• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا؛ په تېرو شلو کلونو کې د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې ۱۹ خبریالان وژل شوي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د قبایلي سیمو خبریالان وايي، چې د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې په تېرو شلو کلونو کې ۱۹ خبریالان وژل شوي، لسګونه نور ژوبل شوي او وهل شوي دي؛ خو تر اوسه د هېڅ کوم خبریال قضیه نه ده څېړل شوې.

د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي دا لړۍ د ۲۰۰۵م کال د فېبرورۍ په ۷مه د سوېلي وزیرستان له واڼه څخه پیل شوه او هلته دوه خبریالان رب نواز او الله نور وزیر ووژل شول.

له هغه وروسته په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت خبریالان یا خو ترهګریزو بریدونو، یا هم د نامعلومو وسله والو له‌خوا په نښه شوي دي.

قاضي فضل الله چې د لنډي کوتل د پريس کلب یو مشر غړی دی وايي: «په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د پخواني فاټا ۱۹خبریالان وژل شوي دي؛ خو یو هم داسې نه دی چې د مرګ پلټنه یې قانوني انجام ته رسېدلې وي. دا د حکومت بې‌پروايۍ یوه بېلګه ده.»

په قبایلي سیمو کې خبریالان نه یوازې د وسله‌والو ډلو له تهدید سره مخ دي، بلکې دولتي ادارې هم پرې فشار راوړي.

خبریالان وايي، چې د راپورونو پر مهال دوی اړ دي یا د ای‌اېس‌پي‌ار خبرپاڼې خپرې کړي یا د وسله‌والو واټس اپ پیغامونه، ځکه چې خپلواک او پلټنیزه ژورنالېزم ورته د مرګ بلا ګرځېدلې ده.

د لنډي کوتل د پريس کلب لوی سېکرټر شاهد شينواري وايي: «زموږ د کلب ۹۸سلنه غړي بې معاشه کار کوي. اکثره د خپل معاش لپاره واړه کاروبارونه کوي او که څوک دا کار پرېږدي، ضمیر یې نه پرېږدي.»

د ټرایبل یونین اف ژورنالېسټس(TUJ) مشر حسبان الله وايي، چې په قبایلي سیمو کې تر ۹۳سلنه زیات خبریالان له پیسو پرته کار کوي.

د ده په وینا دا حالت یواځې په قبایلي سیمو کې نه، بلکې د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم موجود دی.

هغه زیاتوي: «د ډېرو خبریالانو له جیبه د راپور جوړولو پیسې اخیستل کېږي، ادارې پر هغوی اعلانونه راوړي او که هدف پوره نه کړي، نو استازیتوب یې ختمېږي.»

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشر ډاکټر محمد سیف وايي چې صوبایي حکومت د خبریالانو هوساینه د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ګڼي.

د هغه په وینا په خیبر پښتونخوا کې د میډیا کارکوونکو لپاره یو انډومنټ فنډ جوړ شوی چې له مخې یې اړمن خبریالانو ته د درملنې اسانتیاوې او مالي مرستې ورکول کېږي.

سیف زیاته کړه، چې حکومت نه یواځې دا چې خبریالانو ته مرستندویه اقدامات کوي بلکې وخت په وخت د صوبې بېلا بېلو سیمو، خصوصاً قبایلي ضلعو کې پریس کلبونو ته د پرمختیايي مرستې (ګرانټس) هم کوي څو ځایي خبریالانو ته ښه اسانتیاوې او خوندي چاپېریال برابر شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ څلور عسکر او د «ټي ټي پي» شپږ وسله وال وژل شوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو له لوري د دوی پر یوې پوستې د برید په پایله کې څلور پوځيان وژل شوي. وايي، جګړه کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.

پوځ زیاته کړې، د‌ پنج‌شنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) دغو بریدونو کې د د دوی د یوه قوماندان ډګرمن دانیال اسماعیل په ګډون درې عسکر وژل شوي.

پوځ ادعا کوي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د «ټي ټي پي» شپږ وسله وال هم وژلي.

د پاکستان پوځ دغو وژل شویو وسله والو ته په خبرپاڼه کې د «هند نیابتي فتنه الخوارج» اصطلاح کارولې ده.

لا تر اوسه پورې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې د‌ پاکستان پوځ د دغو ادعاوو او په شوال کې د شوي برید په تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د وزیرستانونو په ګډون د پښتونخواه ایالت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک هره ورځ د پوځیانو سره د جګړو خبرونه ورکوي. اسلام اباد هم دغه روانو نا امنیو څخه اندېښمن دی او کابل ته یې ګوته نیولې، چې د واکمنو طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې له هماغه ځایه پرې بریدونه پلانوي.

طالبانو که څه هم په رسمي توګه څو څو ځله دغه ادعاوې رد کړې وې، خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تر سفر وروسته راپورنه خپاره شول چې ګوندې د «ټي ټي پي» د مهارولو لپاره افغان طالبانو ورسره ژمنې کړې دي.

له «ټي ټي پي» ور هاخوا په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې هم پاکستاني پوځ ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د ځانمرګو بریدونو تر څنګ پرې مخامخ وسله وال بریدونه هم کوي.

اسلام اباد د کابل تر څنګ نوي ډیلي ته هم ګوته نیولې، چې په دغو نا امنیو کې پراخ لاسونه لري.

د ټي ټي پي په یوه برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۷ نور يې ټپيان دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

خراسان ډایري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان په یوه برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پوځيان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي. ټي ټي پي د پاکستاني پوځيان د بلاک ډلې پر یوې پوستې لومړی ډرون او وروسته وسله وال برید کړی.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډايري د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د امنيتي سرچینو له قوله ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستاني د شمالي وزيریستان د سنګم په سیمه کې د شوال او انګور اډې ترمنځ د پوځيانو پر يوې پوستې برید کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې برید کې د یوه پوځي افسر په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخي، وسله والو برید کوونکو هڅه کوله چې پوسته ونیسي او یو شمېر پوځیان هم له ځان سره یو سي؛ خو له مقاومت سره مخ شوي او شاتګ یې کړی دی.

تر اوسه په دې اړه د پاکستان امنیتي مسوولینو او دغه وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

په سوېلي وزیرستان هوايي برید؛ د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱

یو شمېر پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په واڼه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. رسنیو د برید مسوول اړخ نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ډېری دا ډول بریدونه پاکستاني پوځ کړي.

د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ د مرکزي روغتون د راپور پر بنسټ، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یوې ډرون الوتکې پر دغې سیمې برید کړی دی. د ټپیانو عمرونه د ۱۳ او ۶۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د یوه ۱۳ کلن ماشوم او یو سړي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دواړه یوه بل روغتون ته لیږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې اوو نور کسان شدید او ۱۳ نور یې بیا لږ ټپیان شوي دي او له دې سره بیا دوه ټپیان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یا پي‌ټي‌ای د ملي شورا غړي زبیر خان وزیر رسنیو ته ویلي، چې د برید پرمهال یو شمېر ځوانانو د والیبال لوبه کوله.

هغه زیاته کړې، چې دې پېښې د ځایي خلکو ترمنځ اندېښنه او وېره خپره کړې ده.

وزیر په خپله فېسبوک‌پاڼه کې دا برید غندلی او د پاکستان له فدرالي حکومت نه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې باید د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت خوندي او د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې یا پاکستاني پوځ د دغه هوايي برید مسوولیت نه دی منلی، خو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د دغه هېواد پوځ کړي چې په‌کې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده، چې همدا پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتین پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې نور به په وزیرستان کې پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه کوي.

په ټانک ولسوالۍ کې؛ وسله والو یو تن پاکستانی واکسیناتور په ضمانت خوشې کړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

یوې پاکستانۍ رسنۍ د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا له ټانک ولسوالۍ څخه له برمته شویو دوو پولیو واکسین ورکوونکو څخه یو یې د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه ضمانت په دې شرط شوی چې له دې وروسته به په یاده سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین نه ترسره کېږي.

سرچینې د ضمانت د نورو جزئیاتو، یا دا چې د نوموړي د خوشې کېدو لپاره پیسې ورکړل شوې که نه، معلومات نه دي ورکړي.

د سرچینې په وینا، یاد کس د پاکستاني طالبانو اړوند کسانو له‌خوا تښتول شوی و.

لا د دویم واکسین ورکوونکي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پولیو دغه دوه واکسیناتوران د ډېره اسماعیل خان په ټانک ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا وتښتول شول.

په وروستیو اونیو کې په ټانک ولسوالۍ کې د پولیو پر ضد کمپاین له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی، څو واکسین ورکوونکي په نښه شوي یا برمته شوي دي، چې دا وضعیت د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

حنیف پښتین: د میرعلي اعتراضي پرلت تر اتو ورځو وروسته پای ته ورسېد

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرو اتو ورځو راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌اېم یوه مخکښ غړي حنیف پښتین د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې په وزیرستان کې به پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه ترسره کوي.

پښتین خبرداری ورکړی، که پاکستانی پوځ خپلې ژمنې ماتې کړي، ولس به د هر ډول مقاومت لپاره تیار وي.

نوموړي د تېرې تجربې له مخې یادونه کړې، چې تر دې وړاندې هم ورته ژمنې شوي، خو عملي شوي نه دي.

نوموړي همداراز له هغو خلکو مننه کړې، چې د دغې اعتراضي مبارزې ملاتړ یې کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د ظلم او جبر پر وړاندې به تل غږ پورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان میرعلي کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل‌کېدو په غبرګون کې د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی و.

د یادونې ده، چې دا پرلت د سیمه‌يیزو خلکو له‌خوا د ناامنۍ، بې‌عدالتیو او د ملکي تلفاتو پر خلاف د احتجاج یوه هڅه وه چې پراخ ولسي ملاتړ یې له ځان سره درلود.