• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین ولسمشر وايي، له تایوان سره بیا اتحاد به هرو مرو پېښ شي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۰ GMT+۰

د چین ولسمشر د نوي کال په وینا کې د تېر کال پرتله په ځواکمنه لهجه نن وویل، چې له تایوان سره بیا یووالی مهم دی او هرو مرو به دا اتحاد پېښ شي. چین تایوان ته د خپلې یاغي سیمې په سترګه ګوري او د هغه د خپلولو لپاره یې هېڅ وخت له خپل هڅو لاس نه دی اخیستی.

که څه هم پر دولتي تلوېزون خپره شوې وینا کې نن د چین ولسمشر د پوځي ګواښ خبره ونه کړه؛ خو زیاته کړه یې کړه چې له مور وطن سره یووالی مهم او ډډه ترې نه شي کېدلی.

خو شین هوا دولتي خبري اژانس د نوموړي د خبرو انګرېزي ژباړه په ساده ټکو کړې او لیکلي یې دي: «چین به هرو مرو متحد شي.»

په دې اژانس کې د نوموړي له قوله ویل شوي، د تایوان تنګي دواړو خواوو ته ټول چینایان باید یو ګډ هدف پورې وتړل شي او هغه دا چې د چینايي ملت په ځوانولو کې ونډه واخلي.

تېر کال شی جن پینګ په ورته وینا کې ویلي وو؛ د تنګي دواړو خواوو ته خلک د یوې کورنۍ غړي دي.

هغه هیله ښودلې وه، چې د دواړو خواوو خلک له یو بل سره په همکارۍ د چینايي ملت پرمختګ پیاوړی کړي.

د نوموړي دا خبرې په تایوان ټاپو کې د نوي مشر د ټاکل کېدو له څه کم دوه اونۍ مخکې دي.

د جنورۍ پر ۱۳ تایوان کې ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په داسې حال دي، چې د بېجینګ تاو تایپي اړیکي خورا ترینګلي شوي دي.

چین پر تایوان چې په ډېموکراټیکه توګه اداره کېږي د خپل حاکمیت تثبیتولو لپاره پوځي فشار ډېروي.

خو د بېجینګ چارواکي د تایوان په ټاکنو کې د ولسمشر د مرستیال لای چینګ ته چې نظر پوښتنو کې مخکښ دی د سخت بېلتونپال په سترګه ګوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې په دوو جلا پېښو کې درې وسلوال او یو پوځي وژل شوي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۴ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په باجوړ کې یې نن درې وسلوال وژلي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي. پوځ دا هم وايي، چې بېګا د شمالي وزیرستان په سپین وام کې وسلوالو پر سرحدي پوستو ډزې کړي او له امله یې یو پوځي وژل شوی دی.

پوځ دا نه دي ویلي، چې ځوابي برید کې وسلوالو ته هم زیان رسېدلی دی او که نه.

د ۲۰۲۳ کال وروستۍ ورځ د پاکستان پوځ ته د بلوچستان په اواران ضلع کې هم د پنځو وسلوالو د وژلو خبره کړې ده، خو د خپلې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.

بل خوا په ټیلیګرام کې تحریک طالبان پاکستان ته نېږدې سرچینې وايي، چې په وزیرستان کې یې دوه پوځیان وژلي او یو ټپي دی.

ایراني چارواکي: په تېرو ۹ میاشتو کې په ګیلان کې ۵۰۰ بې اسناده افغان کارګران نیول شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د ايران د ګيلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو د هماهنګۍ رييس وايي، چې د روان کال د چنګاښ د مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ٥٠٧ بهرني کارکوونکي له قانوني اسنادو پرته نيول شوي دي. سيووش اقاجي وويل، چې ډېرى بنديان یې افغانان دي.

هغه زياته کړه، چې يواځې د جدي په ١٠مه په ګيلان کې ١٦ افغان کارکوونکي وپېژندل شول او ونيول شول.

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې اوه نیول شوي کارګران د یکشنبې په ورځ په یوه رستورانت کې او نهه نور په یوه ودانۍ کې کار کاوه.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ګیلان یو له هغو ښارونو څخه دی، چې د استوګنې له اجازې پرته د بهرنیو اتباعو کار پکې منع دی.

وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا د کابل بشپړ کنټرول تر لاسه شو، ډېری افغانان د طالبانو د انتقام، پراخې بې وزلۍ او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کار وزارت د روان کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه مهاجرین چې د کار اجازه، د کار موقتي جواز یا موقتي کار کارت نه لري په دې هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري.

د راپورونو له مخې؛ په ایران کې د افغانانو لپاره د ژوند او کار شرایط د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کیږي.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د مهاجرت د ملي ادارې مشر ویلي؛ هغه کسان چې له رسمي اسنادو پرته مهاجرو ته سیم کارتونه، د اوسېدو ځای او ترانسپورټي خدمات وړاندې کوي، وبه پېژندل شي او مجازات به شي.
​

ټي ټي پي: په ۲۰۲۳ کال کې مو په پاکستان کې ۸۸۱ بریدونه کړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان په خپل کلني راپور کې لیکلي چې په ۲۰۲۳ عیسوي کال کې یې په پاکستان کې ټوټال ۸۸۱ بریدونه کړي دي. دا ډله زیاتوي، سږ کال یې ۲۱۹۳ پاکستاني نظاميانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۶۷ بریدونه کړی وو او سږني بریدونه یې له دوو برابرو ډېر دي.

د تحریک طالبان پاکستان د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ عیسوي کال کلنی راپور خپور کړی، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دغې ډلې تېر کال یوازې ۵ ځانمرکي بریدونه کړي دی.

که څه هم تېر کال کې په پاکستان کې زیات ځانمرکي بریدونه شوي دي، خو دغې ډلې د هغو ځانمرکو بریدونو تعداد لیکلی چې دوی په غاړه اخیستي دي.

دغې ډلې زیات بریدونه په تېر اکست او سپټیمبر میاشتو کې کړي دي.

د پاکستان تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې زیات بریدونه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کړي ډي، چې شمالي وزیرستان کې یې شمېر ۲۰۸ او جنوبي وزیرستان کې یې شمېر ۱۵۲ ته رسېږي.

د ټي ټي پي د کلني راپور په بنسټ دې ډلې په پیښور کې ۵۷ بریدونه کړي دی.

په ۲۰۲۳ کال کې پاکستاني طالبانو په پلوچستان کې شاوخوا ۴۰ بریدونه کړي دي.

دې ډلې په ۲۰۲۲ کال په پنجاب کې ۵ بریدونه کړي وو، خو سږکال دا بریدونه ۱۰ ته لوړ شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د ټي ټي پي په بریدونو کې له سل سلنه زیات زیاتوالی راغلی دی.

احسان وايي د ورځې په تېریدو سره په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

نوموړی زیاتوي د پاکستاني طالبانو په انساني قوه کې هم زیاتوالی راغلی دی او د پاکستاني مدرسو او کالجونو څخه زیات شمیر ځوانان دغه تحریک کې د کډون لپاره رامات شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌

د پاکستان د پوځ د شمیرو له مخې، په دغه موده کې، د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډیرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي و، چې په افغانستان د طالبانو واک ته رسېدو سره ټي تي پي پرمختللې وسلې پیدا کړې دي او په دغه خاوره کې یې بریدونه څو برابره زیات کړي دي.

پاکستان زیاتوي د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې ناست دي او له هغه ځایه بریدونه پلانوي.

خو نن د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب په یوه خبري ناسته کې وویل چې چاته اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د بل هیواد پرضد وکاروي.

هغه دا هم وویل، چې په افغانستان کې تېر دوه نیم کاله ډیر بریدونه تاجکستاني او پاکستاني وګړو کړي دي.

سرچینې: د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګې دغې سیمې ته په هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، یو کال وړاندې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قبیلې په یوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې هیچاته د دغې سیمې د طبعیي زیرمو د کېندلو اجازه نه ورکوي. دوی دغه پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې په سیمه کې امنیت خراب شو او د ټولو طبعيي زېرمو واک د پاکستان حکومت په لاس کې واخيست.

په وزیرستان کې آزاد خبریال لال وزیر وايي، د اتمانزیو جرګې د دې تر څنګ په هغو وزیرستانیو فعالانو هم بندیزونه ولګول او جریمې يې کېښودې چې هغوی له پاکستاني حکومت سره اړیکې ساتلې.

هغه وايي، د اتمانزیو جرګې دغه کار د سیمې د ټولو وګړو د غوښتنې پر بنسټ کړی او ټول سیمه وال یې ملاتړ کوي: «دغې جرګې په لومړې قدم کې له حکومت سره په هر ډول تګ راتګ باندې پابندې ولګوله، او دا پرېکړه یې وکړه چې کوم کس د حکومتي چارواکي سره وګوري نو د هغه کور به ورانيږي او پنځه لکه پاکستانۍ کلداره به جریمه کیږي.»

د سرچینو په وینا د تېر يوه کال په لړ کې دغې جرګې له حکومت سره د اړیکو په تور د یو شمېر سیمه ییزو سیاسي فعالانو او ځايي خبریالانو کورنه سوځولي او ړنګ کړي، او دوی یې له سیمې په زور کډې کولو ته اړ کړي.

ويل کیږي تازه د اتمانزیو جرګې د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۰مې نیټې څخه شمالي وزیرستان ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي او هیڅوک نه پریږدي چې دغې سیمې ته ورشي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې جرګې په وزیرستان کې د پولیو په واکسین کولو هم بندیز لګولی او اجازه نه ورکوي چې د واکسین ډلې یې سیمې ته ورشي.

ویل کیږي له حکومت چارواکو سره له خبرو اترو وروسته دغې جرګې ته ويل شوي چې پاکستانی حکومت به یې غوښتنې مني او جرګه به ټولې تړل شوې لارې خلاصوي، خو د پولیو واکسین به بیا هم بند وي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، او تر دې مخکې هم په قبایلي سیمو کې د حکومتي چارواکو له لوري د ورته ګامونو په اړه حکومتي سرچینو معلومات نه دي ورکړي.

امريکا وايي، د حوثيانو تر کنټرول لاندې سيمو څخه يې دوه توغول شوي توغندي ويشتلي دي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه یې دوه توغول شوي توغندي وویشتل چې د یوې بار وړونکې بېړۍ په لور روان وو. سینټکام ویلي چې په دې برید کې د ډنمارک اړوند د سنګاپور بیرغ لرونکي کښتۍ ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د یمن حوثيانو چې له ایران سره هملاسي دي، په وروستیو اونیو کې یې د سره سمندرګي په سوېل کې د باب المندب تنګي کې په بار وړونکو بیړیو باندې ډیر بریدونه کړي دي.

دغه ډله وايي چې دا بریدونه په غزه کې د اسراییل د جګړې په ځواب کې کوي.

د سینټ کام په وینا، د نن یکشنبې (مرغومې ۱۰مې) نیټې برید د نومبر له ۱۹مې راهیسې په نړیوالو کښتیو باندې د حوثیانو شلم برید دی.