ټپونو او د خارو له انبار لاندې د دغې کورنۍ غړي نه دي ژغورل شوي.

عیني شاهدان وايي، د اور د تېزو لمبو له امله کوټې اور اخیستی و او د چت راپرېوتو له امله هغوی تر خارو لاندې و چې ځینې یې له وړاندې مړه او ځینو له خارو او اېرو تر را ایستل کېدو وروسته ساه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزیر د کریسمیس مراسمو کې د ټولو اقلیتونو د حقونو خوندي کولو ژمنه وکړه

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۵ GMT+۰
 د پاکستان لومړي وزیر د کریسمیس مراسمو کې د ټولو اقلیتونو د حقونو خوندي کولو ژمنه وکړه
100%

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ د عیسیویانو د اختر یا کریسمیس مراسمو کې، د پاکستان د اساسي قانون په رڼا کې د اقلیتونو د خوندیتوب ژمنه وکړه.

کاکړ د شنبې په شپه په اسلام اباد کې د کریسمس د کیک پرې کولو سره وویل، د مختلفو مذهبونو د پیروانو د عبادت ځایونو ساتنه او د مذهبونو تنوع ته درنښت د پاکستان اساسي اصول او ارزښتونه دي.

لومړي وزیر په پاکستان کې د بیان پر ازادۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیڅ شخص یا ارګان ته اجازه نه ورکول کیږي چې د خلکو تر منځ کرکه خپره کړي.

هغه د پوهنې او روغتیا په برخو کې د مسیحي ټولنې د ارزښتناکو مرستو ستاینه وکړه.

نوموړي په دې مراسمو کې د کریسمیس مبارکي هم ور کړه او کیک یې هم پرې کړ.

پاکستان کې عیسویان له سخت مذهبي تعصب سره مخ دي.

تېر دوبی هم د پنجاب په فیصل اباد کې قران ته د دوو عیسویانو د سپکاوي په تور پسې توندلارو څلور کلیساوې او د عیسویانو تر پنځوسو کورونه وسوځول.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تحریک انصاف ګوندي ټاکنې رد کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۰ GMT+۰
د پاکستان ټاکنو کمېسون د تحریک انصاف ګوندي ټاکنې رد کړې
100%

د پاکستان ټاکنو کمېسون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند خپلمنځي ټاکنې بې باوره او ناچله وبللې. د دغه کمېسون پنځه کسیزې جرګه ګۍ له تحریک انصاف ګوند څخه ټاکنیزه نښه بېټ هم اخیستی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون د تېر نومبر پر ۲۳ تحریک انصاف ته ۲۰ ورځې وخت ور کړ چې ګوندي ټاکنې وي.

دغې ادارې خبرداری ور کړی و چې د ټاکنو نه کولو په صورت کې به ټاکنیزه نښه ور نه کړي.

تحریک انصاف ګوند چې مشر یې عمران خان د څو کېسونو له امله په بند کې دی، د ډیسمبر پر دویمه د ټاکنو نتیجه کې ګوهر علي خان خپل سرپرست مشر وټاکه.

خو د ټاکنو کمېسون پرون دا ټاکنې بې باوره بللې او وايي، عمران خان لا هم د ګوند مشر دی.