طالبان: د بامیانو ښار په مرکز کې مو د یو سړي مړی موندلی دی
په بامیانو کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د بامیانو ښار په مرکز کې د چوني غونډۍ په ځنګل کې د یو سړي مړی موندل شوی دی.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه سړي پر بدن د کوم ټپ نښه نه لیدل کیږي او مړۍ د څیړنو په موخه د بامیاننو ولایتي روغتون عدلي طب ته لیږدول شوی دی.
دغه دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د بامیانو والي عبدالله سرحدي د ټیلیفوني تماس له ترلاسه کولو وروسته د پېښې ځای ته ورغی.
وسله والو طالبانو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.