د دې مدرسې عالمانود انګلیس د استعمار په ضد د ازادۍ په مبارزه کې ګډون کړیو، دوی د بیل هیواد په توګه د پاکستان د جوړیدو مخالف وو، خو د پاکستان د جوړیدو نه وروسته دوی په خپل سیاست کې بدلون راوست، که څه یې هم کله کله یې له خولې وځي، چې مونږ په دې ګناه کې نه وو شریک شوي.
پاکستان کې د دیوبندیانو سیاسي ګوند جمیعت العلما اسلام دی. مولانا عبدالحق هم د دغه ګوند غړی و او د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود د جمیعت العلمای اسلام امیر و.
د مولانا عبدالحق د مړینې نه پس د هغه زوی مولانا سمیع الحق د حقانیه مدرسې نظم په خپل لاس کې واخست، خو د وخت په تیریدو سره جمیعت العلماې اسلام کې اختلافات وزیږیدل او دغه جماعت د مولانا فضل الرحمان او د مولانا سمیع الحق په مشرۍ په دوو بیلو بیلو ډلو وویشل شو، جالبه خبره دا ده چې مولانا فضل الرحمان هم د دیني علومو تحصیل حقانیه مدرسه کې کړی دی.
په ۱۹۷۸ کې په افغانسنان کې د خلک ډیموکراټیک ګوند غړو پوځي صاحب منصبانو د سردار محمد داؤد خان د حکومت خلاف کودتا وکړه او افغانستان کې داخلي بحران او بهرنۍ لاسوهنې اوج ته ورسیدې.
په ۱۹۸۰ کې شوروي اتحاد پوځونو افغانستان اشغال کړ او د خلک ډیموکراټیک ګوند د یوه فراکسیون د حکومت په جوړولو کې یې مرسته وکړه.
پاکستان او ایران خو ان د محمد داؤد خان د حکومت په ضد په لاسوهنو او تخریب بوخت وو، خو د دې نه پس امریکا، بریتانیا، نور غربياو ځینې عربي هیوادونو هم په غیر مسقیمه توګه په دې جنګ کې برخه واخسته.
د جنګ او هرج مرج په شرایطو کې په لکونو افغانان د خپل وطن نه پاکستان ته په کډه کولو مجبور شول، یو شمیر یې ایران او نورو هیوادونو ته ولاړل، پاکستان په افغانستان کې د جنګ لپاره په مرکز بدل شو.
ډیرو هیوادونو په پاکستان کې موجودو دیني مدرسو کې د دې لپاره پانګونه وکړه، چې مهاجرین په مجاهدینو بدل کړي، په دې پروژه کې دحقانیه مدرسې غټه ونډه واخستله ځکه چې دا مدرسه د پیښور نه لرې نه وه او په دې کې افغان طالبانو د جګړې نه مخکې هم درس وایه، خو پښتونخوا ته د مهاجرو راتګ نه وروسته په زرګونو افغانانو حقانیه مدرسې ته مخه کړه او د مدرسې چلوونکو په افغان جنګیالیو کې ژور نفوذ بیاموند.
د دې مدرسې ځینې معلمان د افغان طالبانو ایدیالوګان شمیرل کیږي او په دې وجه یې د پاکستان د پوځ او ځینې خارجی هیوادونو پام هم ځان ته وګرځاوه، لږه موده وړاندې د دې مدرسې یو هئیت کابل ته په دې غرض تللی وو چې د کابل او اسلام اباد تر منځه د خبرو اترو سلسله بیا روانه کړي.
که څه هم مولانا حامدالحق باندې د ځانمرګي برید مسولیت په علني توګه کوم سازمان یا ډلې په غاړه نه دی اخستی او نه د پولیسو د تحقیق کومه نتیجه مخې ته راغلې ده خو زیاتره شنونکي فکر کوي چې دا پیښه د سلفیانو ( داعش) او د دیوبندیانو ( طالبانو) تر منځه د روانو جګړو نتیجه ده.
دا خبره ټولو ته معلومه ده چې له افغانستان د امریکايي قواوو د وتلو نه وړاندې طالبانو او امریکا په ګډه په شرقي افغانستان کې د داعش خلاف پوځي عملیات تر سره کړي وو. شنونکي وايي چې داعش د حقانیه مدرسې د افکارو د ردولو لپاره روغ کتاب چاپ کړی و.
د داعش بریدونه پاکستان کې د طالبانو په نورو دوستانو لکه د مولانا فضل الرحمان په ګوند هم وخت په وخت شوي او کیږي.
شنونکي وايي، چې د بریدونو دا لړۍ به نه یوازې روانه وي بلکه د زیاتیدو امکان یې هم شته. پاکستان کې د دې نه علاوه د فرقه ییزه جګړو نور اړخونه هم شته، د سنیانو او د شیعه ګانو تر منځه د تودو شخړو مرکز په کورمه کې دی.
پنجاب کې بریلوي فرقه په اکثریت کې ده، هغوی هم اوس خشونت ته لاس اچولی دی، خو د مولانا حامد الحق د مړینې نه پس د هغه د حقانیه مدرسې په غونډو کې د ځینو ویناګانو ویډیو ګانې په سوشل میډیا وچلیدې چې په کې د پاکستان په پوځ باندې تند انتقادونه وو.
دغه ویډیو ګانې وړاندې په میډیا کې نه وې نشر شوې، دا خبره ځکه عجیبه ده چې په عننوي توګه د حقانیه مدرسې چلوونکو د پاکستان د پوځ سره ژورې اړیکې لرلې دي او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راوستو لپاره دوی پوره مرستې کړې دي، نو ځکه د جنرال مشرف د حکومت په وخت کې دوی ته ډیر اهمیت ورکول کیده.
د متحده مجلس عمل(ایم ایم اې ) په نوم دوی د نورو مذهبي ګوندونو سره یو ځای په پښتونخوا کې حکومت جوړ کړی و او د مرکزي پارلمان غړیتوب یې هم ترلاسه کړی و.
د دوی او د پوځ تر مینځه د اختلافاتو خبره نوې وه. په اخره کې باید دا هم په یاد کړو چې په ۲۰۱۸ کې د مولانا حامدالحق پلار مولانا سمیع الحق هم په راولپنډۍ کې په مرموزو شرایطو کې ووژل شو او تر اوسه یې وژونکي معلوم نه شول.
لومړی؛ دا تګلارې کولی شي د نړیوال نظم بڼه بدله کړي او ښي اړخي، ناسیونالیستي ګوندونه لا پیاوړي کړي، چې له امله یې په ډېرو هېوادونو کې د دوی حکومتونه واک ته ورسېږي.
دوهم؛ احتمال شته چې نړۍ له یو قطبي سیسټم څخه څو قطبي ته واوړي او د قدرت توازن د اوسني حالت په پرتله تغیر ومومي. لږ تر لږه درې او شاید څلور ځواکمن قطبونه رامنځته شي.
درېیم؛ امریکا چې د نادولتي موسسو او یا نړېوالو موسسو له لارې یې خپله دیپلوماسي پرمخ وړله، شاید خپل رول له لاسه ورکړي. نړیوال تعاملات به د سافټ پاور پر ځای د سایبري پوځونو، مصنوعي هوښیارتیا، تجارتي شرکتونو او کمنیو او پرمختللې معلوماتي تکنالوژۍ له لارې تنظیم شي.
څلورم؛ په نړیواله کچه د مهاجرینو پر وړاندې سخت قوانین وضع کېدای شي او یوازې ماهر او تخصصي کارکوونکي به د مهاجرت اجازه ترلاسه کړي.
پینځم؛ احتمال شته چې اروپايي اتحادیه د لنډې مودې لپاره د اوکراین په اړه د ټرمپ او پوتین معامله ومني، که څه هم دا د زیلینسکي د لیرې کېدو او د اوکراین د ځینو برخو له لاسه ورکولو په بیه تمام شي. خو د اوږدمهال لپاره به اروپايي هېوادونه د بدیلو لارو په لټه کې شي او له نورو شریکانو سره به خپلې اړیکې پراخې کړي. د اوکراین په تړاو د اروپايي هېوادونو غونډې ته د کاناډا د صدراعظم رابلل هم د همدې ستراتېژۍ یوه برخه ګڼل کېدای شي.
ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې له اوکرایني ولسمشر سره
شپږم؛ راتلونکی نړیوال سیاست به خالصاً اقتصادي محور ولري او د انساني ارزښتونو، لکه بشري حقوق، ولسواکي، جنډر، د بیان ازادي، اقلیمي بدلونونه، فقیرو هېوادونو سره مرستې، نړیوال صحت او بشري مرستې ته به پام کم شي. د امریکا نړیوالې مرستې کمول هم د همدې تګلارې ښکارندويي کوي.
اووم؛ احتمال لري چې د ملګرو ملتونو اداره یا خو بېتأثیره شي، یا یې رول خورا محدود شي. له مالي او اقتصادي بنسټونو پرته، نور نړیوال سازمانونه شاید لغوه شي. نادولتي او مدني بنسټونه شاید د مالي مرستو په لاسه ورکولو سخت کمزورې شي. په غریبو هېوادونو لکه افغانستان کې یې تاثیرات پیل شوي دي.
اتم؛ د امریکا نړیوال نفوذ به د نظامي اډو پر ځای د اقتصادي قراردادونو، سوداګریزو پروژو او امریکايي شرکتونو له لارې وساتل شي. د اوکراین سره د امریکا د منرالونو تړون، یا له ایران سره د ممکنه لیتیم د کانونو په تړاو احتمالي معامله، د همدې نوې ستراتېژۍ څرګندونه کوي. د امریکا استخباراتي حضور به هم له فزیکي عملیاتو څخه سایبري او فضايي څار ته واوړي. د امریکا لپاره به تهدیدونه نور د پوځي مداخلې پر ځای د جراحي عملیاتو، سایبري بریدونو او وایروسي حملو له لارې له منځه وړل کېږي. نور به دا مهمه نه وي چې هلته دیکتاتور دی او که استبدادي رژیم، ترهغه چې لویو قدرتونو ته اقتصادي پروژې ورکړئ.
نهم؛ اسلامي نړۍ به له دواړو، چیلنجونو او فرصتونو سره مخ وي. یو لوی فرصت دا دی چې لوی قدرتونه به نور د رژیمونو په بدلولو تمرکز نه کوي، بلکې د اقتصادي پروژو پر قراردادونو به تمرکز ولري. اسلامي هېوادونه کولای شي له دې فرصته ګټه واخلي، نړیوالو متخصصو اقتصادي-تجارتي شرکتونو ته د پروژو ورکولو له لارې خپل داخلي نظامونه اصلاح او پیاوړي کړي.
افغانستان د پېړیو راهیسې، تر ځمکې لاندې او د ځمکې له پاسه شتمنیو، لکه معدنونو او منرالونو، له یوه ستر اقتصادي فرصت څخه برخمن دی. خو د دې شتمنیو اغېزمنې او دوامداره ګټې اخیستنې لپاره، یو پراخ فکره، باثباته او مدبر نظام ته اړتیا ده.
لسم: د امریکا د نوي سیاست، یا حداقل د ټرمپ چلند ته په کتو، دا احتمال شته چې لوی نړیوال شرکتونه د هېوادونو اصلي چلوونکي شي، چې له دې سره به بډایان نور هم شتمن شي او بېوزلي به لا ډېره شي. د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ وګورئ چې د ایلان ماسک شتمني په بېساري توګه زیاته شوه، خو له بلې خوا، واړه او حتی متوسط شرکتونه، نا دولتي موسسې، حتی نړېوالې موسسې د دوام له ستونزو سره مخ دي او خپل کاروبارونه بندوي.
یوولسم؛ د حکومتولۍ او دولتي دستګاه بڼه ښايي نوره هم ډیجیټلي شي او الکترونیکي حکومتولي به د دودیزو سیستمونو ځای ونیسي. د مجازي او حقیقي نړۍ ترمنځ واټن به لا کم شي، ښايي کرنسۍ هم په بشپړ ډول ډیجیټلي بڼه خپل کړي. دا امکان هم شته چې پر مالي سیستمونو د شتمنې طبقې کنټرول نور هم زیات شي.
له داسې حکومتولۍ سره به دولتونه کوچني شي، خو د بیکارۍ کچه به لوړه شي، ځکه چې د روبوټیک او اتومات تولیداتو پرمختګ به بشري کار ځواک ته اړتیا کمه کړي. دا چاره به تجارت ته هم پراختیا ورکړي، ښايي ان کوچني سوداګريز فعالیتونه هم ډیجیټلي شي، چې فزیکي فضا یوازې ګودامونو، وسایلو او متخصصو کادرونو ته پاتې شي.
د ایلان ماسک رول ته په کتو، دا احتمال شته چې حکومتونه د ټیکنالوژۍ په مرسته د موثریت لوړولو ته لا زیاته پاملرنه وکړي. د اېکس (X) پلاتفورم له لارې د داخلي حکومتولۍ او نړیوال سیاست تنظیمول او پیغامونو استول د همدې بدلون یوه نښه ګڼل کېدای شي.
البته، هغه هېوادونه چې د عصري علومو اهمیت نه درک کوي، لکه افغانستان، ښايي نور هم له نړیوال پرمختګ څخه شاته پاتې شي، ځکه چې د ډیجیټلي نړۍ سره نه تطابق به یې اقتصادي او ټولنیز فرصتونه محدود کړي.
دا احتمالات هغه وخت امکان لري که د ټرمپ سیاست د «ډیپ سټېټ» په اساسي تګلاره کې بدلون وي، لکه څنګه چې ځینې شنونکي داسې انګېري. خو که دا یوازې د پاپولیستي ټرمپیزم سیاست وي، نو په هغه صورت کې به دا ډول ۱۸۰درجې بدلون د نړیوال نظم د ګډوډۍ، بحرانونو، ډیموکراسیو د زوال او د امریکا د سیالانو د بریا لامل شي.
که څه هم په افغانستان کې شپږ د سولې مختلفې پروسې ایجاد شوې او ټولې بېرته نیمګړې پای ته رسېدلې دي؛ خو د سولې دوه ډېر مهم تړونونه چې په نړۍواله او سیمه ییزه کچه شوي او په پایلو کې یې نظامونه نړېدلي دي د جینوا او دوحې تړونونه دي چې پکې شوروي اتحاد او امریکا شامل وو.
جینوا – ۱۹۸۸:
د جینوا تړون د افغانستان، پاکستان، امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د ۱۹۸۸د اپرېل په ۱۴مه لاسلیک شو. دا تړون د شوروي اتحاد لهخوا د افغانستان د اشغال پای ته رسولو او د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو لپاره ترتیب شوی و.
د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷مه، شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او د ببرک کارمل رژیم یې واک ته ورساوه. دې یرغل ته د مجاهدینو پراخ مقاومت پیل شو، چې د امریکا، پاکستان او عربي هېوادونو له لوري یې کلک ملاتړ کېده. د امریکا ځانګړې مرستې او د مجاهدینو د دوامداره مقاومت او د شوروي اقتصاد د خرابېدو له امله، شوروي اتحاد مجبور شو چې د یو ځانګړي تړون پر اساس له افغانستانه ووځي.
د جینوا تړون اصلي موارد:
شوروي اتحاد ژمنه وکړه چې د ۱۹۸۹د فېبرورۍ تر ۱۵مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
پاکستان او امریکا موافقه وکړه چې د مجاهدینو ملاتړ ودروي.
افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره به اسانتیاوې برابرې شي.
که څه هم شوروي ځواکونه ووتل، خو د ډاکټر نجیب الله حکومت تر ۱۹۹۲ پورې دوام وکړ، ځکه چې شوروي اتحاد ورته پوځي او اقتصادي مرسته ورکوله.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک شو.
د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ځواکونو په ملاتړ د جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ جګړه له ۲۰۰۱ څخه روانه وه. امریکا د ناټو ځواکونو په ملتیا د القاعدې د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. وروسته، امریکا په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړ کړ؛ خو طالبان د ۲۰ کلونو لپاره د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ.
دا ځل د طالبانو ملاتړ پاکستان، ایران، روسیې او چین په غیرمستقیم ډول کاوه چې له امله یې په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتل شوې وه.
د دوحې تړون اصلي موارد:
امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱د اګسټ تر ۳۱مې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.
طالبان ژمن شول چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه ساتي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې باید ترسره شي.
د طالب بندیانو خوشې کول او د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لېست څخه ایستل.
که څه هم دا تړون د سولې لپاره لاسلیک شو، خو طالبانو د افغانستان حکومت کمزوری کړ او د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵مه یې کابل ونیو، چې د ډاکتر محمد اشرف غني د حکومت د سقوط لامل شو.
یو بل مهم اړخ دا هم و، چې امریکا له جمهوري دولت سره خپلې مرستې محدودې کړې، پوځي قراردادیان ووتل، هوايي ځواک سقوط شو او له امله یې د ملي پوځ وپاشل شو.
جینوا تړون د شوروي اتحاد د اقتصادي فشار له امله لاسلیک شو.
دوحې تړون د امریکا د اوږدې جګړې او د ټرمپ او بیا د بایډن ادارې د سیاسي فشار له امله وشو.
د کورني سیاسي ثبات کمزوری ساتل:
د جینوا تړون وروسته، ډاکټر نجیب یوازې پاتې شو او د ده رژیم له اقتصادي بحران سره مخ شو.
د دوحې تړون وروسته، د ډاکتر اشرف غني حکومت منزوي شو، ملي اجماع رامنځته نه شوه او په نهایت کې یې سقوط وکړ.
د حکومت سقوط ته زمینه برابرول:
وروستي شوروي ځواکونه له افغانستان په وتلو کې
د جینوا تړون وروسته، مجاهدین په لوی لاس پیاوړي کړی شول او د نجیب حکومت یې نسکور کړ.
د دوحې تړون وروسته، طالبان پیاوړي کړی شول، حکومت په قصدي ډول کمزوری کړی شو او د اشرف غني حکومت یې راوپرځاوه.
موخې او ورته والي:
د جګړې پای ته رسولو هدف: دواړه تړونونه د جګړې پای ته رسولو لپاره تنظیم شوي وو. د جنیوا تړون د شوروي اتحاد د قواو د وتلو لپاره و او د دوحې تړون هم د امریکا او ناټو د قواو د وتلو هدف درلود.
د نړۍوالو او سیمه ییزو لوبغاړو رول:په دواړو تړونونو کې نړۍوالو او سیمه ییزو لوبغاړو؛ لکه امریکا او پاکستان مهمه ونډه درلوده. د جنیوا تړون کې امریکا او شوروي اتحاد د قواو د وتلو او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره مهم لوبغاړي وو. په ورته توګه، د دوحې تړون کې امریکا او پاکستان هم د طالبانو سره مهمې خبرې کړې وې.
د افغانستان داخلي ستونزو ته نه رسېدنه: دواړه تړونونه په افغانستان کې د داخلي جګړو او سیاسي بحرانونو د حل لپاره هېڅ مشخصه حل لار نه وړاندې کوي. د جنیوا تړون وروسته افغانستان د داخلي جګړو، افراطیت او حکومت د بحران سره مخ شو او د دوحې تړون وروسته هم د افغانستان حکومت له سقوط سره مخ شو.
د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ د دې مجلس له کړکېچنېدو وروسته نړۍوال سیاست کې ځینې مهم بدلونونه رامنځته کېدی شي. د ټرمپ سخت دریځ او د اوکراین د جګړې په اړه تازه تحلیل ښيي چې نړۍوال ځواکونه او د امریکا سیاست ته د جګړې پر ځای د سولې د رامنځته کولو ته زیاته توجه ورکول کیږي، ښايي د اوکراین د یو شمېر نورو متحدینو پام هم په بله خوا واړوي.
د امریکا د نړۍوالو اړیکو نوې ستراتیژي: د ټرمپ د سیاسي لیدلوري پر اساس، امریکا ښايي له نړۍوالو جګړو څخه خپل ځان لیرې کړي، چې دا به د امریکا د بهرنیو پالیسۍ ستر بدلون وي. ټرمپ غواړي چې نړۍوالې اړیکې د امریکا د ګټو لپاره روښانه کړي او د جګړو پر ځای د سولهییزو حلونو لپاره ګام پورته کړي.
د روسیې او چین سره د اړیکو بدلون: ټرمپ ممکن د روسیې او چین سره د اړیکو ښه کولو لپاره نوې ستراتیژۍ وکاروي. د اوکراین په جګړه کې د امریکا کمزوری رول ښايي د چین او روسیې ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی رامنځته کړي، چې په دې سره نړۍوال توازن بدلولی شي.
۸. د اوکراین پر سیاست او اقتصاد اغېزې
د امریکا د مرستو کموالی او د ټرمپ د سولې غوښتنې ممکن په اوکراین کې د اقتصادي او سیاسي فشارونو زیاتوالی رامنځته کړي. که امریکا د خپلې مرستې کچه راکم کړي یا د اوکراین سره د جګړې په اوږدولو کې ونډه اخیستو ته زړه ښه نه کړي، اوکراین ممکن د نورو هېوادونو لکه د اروپا اتحادیې سره اړیکې لا تنظیم کړي؛ خو د اوږدمهالې جګړې تمویل د اروپايي اتحادیې لپاره ستونزمنه ده او په دې سره د روسیې له خوا د جګړې د ګټلو امکان زیاتیږي.
پایله
د ټرمپ او زېلېنسکي دا مجلس د نړۍوالو اړیکو لپاره یوه مهمه لحظه وه. ټرمپ هڅه وکړه چې ځان د سولې پلوی وښيي او زېلېنسکي د سولې مخالفه څېره بیان کړي؛ خو زېلېنسکي لا هم د امریکا پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. دا مجلس به د اوکراین د جګړې او د نړۍوال سیاست پر سرنوشت مستقیم اغېز ولري.
یوه له دغو بدلونونو څخه د امریکا د بشري مرستو بندېدل وو، چې د افغانستان اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې. دا پرېکړه د دې اندېښنې له امله شوې وه، چې دا مرستې به د طالبانو لاس ته ورسېږي.
تر اوسه معلومه نهده، چې امریکا به دا مرستې بیا پیل کړي که نه؛ خو دا پرېکړه د افغانستان د واکساتنې پر توازن مستقیم اغېز لري. په تېرو کلونو کې د بهرنیو مرستو بندېدل ډېری وخت د حکومتونو د سقوط لامل شوی، ځکه افغانستان د جغرافیوي محدودیتونو او د طبیعي زېرمو د کماستعمال له امله، بدیله عایداتي سرچینه نهلري. ځینې شنونکي وايي، د مرستو کمېدل طالبان دې ته اړ باسي، چې د افغانستان له نورو سیاسي اړخونو سره معنادار مذاکرات وکړي، خو ځینې نور بیا باور لري، چې دا پرېکړه به د طالبانو داخلي اختلافات لا زیات کړي.
امریکايي وسلې
د ۲۰۲۱ کال د امریکا له وتلو وروسته، طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي نظامي تجهیزات تر لاسه کړل. ډونالډ ټرمپ اوس ټینګار کوي، چې دا وسلې باید بېرته امریکا ته وسپارل شي، خو طالبان دا غوښتنه نهمني.
واشنګټن اندېښنه لري، چې دغه وسلې به داعش-خراسان او نورو ترهګریزو ډلو ته ورسېږي، چې کېدای شي د امریکا پر ګټو برید وکړي. دا اندېښنه نوې نهده؛ امریکا په ۱۹۸۰مه لسیزه کې افغان مجاهدینو ته د شوروي پر ضد سټینګر توغندي ورکړل، خو وروسته له بریا یې وېره درلوده، چې دا وسلې به د امریکا یا د دوی د متحدینو پر ضد وکارول شي.
اوس هم ورته اندېښنه شته، خو دا روښانه نهده، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې یواځې کمپایني شعار دی او که به عملي اقدامات ورسره مل وي.
د طالبانو بدیل ځواکونه
امریکا تر اوسه د طالبانو پر ضد له وسلهوالو ډلو سره رسمي ملاتړ نهدی اعلان کړی. د جو بایډن ادارې ټینګار کاوه، چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نهلري او د طالبانو پر ضد وسلهوالې هڅې به د کورنیو جګړو دوام ته لار هواره کړي.
د بېلګې په توګه د ښځو د جبري نیونو پر ضد مظاهرې، د جنسیتي تبعیض د ختمولو لپاره کمپاینونه او د هزاره ګانو دنسلوژنې پر ضد عدالت غوښتنه، هغه هڅې وې چې د کاناډا د حکومت تر کچې مطرح شوې دي.
خو له بله اړخه، د کډوالو تعامل یوازې د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټونو کچېته محدود پاتې شوی او د کوربه هېواد له محلي ادارو، ښاري شوراګانو او ښاروالیو سره لازمې اړیکې نه دي جوړې شوي. دا تشه د افغانانو د ادغام بهیر له ستونزو سره مخ کوي.
د روایت جوړونه - په تېرو درې کلونو کې، افغان ډیاسپوراد افغانستان د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکولو کې مهم رول لوبولی. دا یو ارزښتناک ظرفیتي کاردی، خو که د افغانستان سیاسي وضعیت بدل نه شي، دا هڅې ممکن کمزورې شي او د ډیاسپورا تجربه به ورو ورو ضایع شي.
د ګډ روایت د رامنځته کولو ستونزه – د افغانانو لپاره د یو واحد روایت جوړول تل یوه ننګونه وه. په تېرو شلو کلونو کې که څه هم قومي توازن عادلانه نه و، خو داسې ګډ ارزښتونه موجود وو چې ملي یووالی یې ساتلی و.
د جمهوریت له سقوط وروسته، دا یووالی کمزوری شو او قومي او نژادي بحثونه بېرته راژوندي شول. په ډیاسپورا کې هم دا ډول وېش رامنځته شویچې یو لوری د جمهوریت ملاتړي دي، بل لوری د طالبانو پلویان او نور یې مخالفین دي.
شاه محمود میاخېل – د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري الو د خوځښتغړی
میاخېل باور لري چې افغان ډیاسپورا اوس د نیمه ډک ګیلاس مثال لري. دی وایي، که د طالبانو حکومت تر اوسه نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، دا د بهر مېشتو افغانانو د فعالیتونو او مبارزو پایله ده.
میاخېل د افغان ډیاسپورا د بېنظمۍ او ګډوډۍ له امله اندېښنه لري. د ده په وینا، د یو قوي سیاسي چتر نشتوالی د ډیاسپورا تر ټولو لویه ستونزه ده. دغه راز رسنیو هم ونه شوای کولای چې د ډیاسپورا لپاره یو ټولمنلی روایت جوړ کړي.
دی ټینګار کوي چې لومړیتوبونه باید څرګند شياو د اوسني وضعیت پر وړاندې باید یوه پراخ تفاهم رامنځته شي. پر ځای د دې چې د اشخاصو، قومونو او ژبو استازیتوب وشيباید د بنسټونواو ملي ګټو استازیتوب ته پاملرنه وشي.
اوسنی وضعیت - اوس مهال د افغان ډیاسپورا لپاره مسیر ناڅرګند دی. دوی د ایډیالیزم او واقعیت ترمنځ بند پاتې دي. له یوې خوا غواړي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په قضیه کې فعاله پاتې شي، خو له بلې خوا که څوک فعالیت وکړي، ورته د جاسوسۍ مهر لګول کېږي.
هره بهرنۍ تګلاره چې زموږ د افغانستان ستونزه حل نه کړي، ښه پالیسي نه ده. که پر طالبانو فشار نتیجه ورنه کړي، باید بله لاره پیدا شي.
زهرا جویا وایي، د افغانستان دننه او بهر یو ګډ روایت باید ازادي، د تعلیم حق او امنیت وي. خو که دا روایت قومي رنګ واخلي د تفاهم فضا زیانمنېږي.
لارې چارې - ډیاسپورا کولی شي مثبت رول ولوبوي، خو باید له زړو سیاسي څېرو او قومي روایتونو څخه واوړي. د ښځو پر فعال حضور باید ټینګار وشي. د تېرو شلو کلونو نوي نسل او مسلکي ځواک تر ټولو ډېر زیان لیدلی، نو همدا قشر باید د افغانستان د راتلونکي لپاره وکارول شي.
که غواړو له اوسني بحران څخه ووځو، باید ډیاسپورا منسجمه شي. دا کار د همغږۍ او انسجام میکانیزمونو ته اړتیا لري. ممکن داسې یو رهبر ته اړتیا وي چې دا ټول منظم کړي.
پر نوي نسل باید باور زیات شي، ځکه دوی به د پخوانیو سیاستوالو په څېر فاسد نه وي.