ماینموندونکی موږګ د ریکاډونو په نړۍوال کتاب «ګېنیس» کې ثبت شو

په کمبوډیا کې د «رونین» په نوم یو موږک له ۱۰۰ ډېرو ماینونو او چاودېدونکو توکو د موندلو له امله یو نوی ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی.

په کمبوډیا کې د «رونین» په نوم یو موږک له ۱۰۰ ډېرو ماینونو او چاودېدونکو توکو د موندلو له امله یو نوی ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی دی.
پنځه کلن رونین په تاریخ کې د ماینموندونکي موږک په توګه د ګينېس نړۍوال ریکاډ ترلاسه کړی دی.
هغه ۱۰۹ وژونکي ځمکني ماینونه او ۱۵ نور چاودېدونکي شبکې موندلي دي.
رونین د «ماګاوا» په نوم د موږک ځای نیولی چې هغه بیا د خپل پنځه کلن خدمت په بهیر کې ۷۱ ځکمني ماینونه او ۳۸ چاودېدونکي توکي موندلي وو.

د یادونې ده چې ماګاوا په ۲۰۲۱ کال کې له تقاعد وروسته د ماینونو په موندلو کې د خپلو هڅو په پار د سرو زرو مډال ترلاسه کړی و او په همدې کال کې ومړ.
کمبوډیا لا هم د ۱۹۶۰ او ۱۹۹۸ کلونو ترمنځ د تېرو کورنیو جګړو د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله د ګواښ تر کرښې لاندې هېواد بلل کېږي.
د معلوماتو پر بنسټ، له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا شاوخوا ۲۰ زره کسان د ماینونو او پخوانیو پوځي تجهیزاتو د چاودنو له امله مړه شوي، خو د ټپیانو کچه بیا تر دې دوه برابر لوړه ده.
رونین ښايي د دوو کلونو یا تر دې ډېرې مودې لپاره د انسانونو د ژوند ژغورنې په موخه خپل کار ته دوام ورکړي.


غېږ ورکول یوازې یو ساده عمل نه دی، بلکې د انسانانو ترمنځ اړیکه، پاملرنه، او مینه څرګندوي. دا یو داسې عمل دی، چې نه یوازې د ذهني خوشحالۍ لامل کېږي، بلکې د فزیکي روغتیا لپاره هم ګټور تمامېږي. په دې مقاله کې به موږ د غېږ ورکولو بېلابېلې ګټې، ارزښت او ټولنیزې برخې وڅېړو.
غېږ ورکول فشار کموي
غېږ ورکول د ذهن او بدن لپاره د فشار د کمولو یوه اغېزمنه لاره ده.
کله چې یو کس غېږه ورکوي یا یې اخلي، جسم کې هغه کیمیاوي مواد خوشې کېږي چې د فشار کمولو سبب ګرځي.
دا چاره د "اوکسټوسین" په نامه یو هورمون په بدن کې خوشې کوي، چې د ارامښت احساس رامنځته کوي.
دا هورمون د خوښۍ او اطمینان سره تړاو لري او د کورنۍ او دوستانو ترمنځ د غېږ ورکولو پر مهال زیاتېږي.
د زړه روغتیا ته ګټه لري
څېړنې ښيي، چې غېږ ورکول د زړه د روغتیا لپاره ګټه لري.
د غېږ ورکولو پر مهال د وینې فشار کمېږي او د زړه ضربان تنظیمېږي.
دا عمل د زړه په عمومي روغتیا کې هم مثبت اغېز لري.
معافیتي سیسټم پیاوړی کوي
غېږ ورکول د معافیتي سیسټم پیاوړي کولو کې هم مرسته کوي.
څېړنې ښيي، هغه کسان چې ډېر دوستان نه لري او غېږه نه ورکوي د هغوی د بدن معافیت د ناروغیو پر وړاندې کمزوری وي.
خوشحالي زیاتوي
د غېږ ورکولو یوه مهمه ګټه دا ده، چې دا د انسان خوشحالي زیاتوي.
د "اوکسټوسین" په څېر هورمونونه د غېږ ورکولو پر مهال خوشې کېږي، چې د انسان په ذهني حالت باندې مثبت اغېز لري.
دغه هورمون د خوښۍ، مینې او اطمینان احساسات رامنځته کوي.
اضطراب کموي
غېږ ورکول د اضطراب او وېرې کمولو لپاره یو اغېزمنه وسیله ده.
څېړنې ښيي، چې لمس کول او غېږ ورکول کولی شي د خلکو په ذهن کې مثبت بدلونونه راولي، په ځانګړې توګه په هغو کسانو کې چې په ځان لږ اعتماد لري یا د ژوند په اړوند وېرې لري.
غېږ ورکول اړېکې ژوروي
غېږ ورکول نه یوازې د فزیکي ارامۍ لامل ګرځي، بلکې د انسانانو ترمنځ اړیکې هم ژوروي.
دا د مینې، درناوي او پاملرنې ژوره نښه ده، کوم چې د اړیکو پیاوړتیا ته وده ورکوي.
غېږ ورکول د اړیکو د ښه کولو لپاره یو اساسي اړین ګام دی.
غېږ ورکول ټولنیزې اړیکې پیاوړې کوي
غېږ ورکول یو ټولنیز عمل دی، چې د اړیکو جوړولو او پیاوړي کولو لپاره اړینه ده.
دا نه یوازې د انسانانو ترمنځ نیک روابط او ملاتړ څرګندوي، بلکې د ټولنیزې همکارۍ او یووالي یوه نښه هم ده.
په ټولنه کې د غېږ ورکولو معمول کول کولی شي د ټولنیز تړاو پیاوړتیا او افرادو ترمنځ د همدردۍ احساسات رامنځته کړي.
غېږ ورکول انزوا کموي
په عصري ټولنه کې په ځانګړې توګه د ښارونو په ژوند کې ډېر خلک د انزوا او یوازیتوب احساس کوي.
غېږ ورکول د انزوا کمولو یوه ښه لاره ده.
د دې پر ځای چې خلک ځانونه یوازې احساس کړي، غېږ ورکول کولی شي د ارتباطاتو پراختیا ته لاره هواره کړي.
د ورځې څو غېږو ته اړتیا ده؟
څېړنې ښيي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره څلور غېږې اړینې دي.
د ورځني ژوند د تعادل لپاره او د ذهني او فزیکي روغتیا د ساتلو لپاره، اته غېږې هره ورځ اړینې دي او د پرمختګ لپاره چې په دې کې د احساساتو او اړیکو ژوروالی هم شامل دی، ۱۲غېږې اړین دي.
غېږ ورکول نه یوازې یوه ساده عمل دی، بلکې د انسانانو لپاره د فزیکي او ذهني روغتیا د ښه کولو لپاره یوه مهمه لاره ده.
د غېږ ورکولو ګټې بې شمېره دي او د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهمه وسیله ګڼل کېږي، نو که تاسو د خوښۍ، خوشحالۍ او روغتیا په لټه کې یاست، هڅه وکړئ چې خپلو عزیزانو سره ډېرې غېږې ورکړئ.

ویټامین بي۱۲ چې کوبالامین هم ورته ویل کېږي یو مهم ویټامین دی، چې د بدن لپاره ډېر اړین دی، خو پخپله یې تولید نهشي کولای. دا ویټامین د عصبي حجراتو د فعالیت، د وینې د سرو حجرو د جوړښت او د ډي اېن اې د ترکیب لپاره حیاتي رول لري.
د ویټامین بي۱۲ ګټې:
د وینې سرې حجرې جوړوي او د وینې د کمښت مخنیوی کوي
ویټامین بي۱۲ د وینې د سرو حجرو په تولید کې مرسته کوي.
که د دې ویټامین کچه کمه شي، نو د سرو حجرو جوړښت به ناسم شي، چې دا د "میګالوبلاسټیک انیمیا" لامل ګرځي.
دا حالت د ستړیا او کمزورۍ سبب کېږي.
د سالمو ماشومانو زېږېدو کې مرسته کوي
حامله ښځې باید په کافي اندازه بي۱۲ وخوري، ځکه چې د دې کمښت د عصبي تیوب د نیمګړتیاوو، وختي ولادت یا د حمل ضایع کېدو خطر زیاتوي.
د هډوکو روغتیا ته ګټه لري
د ویټامین بي۱۲ کمښت هډوکي کمزورې کوي او د هډوکو د نازکوالي خطر زیاتوي.
د سترګو روغتیا ته ګټه لري
ویټامین بي۱۲د سترګو د "میکولر ډیجنریشن" د خطر کمولو کې مرسته کوي، ځکه دا یوه ناروغي ده چې د عمر له زیاتوالي سره د لید د خرابوالي لامل کېږي.
د طبیعت ښه کولو او د خپګان کمولو کې مرسته کوي
ویټامین بي۱۲د طبیعت ښه کولو کې رول لري.
څېړنې ښيي، چې د دې ویټامین کموالی د خپګان د لوړې کچې له خطر سره تړاو لري.
د حافظې او ذهني روغتیا ساتنه
د ویټامین بي۱۲ کمښت د حافظې کمزورتیا او د ذهني وړتیاوو د کمښت لامل کېږي، په ځانګړې توګه د زړو کسانو لپاره.
د انرژۍ کچه لوړوي
که څه هم ویټامین بي۱۲ پخپله انرژي نه برابروي، خو د بدن د انرژۍ تولید لپاره اړین دی.
د دې کمښت د ستړیا او کمزورۍ سبب کېدای شي.
د پوستکي، ویښتانو او نوکانو روغتیا ته ګټه لري
ویټامین بي۱۲ د سالم پوستکي، ویښتو او نوکانو لپاره اړین دی.
د دې کمښت د پوستکي د رنګ بدلون، ویښتانو نریوالي او نوکانو کمزورۍ ته لاره هواروي.
د ویټامین بي۱۲ کمښت او د خطر عوامل
د ویټامین بي۱۲ کمښت دوه اساسي لاملونه لري: یا خو هغه خواړو کې د دې کمښت وي یا بدن یې جذب نهشي کولای.
د لاندې کسانو لپاره دبي۱۲کمښت خطر زیات وي:
هغه کسان چې د هاضمې ناروغۍ لري (لکه کروهن یا سیلیک ناروغي)
هغه کسان چې معده یې عملیات شوې وي
ویګن کسان، ځکه چې د بي۱۲ ډېرې سرچینې حیواني دي
هغه کسان چې میټفورمین یا د معدې د اسید ضد درمل اخلي
نو ویټامین بي۱۲ یو مهم ویټامین دی چې بدن ورته ډېره اړتیا لري.
دا د عصبي سیستم، وینې، هډوکو، سترګو، پوستکي، ویښتانو او حافظې لپاره حیاتي ده.
د دې ویټامین کمښت د ګڼو روغتیایي ستونزو لامل کېدای شي، نو باید ډاډ ترلاسه شي چې له مناسبو خوراکي توکو یا اضافي درملو څخه کافي مقدار ترلاسه شي.

زموږ وینه سور رنګ لري، خو بیا هم د پوستکي لاندې رګونه شنه یا زرغون ښکاري. رګونه په اصل کې د وینې د رګونو یوه ځانګړې ډله ده او اکثره رګونه له نسجونو څخه بېاکسیجنه وینه بېرته زړه ته رسوي.
رګونه درې ډولونه لري:
ژور رګونه: (Deep Veins)
سږو ته تلونکي رګونه: (Pulmonary Veins)
سطحي رګونه: (Superficial Veins)
هغه رګونه چې زموږ په لاسونو یا د بدن په نورو برخو کې ښکاري، سطحي رګونه دي.
ولې دا رګونه شنه یا زرغون ښکاري؟
د دې تر شا یو ډېر په زړه پورې ساینسي دلیل شته، دا د رنګونو د څپو اوږدوالي (Wavelength) پورې تړلې ده.
هر رنګ یو ځانګړی څپاوږدوالی لري او زموږ سترګې د همدې څپو له مخې رنګونه تشخیصوي.
د سور رنګ څپاوږدوالی تر ټولو زیات وي، خو د دې رنګ انرژي کمه وي.
رګونه د پوستکي او نسجونو لاندې وي او پوستکی سور رنګ زیات جذبوي.
له دې امله، زموږ سترګو ته هغه رڼا رسېږي چې زیاته انرژي لري، لکه شین یا زرغون.
نو همدا لامل دی چې رګونه موږ ته شنه یا نیلي ښکاري.
د پوستکي رنګ هم اغېز لري
که پوستکی مو سپین یا روښانه وي، نو رګونه به ډېر څرګند او شنه یا نیلي ښکاري.
که پوستکی مو تور وي نو رګونه به لږ ښکاري، یا به یې رنګ لږ واضح وي.
پایله دا ده، چې د وینې رنګ سور دی، خو د رڼا د جذب او انعکاس له امله رګونه موږ ته شنه یا نیلي ښکاري.

سعودي عربستان له (SpaceX) سره په همکارۍ په بریالیتوب خپل لومړنی څیړنیز ماموریت قطبي مدار ته واستاوه، چې پر طبیعي سترګو د فضا اغیزې وڅیړي.
د فلک په نوم دغه ماموریت په فضايي شرایطو کې د د میکروبي تغییراتو په اړه څیړنه کوي، چې د تشیالغاړو پر لید روغتیا به د فضا د اغیز له درک سره مرسته وکړي.
فلک ماموریت به، چې د (FRAM2) پروژې برخه ده، دا وڅیړي چې مایکرو جاذبه (microgravity) د سترګو مایکروبایوم (طبیعي مایکروبونو چاپیریال) باندې څه ډول اغیز لري او دا څیړنه به هم د فضایي ماموریتونو او هم د ځمکې پر روغتیایي چارو مثبت اثر ولري.
د سعودي عربستان فضایي څیړنیزه اداره وایي، دا ماموریت به د تشیالغاړو د سترګو روغتیا په تړاو پوهه پراخه کړي؛ د سترګو مایکروبونو د ودې بڼې به تحلیل کړي او د جینونو او پروټینونو بدلونونه به مطالعه کړي، چې د مایکرو جاذبې تر تاثیر لاندې رامنځته کیږي.
د فلك ماموریت مشر ډاکټر ایوب السبحي وویل چې دغه څیړنه به د نړیوالو فضایي ادارو لپاره یو نوی معیار وټاکي.
دغه سعودي فضایي ماموریت به نه یوازې د فضايي ماموریتونو روغتیايي اړخ ته وده ورکړي، بلکې د ځمکې پر طبي څیړنو هم ژور اغیز لرلای شي، چې دا د سعودي عربستان لپاره د فضا او ساینس په برخه کې یو ستر علمي پرمختګ بلل کیږي.
السبحي له توغندیز ماموریت مخکې سعودي خبري اژانس ته وویل چې «دغه پروژه به د فضا او اړوند ټکنالوژیو په برخه کې د زده کړې او څیړنې لپاره یو مهم پرمختګ وي».
په فضا کې د سترګو د مایکروبایوم مطالعه یوه نوې څیړنیزه برخه ده. دا تجربه به د مایکرو ارګانیزمونو د ودې کچه په فضا کې د ځمکې له ورته ودې سره پرتله کړي.
د ماموریت یوه څیړونکې ساینسپوهه ډاکټره وداد بنت سعید القحطاني وایي: «د فضا چاپیریال د سترګو طبیعي مایکروفلورې (microflora) باندې اغیز مطالعه کول به موږ ته ارزښتناک معلومات راکړي چې څنګه دا د مایکرو جاذبې شرایطو ته غبرګون ښیي، چې د سترګو د روغتیا ساتلو لپاره نوې ستراتیژۍ او پروتوکولونه رامنځته کولی شي».
د ماموریت یوه بله ساینس پوهه پروفیسره سلوى الحزاء د سترګو د څیړنو اهمیت ته اشاره کوي او وایي: «دا یو اساسي ګام دی چې د سترګو پر روغتیا د فضا چاپیریال پر اغیزو د لا ژورې پوهې لپاره ترسره کیږي. موږ به د سعودي بیرغ پورته ساتو او د نړۍ د فضایي سکتور د وده کوونکي رول په برخه کې به خپل مسوولیت ادا کوو».
د فلک ماموریت لومړنی عرب څیړنیز ماموریت دی چې د غیر انتفاعي سازمان له خوا پلي کیږي.

سره له دې چې اختر د خوښۍ، مېلمستیاوو او د ډول ډول خوړو ورځې وي، خو د دې تر څنګ باید د روغتیا ساتنې ته هم ځانګړی پام وشي. دا چې د یوې میاشتې لپاره د ورځې په اوږدو کې ډوډۍ نه خوړل کېږي، نو پر بدن بېلابېلې اغېزې لري.
د روغتيايي چارو متخصصين وایي، له یوې میاشتې روژې وروسته چې د خوړو رژيم او وختونه بدلېږي، نو باید د خوړو پر اندازې، وخت او ډول ته پوره پام وشي.
د متخصصینو په خبره، د غیر صحي او بې وخته خوړو څخه باید په جدي توګه ډډه وشي او د اختر په ورځو کې په يو ځل له حده زيات خواړه په هضمي سيستم کې ستونزې جوړوي.
د خوړو د اندازې او وخت په اړه باید دغه لس لارښوونې په پام کې ونیول شي
لومړی- کوم کسان چې زیات وزن لري، د زړه ناروغۍ لري او یا هم د شکر علایم لري باید له خوږو څخه په جدي توګه ځان وساتي.
یوازې ناروغان نه، بلکې سالم وګړي هم باید د خوږو په خوړلو کې افراط و نه کړي.
دویم- خواږه په ماشومانو کې د اشتها د کمېدو لامل کېږي؛ نو ماشومانو ته باید له ډوډۍ خوړلو دوه/درې ساعته وروسته لږه اندازه ورکړل شي.
درېیم- وچه مېوه چې د تازه مېوې په پرتله ۳.۵ برابره زیات فیبر، ویتامین او مغزي مواد بدن ته رسوي، نو په متعادل ډول باید استفاده چې بدن ته د اړتیا وړ ویتامینونه ورسوي.
زیاته استفاده یې معده خرابوي.
څلورم- د خوراک اندازه باید متوازنه وساتل شي او په یو ځل له ډېرو خوراکونو باید ډډه وشي، ځکه معده یې هضمېدو ته اماده نه وي.
پنځم- د اختر د سهار خوړلو وروسته د غرمې ډوډۍ ناوخته وخورئ، څو معده مو ارامه پاتې شي.
شپږم- د شپې ناوخته درانه خواړه مه خورئ، ځکه دا د هضم ستونزې پیدا کوي.
اووم- له ډېرو غوړو، خوږو او درنو خوراکونو څخه ډډه وکړئ.
اتم- له چای، شېدو او نورو ګرمو مشروباتو څخه ګټه واخلئ، ترڅو د هضم پروسه اسانه شي.
نهم- په کافي اندازه اوبه وڅښئ، ځکه چې د زیات خوراک له امله بدن اوبو ته اړتیا پیدا کوي.
لسم- له ډوډۍ خوړولو وروسته هرو مرو لږ قدم ووهئ یا نرم ورزش کول د هضم لپاره ګټور دي.
که د اختر پر مهال د خوړو، وخت او اندازې ته پوره پام وشي، نو نه یوازې دا چې د اختر خوښۍ به لا ډېرې شي، بلکې ستاسو روغتیا به هم خوندي پاتې شي.