• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې پوځ پر اوکراین د ۱۲۲ کروز توغنديو او ۳۷ بې پیلوټه الوتکو سره برید وکړ

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۰

روسیې په اوکراین د ۱۲۲ توغندیو او لسګونه بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. روسیه دا بمباري تر ټولو لویه بمباري بولي. فرانس ۲۴ د چارواکو په حواله لیکلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۴ زخمیان دي.

د اوکراین د پوځ مشر وویل، چې ډېری توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې یې ویشتلې او له منځه وړې دي.

دغه توغندیز بریدونه چې بېګا شپه پیل شوي و، د کییف په ګډون لږ تر لږه شپږ د اوکراین ښارونه او د اوکراین په لویدیځ، شمال او سویل کې سیمې په نښه کړې.

د اوکراین د هوايي ځواک قومندان مایکولا اولشچوک په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي چې دا د ۲۰۲۲ په فبروري کې د روسیې له ستر یرغل راهیسې "تر ټولو لوی هوایی برید" و.

د ۲۰۲۲ په نومبر کې د روسیې ترټولو لوی هوایی برید کې ، لږترلږه ۹۶ توغندي په اوکراین توغول شوي وو. سږ کال تر ټولو لوی توغندیز برید په مارچ میاشت کې هغه مهال وشو چې روسیې ۸۱ توغندي اوکراین ته وتوغول.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو وویل، د شمالي پودیل ولسوالۍ کې د شاوخوا درې زره مربع مترو په مساحت یو ګودام سوځېدلی دی.

اوکراین د روسیې د هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره له لویدیځ څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، روسي ځواکونه د بالستیک او کروز توغندیو په ګډون پراخې وسلې کاروي.

زیلینسکي په اېکسټولنیزې شبکې کې وویل: «نن ورځ روسیه په خپلو بریدونو کې هر ډول وسلې کاروي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هند له پاکستانه غوښتي چې د ممبيي مشکوک بریدګر حافظ سعید ور وسپاري

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي د جمعې په ورځ په یوه خبري غوڼډه کې خبریالانو ته ویلي، چې هند په رسمي ډول له پاکستان غوښتنه کړې چې حافظ سعید هند ته د محاکمې لپاره ور وسپاري. نوموړي د ممبيي ښار د ۲۰۰۸ کال به مرګونو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

باغچي خبریالانو ته ویلي: "مونږ د پاکستان حکومت ته دغه غوښتنه له اړوندو اسنادو سره سپارلې ده."

په ۲۰۰۸ کال د لشکر طیبه ډلې سره په تړاو شکمنو لسو پاکستانيانو په ممبيي کې پر ودانیو برید وکړ، چې ۱۶۴ کسان یې ووژل.

د بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه بریدګر وژل شوي او یو تن ژوندی پاتې شوی وو.

محمد اجمل قصاب چې د دغو بریدګرو له ډلې یوازینی ژوندی پاتې شوی کس وو په ۲۰۱۲ کال کې اعدام شو.‌

دغو بریدګرو د پاکستان له کراچۍ ښار څخه ممبيي ته کښتۍ کې تللي وو.

د لارې په اوږدو کې، دوی د کب نیولو یوه کښتۍ هم تښتولې او پکې سپاره پنځه کسان یې وژلي‌ وو.‌

پښتونخوا کې سږ کال ۱۸۵ پولیس او ۳۰۰ وسلوال وژل شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د پښتونخوا د پولیسو مشر وايي، روان میلادي کال په دغه صوبه کې له وسلوالو سره نښتو کې ۱۸۵ پولیس وژل شوي او څلور سوه نور ټپیان دي. اختر حیات خان وايي، سږني میلادي کال کې یې ۹۱۷ ترهګر نیولي او درې سوه نور یې وژلي دي.

نوموړي دا خبرې له جیو نیوز سره د پوره کال د امنیتي پېښو په هکله مرکه کې کړې دي چې راتلونکې یکشنبه یې وروستۍ نېټه ده.

هغه دا هم ویلي چې پولیسو د ۱۳۷ پېښو مخه نیولې ده.

د هغه په خبره، د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت کې پولیس او استخبارات په ګډه د وسلوالو پرضد کار کوي.

اختر حیات خان د نورو پاکستاني چارواکو په څېر وايي، چې د دغه هېواد په امنیتي پېښو کې افغانان ښکېل دي.

نوموړی زیاتوي چې د سږ کال له ۱۵ پېښو یې په لسو کې د افغانانو لاس و.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې د دغه هېواد ضد وسلوال په افغانستان کې دي او خپل بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې ردوي.

د باکو رسنۍ: اذربایجان نوی میلادي کال په کابل کې خپل سفارت پرانیځي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د اذربايجان رسنيو، د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير جيحون بايراموف له قوله ويلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په کابل کې خپل ډيپلوماتیک ماموريت پرانيځي. دغو رسنيو ليکلي، چې ښاغلي بایراموف په باکو کې خبري ناستې ته په وینا کې دا خبره وکړه.

«اپا» او «ټرند» خبري اژانسونو پرون د اذربایجان د بهرنيو چارو د وزير له قوله ليکلي،چې په نوي کې کال کې به باکو په څو نورو هېوادونو کې هم ډيپلوماتیک ماموريتونه پرانيځي.

د اذربایجان ريپورت خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې ددې هېواد د ولسمشر الهام علی اوف د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸ مه په يوه لاسلیک شوي فرمان کې الهام ممدوف د افغانستان لپاره د سفير په ټوګه ټاکلی دی.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له دې مخکې له اذربایجان سره د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې وه.

سږ کال د اذربايجاان او ارمنستان ترمنځ د جګړې پر مهال د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د تېر سپټمبر په ۱۵ د اذربایجان له سي بي سي ټلویزيون سره په مرکه کې ويلي، چې دغه ډله د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتيا ته ډېر اهميت ورکوي او ملاتړ يې کوي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې دا ډله د ځمکنۍ بشپړتیا په مسله کې د اذربایجان ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې ښاغلي مجاهد وويل، چې طالبان له اذربایجان سره همکارۍ ته چمتو دي او غواړي د دغه هېواد سفارت په کابل کې په کار پیل وکړي او د طالبانو ډیپلوماتیک استازي په باکو کې ومنل شي.

بلوڅ پرلت کوونکي: که په یوه اونۍ کې مو غوښتنې و نه منل شي، سلامشورو لپاره بلوچستان ته ځو

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰

بلوڅ پرلت کونکي وایي، که په یوه اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شي بېرته بلوچستان ته ځي او د خپل ولس سره به د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي. بلوڅ پرلت کوونکي وايي، له حکومته یې غوښتي چې د دوی غوښتنې دې د ملګرو ملتونو د یو پلاوي سره په ګډه وارزوي او حل لارې دې ورته بیامومي.

دوی وايي، که په یوې اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شوې؛ نو بېرته بلوچستان ته ستنېږي او د خپل ولس او سیاسي ګوندونو سره به په ګډه د راتلونکي ګام په اړه سلا مشورې کوي.
بلوڅ پرلت وهونکي وايي، چې حکومت دې د دوی نسل وژنه او د خلکو د تري تم کېدو په اړه دې د ملګرو ملتونو په شتون کې له دوی سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د پرلت کوونکو د ډلې مشرې ماه رنګ بلوڅ پرون ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې په پلازمېنه کې له دوی سره انساني چلند نه دی شوی، د دې پر ځای چې حکومت د دوی بشري غوښتنې ومني له دوی سره یې د زور زیاتي، ربړونې او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.
اغلې بلوڅ وویل، سره له دې چې حکومتي چارواکي د دوی د بندي شویو ټولو ملګرو د خلاصون خبره کړې؛ خو وايي اوس هم د دوی یو شمېر ملګري بندیان دي.
پرلت کوونکو پاکستان حکومت ته ګوت څنډنه وکړه، که د دوی غوښتنې و نه منل شي؛ نو ټول بلوڅان به په یوه خوله او یو اواز سره راپورته کېږي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

دوی وايي، زموږ غوښتنې پر حقه دي موږ د خپلو خلکو د تری تم کېدو او نسل وژنې د مخنیوي غوښتنه کوو زموږ بندیان دې راخوشې کړای شي او هغه اداره چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه جوړه شوې هغه دې ژر تر ژره لغوه کړای شي.

دوی وایي، دغه اداره حکومت د بلوڅانو د نسل وژنې لپاره جوړه کړې ده.
د بلوڅو دغه برلت او لاریون له هغه وروسته پیل شو، چې په تېره نومبر میاشت کې د بلوچستان ایالت په تربت کې، د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» پر چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.

‏امریکا د یمن حوثیانو ته د ایران مالي مرسته رسوونکي تحریم کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۲ GMT+۰

‏د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»

‏د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.