د اختر په اړه د حکمتیار د ورځپاڼې نیوکه؛ خلک حیران دي چې د چا ومنئ؟ د طالبانو یا د سعودي؟

ګلبدین حکمتیار پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د سعودي خلاف یې د دوشنبې ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده. ورځپاڼه لیکي، چې طالبان دې یا د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړي یا دې د دوشنبې ورځ له پاکستان سره اختر وکړي.

شهادت ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي؛ خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې ښایي د کوچني اختر د فتوا په څېر طالبان دا هم رد کړي.

شهادت ویلي، چې شنبه عرفه او یکشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده.

شهادت ورځپاڼې طالبانو ته دوه لارښونې کړي؛ لومړۍ دا چې د یکشنبې ورځ دې اختر اعلان کړي او دویمه دا چې په خپله فتوا دې ټینګ پاتې شي او له پاکستان سره دې د دوشنبې په ورځ اختر وکړي.

سعودي عربستان چې د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو په میلیونونو خلک د حج لپاره ورځې تر دې د مخه راتلونکې یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.