• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرامرز محمد له خپل سیال رایان کمپبل سره لوبه کوي

۹ لړم ۱۴۰۴ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۰

د رزمي لوبو افغان لوبغاړی فرامرز محمد له خپل سیال رایان کمپبل سره لوبه کوي. فرامرز محمد له درې کلن ځنډ وروسته د راتلونکې لېندۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه له خپل سکاټلنډي سیال سره د انګلستان په نیوکاسل ښار کې لوبه کوي.

دواړه لوبغاړي به د ۷۰ کیلو ګرامه وزن په ګټګورۍ کې له یو بل سره مخامخ شي.

۳۱ کلن فرامرز محمد تر اوسه پورې په شپږو مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې، چې څلور یې ګټلې او دوه یې بایللې دي. هغه په وروستي ځل د ۲۰۲۳کال (د سپتمبر په ۹مه) د FCC سازمان په سیاليو کې برخه اخیستې وه.

بل‌خوا د هغه ۲۸ کلن سیال رایان کمپبل په څلورو مسلکي سیالیو کې درې بریاوې او یوه ماته لري. د کمپبل وروستۍ سیالي د ۲۰۲۵کال (د جون په ۲۸مه) د CWFC سازمان په اډانه کې ثبت شوې ده.

100%

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ایران ته په ماتې ورکولو د اسیا د ځوانانو فوټسال اتلولي‌ خپله کړه

۸ لړم ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او د اسیا اتله لوبډله شوه. دا لوبه د بحرین په پلازمینه ماناما کې د خلیفه ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبغاړي عباس حیدري د لوبې په لومړۍ نیمایي او علي احمدي د دویمې نیمایي په جریان کې د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

دا د فوټسال په اسیايي سیالیو کې د افغانستان د تاریخ لومړنۍ اتلولي ده.

ایران دوهم مقام ترلاسه کړ، تایلنډ درېیم شو او ازبکستان څلورم مقام خپل کړ.

د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ لوبه د ایران د رسنیو له لوري د شخړو او رواني فشارونو له امله ډېره حساسې شوې وه؛ خو د افغانستان لوبډلې له پایلوبې مخکې هم په سیالیو کې خورا روښانه او بریالۍ لوبې کړې وې.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ اداره وايي، چې د افغانستان والیبال ملي‌ لوبډلې د مرکزي‌ اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړی او نن هېواد ته راستنه شوه. ملي لوبډلې په دې سيالیو کې ۶ لوبې ترسره کړې، چې په درېیو بریاوو سره پایلوبې ته ولاړه

د طالبانو د المپيک ادارې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې د لوبغاړو د هرکلي انځورونه هم خپاره کړي دي.

دغه ادارې ویلي، چې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې ۶ لوبې تر سره کړې، چې په درېیو بریاوو سره د ترکمنستان لوبډلې سره یې پایلوبه ترسره کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په پایلوبه کې افغان لوبډلې ۳ پر ۲ میدانه ماتې وخوړه او دویم مقام یې تر لاسه کړ.

افغانستان په لومړۍ شل اوریزه سیالي کې زمبابوې ته ماته ورکړه

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۵۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې، افغان لوبډلې د پچې (ټاس) له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او د راشد خان تر مشرۍ لاندې د ۲۰ اورونو په بشپړولو سره یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې مجیب‌الرحمن، عظمت‌الله عمرزي او عبدالله احمدزي د غوره توپ اچونې په مټ د سیالې لوبډلې توپوهنه وځپله او زمبابوې کرېکټ لوبډله یې په ۱۲۷ منډو اوټ کړه.

د اروپا د بدن ښکلا په سیالیو کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني ښه ځلېدلی

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د شمالي اروپا د بدن ښکلا سیالۍ چې د سویډن په «الینګسوس» ښار کې ترسره شوې، په‌کې افغان ورزشکار بسم‌الله مرداني هم برخه اخیستې وه. بسم‌الله چې دا مهال په فنلنډ کې اوسېږي او د فنلنډ د بدن ښکلا د ملي لوبډلې غړی هم دی، په دغه سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.

نوموړي د بدن ښکلا په سیالیو کې درېیم او د کلاسیک فزیک په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی. دغه سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو په‌کې برخه اخیستې وه.

بسم‌الله مرداني تر دې وړاندې په تلې میاشت کې هم د بدن ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړي وو. ټاکل شوې، چې دغه ۲۷ کلن افغان ورزشکار دوه اوونۍ وروسته په هسپانیا کې د بدن‌ ښکلا په نړۍوالو سیالیو کې د فنلنډ ملي لوبډلې په استازیتوب ګډون وکړي.

نوموړی له لسو کلونو راهیسې په فنلنډ کې ژوند کوي او له ۲۰۱۷کال راهیسې په مسلکي توګه د بدن ښکلا ورزش کوي.

100%
100%

د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې ټایلنډ ته په ماتې ورکولو د اسیايي سیالیو پایلوبې ته لاره وموندله

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ پر وړاندې په یوې زړه پورې سیالۍ کې په ۹–۱ بریا سره د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ځوانانو لوبو پایلوبې ته لاره وموندله.

دغه بریا نه یوازې د افغانستان لوبډله پایلوبې ته ورسوله، بلکې لږ تر لږه د نقرې مډال ګټل یې هم یقیني کړل.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله به د پایلوبې په پړاو کې د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

افغان لوبغاړو تر دې دمه د ازبکستان، بحرین (د کوربه هېواد)، چین او ټایلنډ لوبډلې ماتې کړې دي او د هېواد د سپورټ مینه‌وال هیله‌من دي چې افغان ځوانان به د سرو زرو مډال هم ترلاسه کړي.