• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل راډیو: طالبانو ایران ته ډاډ ورکړی چې د حزب الله په ملاتړ به لبنان ته جنګیالي استوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ راډیو د الاخبار ورځپاڼې له قوله لیکلي چې طالبانو ایران ته ډاډ ورکړی چې د اسراییل او حزب الله تر منځ د سختې جګړې پر مهال به زرګونه جنګیالي لبنان ته واستوي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران سفیر ویلي چې افغانستان د «مقاومت محور» دی او که اړتیا پیدا شي «استشهادي» ځواکونه به له افغانستانه غزې ته واستوي.

الاخبار ورځپاڼه په لبنان کې له حزب الله سره تړاو لري. د اسراییل پوځي راډیو د دغې ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو مشرانو د ایران له چارواکو سره ژمنه کړې چې د حزب الله په ملاتړ به خپل جنګیالي لبنان ته واستوي چې د اسراییل په خلاف جګړه وکړي.

د غزې پر تړانګه د اسراییل له پوځي برید وروسته، د لبنان حزب الله له اسراییلي پوځ سره نښته وکړه او په دې وروستیو ورځو کې دغو نښتو زور اخیستی.

د لبنان حزب الله لکه حماس په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنه وسله واله ډله ده.

په تېرو میاشتو کې د طالبانو او حماس ډلې مشرانو څو ځلې ناستې کړې او طالبانو د اسراییل پر ضد د فلسطیني وسله والې ډلې ملاتړ کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۲سلواغې میاشت کې په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانستان له غزې لرې دی، خو د «مقاومت محور» برخه ده.

ایران تر خپل ملاتړ لاندې او نورې ډلې چې په سیمه کې د لوېدیځې ټلوالې او اسراییل پر ضد جنګیږي د «مقاومت محور» نوموي.

هغه مهال د کاظمي قمي څرګندونې په افغانستان کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې. المرصاد چې د طالبانو په استخباراتو پورې تړلې رسنۍ ده، د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۱۹ د ایران سیمه ییزه تګلاره ننګولې او ویې ویل: «ولې ایران حزب الله ته دجګړې امر نه کوي؟ او یا خپله په سوریه کې د سنیانو د وژلو پر ځای له اسراییل سره جګړه نه کوي؟»

د حماس د سياسي دفتر غړي حسام بدران د ١٤٠٢ کال د کب په مياشت کې د طالبانو تر واک لاندې له باختر اژانس سره په مرکه کې وويل چې د افغانانو جهاد او په افغانستان کې د طالبانو بريا د حماس لپاره هیله بښوونکي وه.

طالبان او ایران نږدې اړیکې سره لري، ایراني او طالب چارواکو په تېرو دریو کلونو کې څو ځله کابل او تهران کې سره لیده کاته کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پوهنتون استاد رسول پارسي د طالبانو له بنده خوشې شو

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۰۱ GMT+۱

لیکوال او د پوهنتون استاد رسول پارسي چې تېر کال د طالبانو له خوا نیول شوی و، د شنبې په ورځ له بنده خوشې شو.

د تېر کال په لړم میاشت کې طالبانو ښاغلي پارسي « مقدساتو ته د سپکاوي او د نظام پر ضد د تبلیغ» په تور ونیوه او په ۱۶ میاشتو بند یې محکوم کړ.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت یې په ټول افغانستان کې ۳۴۹ بندیان خوشي کړي دي.

دغې محکمې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

اعلامیه کاږي، چې دغه بندیان د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په حکم له زندانونو خوشې شوي دي.

د رسول پارسي تور

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د لړم په اتمه، د طالبانو محکمې ښاغلی پارسي مقدساتو د توهین په تور په ۴ میاشتو بند او د نظام پر ضد د تبلیغاتو په تور په ۱۲ میاشتو بند محکوم کړی و.

د پوهنتون دغه استاد تېرکال د وري په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او د استخباراتو په توقیف خونه کې له څو میاشتني بند وروسته د پلچرخي زندان ته ولیږدول شو.

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د نوموړي د خلاصون غوښتنه کړې وه، خو طالبانو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه و ورکړی.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ډېر شمېر خبریالان، د پوهنتون استادان، مظاهره کوونکې ښځې او د دغې ډلې د پالیسیو نور خلاص کسان نیولي دي.

ملا حسن اخند له خلکو وغوښتل چې د طالبانو د رژیم ملاتړ وکړي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د دغې ډلې له نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

ملا حسن اخند د شنبې په ورځ په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د رژیم د دوام او غښتلتیا لپاره د خلکو ملاتړ خورا مهم دی.

د طالبانو ارګ د شنبې په ورځ د د دغې ډلې د رییس الوزرا پیغام خپور کړ. ملا حسن اخند په دغه پیغام کې وویل: “ملت ته زما پیغام دا دی چې د خپل اسلامي نظام ټینګ ملاتړ وکړي او له چارواکو سره په ښو کارونو کې همکاري وکړي، ځکه د نظام په ټینګښت کې د ولس همکاري ډېره اړینه ده.”

هغه ادعا وکړه چې د افغانستان خلک اوس کولای شي د امنیت له امله ټول هیواد ته تګ راتګ وکړي.

طالبانو د جمهوریت د نسکوریدو پرمهال په پوځي ځواک کابو درې کاله مخکې کابل ونیوه خو لا کورنی مشروعیت او نړیوال رسمیت نه لري.

طالبانو د افغانستان د واکه تر لاسه کولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه، خو د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې دغې ډلې په ډېرو مواردو کې خپل مخالفین نیولي، بندیان کړي، شکنجه کړي او وژلي دي.

ملاحسن له طالب چارواکو وغوښتل چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې غفلت ونکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ سره په ټولنه کې بې روزګاري او اقتصادي بېوزلي زیاته شوې او طالبانو د سختو بندیزونو په لګولو سره ښځې له عامه ډګره ایستلي او له اساسي حقونو یې بې برخې کړي دي.

دا پیغام د طالبانو د رییس الوزرا له ادرس څخه خپریږي چې د مارچ له میاشتې راهیسې یې هیڅ ویډيو یا عکس کې نه دی لیدل شوی.

په کابل کې حکومتي غونډې په عمده توګه د ملاحسن د مرستیالانو له خوا پر مخ یوړل کیږي.

طالبان: د بامیانو ښار په مرکز کې مو د یو سړي مړی موندلی دی

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۱

په بامیانو کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د بامیانو ښار په مرکز کې د چوني غونډۍ په ځنګل کې د یو سړي مړی موندل شوی دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه سړي پر بدن د کوم ټپ نښه نه لیدل کیږي او مړۍ د څیړنو په موخه د بامیاننو ولایتي روغتون عدلي طب ته لیږدول شوی دی.

دغه دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د بامیانو والي عبدالله سرحدي د ټیلیفوني تماس له ترلاسه کولو وروسته د پېښې ځای ته ورغی.

وسله والو طالبانو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.

افغان لوبغاړی عبدالسمیع فیضي د خپل کاناډايي سیال پر وړاندي ماتې وخوړه

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د رزمي لوبو لوبغاړي عبدالسمېع فيضي د خپل کاناډايي سيال محمد ادو پر وړاندي ماتې وخوړه. دا په کاناډا کې د ازادو مبارزو د سازمان «UNIFED» د ۵۸ ام پړاو سيالي وه.

فيضي له دريو کالو او دوو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بيا د لوبې ميدان ته داخل شو او د سيالۍ په لومړي پړاو کې له ماتې سره مخامخ شو.

نوموړي تر دې وړاندي اته سيالۍ تر سره کړې وي، چې شپږ يې ګټلې او په دوو کې يې ماته خوړلې، چې اوس له درېيمې ماتې سره هم مخ شوی دی.

محمد ادو څلور ريکاډونه او څلور برياوي درلودې، چې اوس يې پنځمه اتلولې هم په خپل نوم کړه.

دا لوبه د یو ايف سي سازمان سيالیو ته هم لاره هواره وي او د فیضي ماتې هغه د لوړو کچو سیالیو څخه محروم کړی دی.

جرمني کې پولیسو هغه افغان وواژه چې بل افغان یې وژلی او د فوټبال پر مینه والو یې برید وکړ

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د جرمني پولیسو نن وویل، په ختیځ جرمني کې یې یو افغان وروسته له هغه وژلی چې د یورو ۲۰۲۴ فوټبال ټورنمنټ د پرانیستې لوبو د لیدلو پر مهال یو افغان وژلی او درې نور کسان یې ټپي کړي وو. دغه بریګر وروسته درې نور جرمنان هم ټپیان کړي او د پولیسو سره په ځوابي ډزو کې ټپي او بیا مړ شوی دی.

د پولیسو په خبره، دغه ۲۷ کلن افغان لومړی د جمعې په ماښام د برلین لوېدیځ ته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې په یوه کوچني ښار ولمیرستیت کې د چاقو په ګوزارونو خپل یو ۲۳ کلن هېوادوال مرګونۍ ټپي کړ، چې وروسته د خپلو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو.

د پولیسو په وینا دغه بریدګر وروسته بیا د خلکو پر یوې ډلې برید وکړ چې د جرمني او سکاټلینډ ترمنځ د فوټبال لوبه یې د خپل کور په انګړ کې لیدله، په دغه برید کې درې جرمني نارینه یې ټپیان شول، چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندې وړ دی.

پولیسو ویلي، چې بریدګر د پېښې ځای ته په راغلو پولیسو هم برید کړی خو د پولیسو په ځوابي ډزو کې بریدګر سخت ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې.

پولیسو ویلي دي، چې د برید انګیزه نه ده څرګنده شوې. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو په ټول ایالت کې خپل حضور زیات کړی دی.

د فوټبال سیالۍ د جرمني په ښارونو کې ترسره کیږي او د جولای تر 14 پورې دوام کوي.

په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.

د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۱۱ مه یو ۲۵ کلن افغان ځوان سلیمان عطايي په منهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې په برید کې یو پولیس وواژه او پنځه ملکي وګړي یې ټپیان کړل.