• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عاصم منیر: طالبان دې د هند له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په تونده لهجه پر طالبانو غږ کړی چې د هند له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي.

جنرال منیر په خپل خبرو کې د سیمې پر امنیتي ګواښونو ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه ډلو د سیمې ثبات او امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه د پاکستان د ملکي خدمتونو په اکاډمۍ کې د ۵۲م ګډ روزنیز پروګرام په مراسمو کې ټینګار وکړ چې پاکستان «د یو ورور اسلامي هیواد په توګه له افغانستان سره سوله ییزې اړیکې غواړي»، خو تمه لري چې کابل به د دې نیابتي شبکو د فعالیتونو مخه ونیسي.

د پاکستان د پوځ مشر له هندوستان سره وروستیو ترینګلتیاو ته په اشارې سره وویل: «هند په سیمه کې د دولتي ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړی دی، موږ هیڅکله د دې هیواد تسلط ته سر نه دی ټیټ کړی او هیڅکله به یې ټیټ نه کړو.»

هغه د هند حکومت د لږکیو، په ځانګړې توګه د مسلمانانو سره «تبعیضي چلند» په هند کې د افراطیت د خپریدو اصلي لامل وګاڼه، او ویې ویل، چې «په دې هیواد کې ترهګري کورنۍ ریښې لري».

جنرال منیر ادعا وکړه، چې د پاکستان هغه پوځي عملیات، چې « معرکه الحق » نومېدل، د هند د وروستیو بریدونو په وړاندې یو پرېکنده ځواب و.

د هغه په ​​وینا، دا عملیات د کشمیر د سرحدي کرښې څخه د پاکستان تر ساحل پورې غځیدلي وو او دا یې وښودله چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د عصري ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

هغه زیاته کړه: «په دې مبارزه کې، د خدای ملاتړ زموږ سره و، ځکه چې موږ د حق په خوا کې ولاړ وو.»

د یادولو وړ ده، چې طالبانو لا تراوسه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د دې څرګندونو په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړې، خو له دې وړاندې طالب ډلې تل د پاکستاني چارواکو د دا ډول ادعاوو په اړه ویلي دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو پر وړاندې د ترهګریزو چارو لپاره وکارول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان اوسیدونکي: د ایران او اسراییل له اوربند وروسته لاهم سوداګریز فعالیتونه محدود دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱
•
جواد شينواری

د پاکستان د بلوچستان ایالت اوسېدونکي وايي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له پای وروسته هم د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې وضعیت عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی. د کاروبارونو د بندېدو له امله ځایي خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

د بلوچستان ایالت د پنجګور سیمي اوسیدونکي برکت مري د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وروسته لا هم د پاکستان ـ ایران پر پوله وضعیت کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي ویلي، چې په ډېر کم شمېر کې د ټرازیټي موټرو پرته پر پله پلي تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي.

برکت مري وايي: «که څه هم چارواکو ولسوالۍ د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانستې ده، خو لا هم ډېر لږ موټر تګ راتګ کوي. په پنچګور او تربت کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.»

د پنجګور سیمي اوسیدونکي وايي، چې د ایران او اسراییل د جګړې سره سم د سیمي اوسیدونکي د سون توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

پاکستان له ایران سره ۹۰۹ کیلومتره اوږده پوله لري او د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې له امله د پاکستان لوري ته د مېشتو کسانو پر اقتصاد خورا منفي اغېز اچولې.

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان لورې ته د مېشتو کسانو ورځنۍ کاروبار د پولې دواړو غاړو د تېلو او نورو توکو انتقال و، خو پر ایران د اسراییل له برېد وروسته پاکستان خپله پوله له ایران سره وتړله.

د بلوچستان د ګوادر اوسېدونکی صداقت بلوڅ وايي چې لا هم پر ګوادر بندر د پلي کسانو تګ راتګ بند دی، چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، اړین توکي په اسانۍ نه موندل کېږي او د خوراکي موادو بیې خورا لوړې شوې دي.

صداقت بلوڅ له افغانستان انټرنشنل ـ پشتو سره خبرو کې وویل:« سره له دې چې په پوله تګ راتګ بند دی خو په ګوادر کې وضعيت نسبتا ښه دی او ضروري توکي شته، خو نرخونه یې لوړ دي. په تفتان کې کاروباري چارې لا هم بندې دي، ځکه چې د سون توکي نشته.»

د پاکستان لوري ته د ایران پولې ته څېرمه مېشت پاکستانیان وايي، چې پر پوله د ټرانزیټ موټرو اوږده قطارونه د ایران لورې ته د تلو په تمه ولاړ دي او په دغه سوداګریزه پوله باندې لا هم وضعیت نه دی عادي شوی.

د بلوچستان اوسیدونکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د ایران او اسراییل ترمنځ دولس ورځنۍ جګړه څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوربند کولو سره پای ته ورسېده.

محمد صادق له طالب استازو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر او د دې ډلې د کراچۍ د کونسل سره یې په ګډه لېدنه کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په اسلام کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب او په کراچۍ کې د طالبانو د قونسل عبدالجباري تخاري سره یې د ګډې لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، په دغه لېدنه کې یې د سوداګرۍ د اسانتیا، په پاکستان کې د افغان سوداګرو ملاتړ او د افغان زده کوونکو د زده کړو په تړاو پر مهمو مضوعاتو غږیدلي دي.

صادق خان ویلي، چې د لېدنې پرمهال دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې په ګډه به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کار وکړي.

د پښتونخوا والي: د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله ۱۸ کسان د سیلابونو له امله مړه شول

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د ۱۸ کسانو وژل کېدو ته توند غبرګون ښودلی او پر صوبايي حکومت یې نیوکه کړې هغه ويلي، چې یاد کسان د حکومت د بیغورۍ له امله مړه شوي دي.

فیصل کریم کنډي د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د سوات غمیزه د پښتونخوا ولایتي حکومت د بیغورۍ پایله ده.

نوموړي ویلي:« د سوات سیند د مینګورې بای پاس سیمي په پېښه کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼو نورو تر ډېر وخت پورې د مرستې په تمه وو، خو هېڅ بیړنۍ مرسته ورته ونه رسیده.»

نوموړي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې پر پښتونخوا حاکم دی، خو د خلکو د ژغورنې لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولي.

فیصل ګنډي ویلي:« حکومت خلکو ته شا کړې او دا غمیزه د هماغه چوپتیا او بې غورۍ بیه ده. دا یوازې بې کفایتي نه، بلکي یوه شرمناکه ناکامي ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارۍ ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکول شوی دی.

ایراني پولیس د افغان کډوالو موبایلونه له اسراییل سره د احتمالي اړیکو په شک پلتي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د ایران او اسراییل ترمنځ له اوربند وروسته، ایران پر افغان کډوالو فشارونه سخت کړي دي. سرچینو له بېلابېلو ایراني ښارونو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د افغان کډوالو نیونې ډېرې شوې، پولیس د دوی د استوګنې او کار ځایونو ته ورځي او د هغوی موبایلونه ضبطوي.

ویل شوي، د پولیسو مامورین د امنیتي اندېښنو له امله او د اسراییل سره د احتمالي اړیکو په شک، د افغان کډوالو موبایلونه تلاشي کوي او ضبطوي.

په هغې ۱۲ ورځنۍ جګړه کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ وشوه، د ایران امنیتي ځواکونو شاوخوا ۷۰۰ ایراني وګړي د «جاسوسۍ» او «اسراییل سره د همکارۍ» په تور نیولي دي. راپورونه ښيي چې لږ تر لږه پنځه افغانان هم د ورته تورونو له امله نیول شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو د نیول شویو یو شمېر افغانانو ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې پکې هغوی له اسراییل سره د همکارۍ اعتراف کوي. خو دا لا معلومه نه ده چې دا ویډیوګانې تر کومو شرایطو لاندې ثبت شوې دي.

ایران: د افغانانو اېستل یوازې حکومتي نه بلکي یوه ملي غوښتنه ده

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پولیسو عمومي قوماندانۍ ته د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو امر شوی دی. بل خوا په هرات کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د تېرو دوو ورځو په لړ کې له ایران څخه ۶۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د پولیسو عمومي قوماندانۍ ته د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو امر شوی دی.

د فراجا د سرحدي ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي ویلي، د ناقانونه افغان کډوالو شړل د ایرانیانو جدي غوښتنه ده.

همدارنګه نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د افغانانو اېستل یوازې حکومتي نه بلکي یوه ملي غوښتنه ده.

احمد علي ګودرزي ویلي:« د نوې پرېکړې له مخي، هر هغه کور یا ملکیت چې افغان وګړو ته په کرایه ورکړل شوی، د کرايي قانوني سند یې نور باطل دی.»

پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه له ۶۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته راستانه کړل شوي دي.

په هرات کې سیمه‌ييز طالب مسولینو ویلي، چې له ایران نه د رستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د سرپناه او خواړو لپاره یې چمتوالی نیولي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لېدنې پرمهال په ډیله‌ییز او جبري ډول د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښه ښودلې او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې د ښه ګاونډیتوب اصول په پام کې ونیسي.