
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې پر ګول سیخ، طبي پنبې، پمپرز او کوټکس، فشاري رنګ چرمي او پلاسټیکي څپلکو یې د کورني صنعت د ودي په موخه تعرفې لوړې کړې دي. په دغو توکو کې ګول سیخ، پلاستیکي او چرمي څپلۍ او بوټان او یو شمېر نور توکي شامل دي.
د طالبانو د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د تعرفې کمېټې له لوري پرېکړه شوې ده، چې د ګول سیخ تعرفه له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې ته، د طبي پنبې تعرفه له ۳،۵ څخه ۳۰ سلنې ته، د پمپرز او کوټکس تعرفه له ۱۰ څخه ۲۰ سلنې ته، د چرمي څپلکو او څپلیو تعرفه له ۱۰ څخه ۲۰ سلنې ته او د پلاسټیکيي څپلکو او بوټانو تعرفه له ۲۰ څخه ۳۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تعرفې کمیټې په یاده ناسته کې د ځنځیر، او ښیښه يي او چینې لوښو په تعرفوي کوډونو کې یې هم اصلاحات رامنځته کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې په پر نوموړو توکو یې د کورني تولید لپاره د مناسب بازار موندلو په موخه تعرفې لوړې کړې، خو خلک وايي، زیاتې شوي تعرفې به د مصرف کوونکو پېر لګښت لوړ کړي.
طالبانو ویلي، چې د تعرفې کمېټې مخکینۍ ناستې د معینانو په کچه ترسره کېدې، خو د ملا هبت الله د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ به د یادې کمېټې ناسته له دې وروسته د وزیرانو او مستقلو ادارو د ریییسانو په کچه ترسره شي.

طالبانو له دولتي ادارو وروسته، اوس په خصوصي سکټور کې هم د ږیرې پرېښودل جبري کړي دي. سرچیني وايي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان په کندهار کې د ظاهري بڼې د اصلاح په موخه نږدې هره ورځ ښاریان زنداني کوي او تر ضمانت وروسته یې بېرته خوشي کوي.
طالبانو په دې لړ کې د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د ډاکټرانو په ګډون ۱۵ هټیوال زنداني کړي دي.
د کندهار د صرافانو اتحادیې رییس قندي اغا وايي، تېره ورځ د امر بالمعروف محتسبان د صرافۍ مارکیټ ته ورغلي او دوی ته یې امر کړی، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې نور به ږیرې نه خريي.
د امر بامعروف محتسبانو خبرداری ورکړی، چې سرغړوونکي به زنداني کړل شي.
د کندهار د صرافانو اتحادیې مشر قندي اغا وايي:«د امر بالمعروف د ریاسته څخه علمای کرام راغلي وو، په لاندې دفتر کې مجلس ورسره وشو، دوی د شیخ صاحب له خوا یو فرمان چې دا د ږیرې خرېیلو په باره کې و چې تاسې ټول به ږیرې په اینده کې نه خریئ او ټول به ږیرې پریږدی، نو دوی په دې باره کې راغلي وو، چې بیا داسې نه خدای مه کړه د امر بالمعروف کسان مو بندیان کوي.»
پر همدغه مهال د کندهار ښار یو شمېر هټیوال وايي، چې طالبان هره اونۍ دوه ورځې له ټولو هټیو او کار ځایونو څخه د دوی د ظاهري بڼې په پلمه لیدنه کوي او هغه کسان چې ږیرې یې خرېیلې یا کمې کړې وي، زنداني کوي.

د کندهار ښاریان پر طالبانو نیوکه کوي او وايي، چې دې ډلې د خلکو اساسي ستونزې له پامه غورځولې او په خپله خوښه پر خلکو شریعت پلی کوي.
خلک وايي، د ږیرو خرییلو بندیز نه معیشتي ستونزې حل کوي او نه هم د افغانستان امنیتي وضعیت ته ګټه رسوي.
ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغانانو د نیولو او شړلو یو پراخ کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان هرات او د افغانستان نورو ولایتونو ته شړلي دي. رپوټونه وايي، چې په تهران کې هره ورځ ۸۰۰ تر زرو پورې کسان نیول کیږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۶،۱ میلیونه بهرني وګړي ژوند کوي، چې له دې شمېر څخه تر څلور میلیونو زیات کسان قانوني اسناد نه لري.
چارواکي وایي چې یوازې د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه پورې، دوه میلیونه کسان ناقانونه میشت وو او په همدغه کال کې دوه میلیونه او ۳۴ زره نور هم له قانوني اسنادو پرته ایران ته داخل شوي دي.
د شړلو بهیر چټک شوی
یوازې د تیرو پنځو ورځو په موده کې، له ۷۲ زرو زیات ناقانونه افغان اتباع د اسلام کلا له لارې افغانستان ته شړل شوي دي. یو شمېر سرچینې د شړل شویو افغانانو شمېر تر دې لوړ ښيي.
د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې، له ۳۰زرو زیاتې افغان کورنۍ له ایران څخه وتلې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رپوټ ورکړی چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۵۵۹ زرو زیات افغانان له ایران نه ایستل شوي دي ، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
یوازې په تهران ولایت کې، هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغان کډوال نیول کېږي او د اخراج لپاره لنډمهالو توقیف ځایونو ته استول کېږي.
ایراني امنیتي چارواکو ویلي چې ځینې ناقانونه افغان وګړي د جاسوسۍ، بهرنیو استخباراتي شبکو سره د اړیکو او تخریبي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
ایراني رسنیو تر اوسه په دې تور یوازې د پنځو تنو د نیولو خبر ور کړی، خو دا لا روښانه نه ده، چې دې پنځو کسانو د ډرون په پرزو، یا د ایران د ځینو ودانیو د تصویرونو په اخېستلو څه کول، یا دا مخکیني انځورونه دي او که تازه د جګړې پرمهال اخېستل شوي.
د قوانینو او ادارو همغږي کول
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وویل چې که څه هم ډېری کډوال "صادق او قانوني" دي، خو یو شمېر نور "د امنیت لپاره جدي خطر" جوړوي.
د ایران د حکومت نوې هڅه دا ده چې د کډوالۍ ملي سازمان له لارې د مهاجرت ټول مسایل، د ویزو ورکول، د استوګنې مدیریت او د پولو څارنه یوې ادارې ته وسپاري. اسکندر مومني د هغو کارورکوونکو او کمپنیو پر ضد هم د قانوني چلند غوښتنه کړې چې ناقانونه کارکوونکي ګوماري.
د ایران د لوی څارنوال په وینا، ایران "یو ښه کوربه" دی، خو ناقانونه اتباع باید ژر تر ژره له هېواده ووځي.
محمد موحدي ازاد د شنبې په ورځ وویل، « قانوني اتباع هم باید هغه کسان معرفي کړي چې له اسراییل سره یې همکاري کړې ده او هغه کسان چې په خپله خوښه ځانونه معرفي کړي، له تخفیفونو به برخمن شي».
ایران پلان لري چې له افغانستان سره ختیزه پوله د دیوال په جوړولو بنده کړي. دا دیوال به د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي یوه فزیکي وسیله وي. همداراز، په پوله کې امنیتي پوستې، تالاشۍ، او د توقیف مرکزونه زیات شوي دي.
ایران له اسراییل سره تر جګړې وړاندې هم له دې اړخه د نفوذ اندېښنه درلوده.
د ایران حکومت وایي چې له طالبانو سره به دوه اړخیزه همکاري نوره هم پراخه شي، څو د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنیدو بهیر اسانه شي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له ایران نه د افغانانو د تدریجي او پلان شوي اخراج غوښتنه کړې، ځکه په ځان کې ددومره شمېر کډوالو د مدیریت توان او وړتیا نه ویني.
د تهران او مشهد ښارونو د املاکو اتحادیې ویلي چې بې اسنادو بهرني اتباع نشي کولای کورونه واخلي یا کرایه کړي.
له مقرراتو سرغړوونکو مشاورینو سره د قاطع چلند سپارښتنه شوې او په لومړي ځل د دفتر بندیدو، او بیا د جواز د لغو کېدو ګواښ ورته شوی.

د ډرون څرخکو لپاره نوی قانون
په یو بل امنیتي اقدام کې، د ایران پارلمان د غیرنظامي بې پیلوټه څرخکود کنټرول لپاره قانون تصویب کړی. د قانون له مخې، د ډرون له ورکیدو، غلا یا پېښې وروسته باید د ۲۴ ساعتونو دننه راپور ورکړل شي. ټول کاروونکي مکلف ګڼل شوي، چې بیمه قراردادونه ولري او بهرني اتباع نه شي کولای ډرون واخلي یا وکاروي.
د سرغړوونکو لپاره تر ۱۰کاله بند محکومیت په نظر کې نیول شوی.
ایران د ناقانونه اتباعو د کنټرول لپاره له امنیتي، اقتصادي، او ټولنیزو اړخونو هممهاله څوګوني اقدامات کوي. د پولو د بندیدو، قانوني اصلاحاتو، د کار ورکوونکو قانوني مسوولیت او له طالبانو سره همکاري، خو د دې ټولو بیړنیو اقداماتو تر شا یوه ویره څرګندیږي، چې هغه په کډوالو کې د اسراییل احتمالي نفوذ دی.
خو د شنونکو په باور، اسراییل په ایران کې د نفوذ لپاره افغان کډوالو ته نه، بلکې د ایران هغو بومي سرچینو ته اړتیا لري، چې ددغه هېواد په پوځ او استخباراتو کې نفوذ لري.
د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې په خوست کې د غلام خان بندر لار د پاکستان لهخوا تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
په خوست کې د طالبانو ویاند مستغفر ګربز وايي، تېره شپه د غلام خان بندر د کمېسارۍ مسوولانو ته د پاکستان لهخوا خبر ورکړل شوی چې دا لار د امنیتي ستونزو له امله تر نامالومې مودې پورې بنده ده.
طالبانو له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې د غلام خان له لارې د تګ راتګ نه ډډه وکړي او له بدیلو لارو ګټه واخلي.
غلام خان بندر چې د خوست ولایت له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګریزه لار ګڼل کېږي، وخت ناوخت د امنیتي دلایلو له کبله تړل کېږي.
د داعش ډلې د حضور په اړه د روسي چارواکو تر اندېښنو له څرګندولو وروسته، د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او هېڅ ډول فعالیت نه لري.
فطرت د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته په خبرو کې وویل: «د داعش تحرکات په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري».
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي یوري کوکوف ویلي، مسکو د داعش د پلانونو له امله اندېښنه لري. نوموړي ادعا کړې چې یاده ډله هڅه کوي له افغانستان نه د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته ځانونه ورسوي.
سره له دې چې روسیه او یو شمېر سیمهییز هېوادونه له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو هڅې کوي، لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو، وسلهوالو افراطي ډلو او د وسلو د قاچاق په اړه ژورې اندېښنې لري.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ پراخ شوی دی. د دغې ډلې چارواکو ویلي چې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وايي او هڅه کوي له ګرځندوی صنعت نه د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار واخلي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال له اسوشیټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه زیاته کړې: «افغانان مېلمهپاله خلک دي او غواړي چې د بهرنيو سېلانیانو کوربهتوب وکړي. ګرځندوی د هېواد لپاره ډیرې ګټې لري او موږ غواړو چې کار ترې واخلو.»
نوموړي ادعا کړې چې تېر کال نږدې نهه زره بهرنیو سېلانیانو افغانستان ته سفر کړی او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې درې زره بهرني سېلانیان دغه هېواد ته دننه شوي دي.
افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو د جګړو له امله د سېلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.
په افغانستان کې د طالبانو د امنیت خوندیتوب ادعاوو سربېره، په ځینو ولایتونو کې د وسلهوالو بریدونو خطر لا هم پر خپل ځای دی. د تېر ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشت کې په بامیان کې د یوه وسلهوال برید په ترڅ کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو.
یاده دې وي چې په یو شمېر سیمو کې بهرني سېلانیان د خلکو له ځورونې او نامناسب چلند سره هم مخ کېږي. څه موده مخکې د یوه بهرني سېلاني ویډیو خپره شوې وه چې په کابل ښار کې د یوه افغان ځوان له نامناسب چلند سره مخ شوی و چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر توندو نیوکو وروسته طالبانو د هغه د نیولکېدو خبر ورکړ.
طالبانو ویلي چې د ګرځندوی ویزې په اسانۍ ورکول کېږي اوهمداراز له دوبۍ او استانبول نه کابل ته الوتنې په اوونۍ کې څو ځله کېږي. دوی د نارینه وو لپاره د ګرځندوی او مېلمه پالنې په برخه کې د روزنې ترلاسه کېدو لپاره یو روزنیز مرکز هم جوړ کړی دی.
په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د عامه ژوند، کار او زدهکړې په ګډون پر افغان ښځو پراخ او ځپونکي محدودیتونه لګولي، خو وايي چې له نارینه او ښځینه سېلانیانو هرکلی کوي. د طالبانو امربالمعروف څه موده مخکې افغان ښځې ان پارکونو ته له تګ نه منع کړې. اسوشيټېډپرېس هم په خپل راپور کې ویلي چې که څه هم افغان ښځې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، خو د بهرنیو سېلانیانو ښځو لپاره په دې محدودیتونو کې نرمښت موجود دی.