طالبان په ټولنه کې د خپل انځور بد وړاندې کېدو له وېرې نه غواړي دا هر څه ټولنې ته څرګند شي. د طالبانو حکومت ولسي خلکو ته د (غلا، تښتونو، زنا، لواطت، نامحرمو اړیکو او داسې نورو) په تور سزا ورکوي خو تر اوسه پورې یې خپلو کسانو ته د دا ډول تورونو په اړه د سزا کوم راپور نه دی خپور شوی.
روڼ اندي په دې اړه څه وايي؟
سیاسي شنونکي او د حالاتو څارونکي تر ډېره بریده په دې باور دي چې د ښارونو مهارول په زور نه بلکې د قانون په حاکمیت، منظم امنيتي پلان او قوي مدیریت کیږي، او هغه حکومتونه چې په خلکو باندې په زور حکومت کوي کله هم نه توانیږي چې امنیت ډاډمن کړي. کله چې یو حکومت خپل اساسي قانون ونه لري او له خلکو سره د ټوپک په خوله خبرې کوي نو هلته به خلک له حکومت سره واټن نیسي او په جنايي پیښو کې به له پولیسو سره همکاري خو پرېږده بلکې لا په جنايي پېښو لاس پورې کوي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي، د طالبانو ډله دا مهال له خلکو سره له زوره کار اخلي، شکنجه کوي یې، وژني یې او زندانونو ته یې اچوي نو په دې سره د خلکو تر منځ پر دوی بارو کم شوی او ورځ تر بلې نظم ګډوډیږي او جنايي پېښې زیاتیږي. «کله چې ښاري جغرافیه پراخه شي، نفوس ډیر شي، نو هلته د خلکو مهارول هم ستونزمن کیږي، په تېره بیا هغو حکومتونو ته چې هغه ناکام وي او په ټوله معنا خلکو ته د خدمت کولو جوګه نه وي، او د خلکو په رټلو او سانسورولو باور ولري، او د زور له لارې په خلکو واکمن وي، یعنې د خلکو په خوښه نه وي راغلی، د حکومت او خلکو تر منځ واټن وي نو بیا په داسې وخت کې خلک له حکومت سره همکاري نه کوي.»
ښاغلی ننګیال وايي، کله چې د یوه حکومت او خلکو تر منځ اړیکې نه وي، خلک باغيان کیږي او له دې سره د جرمونو کچه لوړیږي او مهارول یې هم ګرانیږي، هغه وړاندې وايي، «کله چې یو حکومت خلکو ته کار پیدا نه کړي، خلکو ته خدمت ونه کړي او د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شي، لکه اوس چې په افغانستان کې کوم حالت روان دی، نو په داسې وخت د خلکو له لوري جرمونه کول یوه طبیعي خبره ده، امکان لري چې انسان تښتونې، وژنې، غلاوې او داسې نور په لویو ښارونو کې ډیر شي، همدا لامل دی چې جرمونه د پخوا پرتله ډیر شوي او طالبان یوازې په رسنیو کې د خپراوي مخه نیسي. که څوک د خراب امنيتي وضعیت په اړه نظر ورکړي او یا رسنۍ پرې راپور خپور کړي طالبانو هغه کس نیسي او رسنۍ یې سملاسي تړي.»
نجیب ننګیال وړاندې وايي، د دې پر ځای چې طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هغوی اقتصادي حالت ښه کړي برعکس دوی لګیا دي خلک په هر ډول چې وي ځپي یې او زندانونو ته یې اچوي چې بیا په غبرګون کې خلک په نورو جرمونو هم لاس پورې کوي. هغه زیاتوي، «که وګورو د طالبانو له زندانونو څخه ښه څرګندیږي، چې په دوه نیمو کلو کې د طالبانو په زندانونو کې د شل زرو په شاوخوا کې خلک بندیان دي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال که ځیر شو په سیاسي زندیانو سربېره د شلو کالو په موده کې همدومره خلک بندیان وو، نو همدغو شمېرو ته په کتو موږ ته څرګندیږي چې د جنايي جرمونو کچه څومره لوړه ده، او که په دغو شمېرو کې سیاسي بندیان دا بیا تر هغه لوی ناورین دی چې طالبان لا هم د تېر حکومت له کارکوونکو غچ اخلي، نو له هر اړخه څخه چې ورته وګورو امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، خلک اندیښمن دي او د طالبانو حکومت په ټوله معنا پاتې راغلی.»
که چیرې شته حالات همداسې روان وي؟
دا مهال په ټول افغانستان کې امنیتي او جنايي پیښې، مرموزې وژنې، غلاوې، سړي تښتونې په لویه کچه روانې دي، طالبان د دغو ټولو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي، د طالبانو حکومت د خلکو په اقتصادي بد وضعیت سربېره له دوی عشر او ملا ماتوونکې مالیې اخلي او پر دوی د خپلې خوښې هر څه مني، خلکو ته خدمتونه نه وړاندې کوي او د دې پر ځای چې د کار زمینې ورته برابرې کړي هغوی ځپي او له هيواده یې وتلو ته اړ باسي، که چیرې روان ترینګلی حالت همداسې پسې وغځیږي نو د دې احتمال شته چې خلک د دوی پر وړاندې راپورته شي او له شته وضعیت څخه د وتلو لپاره د دوی حکومت نسکور کړي.
د ښځو د تعلیم مخنیوی او د دغه «حق» لپاره د غږونو پورته کول دومره ډېر وشاربل شول، چې ښايي ځینې خلک یې له ډېرې ناهیلۍ نور نه یادوي او ځينې وګړي یې هم له ضد او عقدې څخه.
مګر لاهم د افغانستان خلک نه پوهېږي، چې د وطن معصومې نجونې ولې له خپل دغه انساني او خورا طبیعي حق څخه محرومې دي. نړۍ ته هم دا یوه عجیبه معما ده.
د اوسواکمنې ډلې په لومړۍ دوره کې د ښځو پر زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت بندیز د دوی ترمنځ دود د منځنیو پېړیو له ایډیو لوژیک او عقیدوي بستر څخه راپاڅېدلی امر ګڼل کېده، چې هغه مهال یې د «ولې؟» دومره زیاتې پوښتنې راولاړې کړې نه وې. هغه مهال چې د افغانستان خلک تنظیمي جګړو ځپلي وو او وطن په یوه شاړه کنډواله بدل شوی و، د خلکو او نړیوالو لویه اندېښنه و هڅه دا وه، چې په افغانستان کې یو ابتدايي ژوند ته څنګه بېرته راوګرځي او دلته پاتې خلک څنګه ژوندي پاتې شي؟
هغه مهال هم طالبان له لوستیو ښځو وېرېدل او هم د دوی سناریستانو (پاکیستان او نورو) له دې ډاره د نجونو د پوهنې مخه نیوله، چې په افغانانو کې تر خپل مدیریت لاندې د روان (جهاد) روایت کمزوری نه شي. پاکیستان تر هرڅه زیات په افغانانو کې د ملي تفکر، هوښیارۍ، مدني کېدو او پرمختګ څخه ویره لرله او لري یې، ځکه پوهیږي، چې د روښانه او لوستیو مېرمنو پر بچیانو خپل ایډيولوژیک او مدرسهيي اغېز و نفوذ بایلي.
خو دا ځل هرڅه بدل دي. افغانستان یوه شل کلنه مدني دوره تجربه کړې ده، چې په کې د ښځو حقونو ته حتی تر طبیعي بریده زیات تبلیغات وشول.د طالبانو د تحریک څه شمېر غړي چې د امریکايي پوځي حضور پر مهال په افغانستان کې پاتې وو، هم په دې اړه په صراحت غږېدل، چې ښځې په اسلام کې خپل حقونه لري. د دوی وطنمېشتو قلمي و لوستیو پاتې شونیو په دې اړه کتابونه ولیکل. په ۱۳۸۰ کلونو کې «ښځه په اسلام کې» داسې سرلیک و، چې ښايي زرګونه مقالې، ویناوې او سلګونه رسالې وکتابونه به پرې لیکل شوي وي، او د دې ګڼ شمېر یې هماغه پاتې شونیو لیکلي وو، چې د واکمنۍ پر لومړي ځل یې د نجونو او ښځو محرومیت د سیاست یوه برخه وه.
دغو لیکنو او کتابونو دا څرګندوله، چې په اسلام کې پر ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت بندیز نشته. په تېرو شلو کلونو کې هرڅه توپیر وموند، نړۍ په دې وپوهېده، چې افغانان له نورو انسانانو سره توپیر نه لري او که شرایط ورته مساعد شي، ښځې و نر تعلیم کوي، استعداد لري او کړلای شي په ښو کادرونو بدل شي. نړې ورو ورو د افغانانو له دغه پېژاند سره بلده شوه. ټول پوه شول، چې پرښځو د بندیزونو مسئله نه په اسلام کې ریښه لري او نه په افغاني دود دستور کې، ځکه خلکو لیدل، چې هرځای فیزیکي و رواني امنیت وي، هلته نجونې ښوونځي ته ځي. په کندهار کې، په خوست و بدخشان و سر پل و نیمروز و بامیان کې، هرځای و هرڅوک غواړي لوڼې و خویندې یې زدکړه وکړي.
د دوحې د مبهمو، مرموزو او له توطئې ډکو خبرو اترو پرمهال هم چې د طالبانو د وسله والې ډلې د بدلون نغارې ډنګېدې او خلیلزاد او نورو پلویانو یې په وازکومي چیغې وهلې، چې دا طالبان نور هغه د ۱۳۷۰ یمو کلونو طالبان نه دي او هرڅه به سم وي، تر یوه بریده نړیوالو او عامو افغانانو ته د ویرې و تمې ترمنځ هیلې وې، چې که دغه ډله واک ته راوستل شي، ښايي د دوی لوڼې به له ښوونځي و پوهنځي راونه ګرځوي. دوحه کې د پټو پرېکړو او مبهمو ضمایمو پر بنسټ واک وروسپارل شو، خو چې دوی لا هم د نجونو د تعلیم مخالفت ته بیا لاس ورواچاوه او دا یې د خپل حکومت اصلي هدف اعلان کړ، دا ځل نو د افغانستان خلک او نړیوال پوه شول، چې د دې مخالفت شاته نورې کیسې دي او دا یوازې د اسلام یا د دوی په ژبه د افغان دود دستور مخالفت نه دی.
۱ـ طالبان له لوستیو ښځو او د دوی په لمنو کې له روښانه روزل شويو افغانانو څخه ډاریږي او پوهیږي، چې روښانفکر او په ملي روحیه سنبال افغانان به د دوی تیاره واکمني ونه زغمي.
۲- دوی ځکه نجونې تعلیم ته نه پرېږدي، چې د دوی د لیکو ترمنځ نارضایتي پېښه نه شي، ځکه دوی خپل صفوف پر هماغه د منځنیو پېړیو روسته پاتې روایتونو راټول ساتلي، چې په پاکیستاني مدرسو کې ورښوول شوي او هلته ورته ویل شوي، چې اسلامي حکومت جوړول او اسلامي شریعت پلي کول یعنې د ښځو په کور کېنول او له هرڅه یې محرومول. نو که اوس دوی نجونې زدکړو ته پرېږدي، بیا به یې د منځنۍ او ټيټې کچې وسلوال ورڅخه مخ واړوي.
۳- درېیم روایت ډېر سیاسي او ټکان ورکوونکی دی. دا ګومان ورځ په ورځ په یوه باور اوړي، چې طالبانو د افغانستان د نجونو تعلیماو د ښځینهوو کار و ټولنیز فعالیت په سیاسي توګه یرغمل کړی دی او د دې اجازې په بدل کې له نړۍ څخه امتیازات غواړي. دوی غواړي له دې مسئلې څخه د وسیلې په توګه کار واخلي او پر نړیوالو فشار راوړي، چې دوی په رسمیت وپېژني، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ وروسپاري، له تورو لیستونو او بندیزونو څخه یې وباسي او حتی د دې لپاره مادي باج ورکړي.
دا درېیمه برخه ګومانونه ولې رامنځ ته شول؟
دا روایت ډېر جدي دی، چې ګواکې د طالبانو ۹۹ سلمه غړي د نجونو د تعلیم پلویان دي او دا یې وار وار په خپلو مرکو او رسمي تربیونونو څخه هم ویلي دي. پوښتنه دا ده، چې دا یو سلمه (۱٪) زورور طالبان ولې بل ډول فکر کوي؟
که اسلام و دود دستور پلمه وي، خو باید پر دې د ټولو باور یو ډول وای. ولې هغه ۹۹ سلمه بل ډول فقهي باور لري او دا یو فیصد بل ډول فقهي و دودیز باور پالي؟
له اروپا څخه تللیو د دوی پلوي افغانانو، چې پر همدې مسئله ورسره خبرې کولې، هم په خپلو رسمي څرګندونو کې وویل، چې ۹۹ سلمه طالبان د نجونو تعلیم غواړي، خو یوه سلمه یې نه غواړي او هغې یوې سلمې ته څوک موږ نه ورپرېږدي.
له دې ښکاري، چې د عقیدې و دود خبره نه ده، بلکې کیسه سیاسي ده او هغه څه چې مرموز (۱٪) واکمو ته څرګند دي، لاندې ۹۹ ٪ پرې خبر نه دي.ښکاري دا چې هغه (۱٪) د واک له اصلي سرچینې سره اړیکه لري او دا نور نه پوهیږي، چې څه روان دي؟
بل دا چې له دوی څخه رسماً دا هم واورېدل شول: کله چې نړۍ دوی په رسمیت نه پېژني او امتیازات نه ورکوي، دوی ولې د نړۍ خبره ومني او نجونې ښوونځيو ته پرېږدي؟ دا خبره له عجیبو غبرګونونو سره مخ شوه، اعتراض وشو چې له نړیوالو د امتیاز و رسمیت غوښتنې لپاره مو خپلې لوڼې ولې محرومې کړي دي؟ دې خبرې بیا وارخطا کړل اوبیا یې دغه کیسه تکرار نه کړه، خو باور دا دی، چې په رسمي ناستو کې له هربهرني سره دا خبره کوي او د نجونو د تعلیم د اجازې په بدل کې امتیازات غواړي. نړیوالو هیئتونو هم دا خبره پټه کړې نه ده.
په دې توګه ګورو، چې د نجونو له زدکړو مخنیوی تر یو بریده عقده او ویره ده، چې دوی یې له ویښو او هوښیارو افغان نسلونو څخه لري. هغسې چې پخوا ګڼل کېده، چې د دغه بندیز مخنیوی د عقیدې پربنسټ کیږي دا روایت اوس منتفی دی، ځکه نه یې دوی مني او نه هم خلک ورسره موافق دي. اصلي لامل اوس راڅرګندیږي، چې هغه سیاسي دی او دغه حق د سیاسي امتیازاتو لپاره یرغمل شوی دی.
د خلکو له نظره، نور نو «امرثاني» یو مطلق درواغ دی او «شرعي چاپېریال»، «اسلامي طرزالعمل»، «بېل ټولګي» او «اسلامي نصاب» ، «حجاب» او... نورې ټولې هغه افسانې دي، چې که دوی ته امتیازات ورنه کړل شي، ښايي د دوی د واکمنۍ تر پای یا بدلون راتللو پورې هم رامنځته نه شي.
له دې ټولو پایله اخیستل کیږي، چې نه دوی، نه نړیوال او نه نور څوک د افغان ولس د لوڼو له غمه مړه دي، دوی دا حق یرغمل کړی او د دې سیاسي لوبې قربانیان د افغانستان خلک په تېره بیا معصومې نجونې دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې سلګونه زره د تل لپاره له زدکړو محرومې شوې، ځکه دا ثابته ده، چې که په راتلونکې کې ښوونځی و پوهنځي پیل هم شي، دغه درې نسلونه د عمر د زیاتېدو، په شخصي احوال کې د بدلون او د ناهیلۍ و محرومیت د ګرومونو اوربړو له کبله به د زدکړو دوام ته زړه ښه نه کړي.
حللاره یې هم یوازې له خلکو سره ده. خلک باید پر دغه حقیقت پوه شي، چې د دوی د بچیانو له برخلیک سره سیاسي لوبې کیږي او ترهغو چې ولس د خپل دغه بنسټي حق د ترلاسه کولو لپاره یو موټی نه شي، هيڅوک به یې مرستې ته لاس رااوږد نه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د خارجه چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغوی دوه نور ملګري د مۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د اذربایجان ولایت په شرق کې د هیلي کوپتر په حادثه کې مړه شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مړینې د ایران د واکمن رژیم په زعامت کې ستره تشه منځ ته را وړې ده، ځکه چې سید ابراهیم رئیسي یو عادی ولسمشر نه و.
هغه د امام خمیني د نهضت یو سابقه لرونکی او وفادار پلوی و چې د رژیم په ابتدايي ورځو کې یې د قضا د مهم غړي په حیث د رژیم بې شمیره مخالفین د اعدام په جزا محکوم کړي وو او د رژیم په افراطی پلویانو کې یې محبوبیت تر لاسه کړی و.
بیا هم په دې خبره پوهیدل لازم دي چې د ایران د اساسي قانون سره سم په رژیم کې تر ټولو ځواکمن مقام د ستر مذهبي مشر دی چې ولایت فقیه بلل کیږي.
د هغه په موجودګۍ کې اوسنۍ تشه دومره ستره نه ده چې اضطراري وضع یا کوم لاینحل سیاسي بحران منځ ته راوړي.
ابراهیم رئیسي د ایران اوسني ستر مذهبي مشر خامنه يي ته ډیر نزدې و او د دې خبرې ډیر امکان و چې د سپین ګیري خامنه يي د مړینې په صورت کې به ابراهیم رئیسي د هغه ځای ناستی وي.
د رییسي او خامنه يي ځایناستي ته ټاکنې او مشورې
رییسي تر مړینې څه مهال مخکې
د نوموړي مرګ پسې د ایران د اسلامي جمهوریت پلویان اوس مجبور دي له اساسي قانون سره سم نه یوازې په پنځوسو ورځو کې یو نوی ولسمشر انتخاب کړي، بلکې ورسره د ایران تر ټولو ځواکمنې چوکۍ یعنی ستر مذهبي مشر د راتلونکی کاندید هم ولټوي.
که څه هم ایران کې د ولسمشر او د پارلمان د غړو انتخاب د ټول ټاکنو په وسیله کیږي، خو د ایران اوسني اساسي قانون ستر مذهبي مشر تابه ته د ټول ټاکنو په پروسه کې د دومره مداخلت صلاحیت ورکړی دی چې په وجه یې د ټول ټاکنو اهمیت راغورځیدلی دی، ځکه په کې د ولس دلچسپي هم کمه شوې ده.
لږه موده وړاندې د پارلمان په ټاکنو کې د ایران په پلازمینه تهران کې تش اته فیصده رای ورکوونکو برخه اخستې وه، نو د ایران د اسلامي جمهوریت د مقاماتو لپاره به دا خبره مهمه وي چې په راتلونکو پنځوسو ورځو کې د ولسمشر د انتخاب په پروسه کې زیات خلک د رای ورکولو لپاره وهڅوي تر څو دغه ټاکنې د نړیوالو لپاره د باور وړ وګرځي.
د ایران په سیاسي اوضاعو نظر لرونکي په دې خبره پوهیږي چې د ایران د نوي ولسمشر په ټاکنو کې به سیالي په عمده ډول د افراطي مذهبې ډلو د مختلفو فریکسونونو تر منځه وي، ځکه چې معتدلې او اصلاح خوښونکې ډلې په تیرو څو کلونو کې په سیاسي توګه ضعیفې شوې دي او په ظاهره د ټاکنو د ګټلو چانس نه لري، خو برعکس د امریکا او اسراییل په مقابل کې سخت دریځه مذهبی زعامت د ایران په سیاست غلبه تر لاسه کړې ده.
سره د دې چې د امریکا له خوا په ایران لګیدلو بندیزونو د ایران د عادی اتباعو لپاره ژوند سخت او تریخ کړی دی، د ایران د اسعارو ارزښت راغورځیدلی دی، خو په مذهبي شعارونو سربیره د ایران مذهبي مشرتابه په منځني ختیځ کې د خپل سیاسي او پوځي نفوذ په خورولو سره د ایران وګړي ډاډمن کړي دي چې ګویا دغه رژیم ایران په یوه سیمه ییز ځواک بدل کړی دی.
باید دا خبره هم هیره نه کړو چې د ایران اسلامي جمهوریت یوه مذهبي دکتاتوري ده او په دغه هیواد کې د سیاسي مخالفینو بندي کول ، شکنجه کول او حتا پانسي کول یو معمول ګرځیدلی دی.
د ایران واکمن رژیم د خپلو مخالفینو د سرکوبولو کار د ملي لږه کیو لکه د کردانو او بلوڅانو په سیمو کې زیات په شدت سره کوي، دوه کاله وړاندې د ایران د ښځو په مشرۍ د ولسي پاڅون په ضد د رژیم اختناق د نړیوالو مخالفتونه راپارولي وو.
د رییسي وخت کې د اسراییل او ایران ټکر
د رییسي په وخت کې ایران پر اسراییل او اسراییل پر ایران برید وکړ
که څه هم د ایران د ولسمشر مړینه به د ایران په خارجي سیاست کې کوم خاص بدلون نه راولي، ځکه چې د ایران خارجي سیاست د مذهبي مشرتابه او له هغوي سره تړلو پوځې موسسو له خوا تشکل مومي او د ایران ولسمشر او خارجه وزارت د دغه سیاست د پلي کولو مسولیت په غاړه لري، خو بیا هم ولسمشر او خارجه وزیر نړۍ ته د رژیم د څهرې حیثیت لري.
د مثال په توګه د ایران د اصلاح خوښي پخواني ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ رژیم په نسبي توګه معتدل رژیم ګڼل کېده.
که بنیادم د منځني ختیځ په سیاسي اوضاع نظر وځغلوي، نو په دې پوهیدل ګران نه دي چې اسرائیل ته په دغه سیمه د ایران پوځي قوت یواځینې چیلنج ښکاري، په خاصه توګه امریکا او اسراییل دواړه د ایران له خو د هستوي بم د جوړولو د پروژې مخنیوی غواړي، په داسې شرایطو کې د ایراني رژیم د نوې څهرې په توګه د ایران د نوي ولسمشر د ټاکلو پروسې ته به د نړۍ او د سیمې خلک خاصه پاملرنه وکړي.
پاکستان او افغانستان
د افغانستان او پاکستان لپاره هم د ډیرو نزدو ګاونډي هیوادونو په حیثیت په ایران کې سیاسي بدلونونه خاص اهمیت لري.
افغانستان کې د نولس سوه نوییمو کلونو برعکس له یوې خوا د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو سره نزدې اړیکې لري او له بلې خوا یې د طالبانو په ضد مبارزه کوونکو ځینې ډلو سره هم مناسبات لري، نو د طالبانو لپاره د ایران پرمختګونه د پام وړ دي، هسې هم په افغانستان کې هر واکمن رژیم لپاره د ایران په سیاسی بدلونونو ځان پوهول خاص اهمیت لري.
هم دغه رنګه پاکستان او ایران دواړه له یوبل سره د ضدونقیض اړیکو اوږد شالید لري، ایران په پاکستان باندې تور لګوي چې د غربي هیوادونو په پشتیبانۍ د جیش العدل غوندې سني افراطي ډلې د پاکستان د خاورې نه د ایران په ضد تخریبي عملیات کوي، له بلې خوا پاکستان هم ایران ته ګوته نیسي چې د هغه د خاورې نه بلوڅ بیلتون خوښي پاکستان کې پوځې بریدونه کوي.
د هم دغه تاوتریخوالي له کبله څو میاشتې وړاندې ایران او پاکستان د یوه بل په ضد د میزایلو په وسیله بریدونه کړي وو، د دغه تنش د له مینځه وړلو لپاره د ایران فقید ولسمشر د اپریل په میاشت کې پاکستان ته سفر هم کړی و، نو ځکه پاکستان د ایران په دولتي زعامت کې راتلونکی بدلونونه په دقت سره څاری .
اکثر شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې د عملیاتو په نوم کومې نیابتي جګړې وکړې او له امله یې ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول نو له دغو دوو ایالتونو پرته په نور پاکستان کې هم د پوځ اغېز تر پخوا کم شو او پاکستاني ولس ورسره واټن ونیو، په خواله رسنیو کې خلکو له پوځ د کرکې او په وړاندې یې د مبارزې خبرې پیل کړې، د خواله رسنیو دغو فعالانو او شنونکو پاکستانی پوځ تورن کړ چې په پښتنو سیمو او په ځانګړي ډول افغانستان کې یې جګړو ته لمن وهله او په مستقیم ډول یې له طالبانو ملاتړ کاوه چې د افغان جمهوري حکومت په وړاندې جګړه وکړي.
بلخوا سیاسي شنونکي او فعالان وايي چې ورته تور په افغان طالبانو هم دی چې دوی د پخواني جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان پوځ او نورو ادارو له کلک ملاتړ برخمن و او ان د دوی مرکزونه او کورونه په پاکستان کې دننه وو، چې د تېر افغان حکومت په وړاندې څومره جګړې کېدلې او استخباراتي معلومات په کار و د پاکستان پوځ او نورو ادارو پکې له طالبانو سره بشپړه همکاري کوله.
اوس د جګړو یو احتمال دا دی چې د پاکستان پوځ او په کابل کې طالبان له ځان څخه د دغو تورونو د لرې کولو لپاره له هیواد څخه د دفاع په نوم جګړې وکړي او دواړه لوري خپلو ولسونو ته دا وښيي چې ګنې موږ دواړه لوري یو د بل دښمنان یو او د هیواد د دفاع لپاره جګړه کوو، چې په دې سره د پاکستان پوځ او کابل کې طالبان د خپلو حکومتونو لپاره مشروعیت پیدا کړي او په ولسونو کې خپل پخوانی ملاتړ بېرته ترلاسه کړي.
هر هېواد دوست او دوښمن په خپله خوښه ټاکلی شي؛ خو هېڅ هېواد خپل ګاونډي په خپله خوښه نه شي ټاکلې.
له بده یا له نیکه مرغه، د ګاونديانو مثبت او منفي تحولات خامخا په بل ګاونډي هېواد باندې که لوی او که وړوکۍ هېواد وي، مثبت او یا منفي تاثیر لرلی شي.
د جیوپالیټکس له نظره؛ د افغانستان ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران او پاکستان هېڅکله د افغانستان ثبات ته د مثبتې زاویې نه دي کتلي، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ په نتیجه کې به دوی هم ګټه کوي او دوی به د سیمې او نړۍ د تهدید او خطر څخه په امن کې وي.
د جیوپالټیکس له نظره؛ ایران او پاکستان همېشه افغانستان ته د منفي زاویې څخه کتلي دي، چې څنګه افغانستان کې خپل نفوذ او کنټرول د نیابتي ډلو په وسیله زیات او د افغانستان منابع لوټ کړي.
په تېرو پنځو لسیزو کې تر زیاته حده دوی د افغانستان د بې ثباتې، د رژیمونو او نظامونو په پرځولو کې ګټه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې نور به دا دواړه هېوادونه د تېرو غلطو پالیسیو له امله تاوان ورکوي.
د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه د دغه هېواد امنیتي دستګاه (پوځیان) او اقتصادي وضعیت د پخوا په شان په پروژويي جنګونو نه شي چلیدلی.
د هیواد نفوذ زیات دی، منابع کمې او اکثره سیاسیون او پانګوال د خپلو ګټو په خاطر خپله پانګونه په بهر کې کوي.
د دې لپاره چې پاکستان د سقوط او دېوالي کېدو (افلاس) مخه ونیول شي، پاکستان باید چې په خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې ژور تغیرات رامنځته کړي، چې هغه هم په نږدې وخت کې ممکن نه دي.
دا چې د پاکستان بې ثباتي به په افغانستان او سیمه څه تاثیرات لري، هغه جلا بحث دی؛ ځکه د پاکستان د بې ثباتۍ سره د پاکستان ټوټه کېدل، د افراطي ډلو قدرت زیاتېدل او د اټومي سلاو خوندیتوب د ګاونډیو او هم نړۍوالو هېوادونو لپاره د تشویش وړ خبرې دي.
د ایران د جمهور رییس، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د هلیکوپټر د راغورځیدلو له امله ګڼې تبصرې کیږي، چې ایا دا پېښه طبیعي پېښه وه، چې هلیلکوپټر د هوا حالاتو له امله غورځیدلې دی، که دا پېښه د ایران د داخلي سیاسي رقابتونو په نتیجه کې کومه دسیسه وه او که دا پېښه د منځني ختیځ د پېښو پورې تړاو لري او د کوم بهرني هېواد په خاصه توګه د اسراییل لاس په دې پیښه کې شامل دی؟
دا پوښتنې به وروسته د ایران حکومت د خپلو تحقیقاتو او هم د خپلو ګټو په چوکاټ کې اعلان کړي او خپل تصمیم به د راتلوتکي عکس العمل په هکله نیسي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده، چې د دې پېښې مثبت او منفي تاثیرات به په افغانانو څه وي؟
د غمرازۍ څخه سربېره ایا طالب چارواکو او هم نورو افغانانو د خپلو ګټو د جیوپالټیسکس په چوکاټ کې فکر کړی دی او که نه؟ په هغه هېوادونو کې چې د دیکتاتورۍ، کلیپتوکراسې او یا ملاکراسې ریښې ژورې وي، هلته د یو کس او دوه کسو په تللو سره په عمومي پالیسیو کې ډېر ژر ژور تغیر نه شي راتللی.
که د ایران وروستۍ پېښه طبعي پېښه وي؛ نو بیا خو د ایران په پالیسیو کې هېڅ تغیر نه شي راتلای او یوازې په اداري او تخنیکي لحاظ به څېړنې او پلټنې کوي او لازم اصلاحات به راولي.
خو که دا پېښه د ایران د اخوندانو او سياسیونو تر منځ د داخلي جنجالونو له امله وي، بیا هم ژور تغیر ژر نه شي رامنځته کېدلی؛ ځکه تصمیم نیونکي اخوندان او چارواکي به د خپلې ډلې د قدرت د ساتلو لپاره لا نورې هم خپلې پالیسۍ سختوي.
ولس به لا نور هم د شکنجې او روحي تشویش لاندې شپې او ورځې تېروي.
دا حالت به تر هغې پورې روان وي؛ تر څو د بخار دیګ په شان داخلي فشار دې ته حد ته ورسیږي چې د بخار دیګ وچوي.
که دا پېښه د کوم بهرني هېواد د دسیسې او په خاصه تو ګه د اسراییل د دسیسې په اساس وي؛ نو د دې عواقب د ایرانیانو لپاره او هم د سیمې لپاره دردوونکې پیلامې لري.
د ایران اخوندي رژیم به خپلې منګولې د قدرت ساتلو لپاره نورې هم کلکې کړي، ولس به نور هم د شکنجې او روحي تشویش سره مخامخ کړي او د منځني ختیځ جنګ به یو نوي پړاو ته داخل شي.
په سوریه کې د اسراییل له پلوه د ایران په قونسلګری هوایي برید کې چې په نتیجه کې ایران د اسراییل پر خاوره وکړی شول چې هوایي برید وکړي او په سیمه کې د اسراییل پوځي هژوموني (پوځي برلاسي) ته ستر ګواښ یې مخامخ کړ.
ایران به د خپلو نیابتي ډلو او هم که لازمه وي، مستقیماً په یو بل جنګ کې د اسراییل سره لاس او ګریوان شي.
د دغه جنګ پیلامې د عربي هېوادونو او هم نورو نړۍوالو لوبغاړو لپاره به د دنیا د څو قطبي کېدو د جنګ نوې یا پوځي هژمونيک جنګ وي.
د امریکا جمهور ریيس په داخل د امریکا کې د راتلونکو ټاکنو له امله د سختو چیلنجونو سره مخامخ دی او پراخه جنګ به د هغه د بیا واکمن کېدو چانس نور هم کم کړي.
البته امریکا په داخل او بهر کې د ښو بدیلونو سره مخامخ نه ده. د بد او بدتر حالت تر منځ به پرېکړه کوي.
خو افغانان په دې فکر نه کوي، چې د دې تغیراتو ګټه او تاوان به یې د افغانستان او افغانانو لپاره څه وي؟
څنګه کولی شو، چې د تاوان څخه ځان وساتو او د خپلو ګټو لپاره په خپلو کې سره متحد شو او یو بل د قانون په چوکاټ کې ومنو؟
څنګه د انحصار د قدرت او د نفې سیاست له منځه یوسو او په عوض یې د قانون په چوکاټ کې ولسواکي حاکمه کړو؟
په داسې بغرنج حالت کې چې افغانستان د خپلو ګټو لپاره هېڅ ډول متبادل بدیلونه نه لري، څه پکار دی؟
د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې صرف دوه بدیله شته دی، چې د دنیا او سیمې د نیابتي جګړو څخه ځانونه بچ کړي.
لومړی دا دی، چې افغانستان د نورو سیمو او ملکونو جنګونه خپل هېواد ته رانه وړي. هوښیار ملتونه هغه دي، چې د نورو په جنګونو کې ځانونه ښکیل نه کړي.
دلته جګړه او رقابتونه د دین، مذهب، قوم، ژبې او سمت پر بنیاد نه دي؛ بلکې د هېوادونو د ګټو پر اساس، هر ملک تصمیم نیسي.
د افغانانو لپاره هم دا پکار ده، چې د خپلو ګټو پر اساس د نیابتي جګړو څخه ځان وساتي.
دویم بدیل د افغانانو لپاره دا دی، چې افغانانو په خپلو منځو کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د راوستو لپاره زمینه مساعده کړي.
که افغانان په دې تمه شي، چې نور به دوی ته دا زمنیه مساعدوي، دا هم په لنډ وخت کې په نظر نه ښکاري ځکه د سیمې او د نړۍ هېوادونه په ډېرو نورو جیوستراتیژیک مسایلو کې بوخت دي او د افغانستان ثبات د دوی لپاره لومړیتوب نه دی.
د دېکتاتورۍ، کلیپتوکراسۍ او ملاکراسۍ انجام زوال دی؛ خو د یو دم زوال سره د ملت زوال هم شامیلیدونکی دی.
مخکې له دی چې ټول ملت د بدتر زوال سره مخامخ شي او د سیلاب غوندې ټول په سمندر لاهو کړي، ښه به دا وي، چې د راتلونکو سېلابونو مخه ونیول شي. هوښیار مشران او ملتونه هغه دي، چې د بخار دیګ چاودنې ته پرې نه ږدي او د خپل ملت په خیر، د خپل ملت د ځپلو په عوض، د ملت دردونو ته ملهم ولګوي او د ولسواکۍ لپاره شرایط برابر کړي؛ ځکه حکومتونه همېشه د ولس حمایت لپاره اړتیا لري.
هېڅ حکومت او هېڅ ډول رژیم د ولس د حمایت څخه په غیر دوام نه شي کولې.
له اسراییل او امریکا سره یې ډغرې دي، په ګڼو سیمهییزو او ان نړیوالو لانجو کې یې نیابتي یا مخامخ حضور لیدلای شئ، په یوکراین کې ښکېل دی، په افغانستان و پاکیستان کې هم. د لبنان له حزب الله و فلسطیني حماس نه رانیوې تر یمني حوثیانو او د سوریې تر بشارالاسد او بیا د لاتینې امریکا تر امریکا ضد لانجو او په افریقا کې د ځینو سیاسي پوځي جوړښتونو تر ملګرتیا پورې هرځای یې پل ښکاري.
دا هېواد په کور دننه هم د ډېرو پېچلیو سیاسي سیالیو، دوښمنیو او مخامختیاوو شاهد دی.
څه برخه ایرانیان د روان مذهبي نظام مخالفان دي، څه نور قومي و مذهبي ربړې لري. د سیستان بلوچستان او نورو سیمو بلوڅان او سُنيمذهبه مخالفان خپلې اورپکې ډلې لري.
د اذربایجان و ارمنستان د لانجو یوه برخه ریښه په ایران کې ده. ایران په عراق کې دومره ښکېل دی، چې هېڅ بل هېواد به له خپل ګاونډي سره دومره اېل و غېل نه وي.
په عراق کې د امریکايي هډو ترڅنګ د ایران پوځي حضور او په سوریه کې د امریکا او روسیې تر منځ د سیالیو په ډګر کې د دغه هېواد لکه غاړه، په عرب سمندرګي او فارس خلیج کې کشالې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې ستراتيژیک پام د دغه هېواد نړیوال جنجالي حضور څرګندوي.
په کور دننه د دغه هېواد د مذهبي مشر ( چې د سیاستونو او واک اصلي مرجع ده) پر ځایناستۍ تاوده بحثونه هم له روستۍ مرګونې پېښې سره مخامخ اړیکي لرلای شي. بهرمیشتي ایرانیان د دغه هېواد پر پېښو اغېز لري، د پهلوي پاچا کورنۍ لا په بهر کې فعال دي او د مجاهدین خلق له ډلې رانیولې تر جیشالعدل و نورو قسم خوړلیو خونړیو ډلو پورې هم هرې پېښې ته په څو ناست دي.
د ایراني سرکار لپاره یوه لویه اندېښنه د سیاسي مشروعیت کمرنګه کېدل هم دي، په روستیو ټاکنو کې د خلکو ګډون سوړ و، مدني و روښانفکرانه غورځنګونه، د ښځو او بشري حقونو د فعالینو پاڅونونه او بیا یې تاوتریخجن ځپل دې ټولو لانجو پر ټاکنو باور ته زیان اړولی دی.
اوس چې جمهور رییس وژل شوی، باید په پنځوسو ورځو کې بیاځلې انتخابات وشي، مهمه پوښتنه دا ده، چې د رئیسې مرګ به په دغو ټاکنو کې د خلکو پر ګډون مثبته که منفي اغېز ولري؟
په کور دننه خلک د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له کبله بېوزلي او ستومانه دي. انقلابي روحیه هم کمزورې کېدونکې ده، خو دا چې راروانې ورځې به څه پېښیږي او د دغې ډراماتیکې پېښې اغېز به پر سیمه او نړیوالو پېښو څه وي؟ د یوشمېر نورو پوښتنو په ځواب پورې اړه لري، چې ښايي سپیناوی به یې څېړنې او زمان وکړي.
دا کومې پوښتنې دي؟
څو ورځې مخکې ایراني لوري ومنله، چې په عمان کې یې له امریکایانو سره (نامخامخ) خبرې کړې دي. دا خبرې څه وې؟
د اسراییل او ایران جنګي مانورونه هماغه وو، چې پېښ شول؟ که نه : دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی؟
ایا امریکا په ایران کې د واک د دستګاه بېخلن بدلول غواړي، که له سیمهییزو او نړیوالو لانجو څخه یوازې د دغه هېواد لاسونه لنډوي؟ او که نه د دغه ظاهراً دوښمن هېواد په مرسته اوبه لا پسې خړوي او له روسيې و چین سره د ډغرو ماهیان په کې نیسي؟
ایران له افغانستان سره پر ټوله پوله د دیوال جوړولو چاره پیل کړې ده، دا پر کابل واکمنو ته ښه خبر نه دی. د ایران پخواني خارجه وزیر جواد ظریف هم له ځینو هغه مرموزو اړیکو پرده پورته کړه، چې پرافغانستان د واکمنې ډلې په اړه یې د ایران راتلونکي ته اندېښنې څرګندولې.
ایران و روسیې په ښکاره څرګنده کړې وه، چې دوی پر افغانستان له واکمنې ډلې سره کومه ایډیولوژیکه یا سیاسي خیښي نه لري، یوازې له دوی سره تعامل د دې لپاره کوي، چې له دیفکتو افغانستان څخه ورانکارې ډلې د دوی د امنیت په ضد ونه کارول شي.ایران و روسیه په دوو کې حیران وو، چې د واکمنې ډلې پخوانی امریکا ضد جګړه ریښتینې وه؟ که د دوحې تړون له مخې یې اوسنۍ یارانه ریښتینې ده؟
که د دوحې تړون او د هغو د پټو ضمایمو، اونیزو څلویښت میلون ډالري کڅوړو یارانه ریښتیا وي، بیا خو دغو دواړو هېوادونو ته له دوی څخه ورپېښېدونکی ګواښ هم ریښتینی دی. په دې اړه جدي پوښتنو د ایران، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو هغه تودې منډې و غورځې پرځې کرختې و سړې کړې، چې د « سیمه ییز مقاومت ډلې» د جوړولو په نامه یې راپیل کړې وې.
د دغه مقاومت یو مخکښ ایران و، خو له څو میاشتو راروسته یې دغه اصطلاح هېره کړې ده.
داسې ګونګوسې هم شته، چې د افغانستان په اړه د ایران و روسیې یو پر بل باور هم وروست شوی دی.د سیمه ییز مقاومت د جوړولو د نوښت غړیو هېوادونو ولیدل، چې د عراق و سوریې داعش په افغانستان کې له فعال داعش او په پاکیستان کې له راټولېدونکي داعش سره د اهدافو له مخې توپیرونه لري، خو مرموزه او ورکه سرچینه یې یوه ښکاري.
له پاکیستان سره هم د ایران اړیکي د مینې و کرکې Hate & Love اړیکي دي. پاکیستان د خپلو هغو شیعه وګړیو په اړه کوټليو اقداماتو ته مټې رانغښتي، چې ایران یې د زینبیونو په ټولي کې په عراق و سوریه کې جنګوي.
ایران دا هم پسې کنجوغه کړې ده، چې له پاکیستان سره به هم پرخپله پوله دیوال نېغ کړي.
امریکا هیندوستان ته ګوته څنډلې وه، چې له ایران سره د چابهار په برخه کې انډیوالي به ورته ښه پرېنوځي.
بله کیسه دا ده، چې ایران اټومي وسلې ته له بشپړې لاسرسۍ یو ګام لرې دی. د وژل شوي رئیسې په دوران کې د ایران پر اټومي پروګرام د خبرو لړۍ وشلېده، ایران غوښتل برجام ته ورستون شي، خو نړیوال لوري، په تېره اروپایانو غوښتل نوی تړون له نویو شرایطو سره پرې ومني، دا کیسه ګونګه پاتې شوه، له اسراییل سره د لاس و ګریوان کېدو په ورځو شپو کې دا ګنګوسه توده وه، چې ایران ښايي اتومي وسله جوړه کړي.
یوځل له اسراییل سره د ایران مخامختیا ډېرې نازکې شېبې ته ورسېده، اسرائیلو غوښتل چې له ایران سره په سرجنګولو خپله برخلیک ټاکونکې او روستۍ جګړه پیل کړي، خو نه امریکا دې شخړې ته زړه ښه کړ او نه ایران وار وپار خطا کړ، د یوه مدیریت شوي او مهندسي شوي احتیاط له مخې له دې لانجې د پښې ایستلو مانور ښايي امریکا هم د ایران نوي دریځ ته متوجه کړې وي.
هغه څه چې د دومره پېچلو، ګډو وډو او څو پوړیزه سیاسي، پوځي او استخباراتي وضعیت تر شاه څرګندیږي، دا دي چې په سیاستونو کې د جدي بدلونونو او شاته کېدلو لپاره یوې لویې سیاسي پېښې ته اړتیا وي.
د جمهور رییس او بهرنیو چارو د وزیر وژل کېدل دغسې یوه پېښه کېدلای شي، چې د عطف د ټکي په توګه یې له امله د شاګرځ بولۍ ورکړل شي او په همدې پلمه هم ایران او هم امریکا له خپلو سرټمبګیو په شا شي.
په منفي جهت کې دا پېښه سرچپه پایلې هم لرلای شي، چې ښايي پایلې به یې سیمې او نړۍ ته ترخې وي.